(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عقل او زړه

[17.May.2018 - 07:41]

خدایه عقل چې ؤ، زړه دې ولې راکړ؟

په یو ملک کې دوه خودسره بادشاهان 

بادشاهي او فقیري دې ولې یو کړه؟

د ژوندون په هره ساه کې مرګ پنهان 

ولې غم لکه آسمان په جهان خور دی؟

خدايه ولې خوشالي دې کړه نايابه؟

ولې جوړ دې کړه اننګي له ګل د پاڼو؟

خدایه ولې نشه بیا یې له شرابه؟

ولې رنګ او ښایست دې دواړه خور او ورور کړه؟

ولې؟ ولې دې جهان کړ ډک په رنګ؟

ولې کوڼ دې زه پیدا په جهان نه کړم؟

خدایه ولې دې اواز کړ پوست د چنګ؟

ولې ما ته دې عطا کړ فکر و خیال؟

ولې؟ ولې په رڼا ورځې خوبونه؟

خدایه ولې دې ځواني هر چا ته ورکړه؟

خدایه ولې دې پیدا کړل امیدونه؟

ولې جوړ دې د یار سترګو کې جنت کړ؟

ولې تریخ دې کړ بېلتون او خوږ وصال؟

خدایه ولې دې سپوږمۍ ته رڼا ورکړه؟

چې زنګوي مې د مستۍ په مهین ټال

ولې جوړ دې کړه اغزي د ګل په خوا کې؟

ولې زړه مې پاک خو جسم مې ناولی؟

ولې ما ته دې د ولې طاقت راکړ؟

خدایه ولې؟ خدایه ولې؟ خدایه ولې؟

******

خدایه ولې؟

د غني بابا کلیات

مخ - ۵۷۲

لندن - ۱۹۳۰

 
-
بېرته شاته