(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[17.May.2018 - 07:38]

دا نقاب ؤ په سپین مخ چې راڅرګند شو

که بهرام د تاترین د خدای په بند شو

 

ستا مین چې ستا په در ؤ، سرنګون ؤ

خو چې دار ته رانږدې شو، سربلند شو

 

د روڼ مخ سره د مینې په سزا کې

د تېرې شپې هر ګېسو راته کمند شو

 

د ګلفام د خوږو شونډ له تاثیره

هر یو توری د غزل زما ګلقند شو

 

د باګرام محبوبې ویر کوي ژړېږي

قلندر چې په قلعه کې نظربند شو

*************

د تاترین خدای = پَلُوټو چې د ځمکې د لاندېنۍ نړۍ څښتن دی

سرنګون = عاجز، ټيټ سری

ګلفام = ګلوزمه، ګل ورته، ګل غوندې، محبوب

توری = حرف، ټکی، ویی

قلعه = کلا، کوټ

نظربند = زنداني، قیدي، هغه څوک چې تر څارنې لاندې وي

[قلندر مومند، سباوون - مخ ۹۹]

-
بېرته شاته