(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا

[17.May.2018 - 07:30]

ذهنونه اوختلي دحالاتو رنګ بدلېږي

څه نوی شان خوځښت دی غیرتونه راوېښېږي

 

دژونددبې وسۍ تورې تیارې په ورکېدو دي

پښتون په ېو مرکز دقامولۍ باندې ټولېږي

 

ملي غرور او حس د پښتونوالي ژوندی شوی

غوټۍ د ارمانونو غټې شوې دي غوړېږي

 

نسیم زېری راوړی دخوشال بابا دېرې ته

بیرغ دخپلواکۍ د پښتنو جګ شو رپېږي

 

داستوری داسمان ورته رڼا کوي ولاړ دی

نقشه کښې دنړۍ د پښتونخوا نوم لېکل کېږي

کبیر ستوری

 
-
بېرته شاته