(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رڼاګانو ښار

[17.May.2018 - 07:19]

دکراچۍ درڼاګانو ښار کښې ؤرکه ياره

دا خپلې خړې کـوڅې هېرې نه کړې

سپرلے سپرلے مينه يې لږه را په زړه کا ياره

د خپلې خاؤرې وږمې هېرې نه کړې

 

کۀ کراچۍ په تا ودانه وي ودانه دې وي

زما د زړۀ پېښؤر مه هېروه 

کۀ پردۍ خاؤره په تا خانه وي نو خانه دې وي

د خپلې مينې خېبر مه هېروه 

 

د ملاکنډ په سر يو چغه کا ټپه کا ياره

د پښتونخوا نظارې هېرې نه کړې

 

عابدجان

-
بېرته شاته