(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا

[17.May.2018 - 07:15]

ستا دعشق له وينو ډک شول ځيګرونه 

 ستا په لاره کې بايلي ځلمي سرونه 

که هرڅومې د دُنيا ملکونه ډېرشي 

 زما به هېر نشي داستا ښکلي باغونه 

درقيب دژوند متاع به تار په تار کړم 

چې په تورو پښتانه کا ګوزارونه 

تاته راشمه زړګی زما فارغ شي 

.بې له تا مې اندېښنې دزړه مارونه 

دډیلي تخت هېرومه چې را يادکړم 

زما دښکلي پښتونخوا دغرو سرونه 

که  تمامه دُنيا يو خوا ته بل خوا يې 

زما خوښ دي ستاخالي تش ډګرونه 

(( احمدشاه)) به دغه ستا قدر هېر نه کا 

که ونيسي دتمام جهان ملکونه

-
بېرته شاته