(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټوک ټوک

[11.May.2018 - 08:34]

د رحمان بابا کلام

.

ماتوي مې خوله په سُوک

خراشي مې زړه په نُوک

.

که نارې وهم، که ژاړم

پروا نه لري يو چُوک

.

راشئ ګورئ منصفانو

د دلبرو دا سلوک

.

لکه ګل په لاس د طفل

زما زړه کا شُوک په شُوک

.

د چشمانو په غمزه یې

ژوبل ژوبل یم، ټوک ټوک

.

په توسن د فلک سَور شي

دستار کېږدي په سر هُوک

.

هېڅ اثـر ورباندې نه کا

د دردمندو درد او دُوک

.

اې رحمــانه چې عاشق شي

ځان دې ژاړي کُوک په کُوک

.

.

چُوک = لږ شان، کم، ذره

منصفان = منصفان د منصف ډېرګړی (جمع) دی، منصف = انصاف کونکی، عادل، انصاف ګرندی، د انصاف خاوند

سلوک = رویه، کردار، طور طريقه، خوی، خصلت

طفل = کوچنی، ووړکی، ماشوم

شُوک = ۱) شوکېدلی، شکېدلی، پرې شوی، غوڅ شوی ۲) څيرې شوی، بژه شوی ۳) لوڅ شوی، مال او شته ترې په لاره کې اخيستل شوی

چشمان = سترګې

غمزه = ناز، ادا، نخر، مکېز، د سترګو پۀ ګټ اشاره

ټوک ټوک = ټوټې ټوټې، پارچې پارچې

توسن = سرکش اس، مست اس (آس)

فلک = اسمان، هسک

دستار = پټکۍ، لونګۍ

هُوک = په خيال کې، ورک، لاهو، په چرتو کې ډوب

دُوک = غم، نول، د خپګان رنځ

کُوک = کوکه، کريزه، کوکاره، چیغه

.

.

-
بېرته شاته