(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دستور

[11.May.2018 - 08:17]

د حبیب جالب لاندینی ناظم هغه په پاکستان کې د ایوبي مارشلا په ضد لیکلی وو، چې بیا یې د لاهور په موچي دروازه کې په یوه جلسه کې اورولی هم وو. د اپرېل په ۲۲مه دا نظم د هغه لور طاهره جالب په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې واوراوه. که څه هم دا نظم اوس په اردو کې ډېر مشهور دی، خو ما یې ژباړه د پښتون پاڅون په دې روان بهیر کې ګټوره وبلله.

 

دستور / حبیب جالب 

چې څراغونه یې تش بل په محلونو کې وو

چې د څو تنو د خوښۍ په تکلونو کې وو

چې اوسېدلي په بلا مصلحتونو کې وو

داسې دستور دغسې تت غوندې بې نوره سهار

هیڅکله نه منم زه، هیڅکله یې نه پېژنم

 

زه نه ډارېږم نه ډارېږمه له داره ګوره

زه هم منصور یمه پر شا نه ځم اغیاره ګوره

وېروې ولې په زندان مې ستمکاره ګوره

د ظلم هیڅ خبره او د جهل هیڅ یوه شپه

هیڅکله نه منم زه، هیڅکله یې نه پېژنم

 

بس تا دا وایه چې پر څانګو شول را شنه ګلونه

بس ته دا وایه چې رندانو ته پراته جامونه

بس ته دا وایه چې ګنډلي، پرې سره ټټرونه

دغه ښکاره درواغ او دغه د ذهنونو لوټمار

هیڅکله نه منم زه، هیڅکله یې نه پېژنم

 

تا په پېړیو دی لوټلی زموږ ژوند او سکون

نور پر موږ نه چلېږي ستا جادو منتر د پرون

جوړېږې ولې د دردمندو چاره ګر د ژوندون

ته چاره ګر نه یې، که څوک مني خو ستا خواخوږي

هیڅکله نه منم زه، هیڅکله یې نه پېژنم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ژباړه: بارکوال میاخېل

۲۳ اپرېل ۲۰۱۸م کال

ویرجینیا- امریکه

-
بېرته شاته