(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخلکو غږ

[11.May.2018 - 08:10]

دخلکو غږ

بې ننګه دوسـت نه یاره واوره اغیار ښه دی

پـه شـفـتالـو لــه یارۍ زهــرجـن  مارښه دی

چې مخامخ دې سـتايي خـوشـا ته تور لګـوي

له چـلـوټـواو دروغـــو د نرګــوزار ښـــه دی

شـیخ د ریا پـــه تسـپو سـپـیـنـو جـامـو بایـللې

ساده ژونـــدون ریښـتیـنی تر ریا کار ښه دی

نیشه چې لارخـتا کړي دخپل جانان تـرکـوره

له هسې رنګ بې لارې مئـین خـومـارښه دی

باز پــه پـنجـره د زرو کله خـوښـیږي بـنــدي

زمونږ خـټـین کلي کې زمونـږ اخـتـیارښه دی

د پښـتونخـوا بلبلان پریـږدۍ چې یــوشي سره

بیلتون په اورسوځل دي سرترې په دارښه دی

نـواب چې قــوم خـرڅـوي د څـو پیـسـو دپاره

دخوارو خلکـو غږ ته خوار خدمتګار ښه دی

محمدیوسف خدمتګار مزدورځوی

-
بېرته شاته