(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مکه څه ده

[11.May.2018 - 08:06]

لیونیه مکه څه ده؟

ملا کور د یو عاشق دی

کوټنې دي ګڼې ګڼې

 د همه و رب خالق دی

لیونیه ایمان څه دی؟

ملا دا دی پوخ ګومان

د یو خوب په زړه لیده دي

د وصلونو د جـانان

 لیونیه حوره څه ده؟

ملا سپینه لولکۍ ده

یوه کرښه د شفق ده

د خندا بوړبړکۍ ده

لیونیه نشه څه ده؟

ملا دا په سیال واته دي

د مستۍ رنګین محل کې

دا واته ننواته دي

لیونیه چې لمونځ څه دی؟

ملا خاورې ښکلول دي

د جانان کوڅې ته تلل دي

د امید ارمــان کېدل دي

لیونیه سجده څه ده؟

ملا ځان خاورې کول دي

دمستۍ د ګلو هار

دیار پښو کې اچول دي

لیونیه وصال څه دی؟

ملا خیش کې ډوبېدل دي

دا په ستورو ګډېده دي

په سپوږمۍ کې خورېده دي

لیونیه جانان څه دی؟

ملا روغ ورته نه ګوري

لیونی یې هله وینې

د تاوکړو بڼو سیوري

لېونیهته یې څوک؟

ملا! زه د چا ارمان

زه یو ګل د چا د ګوتو

پروت په پښو کې د جانان

-
بېرته شاته