(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[11.May.2018 - 07:55]

نوربه مخ په آئینه  برابر نه کړم

نۀ به دواړه سترګى  تورې په رانجۀ کړم

نۀ به سره کړم سپين لاسونه په نکريزو 

نۀ به نورپه ږومنځ جوړ د سرويښته کړم

نه به ما تې ما تې څڼې په مخ پريږدم 

نه  به لاندې با ندې لب په پا نو سره کړم

چې دمینې یار مې نه شته چې یې گوري

دصورت سینگارزه کوم یوه ته وکړم

درست صورت مې سرې لمبې شي شنې ډډوزې 

چى دخپل مين د مينى راز په زړه کړم

که ژوندون ترهر څه خوږدى په جها ن کى 

اوس بې  يا ره په ما تريخ شوزه به يې څۀ کړم

هغه يا ر چى چېرته دى خوشا ل دې اوسي 

دى دې خپله خوشا لي کړي غم به زه کړم

 

(توتیاخټکه)

-
بېرته شاته