(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انسانیت څه شی ته وایئ

 
 داجمل خټک نصیحت
 
زمونږ ژوند تیرول په دنیا یو امهتان ده
دا امهتان ډک له خوشحالیو خبګیان ده
 
ژوند او دنیا ډکه له شخړو کړاونو ده
د جنګ جګړو کی هر څوک راګیر ده
 
څوک یی په پټه څوک یی ښکاره ده
دنیا او د هر چا ژوندی یی بندیوان ده
 
څوک د ښو څوک د بدو خواته ولاړ ده
دا د دنیا او ژوند د سفر ګزران ده
 
زمونږ هر کړنه کیردار یی وسله ده
دا بده او ښه وسله په لاس د انسان ده
 
هر خوښی غم مو د دی وسلی نوم ده
زمونږ کامیابی ناکامۍ یی نوم نیشان ده
 
هر بده کړنه د دنیا او ژوند په زرر ده
مینه محبت کینه نفرت یی ګټنه تاوان ده
 
مینه محبت رڼا د دواړو جهانونو ده
بی مینیتوب د دنیا او ژوند نقصان ده
 
هر ښیږڼه له یوبل سره لار د ګټنو ده
بی ښیږڼو انسان په تیرو کی روان ده
 
ولی بعضی انسانانو ژوند او دنیا ده
روانه کړی په مرضنو او تاوان ده
 
هر اځارول دردول کله ښه کار ده
د دنیا د خپل د بل ژوند په نقصان ده
 
دا پورتنی نصحت ما ذبیح لله ته کړی ده
د دنیا د انسان مین خټک اجمل خان ده

انسانیت څه شی ته وایئ

ښه ژوند څه شی ته وایئ
ولی له هر څه نه ناخبر یئ
پوهیږی څه شی ته وایئ
  انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
ولی د څه شی  لپاره وارختا یئ
په دی باندی ځان پوهه کړه
دنیا وپیژنه دنیا څه شی ده
هغه ورځ دی در په یاد کړه
دنیا ته څنګه وی راغلی
هغه ورځ دی در په یاد کړه
له د فانی دنیا نه به څنګه ځی
څه کولی شی ولی یئ دلته راغلی 

ولی دردیږی خوار او ځار یئ
  د ژوند کامیابی موفقت څه شی ده
  انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
چا راوړي له ځان سره څه دي
چا د وړي له دنیا نه څه دي
هر څه دی درنه پاتې دي تنها به ځی
ولی د ژوند درولی په سرو لمبو
ولی د ژوند روان کړی په بدو لارو
دوه ورځی ژوند ده مه کوه ظلمونه
اخیر یوه ورځ هر څوک مری ځی
د څه له پاره دومره بی صبر یئ
معنا د مینی محبت څه شی ده
  انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
روان شه د مین محبت په لار
غوره  کړه درته د مین محبت لار
مینه محبت له یو بل سره د ژوند د سفر رڼا ده
مینه محبت لوی سمر ده هر څه درته راوړۍ
مینه محبت د انسانیت جامه ده رڼا ده
مینه محبت د عبادتونو لوی عبادت ده
مینه محبت لوی راز د ژوندانه ده
مینه محبت اول له خپل ځان سره شروع کړه
بی مینی محبته خلک لکه
بی خونده میوه ده لکه بی سمره ونه ده
ډیر خلک نفرتونو خوار او ځار کړل
ډیر خلک یې غورزولی له جګو فانډونه
ډیر خلک یې مختوری د دنیا او اخرت کړل
ډیر خلک یې بندیوان د تنها یی کړل
بی مینی محبته خلک روان په تورو تیرو کی دي
ځکه دوی هر وخت په چیغو نارو کی دي
د ژوند له هر درد هر غم سره په جنګ وی
د ژوند د سفر هر دروند بار ورباندی بار یې
د دی ناکامی حیلت څه شی ده
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
ځان خبر په خپل ګټه او تاوان کړه
ځان خبر په خپل خوښی او خوشحالی کړه
که چاته د ښه نه ورسیږی بد مه رسوه
که چاسره مرسته نه شی کولی بد مه کوه
که چاسره مینه محبت نه شی کولی
له هی چا څخه نفرت مه کوه
له هی چاسره کینه دښمنی مه کوه
له خپل ژوند او ځان سره
نفرت کینه دښمنی مه کړه
د خپلی اسانی اسودګی لاره پیدا کړه
د مینی محبت د ژوند لاره پیدا کړه
د حپل ژوند د مقصد لاره پیداکړه
د خپل ژوند د ښه کیدلو لاره پیدا کړه
ځان خبر له خپل ژوند نه کړه
د نورماله ښه ژوند لاره پیدا کړه
ښه او بد ژوند نورماله ژوند څه ته وایې
څه کولی شی څه غواړی
ولی وایی هیڅ شی کولی نه شی
که له بل سره مرسته نه شی کولی
له خپل ژوند او ځان سره خو دی
هره مرسته کولی شی هر څه کولی شی 

ولی ځان ته وایی چی بیکار یئ
د انسان ښه او بد عدت څه شی ده
  انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
ښه وګوره ونو او ګلونو ته
چی ځی او راځی
دوی څنګه راځی څنګه غټیږی
دوی څنګه زړیږی مړه کیږی
ښه فکر ورباندی وکړه
د انسان او دوۍ له منځه فرق دا ده
چی دوۍ څه نه وایې پټه خوله دي
انسان هر څه وینو خبری کولی شی
انسان هم په اخیرت کی راژوندی کیږی
انسان دنیا ته یو زلی راځی بیا ځی
دا ستا لپاره یو ښه امتحان ده
ژوند او دنیا ټوله یو امتحان ده
ولی د څه لپاره د څه شی لپاره
له خپل ژوند نه بی زار یئ
ویښ شه عبرت څه شی ده
  انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
دا دومره لالوانتیا د څه لپاره کوی
دا دومره ظلم ستم د څه لپاره کړی
د انسان تر پیدا یښته تر اوسه پوری
څومره خلک راغلل او لاړل
بدرنګه او شایسته راغلل لاړل
ښه او بد خلک راغلل لاړل
امیر او باد شاه راغلل لاړل
غریب او ګدا راغلل لاړل
واړه او غټ خلک هم راغلل لاړل
زورو او کمزوری خلک هم راغلل لاړل
ټول بیرته تورو خاورو ته لاړل
هلته د ټولو منزل یو دې
لکه څنګه چی خالی راغلی وه
همغه شانته بیر ته خالی لاړل
هر څه ورنه پاتی شول
هی چا له ځانه سره څه شی وینه وړل
نو ستا ولی جنګ ده له ژوند سره
ژوند د ولی غمجن کړی دې
د ځان ښکلی دونیاګی دی
ولی تیاره کړی دی
ولی ژړیږی ولی دردیږی
ولی د څه لپاره دومره ناچار یې
د ښه او بد انسان خصلت څه شی ده
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
متن : هر څه روان دي
توره شپه یی کړه ورکه سپینکی سحر په مستی کی
سپین سحرهم غرق شو په سیلاب د سری غرمی کی
سری غرمی ته ولاړلاس په تیره توره زړی مازدیګر
د شین لڼډی ماښام په دام کی راګیر شو زړی مازد یګر
لڼډی ماښام یئ هم  وخوړ توری شپی پاس په اسمان کی
زه 
هم بندیوان شوم د مسافری په تریخ زندان کی


 د جنګ جګړو د مرضونو نقصان او تاوان !؟

لیک: ذبیح الله شریفی
محترمو لوستونکو د دغی لیکنی څخه  مقصد دا ده چی هر (( انسان یا بشر )) وکولی شی څنګه دنیا او خپل ژوند په خوشحالی سره مخکی بځو  ؛ ولی بعضی متصبه مریض خلک  د یوه ښه اصلی دین اسلام  یوه ښی اصلی دیموکراسی د حوقوق بشر د میللی متحد  نوم بد نامه وی یا بیځایه ګټی ورباندی کوی یا یی ورڅخه اخلی او یا یی شرموی ؛ نو اوس مونږه انسانان څه باید وکړو چی ! دنیا ؛ یا خپل ژوند خپل ځان له د غو اوسنیو څختو کړاونو دردونو څخه وژغورو یا یی ورڅخه وساتو یا یی خلاص کړو ؛ او خدای د وکړی چی په دنیا کی د دغه سی ښو رڼا وو مقصدونو یا مرام حدف لپاره نور خلک هم راویښ شی چی د نیا او د انسان  ژوند ل
ه بدو عمالو او کړنو څخه وژغوری یا یی ورڅخه وساتی او لارښونه ورته وکړی ؛ د مینی محبت د انسانیت لاررو ته یی تشویق کړی په دونیا کی  د صولی امن او راحاتی فضا خپره کړی ؛ ولی څی نن ورځ مونږ ټول خلک دا وینو چی  په دنیا کی ظلم  ستم زورواکی تنها فرستی خود خواهی بیخی هدته رسیدلي ده زیاته شوی ده او باید َټول ښه حقوق بشره انسانان دنیا له دا اوسنیو بدیو او دردونو نه په شریکه باندی وژغورو خلاصه یی کړو ؛ نن ورځ مونږ دا وینو چی دنیا ټوله د ورانی ګډوډی د خرابیدلو د تصب کین او بوغز خواته روانه ده ؛ له یو بل سره د مینی محبت کول یا کمک کول انسانیت په کمیو ده او یا له منځه ځä
ä؛ که مونږه ښه فکر ورته وکړو ټوله دنیا له یو ډیر څخت ختر سره مخامخ ده د صولی د حقوق بشر نوم هم په ورکیدو په کمیدو ده له منځه ځی ؛ که دا جنګ جګړی او دا تصوبونه هم دا شانته مخکی لاړ شی !؟  د نړۍ  په هر یواد کی یو سو تعصوب کونکی یا تعصوب اچونکی مریضان ؛ د حقوق بشر ضید خلک یا مافیا یی غله !؟ د خپلو بی ځایه ګټو او د خپل کامیابی د نوم نیشان په خاتر باندی دنیا ته انسانی جامعی ته هر رنګه دردونو بدی یا تعصوبونو کین او بوغز دښمنیو جنګ او جګړو ته لار اواره وی ،  او مخ کی یی بیا یی ؛ او د دی بی ځایه عملونو کړنو په هر هیواد یا نړی کی ؛ خوار غریب ؛ کارګر ؛ بیچاره مظلوم ؛ د م
جبوریت له لاسه ناپوهه خلک یی ښکار کیږی لمنځه ځی زوریږی دردیږی ؛ یا په رنګا رنګ مرضونو عفتونو باندی اخته کیږی څی بیا یی  نه درمان وی او نه جوړښت وی ؛ او هم دا مرضونه عفتونه دردونه به ټوله دنیا یا نړۍ کی تیتکیږی ؛ که مونږه بیا هم دنیا ته ښه فکر وکړو دا د اوسنئ روانی مافیایی جنګ جګړو او تعصوبونو کین او بوغز ؛  د همدی وجعی وضعیت یا نقصان له عمله ټوله نړۍ یا انسانی جامعه له یو ډیر څخت غټ ختر سره مخامخ کړی ده یا به یی راتلونکی کی مخامخ کړی چی بیا به یی مخه نول اسانه کار نه نوی  !؟ د مثال په توګه که مونږه ښه وګورو تنها دا د افغانستان جنګ جکړو یا له نوری نړی نه د
  ورسته پاتیکیدلو له عمله سومره غټ جنجال او موشکلات او مرضونه نړۍ ته جوړ شول »« اول لکه د افغانستان  د ایرینو فډرو ؛ چرڅ  ؛ تریاک ؛ په دوم قدم کی افغانستان د دنیا د مافیاوو د د نیا د تروریستانو په اډو یا زالو باندی بدل شو ! او ټوله نړی ورڅخه پعذاب شوه په مرضونو دردونو که کړه شوه ! او افغانستان کی په میلونهاوو انسانان مړه شو دربدره خوار او زار شول او دا لړی لا روانه ده اوس سوال دلته پیدا کیږی! چی دا چا وکړل ولی د څه لپاره د کوم مقصد لپاره افغانستان یی په دی بدو مرضونو باندی اخته یا یی په واړوه اخیر ولی د څه لپاره  !؟  که د تیرو وختونو ظالم اتوم لرون کی د شو
روی کمونستانو که په افغانستان باندی امله نه کولی او خپل خود غرزه دیکتاتوری یی نه چله ولئ ولی به اوس افغانستان په د حال باندی وو او د مافیا وو تروریستانو زاله به ګرځیده! نړۍ به ورسره پعذاب وه ؛ بل که مونږه ښه فکر ورباندی وکړو د دی مشکلاتو یا جنجالونو ریښی بیخی غټی شوی دي مونږه ولیدل چی په دا تیرو لسو ۱۰کلوکی جګړه لر او بر افغانستان کی وزیرستان کی صوات کی کندهار کی روانه وله انسانان  افغانستان کی مړه کیدل تاوانونه او غټ غټ مصرفونه افغانستان کی کیدل او بیلاخیره اسامه بین لادن د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کی وسیده او خپل ژوند یی کاوه او د همدغی جګä
äی له عمله ټوله نړۍ کی د وهم ډار د وحشت د مایوسی فضا خوره شوی وه ؛ د همدغی جګړی له عمله د اسلام او دیموکراسی د میللی متحد حقوق بشر نوم بدنام شو خلک له یو بل سره په تضاد باندی شول نفرتونه ورو ورو  په زیاتی دو شول ! اوس بیا سوال پیدا کیږی چی دی جګړی ولی دومره تاوانونه واړل او دا دومره بی ګنا انسانان  ولی مړه شول ولی  په میلونهاوو غټ غټ مصرفونه وشول  د څه لپاره اخیر ولی ؛ که افغانان مړه شول هم انسانان ول او که د ناټو یا ایساف یا امریکا اسکر مړه شول هم انسانان ول اخیر ولی د څه لپاره انسان د انسان دښمن ګرځیدلی ده او هره ورځ خلک مری د کوم مقصد لپاره ؛ ولی د میلل
ی متحد یا د صولی د خبرو اترو د چل او هنر له لاری مشکلات او دا جنجالونه نه حل کیږی ! او کنا جهانی مافیا یا تصوب اچونکی نه غواړی چی د خبرو اترو د چل او هنر له لاری دا مشکلات جنجالونه له منځه ویسی یا یی ورک کړی یا یی حل کړی !؟ دوۍ یی څه کوی هر وخت همیش په جنګ جګړو کی خوار غریب خلک بی چاره اسکران ژوند له لاسه ورکوی او مړه کیږی  له دواړو غاړو نه  ! چی د یو سو جنګ تپلو یا جنګ جوړه ونکو ژوند ارامه او ښه په مزو چړچو کی تیر شی دوۍ ته خو  په کی هیڅ نوقصان زرر نه رسیږی ؛ وایه د خوارو غریبو مزدور کارکونکو  خلکو چی دا تاوانو نه به ګالی زوریږی به  په رنګا رنګ مرضونو دردونوä
äاندی به اوړی د هم دغو جګړو او ګډوډیو له عمله بیا ټوله نړۍ ګډه وډه کیږی په رنګا رنګ مرضنو باندی اخته کیږی چی بیا به یی نه علاج وی او  نه درمان !؟ دا خو تنها  د یوه افغانستان مثال وه تاسو دا د نوری نړۍ جنګ جګړو باندی ښه فکر او غور وکړی چی څه ورنه جوړیږی ! لکه د عراق مثله د فلستین مثله د سوډان  او سومالیا د کشمیر مثله او دا کمو نورو ملکونو کی چی د جنګ جګړو ؛ او د بیکاری د ولږی قاتی تندی مشکلات جنجالونه روان دي که دا ټولو ته بیا ښه فکر وکړو او دا مشکیلات جنجالونه لا نورهم زیاتیږی مخکی ځی کموالی نه په کی راځی نه کمیږی د همدغو وجو له عمله نړۍ مخ  په خرابی دو رونä
äنه ده  نه دی ښه کیدا په لور !؟ او که د حقوق بشر یا مللی متحد سره میاشته هم دا شانته چوپ پاتی شی په ریښتیا زغرده باندی څه ونه کړی د صولی او ارامی په لارو او برخه کی د دوۍ له نوم څخه هم خلک ورو ورو مایوسه کیږی او خپل باور ایتبارله لاسه ورکوی

خلک ځان شرمه وی ستا د کار ټول تاریخ وشرما وه !؟
محترمو افغانانو مونږه او تاسو دا سو ورځی یابعد له تول ټاکنو څخه وینو چی حمید کرزی خپله چفنه ځان اکتونه او وعضه بیخی بل خواته اړولی ده یا یی بدله کړي ده که پوخا به پټ وه یا به اجز وه یا به یی د خپلو غلو ملګرو دوستانو هر راض هر بد چلند یا په بدو عمالو کړنو خوله پټه کړی وه هیڅ به یی نه ویل کله کله خو به یی ژړل هم ورسره که په خوار غریب ولس باندی به هر رقم غوبل جوړ وه هر خوا د وطن به چی په هر رقم بی رحمانه بمبار ده هیڅ به یی نه ویل لکه څی په اول کی افغانستان په زر ۱۰۰۰کیلو یی بمو بمبار شو په زرهاوو په لکاوو خلک په بندیخانو کی ورک شواو په رنګارنګ شکنجو او ظلم باندی وزوریدل بعضی یی د جنګ جګړو له وجی څخه له خپلو کورونو څخه وسړل شول یا وتښتیدل خوار او زار دربدر شول !؟ هغو ورځو شپو کی کرزی پټه خوله وه سره یی له خپلو منافقو غلو ملګرو هر وخت به دوۍ خشحاله ول ! تر دومی دوری د ریاستی جمهوری پوری «» بیا ورو ورو یی بعضی ملګری وڅړل یا ورڅخه خپه شول یا ورڅخه جدا شول یا ورڅخه وتښتیدل ! نو په هغو وختو کی نه کوم راض ایفشا کی ده نه کوم اسناد منځ ته راواته هیڅ خبره نوه د دوۍ خپل منځ کی ښه په ساتیری په مزو چړچو کی یی وخت سره تیرا وه نه کومه ګیله وه نه کومه تونده خبره وه نه کوم اختار وه نه کوم شکایت وه ولی اوس دا سو ورځی یی مونږ وینو چی کرزی هم توند شوی کله نا کله خو اختار هم ورکوی !؟ او بل اوس دا سو ورځی دا د ده د مرورو خپه ملګرو دوستانو هم خپګیان ګیلی اختارونه زیات شوی دي بعضی خو د ده په ضد هم پارټی جوړی کړی او بیا خوسصأ د اسامه بنلادین له مرګ څخه بعد په دوۍ کی یو ډیر غټ عجیب شانته تغیر په دواړو کی راغلی ده !؟ په ټول افغان ویب پاڼه کی می یوه لیکنه ولیده څی عبدلله او قانونی یی او دا نور ملګری یی په کی یاد شوی دي یا یی ایفشا کړی دي !؟ اوس سوال دلته پیدا کیږی چی دا اسناد ولی دا لس کاله نه راوتل یا نه افشا کیدل ! او منځته نه راتلل مونږه ولیدل څی امرولله صالیح دا لس کاله د کرزی د دولت یو غټ نفر وه د ټول افغانستان د استخباراتو ریس وه ! دوم ینوس قانونی د فارلمان ریس وه او عبدلله د بحرنیو چارو وزیر وه همدغه شان دا نور مرور یا د کرزی خپه دوستان در ونیسی ! نو ولی دوۍ په هغو وختو کی د ملت غم درد نه لیده هر چا چیغی ناری وهلی په زرهاوو خلک ورک شو تبا برباد شول !؟ ولی د دوۍ غوګونه کاڼه ول سترګی یی ړندی وی دا اوس څنګه یو دم راجګ شول هم د ولس غم ورسره پیدا شو هم د وطن غم ورسره پیدا شو اصلی خبره څه شی ده یا اوبه سره خړه وی مایان په کی نیسی !؟ په د باندی خو ټول خلک پوهیږی چی دوۍ هر یو یی پرته د خپلو بادارانو امیرانو له امر څخه شور نه شی خوړلی سوڼ نه څی وستلی!؟ نو دغه نوی ډرامی د څه لپاره کیږی او شور ماشور یی جوړ کړی ده او دسترنج لوبه مخکی بیا یی ! ایا دا اسناد مخکی نوول ولی نه ایفشا کیدل ولی مخکی دا شور ماشور نه جوړی ده اوس د څه لپاره دا هر څه کیږی !؟ بیا سوال پیدا کیږی چی ایا کرزی غواړی بیا یو څو کاله نور هم په دغو نوو ډرامو یا چلونو پاتی شی او خلک وغوله وی او ووایی دغه ده چی زه خو سم نفر یم ما هیڅ شی نه دی کړی دا ټول کارونه نورو کړی دي !؟ بل سوال دا ده چی یا خو غربی نړۍ دوۍ ډاره وۍ که شور مو وخړ دغه څی مو شرموو یا ایفشا کوو او کرزی په رنګارنګ اختارو باندی شاید ډاروی چی غلی کینه هیڅ باید زمونږ په مقابل کی ونه وایی که نه ستا به هم دغه شانته حال وی !؟ او یا خو په دغو کړنو چکچکو باندی غواړی د افغان ولس منځ کی د نفاق نفرت اور بل کړی چی بیا خلک له یو بل سره په تضاد کی شی جنګ جګړی وکړی او دوۍ خپلی ګټی وکړی !؟ که بیا کرزی وایی چی نا زه له چانه نه ډاریږم بندی نه یم او زه یو مسلمان اجز سړی یم زه له خپل وطن او خلکو سره مینه لرم دا ټولی ایفشاګیری ریښتا دي او زما ملګری غداران دي !؟ نو بیا ولس ته جواب ورکړه چی تا ولی دا دومره وخت له دوۍ سره کار کاوه په یوه لار روان وی او ښه سره خوشحاله وی ! بل سوال دا ده چی ته څنګه ریس جمهوری څی ملګری دی ستا او ستا د دولت ناکامی غواړی هر رنګه بد درباندی وایی او ته پټه خوله یی هیڅ څه نه ورته وایی ! یا نی ریښتا هم ته دومره صادق یی !؟ دوم دا دومره بمبارونه چی کیږی ته ولی په میللی متحد کی په زغرده د افغان ولس غګ نه جیږه وی او حقوق بشر څخه د بی ګنا وژلو بمباریو بندیانو پښتنه نه کوی ولی له لویو نړۍ والو متبعاتو تلویزنو سره مرکی نه کوی چی ولی افغان ولس زورول کیږی او دغه شان پټ زمونږ د اولس سودا له نورورو سره کیږی د یو سو پیسو په بدل کی اخیر ولی د څه لپاره !؟ ایا مونږه افغانان انسانان نه یو مونږه په انسانی جامعه کی نه حیسابیږو که څنګه چی هر څوک به راځی په مونږ باندی به ټیستونه کوی خیر که مونږه په رنګا رنګ مرضونو باندی اخته کیږو له خپل وطن نه به په زور څړل کیږو رنګا رنګ به بیابیږو څوک به د خواری غریبی له لاسه تښتی په شرمونو به شرمیږی خیر که هر رنږه تبا برباد هم شول خو چی د نورو پټی شومی ډرامی مخکی لاړی شی یا یی بوځی خپلی ګټی سرته ورسوی ! دغه د افغان ولس حال ده ته د ټولو افغانانو له حال نه څه خبر یی چی څه په تیریږی تا د هیلمند د وزیرستان د خوست د قندوز د جنګ جګړو بمباریو پښتنه وکړه چی ولی دا هر څه کیږی د څه لپاره !؟ ته خو د خپلی چوکی په ټال کی زانګی او وارختا یی چی څوک یی رانه وونه نیسی او یو څو غله ډوکه باز د له ځانه سره ملګری کړی دي سبا به دوۍ هم دا د نورو غوندی یا وسړی یا به خپله درڅخه لاړ شی ! مرضنونه غمنونه به یی بیا بی چاره ناپوهه ولس تیروی خو چی ستاسو اڼډوخر مستی جوړه وی اوس خو د اسامه ډرامه هم ختمه شوه اوس ته ولی ډاریږی ولی د څه لپاره جګړه مخکی بیا یی ولی بمبار کیږی ولی بی ګنا خلک وژل کیږی !؟ ولی د ریښتا خبره نه کوی اصلی خبره ډرامه څه شی ده که غربیان ظلم ځیاتی درسره کوی ډاروی دی یا درته وایی چی چوپه خوله کینه بیا کله نا کله درته وایی ! مونږته هم توند شه اختار راکړه ځان خپه ونیسه چی خلک زیات شک درباندی ونه کړی چی ته مونږ ته کار کوې !؟ ته خپل ځان سره ښه فکر وکړه چی ایا دا کار دکولو ده چی تا وکړ!؟ ولی د وطن د توریالی باتور بچی نوم بد کړ د خان وزیر اکبر خان میډال دی د امریکا وزیر دفعاته ورکړ ! هغه وخت به دی وکړی وه یا به دی دا کار کړی وه چی دوۍ (( اسامه بنلادین په افغانستان کی نیولی وی یا یی وژلی وی )) تا باید پښتنه کړی وی چی ولی دا دومره کاله جګړه د اسامه په نوم په افغانستان کی روانه وله او لر او بر ټول لوی افغانستان کی خلک وژل کیدل بمباریدل د څه لپاره اخیر ولی !؟ کنا دا میډال د ورکړ چی ښه وشول چی افغان ولس قتلی عام شو ! او خپله وفاداری دی ورته سابیته کړه چی زه هم د امریکی ګټو ته وفادار یم ! بل تا پاکستان ته په کومو سترګو سفر وکړ پاکستان خو مونږه افغان ولس ټولی نړۍ ته په شرمونو وشرمولو دا لس کاله یی ویل چی اسامه او د القایدی زالی افغانستان کی دي بیلاخیره هر څه دروغ ول او خپلی ګټی یی کولی او اوس غر په فر پټوی !؟ تا د دی خبری پښتنه کړی یا به یی وکړی یا یی کولی شی ! خلک ځان شرمه وی ! تا خو د افغانستان ټول تاریخ د پلار نیکو مړی د په دغه میډال ورکولو باندی وشرمول دا کار د کولو وه حمید جانه
نور باید زمونږه بیچاره دربدره افغان ولسبیداره ووسیږی چی د دغو دفړه مارانو په چل او هنر باندی ونه غولیږی او باید هر رنګه دروغ چل فریب د دوۍ روسوا او ایفشا شی یا یی ایفشا کړی او یو بل ته د وروری د اتفاق لاسونه سره ورکړی کنه بیا به لس کاله نور کړیږو دردیږو به زحمت مشکلات به خوار غریب ولس تیروی او ګټی یی به په بحرنیو بانکو کی جمعه کیږی
متن : انسانه هر انسان یو انسان ده ؟
د دنیا هر ګوټ کی زړونه پری پری دي
د خوار غریب په کی چیغی ناری دي
د خواری غریبی بلا د چا وینی وچکلی
د چا د ژوند له غمه زګروی ځاری دي
ډیر د ناچاری په ټال کی کته پورته زنګیږی
ډیر حیران دي په کتو د دنیا کړاونو ته ژړیږی
ډیر د چورتونو په لوی سیلاب کی ډوب دی
ډیر د نورو د مستیو خوښی خوشامند ته ګډیږی
د چا د ژوند په بام تیاره خوره ده نه سبا کیږی
د چا د ژوند قصمت خپه ده نه پخلا کیږی
د چا د ژوند په پسرلی نا ګهانه ګلی راوری
د چا د ژوند وزر مات دی نه په حوا کیږی
څوک د دنیا په خوشحالیو کی مست وی څوړ شی
څوک د دنیا په ښو ارمانونو په څی ورک وی مړ شی
څوک د دنیا په امتهان کی بند وی نه پوهیږی څه وکړی
څوک د دنیا په جنجالونو کی غرق وی ګډوډ ناجوړ شی
د بعضیو ژوند د بل چا په لاسو کی لوبیږی
د بعضیو ژوند د دنیا په سیالیو کی ورکیږی
د بعضیو ژوند د مرضنو په زندان کی بند وی
د بعضیو ژوند د ښکیدو په لارو کی څوړیږی
څوک د امیدنو د رڼا انتضار وخوړل
څوک د ولږی تندی تور ښامار وخړل
څوک د جګړو تفان له خپل کور وڅړل
څوک د تشو خیالونو غماز نهار وخوړل
انسان انسان ده ولی له یو بل نه ناخبر ده
انسان انسان ده ولی جوړ یو بل ته تبر ده
انسان انسان ده ولی مو په یو بل ظلم تیری ده
انسان انسان ده ولی نن جګړه د بل په کور ده
وسلام
ذبیح لله شریفی




 

-
بېرته شاته