(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګــــــــــــــوهــــــــــره

هغه زما د کور په نمر ختيز اړخ کښې وسېده، د هغې نوم ګوهره ؤ، ولې د سړو په محفلونو کښې هغه د لمبه په نوم مشهروه وه او رښتيا خبره دا ده چې هغه وه هم دومره ښکلې چې د لمبې وئيلو جوګه وه، غټې غټې خمارې سترګې، هسکه غړۍ او لکه د چنار دنګه لوړه ونه، درنګه غنم رنګې وه ولې مالګه ئې دومره وه چې سپين سپين ئې شرمول او چې چابه د هغې مېلس وليدۀ نو څو شپې به ئې خوبونه ګډوډ شول. زما په خيال د هغې کالبوت جوړولو کښې فرښتو د خاص محنت نه کار اخستی ؤ، هغه د ذاته ډمه وه ولې حسن ورله خدائی پاک د حورو غوندې ورکړی ؤ، د هغې دوه بچي هم وو. يوه لور او يو زوی، لور ئې د دوو کالو وه او زوی ئې لا د پيو رودونکی، کله چې به هغه مېلس له د چا هجرې ته تله نو دا دواړه ماشومان به ئې اندرور کره پرېښودل. ګوهرې سره زما ګپ شپ د ډېر مخکښې نه نۀ ؤ، ولې چې زما وادۀ د هغې د وادۀ نه مخکې شوی ؤ او بله خبره دا چې زۀ په بل کلي کښې وادۀ وم او د پلار کره به ډېره کمه تلم راتلم. زما دپلار کور دکلي نه لرې په بانډه کښې ؤ او د ګوهرې سخرګنۍ زما د پلار د زوړ کور سره خوا کښې وسېده. ګوهره زمونږ د کلي نه لرې د بل کلي نه دلته راوادۀ شوې وه، البته د هغې سخرانه زمونږ د کلي او محلت خلق وو او دا لکه د ورځې د رڼا څرګنده وه چې هغوئ د پېړو راسې د ټنګ ټکور محفلونه کول او هم دغه د دوى د روزګار وسيله وه. د وادۀ نه وروستو تقريباً څلور کاله زۀ د بچو نه نااميده پاتې شوم او په کوم کال چې د اميد نه شوم نو هم په دغه کال زما خاوند چې د ټرک ډرائيور ؤ، د لاهور نه په واپس راتلو په جي ټي روډ په يو خطرناک ايکسډنټ کښې په حق ورسېدۀ او زما ماشوم دنيا ته د راتلو نه مخکښې يتيم شو. ما د کونتون څادر په سر کړو او د سخراني او د پلار ورورڼو په صلاح د پلار کور ته پستنه شوم. پلار کره مې د اول نه د وروڼو رونداريانو جنګونو جګړو سر اوچت کړی ؤ نو په دې وجه زما سياڼه پلار زۀ خپل زوړ کور کښې په وسېدو باندې مجبوره کړم. دا زما دپلار او د دريو ترونو شريک زما د نيکۀ کور وه، ولې اوس ټول خپل خپل نوې ابادۍ ته رخصت شوي وو او زما خو د داره نيا په دريو زامنو کښې اوس هم په دغه زوړ کور کښې په وسيدو خوښه وه. ما هم د قسمت فېصلې ته غاړه کېښوده او دنيا دې د خاورو لوټو کور ته راغلم.د کونتون په څلورمه مياشت ما له خدائی يو زوی راکړو او دغه زما دژوند په تېرو کښې د نمريکي يوه څړيکه وه. کله چې زۀ د پلار دې زوړ کور ته راغلم نو خبره شوم چې نمر ختيز اړخ کور کښې د بره بانډې نه ګوهره هم واده شوې ده او د خېره د دوو بچو مور ده، څۀ ورځې وروستو هغه زمونږ کره راغله او په ما او زما په ميراتې ځوانۍ ئې ډېر خفګان څرګند کړو او په تلو کښې ئې ووئيل چې "خورې تۀ خو لا ماشومه ئې کونتون خو د اسپنې نينې چيجل دي" ولې ما هېڅ ځواب ورنۀ کړو بلکې د نيا دا خبره چې په ناستې ولاړه هر وخت به ئې وئيله "چې د هيچا مۀ اوره دې زوی سره به دې دا توره کنڅۍ زړوې". وخت تېرېده زما زوی اوس په تته تنه ژبه د خبرو کولو جوګه شۀ، هغه اول ځل "ادې" زده کړل. اکثر ماشومان اول بابا وائي ولې زما بدقسمته بچي بابا ليدلی نۀ ؤ نو دې لفظ نه هغه ناخبره ؤ، زما ترونو پلار وروڼو او ماماګانو نه زما ډېرخيال ساتلو په هېڅ به ئې نۀ خفه کولم ولې د الله د طرفه چې کوم غم په ما پروت ؤ د هغې د لرې کولو چا توان نۀ لرلو. چا به راله غنم جوار راولېږل، چا به راته جامه جوړه واخسته، ولې د دې نه ټول ناخبره وو چې د خوراک څښاک او د جامه پېزار نه علاوه ژوندی بنيادم احساسات او جذبات هم لري، ژوندکې د يوملګري ضرورت هم وي او د ملګري نه بغېر ژوندون ډېر پيکه تېرېږي. جينۍ خو چې کله هم هار سنګار وکړي نو په آئينه کښې ځان ته په خپلو سترګو نه د ژوند د ملګري په سترګو ګوري، ولې زمونږ پښتانۀ سړى دې حقيقت زغملو ته هېڅ کله تيار نۀ وي، هغوى ښځه د جذباتو او احساساتو نه لرې ګڼي او کۀ څۀ حېثيت ورله ورکوي نو صرف د قربانۍ د څاروي تر حده. د وادۀ نه وړاندې ما تر پنځم جماعت پورې سبق وئيلی ؤ او اوس اوس مې چې لسم جماعت پاس کړو نو د پلار او وروڼو په اجازت دکلي په انګلش مېډيم سکول کښې استاذه شوم، دغسې زما زوی به هم زما د نظر وړاندې ؤ او ملګرو استاذانو سره به مې وخت هم ښۀ تېرېدۀ. مازيګر کښې به ګوهره کله نه کله زمونږ کره راتله او چې کله به ورته د چا د وادۀ کوېژدنې ميلئس ملاؤ شو نو ډېره ښادمنه به وه، شپه به ئې ټوله هلته روڼه کړه او د ورځې به اوده پرته وه. يوه ورځ ما د نيا نه هسې تپوس وکړو چې ګوهره نه ښکاري چرته روغه ژوندۍ ده کۀ نۀ؟ نيا مې ځواب کښې ووئيل چې زبرګه مياشت ده، چاپېره ښادۍ دي، نۀ ده اوزګاره. يوه ورځ مازيګر ما د کوهي په غاړه زوی لامبوو چې ګوهره راښکاره شوه، ما سره هم د کوهي په غاړه کېناسته، د جوړ تکړه نه پس ئې وئيل چې تۀ خو په ډېر ښۀ سکول کښې ئې، زۀ هم غواړم چې دا زوی لور دتا سره سکول کې داخلم کړم، هسې خو د سلطان زېب استاذ سکول ته ځي خو خلق وائي چې دا ستاسو سکول ډېر ښۀ دی. ما ورته وئيل چې ګوهر دا خو به ډېر نرتوب وکړې، فيس خو ئې ډېر دی ولې په ځان سخته تېره کړه او د دې وړو ژوند جوړ کړه، هغې هم د خپل ژوند نه د مايوسۍ اظهار وکړو، ما ورله ښۀ طبع تسلي ورکړه چې خفه کېږه مۀ د مارچ په مياشت کښې به داخلې شروع کيږي نو زۀ به بيا تا خبره کړم. ژمی په راتلو شۀ يو ځل بيا د ودونو کوېژدنو موسم شروع شه، ګوهرې وئيل چې د خانان خان د مشر زوی وادۀ دی،د هغوى ډېر د لرې پرې مېلمانۀ راځي او ډېره پېسه نولي، ډېره خوشحاله وه، ما هېڅ ونۀ وئيل او چې تله نو په غېر ارادي توګه مې ورته د سر نه تر پښو وکتل او په زړۀ کښې مې تېر شول چې هره ښځه يوه افسانه ده.د چا يوه رنګې قيصۍ، د چا بل رنګې قيصۍ او هم په دغه شپه د شپې تقريباً يوه بجه غږ شو چې د خانان خان په حجره کښې د بېلو بېلو خانانو خدمتګارانو هوائي ډزې کولې او ګوهره چې دغه وخت په مېدان کښې په مېلئس وه ان په سينه ولګېده او په ځائی مړه شوه. غل غوبل جوړ شو، ګوهره کورته راوړی شوه خان د پوليس چکر رفع دفع کړو، ما نيا ته ووئيل چې زۀ هم ځم ګوهره لږه وينم.ولې دکلي د رواج مطابق دا جائز نۀ وه چې پښتنه کونډه جينۍ دې ډمانو کره لاړه شي. نيا مې وئيل چې ترونه پلار که دې خبر شول نو څرمن به دې وباسي. سبا له به خدمتګاره راوغواړو او زمونږ د طرف نه به ورته لاس وچت کړي، ولې ما له زړګي آرام نۀ راکولو، نيا مې پوه شوه نو وئيل چې هسې هم لا ترومګی، څادر کلک په سر کړه او کوټې ته وخېژه ننداره وکړه خو پام کوه چې څوک درباندې پوهه نۀ شي. د پلار نه به دې مې څوک خلاصوي، ژوندۍ به مې د ګوهرې نه مخکښې ښخه کړي، ما د هغې خبره پوره هم وانۀ ورېده او په منډه کوټې ته وختم، ګوهره لکه په خوب اوده کټ کښې پرته وه، د خلقو ډک چک ؤ، کوټې بلۍ د خلقو تورې وې، د هغې مرګ هم لکه د هغې د مېلئس د تماشې ؤ. وخت کۀ ښه وي او کۀ بد بس دا خوبي پکښې ده چې تېرېږي او هم دغسې د مارچ مياشت راغله. د وړو داخلې په سکولونو کښې شروع شوې، ما ته د ګوهرې خبره ياده وه،ما د هغې خاوند پسې ماشوم ولېږلو او کوڅې ته مې راوغښتو او د ګوهرې د ماشومانو په ښۀ سکول کښې د داخلې خبره مې ورته وکړه، هغۀ ډېر په مايوسۍ ووئيل چې بي بي! زمونږ په قسمت د عزت رزق نشته، دا مو د پلار نيکۀ کسب دی، بد پرې نۀ ښکاروو، بل دا چې ګوهره ژوندۍ وه نو بيا هم وخت ښۀ تېرېدۀ اوس زۀ بل سره صرف په باجه غږولو کښې دومره توان نۀ لرم چې بچي انګلش سکول کښې داخلم کړم. هسې هم ګزران ډېر ګران دی، هغه خو رخصت شو، ولې سوچ واخستم چې ايا زمونږپه خلقو کښې جهالت زيات دی او کۀ غريبي ډېره ده؟ زما زوی چې څلورم ته شو نو اوس زۀ هم تر څۀ حده خودمختاره شوې وم او بل په سوچ کښې هم دټولو څۀ لږډېر فرق راغلیؤ نو د زوی د تعليم په غرض زۀ ښآرئې ته لاړم، د مشرې خور کور مې دومره ؤ چې د هغې لاندې پورشن کښې ګذاره کېده نو بره د دوو کمروکور ترې نه ما په کرايه واخستو، ما ورسره ورسره په پرائيوټ توګه د بي اې امتحان هم پاس کړی ؤ، نو دلته راته ښه نوکري ملاؤ شوه، زما زوی په تعليم کښې ډېر وړاندې ؤ او د بې اې نه يو کال وروستو ئې د سي ايس ايس امتحان پاس کړو او خپل نوم ئې په بيورو کرېټ کښې شامل کړو. زۀ د ژوند په يوه بله لار روانه شوم، ما نه خپلې ټولې ستړې هېرې شوې، نيا مې مړه شوه، دوه ترونه مې هم يو بل پسې وړاندې وروستو په حق ورسېدل، وروڼه مې هم ځان ځان له بېل کورونه جوړ کړل او د پلار مور نۀ بېل شول، کلي سره رابطه صرف د غم ښادۍ تر حده وه خو کله چې زما د زوئي وادۀ جوړ شو، نو زما پلار په کلي کښې د مېلئس پروګرام جوړ کړو او د ګوهرې لور ئې د مېلئس دپاره راوسته، د شپې چې محفل ګرم شو نو د ګوهرې لور ما په وړومبي ځل وليده، هغه د هغې نه هم زياته ښائسته وه او داسې مېلئس ئې کولو چې خانانو ځلمو ځانونه ولوټل، پلار ئې اوس ډېر بوډا ؤ، د باجې د غږولو توان ئې هم نۀ لرلو، زوئي ئې باجه غږوله اؤ ده به روپۍ راټولولې او زما په ذهن دا خيال يو ځل بيا راغی چې: هره ښځه يوه افسانه ده، د چا يوه قيصۍ د چا بله قيصۍ Pashto story: Gohara Wednesday, 04 March 2009 د پښتنو قامی سنګر - بېرته شاته