(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لفظونو جادوګر

[23.Sep.2023 - 15:00]

د لفظونو جادوګر

ليك: سيّد فريدالله شاه حساس

عشق د بوى په څير په پټه خُله څرګند دے

په دا چارو كښې غوغا څه پكار نه ده

 

 (رحمان بابا)

مشك او عشق په پټېدو هم نه پټېږي، ځكه خو عبدالرحمان باباؒ هم د عشق په چارو كښې د شورو شر او ډېرو غوغاګانو قائل نه وو. بابا ته دا معلومه وه چې عشق د اور لمبه ده، كه هر څو ئې ښكته كوې دا به سر پورته كوي او خپله پېژندګلي به درسره كوي او كه څوك ئې مني او كه نه مني خو دا به پرې ځان مني. دغه عشق كه حقيقي وي نو بنده يا ملنګ كړي يا صوفي او كه مجازي وي نو يا به د چا جان شې او يا به دې څوك جانان شي. د عشق په دې مكتب كښې د پښتو ټول ټكي چې راغونډ كړې او هغه د خوږو ترخو معنو سره دآب حياتغوندې څوك ګوټ كړي نو دغه عاشق يا د خپلې مورنۍ ژبې شاعر شي، يا ليكوال شي، يا د قلم مزدور شي او يا د لفظونو جادوګر شي.

د لفظونو د كوم جادوګر ذكر چې زۀ كوم دا زۀ د تېرو دوه دېرشو كالو راهسې پېژنم. ماته ياد شي چې زما د ليك فن لا خړپوسې هم نه كولې او د هغه د ليك كمال د خلقو په زړونو راج كولو.

هغه په رښتياؤ د لفظونو جادوګر دے ځكه چې د هغه هر ليك د كتونكو او لوستونكو د زړونو آواز دے د مظلوم چغه ده، د وخت د هر فرعون خلاف مزاحمت دے، په تيارو كښې د د اميدونو رڼاګانو زېرے دے. په ساندې ساندې ماحول كښې د ژوند سندره ده. هغه د قلم داسې مزدور دے، چې په ډېره تنګدستۍ كښې يې هم د قلم حرمت خرڅ شوې نه دے، هغه د قلم داسې مزدور دے چې د زمانې په ګردشونو كښې ئې د لفظونو تقدس پاماله كړے نه دے.

د لفظونو دې جادوګر سره زما د ړومبي ملاقات قيصه هم څه عجيبه غوندې ده. د كالج په زمانه كښې زۀ يو غټ سترګې داسې لېونې كړې ووم چې د عشق يوه غوټه به تله او بله به راباندې راتله. د عشق ددې پيريانو دا سركشي چې به كله د حده زياته شوه، نو ما به څه مات ګوډ اشعار ليكل. دا د كال ۱۹۹۰ء د مئ د مياشتې خبره ده. ما خپل دغه مات ګوډ اشعار د وحدت اخبار دفتر ته يوړه. هلته مخامخ  يو غنم رنګې غوندې ځوان په ليكلو كښې مصروفه وو، وجود ئې غټوالي طرف ته مائل وو، خو غټ نه وو، ګڼ بريتونه، ولاړه اوږده پوزه، د سر ويښتان ئې د فلمي هيروګانو غوندې چجه كړي وو، په موجوده وخت كښې هوبهو د تامل فلمونو د هيرو غوندې يو Look ئې وركولو.

زۀ د كالج په يونيفارم كښې ووم. يو كتاب نيم مې لاس كښې وو ما چې سلام وكړو هغه خپل ليكل پرېښودل د سلام جواب ئې راكړو. ما زر خپل ليكلې شوې يو غزل د هغه مخې ته كېښودو او ورته مې اووئيل، دا مې په اخبار كښې د چاپ دپاره راوړې دے. هغه وئيل چاپ به شي او ماته ئې مخامخ په كرسۍ د ناستې اشاره وكړه. زۀ كېناستم او هغه زما په نومې غزل لوستل شروع كړه. بيا ئې په هغې كښې كټ كوټ، څه اضافي او ترميمات وكړه، كله چې دا اپرېشن مكمل شو او ما خپل غزل ته اوكاته نو زما ليكلي شوي ټكي په كښې كم پاتې وو زيات په كښې ددغه محترم ليكلي شوي لفظونه د غمو غوندې پړقېده او برېښده.

غزل اخبار كښې چاپ شو. په ما د اختر ورځ وه، اخبار مې ترخ كښې نيولى وو د كالج ټولو ملګرو او په كلي كښې ټولو نزدې رشته دارو ته مې داسې په فخر اخبار كښې خپل غزل په ګوته كولو تابه وئيل روغ دهلے مې فتح كړې دے.

بيا زما د غزلونو دا سلسله او د هغې د چاپ دا قيصه هم داسې روانه شوه او ما به په هفته كښې خامخا يوځل نيم د لفظونو ددې جادوګر سلام كولو. منځ كښې كال نيم هم داسې تېرشو. زما د غزلونو معيار د رحمان بابا د ونې غوندې په خپل مقام مستقيم وو، څنګه چې مې ړومبې غزل وو هم هغسې ګډوډ حالت ئې اوس هم وو. نه ئې قافيه په ځائې شوې وه، او نه ئې رديف خپلو كښې سمجهوته كړې وه لكه د چيندخو د تول به ئې كله وزن يو خوا سېوا وو او كله به تله بل طرفته درنه وه، سكتې به پكښې ځائې په ځائې د سپيډ بريكر غوندې دومره موجود وې چې لوستونكے به ئې په ناسته ناسته ساه ساه كړو.

هم په دغه ورځو كښې ما د ښار په حالاتو باندې يوه مزاحيه تکليزه غوندې قيصه اوليكله. عنوان ئې وودا مزې په ښار كښې ديدغه تكليزه قيصه مې د لفظونو دغه جادوګر ته پرېښوده. دوه ورځې پس چې زۀ د اخبار دفتر ته ورغلم نو هغوي نزدې دفتر ته فون كولو دپاره تلي وو. اخوا ديخوا ناستو كاتبانو چې په كښې د موجوده دور مشهور شاعر فضل سبحان عابد هم موجود وو او ورسره يوبل كاتب چې احمدعلي ئې نوم وو هغه هم موجود وو. دوي راته وئيل هلكه! ډېر مزيدار څيز دې ليكلې دې مونږ ئې چې كتابت كولو نو ډېر ئې خندولي يو.

دغه دوران كښې د لفظونو دغه جادوګر هم راغلو. زۀ ورته اودرېدم، سلام مې وكړو. هغه مسكے شو، وې ډېر ښه ليك دې كړے دےشاباس“. د هغه د خُلې نه وتې په هغه وخت كښې دغه شاباسې زما ژوند د ټولونه لويه سرمايه ده. دغه يو شاباسې كه زما د ژوند نه اخوا شي، نو زه دا خبره په يقين سره كوم چې زۀ به ليكوال نه ؤوم ددې نه پس هغه اووئيل، ته داسې نور ليكونه كولې شي؟ ما ورته اوئيل اؤ- ولې نا- هغه اووئيل خوښه دې نه ده چې په وحدت اخبار كښې درله هم په دې عنوان سره يو هفته وار كالم شروع كړم. ما وې ړوند د خدايه څه غواړي خو دوه سترګې كنه. ما دپاره به دينه لوئې اعزاز بل څه وي.

د لفظونو دې جادوګر بيا ماته اووئيل، ستا نثر ستا د شاعرۍ نه ډېر ښه دے. شاعري پرېږده او نثر ته توجو اوكړه. د هغې نه پس بيا ما په پښتو ژبې او پښتنو باندې دا عظيم الشان احسان اوكړو چې ما د شاعرۍ په نوم كومې اوتې بوتې ليكلې هغه مې پرېښودې او نثر ته مې كار اوئيلو. د لفظونو دې جادوګر زما غوندې بې شمېره نوي ليكوالان او شاعران په خپلې ډاډګېرنې، مرستې، لارښودنې او ملاتړ باندې ليكوالان كړي دي. د لفظونو دا جادوګر خپله هم د خپل ځان باره كښې په خپلو شعرونو كښې داسې ګويان شوې دے.

ما باندې خپل فكر نازل شوے دے

زۀ د احساساتو پيامبر يمه

كلي كښې پيدا په ښار كښې زړو شومه

ځكه د حرفونو جادوګر يمه

چُف مې كړه په خپل رقيب نو ړوند به شي

زۀ د محبت داسې منتر يمه

-
بېرته شاته