(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهاند زیار

[23.Sep.2023 - 14:02]

 

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار زموږ ټولو استاد دی، نن د هاشمي څېړنې او ژباړې مرکز او کتاب پلورنځي ته راغلی و. د استاد زیار په اړه مو دوه مقالې لیکې وې او په نړیوال ژورنال کې مو چاپ کړي دي، دغه مقالې په یوې ټولګې کې چاپ شوې دي چې استاد ته مو ډالۍ کړ.

 

سید اصغر هاشمي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د هېواد نوميالی ژبپوهاند، ادبپوهاند، آريانپوهاند، توکمپوهاند، وتلي څېړنوال، څو ژبيز ژباړن، پياوړي شاعر، کيسه ليکوال، تاريخ ليکوال، رسنوال، د پښتو، پارسي، دردي، نورستاني او پاميري ژبو په گډون د هېواد د دولس ژبو څه له پاسه سلو گړدودو څېړونکی او د گڼ شمېر پوهنيزو- څېړنيزو اثارو ليکوال پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار۸۰ كاله وړاندې د ننگرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترگې پرانېستې. لومړنى ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى. ترڅلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى.

پر ۱۹۶۲ زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى. د دغه پوهنځي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توگه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل گړدوده (لهجې) د هېواد له گوټ گوټه راټولې كړې او څېړلې دي.

له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۲ ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توگه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توكمپوهنه(اتنولوجۍ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي. له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده.

له۱۹۸۴۱۹۸۶ ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانگه كې د مېلمه استاد په توگه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله (۱۹۹۴۱۹۹۶ز.) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توگه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انگليستان په پوهنتوني ښار"اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده.

د تېرې شلکلنې مېشتيا په اوږدوکې يې د لندن، اکسفورډ او کېمبرېج پوهنتونونو د ختيځپوهنې له څانگو سره د لېکچرونو او د پښتو، پارسي، بلوچي،پاميري ژبو او نورو افغاني ژبو او گړدودو په برخه کې د ډاکتري تېزسونو لارښوونه کړې ده.

څېرمه چارې 

۱۹۷۲- ۱۹۷۵د وږمې مهالنۍ چلونه.

۱۹۷۸: د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري.

۱۹۸۰: د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب.

۱۹۸۰: د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري.

۱۹۸۰۱۹۸۴: د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري.

له ۱۹۹۱ راهيسې د نابغه سيدجمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري.

علمي او ادبي هستونې

لومړی: علمي- څېړنې: پښتو نومتړنگونه يا اسمي تركيبات(الماني)، پښتو پښويه، پښتو ويي پوهنه، پښتو ليكلار، پښتو شعر څنگه جوړېږي؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې، پټه خزانه يوه لغوي خزانه، پښتو سيندگى(هممانيزونه)، پښتو سيندگى(نويزونه)، آرپوهيز(اېتېمولوجيک) سيندگی(لومړی ټوک)، انگرېزيپښتو سيندگى(سربلونه + اوستربلونه)، د خوشال ادبي پښتو ليکلار ښود، د ژبپوهنې بنسټونه، غږپوهه او د پښتو پښويي(گرامر)، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه، ماناپوهنه(سيمانتيکس) ترچاپ لاندې او پښتو سبک اوسبکپوهنه، مورنۍ ژبه او داسې نور پوهنيز نښيرونه يې چاپ ته چمتو دي، همداسې يې د لنډو او اوږدو ليکنو څو ټولگې درواخله.

دويم- ژباړې: پښتانه او ورونه مليتونه، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك(له الماني)، پټه خزانه(پرالماني) او نور گڼشمېر پوهنيزې او رسنيزې ژباړې يې.

درېيم- ادبي(پېيلې او ناپېيلې): زنداني نغمې، سوزونه او سازونه، وينه او مينه، گلكڅونه، گلولې، اند و ژوند، اند و واند، رزم وبزم، پوهه او گروهه، د سبرونو نڅا، گلوييونه، څڅواكي، زما نړۍ، د مرجانونو څانگې، نوې پېړۍ او نوې زرۍ، اور و وينې، ساندې او سندرې، مينه د زړه په وينه(ناول) او ناپېيلې(نثري ټولگه)؛ ناچاپ: ۴-۵ پېيلې او ناپېيلې شعري ټولگې، سپين ليکونه۳-۴ ټوکه.

د دغو چاپي اثارو ترڅنگه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه گړدودي څېړنو او نورو گڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ شاوخوا درو زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راروسته د لوړ ترين ليكوالي او څېړنوالي ريكارډ جوگه كړى دى.

پر دغو ټولو علمي- فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتگر پوهاند او ليكوال نژدې نيمه پېړۍ د " يوې - كره ليكنۍ پښتو" او" نوي - ازاد پښتو شعر" غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې ده.

-
بېرته شاته