(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پګړۍ

[23.Sep.2023 - 14:01]

پګړۍ :

لیک : ډاکتر یاد

چې دستارتړي هزاردي 

ددستارسړي په شماردي 

(خوشال بابا)

 .په پښتوژبه کې پګړۍ ته پټکی یا لونګۍهم ویل کیږي . په پښتنو کې دپګړۍ دتړلو او په سرولودود دلرغونو زمانو راهیسي رواج لري . ویل کیږي چې په لرغونو آریائیانو کې دپکهت قبیلې چې مقصد ترې پښتانه دي غټې او اوږدې پګړۍ تړلې ،له همدې کبله په نورو آریايی قبيلو کې دوی دپګړیو په وجه ځانګړي خلک پیژندل کیدل او پګړۍ ددوي د ځانګرتیا یوه نخښه ګڼله کیدله . پګړۍ یا پټکی یا لونګۍ په پښتنو کې دعزت اوشان اوشوکت او ویاړ نخښه ده اوپه درنه سترګه ورته کتل کیږي او چا چې دپګړۍ سپکاوي وکړ نو ددې مانا داده چې هغه سړي دهغه بل سړي عزت ته په سپکه سترګه وکتل او داپه پښتنوکې یو نه بخښونکي جرم ګڼل کیږي .پګړۍ په پښتنو کې دغیرت اوویاړ نخښه ګڼله کیږي او په پښتنو کې چې دکومې قبیلې مشر مړشي نو دهغه زوی یاورورته دمشرۍ پګړۍ په سرتړله کیږي او هرڅوک دپګړۍ اهل نه ګڼل کیږي. یوازې هغو کسانو ته دپګړۍ پر سر دتړلو ویاړ ورپه برخه وي چې دمشرۍ وړتیا او لیاقت یې ولري او دپګړۍ عزت وشي ساتلی . دجرګو او مرکو په وخت کې هم پښتانه پګړۍ په سروي او پګړۍ دمشرۍ نخښه ګڼله کیږي .

په ۱۷۴۷ زیږدیز کال کې صابرشاه کابلي دکندهار په شیرسرخ کې احمدشاه بابا دافغا نستان دپاچاهۍ وړوباله او هغه ته یې دمشرۍ پګړۍ په سر وروتړله

ستر خوشال بابا پر پګړۍ باندې یو کتاب په نظم سره کښلی دی چې دستارنامه نومیږي چې دپګړۍ دتړلو اودپګړۍد فضیلت په اړوند پکې ډیر څه لیکل شوي دي ،خوشال بابا دغه منظوم اثر په ۱۶۴۵ زیږدیز کال دسپتمبر په میاشت کې هغه وخت بشپړ کړ چې د هند دمغولي واکمن اورنګزیب له خوا دهند دراجستهان درنتهمبور په جیل کې بندیوان و .خوشال بابا په دستارنامه کې لیکی:

چې دپګړۍ دپه سرولواوتړلو خلک خو ډیر دي او هغه څوک یې باید په سر وتړي چې عزت یې ساتلی شي او هر هغه څوک یې چې عزت نه شي ساتلی هغو ی دې پر سر نه تړي .پښتانه په خپلو پګړیوکې لوړې لوړې شملې هم پریږدي چې دا هم په پګړۍ کې دویاړ یوه بله نخښه ګڼله کیږي.همداراز پرسرباندې د کږې پګړۍایښودل هم دپښتنوالې دغیرت او ویاړبله نخښه ګڼلي شي .

ډیرو پښتنو شاعرانوهم دپګړۍ او شملو ستاینه کړې ده لکه حمزه بابا چې وایی:

جګه مې شمله وه ټیټیدو ته مې پرې نه ښوده

اوښکه پښتنه وه څڅیدو ته مې پرې نه ښوده

همدارازیو بل شا عر وایی :

دشملو وطن ته راشه چې شملې درته په سر کړو

ته رڼا دستورو راوړه مونږبه ویني دزړه درکړو

همداراز سترخوشال بابا دایمل خان مومند او دریاخان اپریدي په ستاینه او درناوي کې داسې وایي:

دریاخان مې دخچۍ ګوتې څلی دی

ایمل خان مې دپګړیه شملکی دی

په پښتو لنډیو کې هم پګړۍ یا پټکي ته ددرناوي په سترګه کتل کیږي او دپګړۍ په اړوند ډیرې لنډۍ ( ټپي ) شته دي لکه چې وایی:

پټکی دې کوږ په وريځو کیږده---- زه د همزولو په کتار کې ناسته يم

لنډه داچې پګړۍ په پښتنو کې دغیرت ،عزت او ویاړ نخښه ده او موږپښتانه که لریو او که بر باید دپګړۍ درناوي وکړواو خپل دغه ملي دودته په درنه سترګه وګورو.

https://www.facebook.com/watch/?v=347118903118574

-
بېرته شاته