(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد شمس بونېري یاد

[21.Sep.2023 - 20:09]

د ستر انقلابی  شمس بونيري  يو څو يادونه  

ليک: ډاکټر فضل الله بونيرے- کراچۍ / نيټه- 3, ستمبر 2023ء 

 

د شمس بونيری ځمونږ د والد صيب ډاکټر محمد کريم مرحوم  سره دوستي وه - د هغوئي د برکت نه ما شمس بونيرے لۀ وړوکوالي نه پيژندلو. ځمونږ والد صيب مرحوم د تعلیميافته ځوانانو ډير قدردان وو. خاص کر د تعليم يافته  شاعرانو  او دانشورانو به ئې هم قدر کاوۀ . زما د پلار د امير حمزه خان شنواري سره هم نزدې تعلق وو- کله چې اجمل خټک صاحب اؤ د هغوئي ملګرو د سيد مختار باچا پۀ بلنه د بونير خفيه دوره کوله - نو ځمونږ والد صيب به هم د دغه مشرانو د ميلمستيا شرف حاصلولو - شمس بونيری صيب په هاغه وخت کښېد دغاړي خانی پۀ پرائمري اسکول کښی استاذ وو.کله چې بہ شمس تازہ کلام ولیکلو نو زمونږ محترم پلار  ته به ئې داورؤلو د پاره راوړلو

زۀ چې د کوم دؤر ذکر کوم- دا  د والی سوات میاں ګل جهان زيب د جبر او استبداد زمانه وه - پۀ سياسي ځلو بيخي پابندي وه. والي سوات يو داسې نظام قائم کړے وو چې  ورور به درور جاسوسي کوله . پۀ  دغه جابرانه نظام کښی شمس اؤ  دهغۀ ملګرو د رياست سوات د والي خلاف دجبری نظام مقابله اؤ د بدلون کوشش کؤلو-                                     د رياست سوات په حدودو کښې پۀ هر قسم اخبارونو او رسالو ميګزينونو راغوختلو يا لوستلو پابندي وه..کۀ د چا به د اخبار, رسالې د لوستلو شوق وونو والي سوات صيب ته به ئې  درخواست وکړو نو کۀ د هغۀ پۀ زړۀ به روغه وه نو اجازت به ئې ورکړو- اخبارونه په دلته د  ډاکخانې پۀ ذريعه راتلل .اول به دغه اخبارونه  د ډاکخانی بابو ولوستل- کۀ چرته به پۀ کښې  د رياست پۀ حواله يا د سوات د والي صيب خلاف څۀ  خبر نۀ وو, نو بيا لوستونکي  ته ورکولے شو

شمس بونيری صيب به زما د پلار خواله د دې دپاره هم راتللو چې  د اخبارونو د لوستلو شوق ئې لرلو- زمونږ پۀ کور کښې به اخبارونه موجود وو- پۀ دغه دور کښې به سياسي اؤ نظرياتي مخالفينو هم د يو بل ډير احترام کولود جبر اؤ استبداد پۀ دې توره تياره کښې سياسي سوچ لرونکو يو لوے جهاد کاوۀ-د دې جدوجهد پۀ رد عمل کښې هر مبارز ته د جان او مال نه علاوه دخپل خاندان د رسوايئ هم خطره وه- ------ 

شمس بونيري صيب پۀ دغسې خطرناکو حالاتو کښې ھم د رياستي جبر خلاف مبارزه کړې ده- پۀ دغه  زمانه کښې په پۀ بونير کښې يو څو کسانو سياست کوو  په کوز بونير کښی زرين خان وو- د چينه کلي حاجی فضل رازق صاحبد مخرڼۍ کلي متين خاند پاچا کلي حافظ محمد عرف ډاکټر مولوي صاحب ( دے زما د محترم پلار خپل ترۀ وو) اؤ رحمت نور حاجي صاحب د والي سوات خلاف  ښۀ کلکه مبارزه کړې وه- شاکر بونيري صاحب د استاذۍ د ټريننګ پۀ دوران کښې د والي سوات نه, د يؤ خط پۀ ذريعه مطالبه کړې وه- چې پۀ پاکستان کښې سرکاري استاذانو ته کوم مراعات حاصل دي- دغه مراعات دې مونږ , يعنې د رياست سوات استاذانو ته هم ورکړل شي, خو د والي سوات د خفګان پۀ وجه نۀ يواځې شاکر بونيري صاحب پۀ خپله خبره ستومانه شو- بلکه د والي صاحب پۀ حق کښې ئې پوره کتاب هم اوليکلو- چې د هغۀ د عدل, انصاف اؤ ترقياتي کارونو ئې پۀ کښې د مبالغې تر حده ستاينه کړې ده- د دې کتاب انتساب شاکر صاحب پۀ دې الفاظو کړے دے چې

" حضور عالی حکمران سوات کے اس انصاف٫ رعایا پروری اؤر رحمدلی کے نام ------- جس نے میرے دل و دماغ کا نقشہ بدل کر رکھ دیا- " 

 

خو شمس بونيرے دغسې نۀ وو- پۀ  دې زمانه کښې هغه هم د سیاست ميدان ته راغےښاغلی شمس بونيری صيب يو هشت پهلو ياقوت کاڼے دے- حيران يم چې د هغۀ د ژوند پۀ کوم کوم اړخ خبري اوليکمد اولسي اؤ انقلابي شاعر نه علاوه هغه يؤ بهترين نثر نګار هم وود پښتنو پۀ کلتور حجرو اؤ  جوماتونو  باندې ئې  ژور نظر لرلوپۀ مارکسزم او د لينن پۀ خيالاتو ډېر ښۀ پوهيدو- د سو شل سائنسز پۀ حواله د هغۀ مطالعې د يوې اتهارټي حېثيت لرلوهغه  يؤ  عملي سياسي مبارز وو.

زۀ کۀ  شمس بونيری صيب ته د ايشياء بلکه خاص کر دپښتونخوا چیګويرا اوايم  نو غلطه به نۀ وی - موصوف دشعر اؤ  مارکسي فلسفې نه علاوه عملی جدوجهد هم کړے دے-                    

پۀ  1969ء کی د رياست سوات ادغام پۀ پاکستان کښې اوشو - هم دغه وخت وو چې  شمس د سرکاري استاذۍ نه استعفی ورکړه اؤ  پۀ عملي سياست کښی ئې  برخه واخستهد نشنل عوامي پارټۍ د سور بيرغ لاندې د سياسي جدوجهد پۀ برکت  پۀ  لر  اؤ بر افغانانو کښی مشهور شو -   باالخصوص پۀ  ګديذي , پيربابا کښي ئې  پارټی منظم کړه - ډيره  پۀ توندۍ سړه ئې  پارټي متحرک کړه - محب الله شاه  محب چې د جماعت اسلامي يؤ تکړه کارکن وو- هغه ئې هم د جماعت نه را اوشکوو, فضل کريم کمانډر مرحومد پيربابا وزير اؤ  محبوب , د پاچا کلي خان بهادر, امير زمان مرحوم, محمد مير اؤ خان مير پۀ مرسته اؤ ملګرتيا ئې دلته  پارټي  متحرک کړه غټه پيژندګلو ئې پیدا کړه۔۔             

پۀ دغه  زمانہ کښې  پۀ پښتونخوا کښې د جميعت علماء اسلام او نشنل عوامي پارټۍ شريک حکومت هم جوړ شو شمس بونيرے پۀ کښې  د پاچا کلی د کمیټۍ صدر هم ټاکلے شوے وو- د دۀ نه اول چې دلته کوم خلک د کميټۍ د صدارت پۀ کرسۍ پاتې شوي وو- هغوئي هم امانت ګر کسان وو- د کميټۍ ټول فنډ ئې محفوظ ساتلے وو- خو شمس پۀ دغه روپو د پاچا کلي لارې کوڅې جوړې کړې -                      

پۀ مرکز کښې د بهټو صاحب حکومت ووپۀ  لياقت باغ, راولپينډۍ کښې د نيپ پۀ  جلسه حکومت ګولۍ وچلولې- پۀ سلګونو کسان پۀ کښې شهيدان اؤ زخميان شوپۀ نېپ پابندي ولګېدهد نېپ پۀ سونو کارکنان ګرفتار شو- د ټارچر سلونو نظرشو- د پارټۍ څۀ  ليډران زير زمين لاړل- پۀ بونير کښې د شمس بونيری اؤ کريم بابک د ژوند ترخې وررځې شروع شویپوليسو د دوئي د ګرفتارۍ د پاره چهاپې وهلې- دلته  حکومتي  واکدارانو د شمس د خاندان سره  سوشل بایکاټ هم اوکړود شمس بونيری صاحب ټول وروڼه زيرعتاب وو- بچي ئې لا بالکل ماشومان وو- د کور خلک ئې د لوږې, تندې سره مخ وو- د کلپاڼۍ کلي زرين خان ته چې  ددی حالاتو پته ولګيده نو د مرستې لپاره ئې يؤ  پلان جوړ کړوخپل کسب ګر ته ئې  غنم پۀ خرونو بار کړل - ورته ئې وې چې څوک درنه تپوس کوي نو ورته وایہ ژړندی له ځم -------  پۀ دې حکمت باندی د موصوف د خاندان مرستې بہ دپارټۍ ملګرو کولې- طاهر بونيرې راته د شمس بونيري د خلې يوه خاطره بيان کړه- وئيل ئې چې يؤ ځل نصرالله خان کاکا پۀ ټرالۍ کښې د شمس صاحب کور ته کټونه اوليږل- پۀ لاره د ټرالۍ ايکسيډنټ اوشو- نصرالله خان کاکا چې خبر شو, ډېر افسوس ئې اوکړو- وئيل ئې پۀ ټکټر اؤ ټرالۍ مې کار نشته, خو خفه پۀ دې يم چې د شمس کټونه به مات شوي وي- هم دغسې محمد خان نربټولي اؤ د چناړ کلي ميظ الله خان هم د درمندونو پۀ موده کښې د شمس د بچو دپاره ګرځيدلي دي اؤ دانې ئې راټولې کړې دي-                   ما د خپل ژؤند زياته برخه پۀ کراچۍ کښې تېره کړې ده- يو ځل شمس بونيرے صاحب  کراچۍ ته راغلے ووپۀ بنارسفرنټيرکالونۍ کښې د نربټول د پالش خان ځوي محمد شاه خان مرحوم ورله د روژه ماتي بلنه ورکړې وهشمس بونيری صيب د روژه ماتي نه مخکښې د اولسي بيدارۍ پۀ موضوع  ډير ې مدليل خبرې وکړې - پۀ مجلس کښې شريک خلک ترې ډير متاثره شوليو کس تری پښتنه وکړه- وئيل چې " ما خو اوريدلي وو, چې شمس کميونسټ دے- تۀ خو  پوخ ملا ئېموصوف ډير حاضر جواب هم وو- ټک پۀ ټک ئې ورته جواب ورکړو چې-"  د ملا ځوے هم يم

کله چې  به زۀ پۀ چهټۍ کلي ته لاړم - د موصوف ملاقات له به زۀ د پښاور سنټرل جيل ته تلم - ( دا د هغۀ د " صبا سندرې " شعري مجموعې د شاعرۍ زمانه وه ) ما به چې کله  د ملاقات پرچي جوړوله - منشي به راته وئيل چې  ولې دۀ ملاقات کوې --؟؟  ما به ورته وئيل چې د سکول  استاد مې پاتې شوے دے - .

ښاغلے شمس بونيرے صيب د پېښور سنټرل جيل  پۀ پهانسي ګهاټ کښی زنداني وو - ما به ورله تسلي  ورکوله - خو ما ته به ئې وئيل چېد مرګ نه باالکل نه ويريږم , د مفرورتيا  پۀ  دوران کښې ئې چې پۀ ما  زهريله ډوډۍ خورولې وه- بيا پۀ  اسپتال کښې داخل شوم, ډاکټر راله  معدہ صفا (Stomach wash)  کړهبچ شوم - کۀ اوس مې هم پۀ دنيا کښی اوربشه پاتې وي- ازاد به شم-" ګويا د هغۀ دغه عقيده وه چې

 

    زۀ کۀ نۀ ووم پۀ دې کلي کښې ملګرو-

    بلوئ د ژوند ډيوې چې خداے رڼا کړي-

                                (طاهر بونيرے )

 

ښاغلے يؤ عملي انسان وو د جنوبي امریکہ انقلابي شخصیت چی کويرا پۀ شان دۀ هم ډيری ستړي تیری کړې وې - خو بيا هم دے اؤ د دۀ پۀ شان نور انقلابيان پۀ خپل جدوجهد کښې ولې ناکامه شو- -؟ دا قيصه جدا څيړنه غواړي- ---- 

د بونېر د سلارزو, " نان سير " کلی حاجي محمد زاده خان مرحوم ډير میلمہ دوست انسان وود شمس بونيری صيب پۀ  باره کښې ئې راته خبره کوله چې-  " د ژمي شپه وهسخت بارانونه او اوږدې ژړۍ وې - يو ځل نيمه شپه وه , دکور د کوڅې ور راته وټکيدۀبيا وټکيدۀ  ما خپل ټوپک له کارتوس  ورکړواواز می وکړو  چې څوک ئې- ؟

جواب راغے چې " خپل ميلمه دےور مې  خلاص کړووئيل ئې  خبرې به بيا کوو, وږے يم , د ډوډۍ  بندوبست راته اوکړه- حاجی صيب وئيل چې ما کور وينا اوکړه چې پۀ ګرمو اوبو کښې ماچې ( سوئیاں ) واچوئ چې زر پخې شي- وروستو به د ډوډۍ بندوبست کؤو- د ماچو د خوراک نه پس ډوډۍ تياره وه- د ډوډۍ نه وروستو د چائيو  دور هم  تيرشو- ما ورته وې چې ميلمه اوس  اودۀ کيږه - سحر  به خبری کوو.

سحر ئې چې  ناشته وکړه نو میلمہ راسره خپله  پيژندګلو داسې اوکړه چې يو پفلټ ئې راته  راکړو- وئيل ئې زۀ شمس بونيرے يم - زما پۀ سر حکومت غټ انعامونه مقرر کړي ديسرکار له مې ورکړهانعام به درته ميلاؤ شيحاجي صاحب مرحوم ورته وې شمس بونيری صيب ته هم پښتون ئې اؤ زۀ هم دغه دعوه لرمدومره بې خونده نۀ يم , نۀ  ښکاري سپے يم - چې تا  پۀ سرکار خرڅ کړم

حاجي صاحب وئيل چې د دې خبرو نه پس راته شمس خپله قيصه اوکړه- وئيل ئې چې پۀ  سکره غر کښې پۀ  يوه سمڅت (غار) کښې مې پناه اخستې وه- دې غر ته به دوه قسمه خلق راتلل يؤ قسم د وښو, لرګو خلک وواؤ بل قسم  به ښکاريان وو- خو د باران د وجې نه د دغه دواړه قسمه خلکو راتلل بند شول- نو د لوږې تندې د لاسه زۀ کلي ته راغلم - پۀ دې کلي کښې راته ستاسو ډيره چا وښودله.---- 

حاجي محمد زاده مرحوم ډير ميلمه دوست اؤ  انسان دوست سړے ووحاجی صاحب وئيل چې  شمس بونيرے زمونږ  پۀ ديره کښې تر يوې هفتې پورې ميلمه ووکله چې بارانونه اودريدلموسم اؤ حالات صحیح شو, نو دا درون  او انقلابي شخصیت زمونږ د جونګړې نه رخصت شوحاجي محمد زاده مرحوم د جماعت اسلامي رکن وو - خو د پښتني اقدارو اؤ رواياتو  نه خبر وو- حاجي صيب دسلارزو د  نان سېر کلي پۀ معززينو کښیې شمار وو- په ګور ئې نور شه- امين

د سکره غر پيژندګلو ;- دا د سلارزو دټولو غړونو نه لوړ اؤ بلند ترين غر دےدلته چې پۀ کومه سمڅت کښي شمس بونيری صيب پناه  اخستې  وه.- پۀ دې سمڅت کښې گوتم بدھ هم چیله شوے وونروان( روحانيتئې حاصل کړے وو. د مهاتما بدھ پیروکار به دلته عبادت له راتلل- .د دې غر نه لاندې پۀ  تحت بھائي کښی د بدها يونيورسټی وه.

دښاغلي شمس بونيری صيب ناقابل فراموش قربانۍ ديخو د  زمانې نه پټې ديدغه يو څو نمونه از کشته خروار ما اوليکلې شوې - ځمونږ فخر او دبونير  ستر مبارز او قهرمان وود لر او بر افغانانو ملي انقلابي اتلانو کښي شمار شمس بونيری صيب کور دی رنړه شه- پۀ اخر کښې د هغوئي روح ته د محترم رحمت شاه سايل صاحب دغه شعرونه ډالۍ کوم

      د نوي نسل دې بيدار ژوندون ته لارې نيسي-

      د وخت ردي خلک, د وخت بدلون ته لارې نيسي-

        

      سپرلے چې راشي پۀ شپلونو کښې هم ګل ټوکوي

      دوئي د تاريخ د جبر, سکوټ قانون ته لارې نيسي-

 

ډاکټر فضل الله کراچۍ  3, ستمبر 2023ء

-
بېرته شاته