(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پ ټ اېم غیر پارلماني

[26.Aug.2023 - 08:55]

"پي ټي ایم PTM غېر سیاسي تحریک دے او کۀ غېر پارلېماني"

لیک: شبنم بونیری

د کله راهېسې چې پښتون ژغورنې غورځنګ په وجود کې راغلی نو تر هاغه ورځې دا بحث وخت په وخت تازه کېګي چې " ایا پي ټي ایم سیاسي تحریک دے او که غېر سیاسي".

 

خو که مونږ وګورو، نو دا سوال وخت د سره غلط دے او دا پوښتنه کول د یو وګړي د سیاست په اړه د هغه ناپوهي څرګندوي. ځکه چې دا بحث د سیاسي او یا غېر سیاسي تحریک نۀ دے بلکې د پارلېماني سیاسي تحریک او د غېر پارلېماني مزاحمتي سیاسي تحریک په مېنځ کې دے.

 

هر هغه تحریک چې هغه د خپل قام د حقونو، په خپلو وسایلو د واک اختیار او په خپله خاوره د ریاستي جنګي پالېسیو د مخنیوي او بدلون خبره کوي او د هغې دپاره د بېلا بېلو لارو مبارزه کوي، هغه تحریک سیاسي تحریک دے.

 

وس پښتون ژغورنې غورځنګ هم په خپله خاوره د بدامنۍ د مخنېوي، د خپلو وسایلو واک اخستلو او د ریاستي جنګي پالېسیو په ضد په وجود کې راغلی او په ریاست باندې د دې غوښتنو د منلو دپاره خپله سیاسي مبارزه کوي.

 

نو یوه خبره خو واضحه شوه چې پي ټي ایم سیاسي تحریک دے.

 

خو وس دغه بحث پاتې کېګي چې د قامي مقدمې او د خپل قام د روښانه سباون دغه جنګ به د ووټ او پارلېمان د لارې کېګي او که د مزاحمتي غېر پارلېماني سیاست د لارې، دا د پارلېماني او غېر پارلېماني سیاست بحث دے.

 

پارلېماني سیاست خو ټولو ته معلومه ده چې دا د سیاست هاغه بڼه ده چې په کې ګډونوال په شریکه یو ګوند جوړ کړي او د ووټ په زریعه د پارلېمان له لارې د خپلو شریکو سیاسي اهدافو لپاره پالېسۍ او تګلارې جوړوي. د بېلګې په توګه عوامي نېشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ، پښتونخوا مېپ او داسې نور.

 

غېر پارلېماني مزاحمتي سیاست د سیاسي عمل هاغه بڼه ده، چې په هغې کې ګډونوال د خپلو سیاسي اهدافو د حصول دپاره او د چارواکو د ننګونې لپاره لاریونونه، سېول نافرمانۍ، مظاهرې، دهرنه، بایکاټ او د ډله ایز عمل نورو شکلونو له لارې په ریاست فشار راوړي او پالېسۍ جوړونکي دې ته اړ کوي چې د دوي غوښتنې ومني.

 

دا رنګه سیاسي خوځښتونه په دودیزو ټاکنو کې برخه نۀ اخلي بلکې د فشار راوړونکې ډلې په توګه د خپل سیاسي اهدافو لپاره مبارزه کوي.

 

پښتون ژغورنې غورځنګ هم د لومړۍ ورځې نه د پارلېماني سیاست په ځائے د غېرلېماني مزاحمتي سیاست لاره غوره کړې ده او وار په وار یې دا خبره په ډاګه کړې چې پي ټي ایم به هیڅ کله هم د پارلېماني سیاست برخه نۀ جوړېګي

 

که مونږ د پي ټي ایم د ائین په رڼا کې وګورو نو دا خبره بلکل واضحه کېګي چې "پي ټي ایم به د غېر پارلېماني مزاحمتي سیاست له لارې خپله قامي مبارزه پر مخ وړي او د پارلېماني سیاست برخه به نۀ جوړېګي".

 

خو وس دلته دا پوښتنه راپورته کېګي چې "پي ټي ایم غېر پارلېماني تحریک دے نو بیا علي وزیر او محسن داوړ ولې د پارلېمان برخه دي؟

 

که مونږ د پي ټي ایم منشور ته زیر شو نو د دې پوښتنې ځواب ډېر په لنډه موندلی شو. په دغه منشور کې لیک دي چې "هر هغه څوک، چې هغه د بلې سیاسي ډلې یا پارلېمان غړی وي، د پي ټي ایم غړی جوړېدلی شي خو د تحریک دننه څۀ عهده یا څوکۍ نۀ شي اخستلی".

 

وس د دې پورتني اصولو په رڼا کې که وګورو نو محسن داوړ د دغې غېر پارلېماني سیاسي نکتې سره د اختلاف له وجې  د "قامي جمهوري غورځنګ" په نوم خپل سیاسي پارلېماني ګوند جوړ کړو او د هغې له لارې خپله مبارزه پرمخ وړي.

 

پاتې شوه د مشر علي وزیر خبره نو یاده دې وي چې د پي ټي ایم د ایین جوړېدو وروسته هغه نۀ د مرکزي کمېټۍ غړیتوب لري او نۀ د تحریک دننه څۀ بله څوکۍ. خو هغه د پي ټي ایم د سیاسي تګلارې سره موافق دے او هم په دغه حېث بې د څۀ څوکۍ د غورځنک سره ملاتړ کوي.

نور بیا.... 

 

لیکونکی؛ شبنم بونېري

Noorullah Tareen Manzoor Ahmad Pashteen Noor bacha Idris Bacha

 

#StopCrackdownOnPTM #ReleasePTMActivists #StopStateTerrorism

-
بېرته شاته