(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتنو کې د مشاعرې

[05.Aug.2023 - 11:57]

« په پښتنو کښې د مشاعرې پیل (ابتدا / شروع) تاريخ او‌ د مشاعرې اداب 

 

مشاعره په بنيادي توګه د اردودانو نه پښتون سماج ته راغلې ده پروفيسر نواز طائر صيب په خپل شهره آفاق تحقيقي کتاب "روهي ادب" د شاعرانو مقابلې وے د هر يو په ډله کښې يوولس شاګردان وو، دوي به چې يو کلي ته ورتله ړومبې به يې د کلي په سر ډزې وکړې او بيا به هم هلته کيناستل او مجلس به يې تود کړه د کلي خلق به يې راغلل دوي به يې په درناوي کلي ته بوتلل. پروفيسر نواز طائر صيب مخکښې وائي چې دوي کښې به ځنو ټول کلي له خپله ډوډۍ ورکړې وه.

محترم اجمل خټک په کتاب " سرې غنچې " په مخ يو پنځوس په دويم پيرا ګراف کښې ليکي 

" 1- ړوړومبۍ باقاعده مشاعره په اپريل 1927 ع د انجمن اصلاح الافاغنه د انتظام لاندې اتمانزو کښې وشوه دا يو طرحي مشاعره وه او څه د پاسه اووه شلې 120 نظمونه ورکښې په دې طرحه اورولې شوي وو.

" که ځلمي چيرې په خپل وطن قربان شي

وائي چې دا دومره لويه مشاعره وه چې ټوله شپه ورته په زرګونو خلق ناست وو.او په شوق يې اوريده. ددې مشاعرې انتظام کوونکو درې انعامونه مقرر کړي وو. اول انعام د سرو زرو تمغه ، دويم انعام د سرو او سپينو زرو ګډه وډه تمغه ، دريم د سپينو زرو تمغه وه. د نظمونو د انتخاب دپاره څوارلس منصفان وو چې قاضي عطاء اللّه مرحوم، عبدالاکبر خان هم پکې وو. منصفانو ړومبې انعام خليق صاحب ته دويم نمبر مخفي صاحب ته او دريم ډاکټر ګل احمد د کوهاټ ته ورکړو" روستو اصلاح افاغنه په 1928 او 1931 کښې دغسې سترې مشاعرې کړي دي.

هم ددې کتاب مخ 52 آخري پيراکښې اجمل خټک صاحب ليکي:

د پښتو ادبي جرګې ابتدا 1933 ع کښې د نوښار صدر په رجب کېفې کښې وشوه. دغه وخت محمد نواز خټک ، سيد رسول رسا ، عبدالخالق خليق، قاضي عبدالکريم د ځلوزو، مولانا شاکراللّه د نوښار ناست وو. سيد رسول رسا او محمد نواز خټک په دې باعث شول چې جرګه جوړول پکار دي. او جرګه جوړه شوه او د نوښار اسلاميه کالب کې يې د مشاعرې اعلان وکړو. او دغه شان د ادبي جرګې وړومبې مشاعره دغلته وشوه.چې په کې د جرګې د ممبرانو نه علاوه تورسم خان بابا د دوه سرو، ميا مسرور ګل کاکاخيل، سمندر خان حکيم بدرشوي، او نور د نوښار او زيارت کاکاصاحب سيدان شامل شول طرحه داوه:

"چا په خوب د بې غمۍ کې څه دولت موندلې نه دے

محترم اجمل خټک صاحب د خپلو خاطرو په دې کتاب " سرې غنچې " کوم چې د ډاکټر صادق ژړک په زيارنه د پښتو ادبي غورځنګ په اهتمام په 2014 کښې چاپ دے د اجمل خټک صاحب په دا کتاب هم لکه د هغه د نورو کتابونو ډير تاريخي معلومات لري د مشاعرو په لړ کښې هغوي مخکښې په دې کتاب کښې ليکي چې  پښتو ادبي جرګې نوښار له دې روستو په 1934 کښې په ماڼکي شريف کښې او په 1935 کښې په شيدو کښې مشاعرې وکړې د دواړو مشاعرو بلتريب طرحې داسې وے

ړومبنۍ: « مجنون صفته نه يې د عشق جواري څه پيژنې»

دويمه: « خادم د قام شه که ارزو د سردارۍ لرې ته» 

د رحمان بابا په مزار د مشاعرې يا ادبي غونډې ابتدا په 1934 کښې شوے ده ددې هم پښتو ادبي جرګې نوښار اهتمام کړې وه. د خوشحال خان خټک په مزار د ړومبې  مشاعرې اعزاز هم دې ټولنه ته حاصل دے.   

 

د هندوستاني مشاعرو خپل قواعد او ضوابط دي، لکه د مشاعرې کښې يو بله شمع وي کله چې د يو شاعر وار راشي نو د هغه مخې ته شمع کېښودې شي. دويم د مشاعرې شاعران بللي وي نا بللي نه وي دويم د مشاعرې ددغې شاعرانو استوګته او ميلمستيا د مشاعره کوونکو په غاړه وي. ورسره د مشاعرې شاعرانو له باقاعده معاضه ورکوي.

د مشاعرې د شاعرانو دپاره يو سټيج جوړ وي تکياګانې ورته پرتې وي او دا ټول په سټيځ په ګول دائره کښې ناست وي. د مشاعرې صدارت شاعر اسحقاق وي هم مشر استاد شاعر د مشاعرې صدارت کوي بيا روستو د خپل کلام په بابله حواله ورکوي چې دا کلام ما د فلاني استاد شاعر په صدارت کښې په مشاعره کښې اورولې وو. پخوا به وائي چې مشاعره کښې به په شاعر غږ وشو " چې دا مصرعه دې پرېوتې ده" يعني کمه ده. خو وس په اردو کښې داسې نه کيږي خو بيا هم تنقيد يې سخت وي او استاذان شاعران او ناقدان پرې سترګې نه پټه وي.

نظامت کوونکې به  خپل کلام د ټولو مخکښې وائي او بيا به مينځ کښې خپل شعرونه او نظمونه نه وائي هسې هم دا ښه نه ښائي که مخامخ ورته څوک څه نه وائي پشي شا پرې بد وائي

 په مشاعره کښې هر شاعر خپل کلام وائي، د بل شاعر د کلام وئيلو اجازت ورکښې نه وي او نه په مشاعره خوش آوازه د بل چا کلام په خپل آواز وئيلې شي. يو وار د اسلام آباد په يو کثير الالساني مشاعره کښې يو پښتون مخور چې ددې مشاعرې ډونر هم وه د يو پښتون شاعر د کلام اورولو دپاره د يو خوش آوازه سفارش وکړو خو ولے هغوي په درناوي د هغه دغه سفارش ددې وينا سره ونه منو چې دا د مشاعرې اداب نه دي په مشاعره کښې به غالب، فيض، احمد فراز خپل کلام په خپله اوره وي.  

 

په مشاعره کښې هر شاعر يو کلام وائي ، د نظم په مشاعره کښې نظم او د غزل په مشاعره کښې غزل وائي خو په آزاده مشاعره کښې دغه بنديز نه وي البت يو کلام بنديز وي.

 

 د مشاعرې شاعران معلوم وي چې دا دا شاعران به په دې شاعران کښې  به برخه اخلي ، ورسره د مشرۍ ، کشرۍ خيال ساتل هم د مشاعرې ادابو کښې راځي

په مشاعره کښې شاعران اوږده ، اوږده تقريرونه نه کوي او که څوک کوي دا ښه عمل نه شي ګڼړلے.

پکار دي چې پښتانه د مشاعرې په دې قواعد و ضوابط عمل وکړي يا خپل څه قواعد او ضوابط ورله وټاکي له دې سره به ډيرې ستونزې هم حل شي او زمونږ په مشاعرو کښې  به ترتيب او تهذيب هم پيدا شي.

اقبال حسين افکار

 

پېښور - ورځپاڼه وحدت

26,جولائي 2023

 

-
بېرته شاته