(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بخشالي قلمي نسخه

[05.Jul.2023 - 21:20]

بخشالي قلمي نسخه

لیک: حنېف خلیل

تيره ورځ راته ګران او محترم افراسياب خټک يوه ويډيو راوليږله---ماچې واوريده نو ورپسې مې نوره پلټنه وکړه---په انټر نټ راته دغه ويډيو سره سره ځنې نور تفصيلات هم مخې ته راغلل ورپسی مې چې يو نيم کتاب هم وکتو نو مناسبه مې وګڼله چې دغه معلومات خپلو مينه والو لوستونکيو سره هم شريک کړم---

بخشالی زمونږ د پښتونخوا د مردان ضلعې يوه علاقه ده چې د دغه علاقې نه په کال ۱۸۸۱ کښې يو انتهايي قيمتي قلمي نسخه تر لاسه شوې ده--دومره قيمتي او نادره نسخه چې اوس د اکسفورډ يونيورسټۍ په بودليين کتابتون کښې د---بخشالي مينو سکرپټ--په نوم ساتلی شي---- په دغه نسخه بنيادي څيړنه خو جرمن دانشور ډاکټر روډالف کړې ده چې په کال ۱۸۸۷ کښې یی چاپ کړې ده---بیا وروستو په کال ۱۹۲۷ کښی د اکسفورډ يونيورسټۍ له خوا د انګريز محقق هارنل د تحقيق سره هم چاپ شوه-- د دغو څيړونکيو تر مخه د دې نسخې زمانه ۳۸۳ تا ۲۲۴ قبل مسيح ده---د نسخې ژبه سنسکرت ده--او په اويا صفحو مشتمله ده---

هسې خو دا نسخه په بنيادي توګه د رياضي الجبرا او جيوميټري په علم او اصولو مشتمله ده خو دې نه علاوه هم غير معمولي اهميت لري چې مونږ یی د دريو ځانګړو زاويو نه وضاحت کولی شو--- 

۱--- د دې نسخې تاريخ او قدامت--چې د حضرت مسيح نه تقريبن درې سوه کاله مخکښې زمانې سره تعلق لري---او د حضرت مسيح نه شپږ سوه کاله اګاهو د راماين زمانې---ټيکسلا پوهنتون او د پشکلاوتي ابادۍ ته هم اشارې کوي--

۲---دويم د دې نسخې ليکدود يا سکرپټ دی چې د همدغه نسخې ترمخه پکښې د ليکدود پنځه شکلونه راوړلی شوي دي---ټولو نه زوړ براهمي بيا شاهراده بيا سداماتريکا بيا ديوناګري او بيا سوترا چې نوی شکل یی کورمکهي ليکدود دی---په دغو ليکدودونو کښې هغه زمانه کښې شاهراده ليکدود په کشمير کښې او سداماتريکا ليکدود په پخواني کابل کښې رواج وو---- 

۳----دريمه زاويه یی د مضمون او موادو ده چې د ټولو نه اهمه ده----اصل کښې دې نسخه کښې د رياضۍ اصول د الجبرا فارمولې او د جيوميټري قوانين بيان شوي دي چې په هغه دور کښې ورسره د هندسو يعنې شمير استعمال او د صفر تصور هم پيش شوی دی----دې نه علاوه ځنې نور ساينسي قوانين هم ښودلی شوي دي---د رياضۍ مسلو ته پنځه ځانکړي مقامات يا سټپونه هم ورکړی شوي دي چې د سوترم--تاده--سټانيم--کرانم-- او پراتايم په نومونو ياد شوي دي--- دا داسې اصول او سټپونه دي چې وروستو ترې نامور ساينسدان ګليليو هم استفاده کړې ده---په دغه اهمه بخشالي نسخه وروستۍ څيړنه په اکسفورډ يونيورسټۍ کښې په کال ۲۰۱۷کښې شوې ده او لا پرې څيړنې روانې دي--- په دغه موضوع په ليکلو اثارو کښې دا نسخه د نړۍ قديم ترينه نسخه ده---

زمونږ بخشالی دغه هومره اهميت لري---ګوره که چرته د پښتنو دانشورو او څيړونکيو هم په دغه بخشالي مينو سکرپټ د څيړنې په لور پام شو نو څومره به ښه وي---

-
بېرته شاته