(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رجولي شاه خټک یاد

[23.Jun.2023 - 05:51]

استاذ راج ولي شاه: يو شفيق او عالم استاذ

                (د استاذ د تلين په مناسبت)

لیک : ډاکتر محب وزیر 

مونږ يو داسې بدقسمته نسل يو چې د سخت ټولنيز ، سياسي ، معاشي او تر هر څه زيات د علمي زوال سره مسلسل مخ يو. په ځاے د دې چې ټولنې په ټولو ميدانونو کښې پرمخ تګ کولے ، ولې د بده مرغه دا مسلسل په شا تګ کوي

د پښتو ادب ، تحقيق ، علم او دانش تذکرې چې چرته کېږي ، هلته به زمونږ د استاذ ارواښاد پروفېسر ډاکټر راج ولي شاه خټک صېب ذکر هم د شونډو په سر ضرور مچېږي. دا ذکر به په ډېرو حوالو کېږي ، د شاعرۍ نه تر تحقيق ، تحقيق نه تر تنقيد ، تنقيد نه بيا تر تصوف ، فلسفه او سياسي دانش پورې يې نظر پورې راپورې وتو. مونږ د استاذ سره يو عمر د کشرۍ تېر کړے دے او مونږ ترې ډېر څۀ پوښتلي او تپوسلي دي. مونږ چې هره کومه موضوع هم د استاذ په وړاندې اېښې ده نو د هرې موضوع اړونده دومره علم او پوهه يې ضرور راکړې ده چې زمونږ د اطمینان سوب ګرځېدلې ده. يعني خپل زده کونکي يې چرته هم تږي نۀ دي پرېښي. د استاذ د علميت سره سره د دوي علمي انداز او په خپل علميت مکمل باور ، خبره په پوره وثوق او دعوې سره کول او ښۀ په جار کول او ښۀ په زور زېر کول يې د شخصيت اضافي خاصيتونه وو. کله کله به يې خبره دومره ډوب انداز کښې کوله چې غوږ به دې ورته ښۀ تکي کړے نۀ وۀ ، پرې رسېدل به ګران وو او بيا به يې چې کله په خپل مخصوص انداز يعني په حلق کښې دننه خبره شروع کړه نو بيا به خالص د علم تږيو هم د دوي غږ اورېدے شۀ

د استاذ راج ولي صېب شخصيت دومره دروند وۀ چې  پښتو ژبه او ادب پرې درانۀ وو. د خپل سور سپين او لوړ او دروند قد او قامت نه پرته د علم لوړتيا يې داسې حد ته رسېدله چې په کوم محفل کښې به حاضر شۀ نو د هر چا مخ پسې اوړېدۀ او بيا به چې چا هم تپوس کولو نو د پښتو پروفېسر يا د پښتو اکېډمۍ د ډايرېکټر نوم ورپسې تړلے يادېدۀ نو ناستو خلقو به د دوي په څهره کښې د پښتو ژبې درنښت وليدوپه کالجونو او پوهنتونونو کښې داسې پروفېسران ما ډېر کم ليدلي دي چې د دوي په علمي او تقريري انداز پورې په خپله اداره کښې پښتو ژبه درنه شوې وي. استاذ يو داسې شخصيت درلودۀ چې د خپل مضمون (پښتو) پېژنګلو او عزت وۀ.

نن زمونږ علمي زوال تر دې حده راورسېدو چې زمونږ په رنګ خلق پکښې هم د پوهنتونونو استاذان شول. يو وخت وۀ چې د پوهنتون د استاذ (پروفېسر) رايه به د خپل ميدان په ترڅ کښې اخري يا ختمي ګڼل شوه ، خو د بده مرغه نن صورتحال ډېر بدل دے. په دغه اړه نور بايد د شېخ فريد استاذ په قول عمل محکم وکړم نو بهتره به وي.

زمونږ د زده کړو د وخت د پوهنتونونو د داسې استاذانو ذکر چې کله راځي نو زمونږ ذهن ته يو نوم د استاذ هم خامخا راځي چې واقعي يې د پوهنتون د استاذۍ حق لرلو. ماته دا شرف حاصل دے چې ډاکټر صېب مې د اېم فل لارښود هم پاتې شوے دے او د ډاکټرېټ هم ، دا بېله خبره ده چې لکه د غوړ منګي راپورې څه نښتي نۀ دي ، خو د استاذ په شاګردۍ يې بس کږه تړو. استاذ ته مونږ هر وخت پوهنتون ته ځان سره غوټه کړي سوالونه راوړي دي  نو واپسۍ کښې مو داسې کوټلي ځوابونه وړي دي لکه تږے چې د سيند نه سېراب سېراب روان وي

استاذ ما تل يو غېر روايتي استاذ ليدلے دے ، د استاذ د کلاس وخت به معلوم نۀ وۀ ، د استاذ د کلاس ځاے هم معلوم نۀ وۀ. ما د استاذ کلاس کله په لايبرېرۍ کښې د کتابونو د لټون په وخت اخستے دے ، کله مو د برامدې په شلونو باندې په ولاړه ولاړه اخستے دے ، کله مو په دفتر کښې اخستے دے او کله کله خو مو ګېنټه ګېنټه د پوهنتون په فټ پاتونو هم کلاسونه اخستي دي او يا د ټېليفون د کلاسونه خو بېخي بې شمېره وو. استاذ د استاذۍ او شاګردۍ سړے نۀ وۀ ، بس د بحث او مباحثې انسان وۀ ، په خبره او مکالمه مئين وۀ ، د عقل او د دليل ملګرے وۀ. يو ځل ما ورته يو خپل کتاب وړاندې کړو ، دوي واړوۀ راوړوۀ او بيا يې سر راپورته کړو:

"ښه! تۀ هم رومانويت ليکې؟"

ما وې:

"جي سر ، زۀ خو رومانويت د تحريک په ترڅ کښی ليکم "

او بيا مو په رومانيت او رومانويت تر ډېره بحث وشو. ما ورته څو نوي کتابونه ياد کړل. دوي ما نه د دغو کتابونو غوښتنه وکړه ، کتابونه مې ورکړل او بيا بل ملاقات کښې راته وايي:

"هلکه! هغه د رومانيت او رومانويت په اړه مې لږ لږ ذهن بدل شوے دے"

نو استاذ چرته هم د علم په حصول او ترسيل کښې شومتيا نۀ ده کړې. علم يې ترلاسه کولو او علم يې رسولو د هغه چا نه او هغه چا ته چې که پخپله هېڅ نۀ وو. خو د هغوي کار د چا او چا سره نۀ وۀ ، بلکې د هغوي کار د علم حصول او ترسيل وۀ خو په اصل کښې دا دواړه بېخي اکي يو شے دے. علم چې د ترسيل په صورت کښې څومره ترلاسه کېږي ، دومره د حصول د شعوري هڅې په دوران کښې نۀ زده کېږي. د جهان هر يو شے چې خرڅوې نو ختمېږي او علم چې څو خرڅوې دومره زياتېږي

استاذ د شفقت مجسمه نمونه وه ، د شاګردانو د راتلونکي وخت لمحات به يې هم په پام کښې وو او خصوصاً هغه سخت لمحات د کومو نه چې استاذ پخپله تېر شوے وۀ او د شاګردانو يې ترې د تېرېدو امکانات وو. ما چې کله اېم پښتو ته داخله کوله نو استاذ راته ډېر خوشحاله شو خو چې زما فارم يې وکتو نو زړۀ ماتي انداز کښې يې ووئيل

"پرائيوېټ داخله دلته مه کوه ، ګومل کښې يې وکړه"

زۀ لږ خفه شوم ، ما وې استاذ مې د اسنادو د تصديق نه ځان خلاصوي. ما اصرار وکړو چې هم دلته يې کوم. هغه وې ګومل پوهنتون پرائيوېټ زده کونکيو ته ګولډ مېډل ورکوي او پېښور پوهنتون يې نۀ ورکوي او تاسو يقين وکړئ چې تر دې دمه ما ګولډ مېډل نۀ پېژندو او چې ما کله د ګومل نه شپاړسم کښې ګولډ مېډل واخستو نو د استاذ خبرې مې په ذهن کښې انګازې وکړې.

يو ځل زۀ دفتر ته ور ننوتم چې دوي راباندې د يوې ټپې د دويمه مصرعه راوشغوله:

 "جانانه ګډې وډې که چې ډېل دې ځينه"

او ما په زړۀ زړۀ کښې ووئيل چې "ملخه! څه غر خو دې کړے دے"

سلام دعا نه پس استاذ په خپل کار کښی داسې بوخت شۀ لکه اوس شېبه وړاندې يې هډو د خلې نه البث نۀ وي وتے او چې ما کله تپوس وکړو:

"سر جي! څۀ می کړي دي؟"

دوي داسې په حېرانۍ سر راپورته کړو لکه واقعي چې د دوي نه هېر وي

"هن!"

خو چې ما اصرار وکړو نو وئيل يې:

"کراچۍ نه چا خط راته ليکلے وۀ"

او زۀ پوي شوم چې ونې ونې تۀ به چا وهلې خو که لاستے نۀ......

او چې زۀ يې لږ فکرمند وليدم نو استاذ کار پرېښود او ما ته نېغ شو:

"تۀ جوړ خفه شوې؟ ياد لره ، شا ته به نۀ ګورې، مخکښې ګوره، ستا په وړاندې لوے جهان دے"

او ما لکه د استاذ خبره په زړۀ او ذهن پورې کلکه غوټه کړې وي ، بيا مې بېخي شا ته ونۀ کتل او لا تراوسه مې په شا د کتلو عادت پرېښے دے.‌

د استاذ د شفقت دا خاطرې ، دا قيصې او دا پېرزوينې ډېرې اوږدې دي . يوځل اسلام اباد کښې د اکسفورډ يونيورسټي پرېس له خوا لېټرېچر فېسټيول وۀ. د پښتو په سېشن کښې د استاذ محترم او ډاکټر زبېر حسرت تر څنګ زۀ هم پېنل کښې شريک وم. مونږ ټولو په وار وار خپلې خبرې وکړې. زما خبرو د عمر او تجربې د کمۍ په سوب لږ د اسلام اباد نه د ګيلو تاثر لرلو. د سوال او ځواب په لړ کښې يو چا مانه تپوس وکړو:

"د پاکستان ميشتو  پښتنو شاعرانو په شاعرۍ کښې د افغانستان د مسئلې په ترڅ کښې زياته ګيله د پاکستان نه ولې ده؟"

او ما لا ځواب ته خلۀ جوړوله چې استاذ رانه سوال ونيولو او په خبرو خبرو کښې يې خبره يو داسې ځاے ته ورسوله چې که سوال ځواب نۀ هم شو ولې په ځواب کښې د بيا سوال هډو ګنجايش پاتې نۀ شۀ او زۀ پوي شوم چې استاذ په دغه وخت کښې زۀ د اسلام اباد نه وژغورلم او چې څنګه سېشن ختم شو نو زۀ يې د لاس نه ونيولم:

"دلته دا قسم سوالونه هم هر څوک نۀ کوي، دا څوک يې چې کوي دا تش پرې خپل پردي معلوموي او ماته پته وه چې محب به اوس خپل مارکسي قاميت ور بغوي"

ما وخوندل:

"استاذ! زۀ مارکسي يم څۀ؟"

او استاذ غلے غوندې په شونډو کښې مسکےشۀ.

يوځل ډېر مخکښې (هغه وخت زۀ د دوي نېغ په نېغه شاګرد نۀ ومکراچۍ ته راغلے وۀ. ما او رحمان بونېري د روشن پاکستان د پاره ورسره مرکه کوله. ما د استاذ نه سوال وکړو چې اتلس سوه درې نوي کښې کله د ډېورنډ کرښه اچول کېده نو د هغه وخت په شاعرۍ (شاعرۍ نه مراد شفاهي او اولسي شاعري) کښې مونږ ته د پښتنو شاعرانو له خوا کوم مزاحمت په نظر نۀ راځي. څۀ وجه ده؟ پښتنو دغه مسئله ولې اهمه نۀ وه ګڼلې؟ د يوې نيمې ټپې نه ور يغه نور څه هم په نظر نۀ راځي؟ استاذ هم د حېرانۍ اظهار وکړو. مرکه ختمه شوه ، خوا کښې ناست د اخبار مالک يوسف قرېشي نور خو زما په سوال نۀ وۀ پوهه شوے خو د ډېورنډ لاين په اورېدو به يې خطره محسوسه کړې وي چې ګني دغه دے لوے افغانستان يې جوړ کړو ، استاذ ته يې ووئيل:

"اس بچے نے ڈیورنڈ لائن کے بارے میں جو سوال کیا۔۔۔۔" يوسف قرېشي لا خبره پوره کړې نۀ وه چې استاذ ور غبرګه کړه:

"لیکن بچے نے بالکل ہی بچکانہ سوال نہیں کیا ہے"

استاذ چې څومره شفيق وۀ ، دومره يې شخصيت له رعبه هم ډک وۀ. خپل شاګردان څۀ چې ډېرو ښاغليو يې په وړاندې د خپلو ګوتو نوکونه کتل. محفل کښې به څۀ ناست وۀ ، بس داسې به ووايو چې په محفل به د پاسه ناست وۀ. طاهر اپريدي غالبا "ځه چې ځو کابل ته" نومې رپورتاژ کښې ليکلي دي چې مونږ کابل پوهنتون ته د پښتو څانګې يو کلاس ته ورننوتلو او راج ولي شاه صېب د زده کونکيو نه تپوس وکړو چې ټپه کښې څو فشاره دي؟ نو دلته بيا د هر چا نه د ټپې فشارونه هېر وو ، بس هر چا ته پخپل ځان پرېوتے فشار ياد وۀ. مقصد دا چې استاذ به چې په چا حاضر شۀ نو بيا پوي شه چې فشار راغے. يو ځل بنو کښې د غازي سيال په درنوي کښې د جوړې شوې غونډې صدارت ور په غاړه وۀ. غونډه کښې د هغه وخت وزيراعلی اکرم خان دراني مشر مېلمه وۀ ، حسب روايت دوي ته د ټولو نه اخره کښې خپله صدارتي خطبه اورول وو. دغه وخت په صوبه کښې د مليانو حکومت د صوبې د پاره اردو د دفتري ژبې په حېث د منلو بل پاس کړے وۀ. استاذ ته خو ايله موقع په لاس ورغلې وه. اکرم خان دراني ته يې مخامخ ووئيل چې د پښتو د خوږې او پستې بنوڅوالې لهجې ويونکے وزيراعلی نه دا هيله بېخي نۀ شوه کېدے چې پښتو په ځاے به د اردو ژبې د پاره بل پاس کوي. زۀ نۀ پوهېږم چې دا مليان په جوماتونو کښې پينځۀ وخته په ممبر کومه ژبه وايي ، په کومه ژبه چې د خلقو نه ووټ غواړي ، په کومه ژبه چې د خلقو نه چندې غواړي ،، په کومه ژبه چې د خلقو سره غم ښادي پالي ، هغه څنګه د دهلي او لکنهو ژبه د صوبې دفتري ژبه ګرځوي؟ استاذ وئيل اردو د پاکستان د رابطې ژبه ده ؛ خو دفتري ژبه خپله مورنۍ ژبه پکار ده چې خلق پکښې په اسانه خپل احساسات او خواهشات د دفتر چارواکيو ته ورسوي. د سکول او زده کړې ژبه پښتو پکار ده چې په اسانۍ سره علم ته لاس رسے ولري. په دغه وخت مليانو پوهنتونونو او تعليمي بورډونو په اړه هم يو بل پاس کړے وۀ چې پکښې د ګورنر د ولقې نه يې د وزيراعلی ولقې ته د راوړلو قانون جوړ کړے وۀ. نو استاذ ورته په سټېج دا هم ووئيل چې زما خبرې ډېرې ترخې دي او نن سبا د پوهنتون ټول واک او اختيار ستاسو سره دے نو د دغو خبرو په پاداش کښې تاسو ما نه وضاحت (اېکسپلېنېشن کال کولے شئ) هم غوښتے شئ ، زما نوکرۍ ته هم خطره پېښېدے شي خو حقه خبره دا ده چې تا (وزيراعلی اکرم خان) د صوبې د خلقو نمايندګي نۀ ده کړې ، بلکې د بادار په نوکرۍ کښې دوه قدمه وړاندې تللے يې. استاذ چې دا خبرې کولې ، نو مخ يې سرۀ بڅري نوستل خو حالت دا وۀ لوګي د اکرم خان د غوږونو نه ختل.

زۀ د استاذ په شاګردۍ کښې لا نۀ وم راغلے چې په سحر کښې يې ښکېل وم ، کله کله وي هم دغسې چې بس خامخا څوک د چا نه متاثر شي يا څوک د چا خوښ شي خو زما او د استاذ په اړه دا خبره هم بايد سمه نۀ وي چې ګني خامخا زۀ د استاذ په سحر کښې پرېوتے وم. روښان يوسفزے چې کله کراچۍ ته راغلو نو د ځان سره يې د کتابونو پنډ هم راوړو چې يو پکښې "د پښتو ادبي تحريکونه" هم وو  کتاب زما لاسونو ته راغے چې تر ننه پورې بيا د روښان لاس ته واپس ونۀ رسېدو. کتاب ما ولوستو او زۀ وايم چې د پښتو کوم تحقيقي کتابونه ما ډېر په غور لوستي دي هغې کښې يو دغه کتاب هم دے. دا زما د استاذ سره يو داسې تعارف وۀ چې لږ ډېر مفصل وۀ. دا هم راته معلومه شوه چې پي اېچ ډي ډګرۍ کښې مقاله ليکل کېږي او دا د دوي د دغه ډګرۍ مقاله ده دارنګې زۀ د استاذ په علمي سحر کښې بس داسې وګڼئ چې په نفسياتي توګه ډوب شوم. دغه وخت کښې ما بي اې نۀ وه کړې. د کراچۍ پوهنتون نه مې پرائيوېټ بي اې ته داخله کوله. روښان ته مې وئيل:

"ماما! دا مې بي اې ته داخله نۀ ده کړې بلکې پي اېچ ډي ته مې داخله کړې ده". 

د هغه وخت نه په ما د پي اېچ ډي يو پېرے کښېناست. د نوکرۍ او پروفېسرۍ په غم بالکل هم غمجن نۀ وم ، لکه ما ځان تمامي عمر په کراچۍ پسې ليکلې وۀ خو د مقالې ليکلو په غم کښې د پي اېچ ډي ارمانجن شوم. ما ګڼل چې ګني پي اېچ ډي کښې مقاله ليکل به د هر چا د وس کار وي. خو چې کله مې د خپل تحقيق په دوران کښې د مقالې په ځاے کتاب وليکلو ، تهيسز په ځاے مې خبرې وليکلې نو سترګې مې خلاصې شوې چې د استاذ په شان مقاله زۀ خو څۀ چې د سندي تحقيق په دې روان سفر کښې تر ننه بل چا ونۀ ليکله. دومره منظم ، مربوط او د اهنګ او تسلسل نه ډک تحقيقي عمل د بل کوم پي اېچ ډي مقاله ليکونکي سره ما ونۀ ليدۀ او زۀ پوي شوم چې ډګري خو تر لاسه شوه ، ولې د مقالې ليکلو ارمان بس ارمان پاتې شو. زۀ داسې ګڼم چې که استاذ بل هېڅ کار هم نۀ وے کړے، صرف دغه يوه مقاله هم د دوي د ژوندي ساتلو د پاره کافي وه او دا د هغه ټولو ځوانانو د پاره پېغام دے چې د کتابونو شمېره يې درجنونو ته رسې خو يو کتاب يې هم د پېژندګلوي سوب ونۀ ګرځي. بايد يو کتاب وليکلے شي خو چې د تهيسز په تله پوره وخېژي.

"د پښتو ادبي تحريکونه" نه ور يغه "د رحمان په شعر ...." ، "روهالوجي "، "سنګزار" او داسې نور د استاذ داسې کتابونه دي چې که تحقيق دے که تنقيد ، شعر دے او که نثر خو د خپل تفکرانه انداز او علمي استدلال په برکت ښکاره پېژندے شي چې شا ته يې علم او فکر او دليل ولاړ دے

استاذ به ځان د درېو استاذانو د پښو خاورې ګڼلو. حمزه شينواري ، غني خان او قلندرمومند ، د حمزه نه يې تصوفي او شعري روايت خپل کړے دے ، د غني خان نه يې فلسفيانه طرز احساس اخستے دے او د قلندرمومند نه يې علمي استدلالي رنګ نيولے دے او دغو درېواړو روايتونو او رنګونو د استاذ ليک او تخليق ته يو "سدا بهار" حېثيت بخښلے دے

د قلندر صېب د وفات په ترڅ کښې يې يوه خبره کوله:

"اوس تحقيق ګران شو"

مونږ ترې وضاحت وپوښتو نو وئيل يې:

"مونږ به چې د تحقيق په کومه مرحله کښې هم څۀ مشکل محسوس کړو نو يا خو به مو ټېليفون د غوږ نه ونيوو او يا به مو نېغ د خوشحال کالونۍ لاره ونيوه او بيا به راته په منټونو کښې هغه مشکل داسې اسان شۀ لکه دا خو هډو مشکل نۀ وي"

قلندر صېب يې ګرځنده انسایکلوپیډیا ګڼله او خپل علميت يې د قلندر صېب نه ماخوذ ګڼلو. د غني خان د جمال او جلال سخت معترف وۀ او د حمزه د تصوف او پښتونولۍ بيا عملي نومونه وۀ. په هر سټېج به چې اودرېدو نو علمي جاه و جلال يې د پښتونولۍ نه برجک شخصيت کښې د جمال رنګونه ښکارېدل او دغه درېواړه توکي به چې سره يو ځاے شول نو په عصر يې "راج" کولو ، د خپلو همزولو به پير او "ولي" وۀ او د ځوانانو په ذهنونو يې "شاه" ګري کوله.

-
بېرته شاته