(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنجونو د زده کړو ارزښت

[23.Jun.2023 - 05:42]

د نجونو د زده کړو اهميت او د اوسنیو ستونزو حل لارې

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری

 

الف. د اسلام له نظره  د پوهې او زده کړې اهمیت:

 

د قرآن کریم لومړنی آیت د اقراء په کلمه پیل شوی چې له ورایه ورڅخه د علم، لیک او لوست اهمیت څرګندیږي. دا پیغام ښځو او نرو ټولو ته دی.

په فرشتو د آدم علیه السلام د لوړوالي دلیل د ټولو شیانو په اسماوو (نومونو) د هغه پوهه وه او ځکه ملائکو ته امر وشو چې هغه علیه السلام ته سجده وکړي.

د پوهې ارزښت په اسلام کې په دومره روښانه او پیاوړو پیغامونو کې بیان شوی دی چې چا تر اوسه تر هغه ښه او غوره نه لیدلي او نه یې اوریدلي دي. په قرآن شریف کې تر ۸۰۰ ځلې زیات د علم او له پوهې سره مترادفو او تړلو کلمو ذکر راغلی دی. د نجونو یا هلکانو پر مخ د علم د بندیدو یادونه په هیڅ دیني متن کې نه ده راغلی. د آیتونو لاندیني مفاهیم د بېلګې په ډول ګورو:

  • آیا پوهان او نا پوهان سره برابر دي؟
  • پوهان بینا او نا پوهان ړانده دي.
  • له الله ډیر ویریدونکي بنده ګان، د الله عالم بنده ګان دي.

د نبي کریم  (ص) د احادیثو مفاهیمو ته هم که پام وکړو، نو د نجونو د حقوقو او زده کړو په باب ډیر واضح دي:

  • پوهه د مؤمن ورکه ده او هر چیرته چې یې بیامومي د همده ده.
  • علم زده کړئ، که څه هم په چین کې وي.
  • علم زده کول پر نر او ښځه فرض دي.

د احادیثو له مخې باید د زوی په پیدا کیدو یوه خوښي، خو د لور په پیدا کیدو دوه خوښۍ وکړو او که په اولادونو کې فرق روا وای، نو رسول الله (صلی الله علیه و سلم) وایي چې پر ده به لور تر زوی ډېره ګرانه وه.

دا څرګنده ده چې د فرض ترک کول کبیره ګناه ده، ماشومان له فرضه عمله راګرځول یوه لویه ګناه ده. آیا څوک غواړي لور یې ړنده او زوی یې بینا وي؟ په اسلام کې ټول انسانان د مساوي کرامت خاوندان دي چې له آدم او حواء نه پیدا شوي او هیڅوک په هیڅ دلیل پر نورو لوړتیا او تفوق نه لري، یوازې تقوا د ښه والي دلیل ګڼل شوی دی. که د امتیاز لپاره دوهم عامل وي نو هغه پوهه ده، ځکه ړوند او بینا سره برابر نه دي.

 

ب. په اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې عملي حالت:

ټول ملتونه او دولتونه دې ارزښتونو ته متوجه شوی، او پر دغه لور یې ښه چټک عمل پیل کړی دی.

  • د اسلامي همکارۍ په ۵۷ ټولو غړو هېوادونو کې د نجونو او هلکانو زده کړو ته یو ډول اهمیت ورکول کیږي او شرایط ورته برابریږي.
  • د بشر د حقوقو په نړیویواله اعلامیه او نورو ګڼو سندونو کې علم زده کول یو ستر بشري حق ګڼل شوی دی.
  • د ۱۹۹۵ کال د بیجنګ پلاټفورم پریکړه وکړه چې پوهه یو بشري حق دی چې موږ یوازې د هغې په مرسته د مساوات، پرمختیا، سولې او نیکمرغۍ لوړو هدفونو ته رسېدلاې شو.
  • ملګرو ملتونو د زریزې زیاتره هدفونو لاسته رواړل د نجونو په تعلیم پورې تړلي دي.
  • تعلیم د نجونو او کورنیو روښانه راتلونکې تضمینوي. د نړیوال بانک څیړنو ښودلې ده چې که یو پلار باسواده شي یو نسل ښیرازه کیږي؛ خو که مور باسواده شي، پنځه نسله یې نیکمرغه کیږي.
  • د پوهې او معلوماتو په زور د انسان لیدلوری پراخیږي او د نیکمرغۍ په مفهوم او لارو چارو ترهغو ډیر پوهیږي چې پوهه نه لري.
  • د ټولنیز ـ اقتصادي پرمختګ سبب ګرځي؛ پوهه د نوښت او ابتکار قوه پیاوړې کوي او د حاصل کچه لوړوي چې په نتیجه کې له ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي.
  • د زړه کړې حصول د هیوادونو له ثبات سره مرسته کوي. څیړنو په ډاګه کړې چې هغه هیوادونه ډیر باثباته دي چې د نجونو ښوونه په کې ډیره ده.
  • د یو ملت روغتیايي حالت، نیغ په نیغه د میندو په تعلیم پورې تړلې دی. په تعلیم یافته میندو کې د اولاد د زیږون په مهال، د مړینې کچه ډیره کمه وي. حتی د ډیرو مجهزو روغتیایي مرکزونو او زیاتو روزل شوو روغتیایي کار کوونکو د برابرولو با وجود،‌ لیدل کیږي په هغو سیمو کې د میندو روغتیا زیاته ارتقا کوي او د مرګ و میر کچه کمیږي،‌ چیرته چې نجونې او میرمنې باسواده وي.
  • د ماشوم پر روغتیا او تربیه هم د پوهو میندو اغیز همدغسې دی. ګڼ شمیر څیړنو ښودلې ده چې په باسواده ښځو کې د ایدز په شمول ډیرې زیاتې ناروغۍ تر بی سوادو ښځو په مراتبو کمې دي.
  • د نجونو پوهه او زده کړه د راتلونکو میندو د تصمیم نیولو وړتیا زیاتوي او د نیکمرغه نسلونو د روزنې سبب کیږي.
  • د نجونو زده کړې، د ناسمو رواجونو د سمون تر ټولو ښه او اغیزمنه لاره ده. که جینکۍ د پوهې، کار، ګټې حاصلولو، تصمیم نیولو او د لوړ ټولنیز دریځ خاوندانې شي، هیڅوک یې په بدو کې نه شي ورکولی او نه پرې نور ناسم او له شریعت سره په تضاد کې رواجونه منلی شي. همدا راز دوکه او غدر ورسره په اسانه نه شي کیدای.
  • څېړنو ښودلې ده چې اخلاقي نجابت هم په هغو نجونو کې زیات دی چې زده کړې یې کړي وي.
  • لنډه دا چې زده کړه او پوهه هر انسان (هلک او جنۍ) د بري او نیکمرغۍ تر ټولو لوړ څلي ته رسوي.

 

ت. د نجونو د زده کړو نورې ګټې:

  • د نجونو او میرمنو په شمول د کورنۍ او ټولنې روغتیا او ښه والی
  • په ټولنیزه پرمختیا کې د نرو او ښځو معقول او متناسب ګډون
  • اقتصادي ښېرازي چې په نتیجه د زکات، صدقې او قربانۍ د وس په پیدا کولو د نیکو اعمالو او ثوابونو ګټلو زمینه برابریږي
  • د ماشومو نجونو د ودونو کمښت او په نتیجه د دوی سالمه وده او د راتلونکو روغو نسلونو تضمین
  • د ټولنې د سواد، علم او پوهې لوړوالی
  • د ژوند په مهارتونو د نجونو سمبالیدل
  • په کورینو او ټولنه کې د نیستۍ او فقر کمښت
  • د سیاسي او هیوادني ثبات تقویه
  • متداوم انکشاف (پرله پسې پرمختیا)
  • د نجونو زده کړه نه یوازې یو بشري حق دی، بلکې یو دیني مکلفیت او په راتلونکو نسلونو، ټولنو او انسانیت د مثبت اغیز تر ټولو مهمه لار ده.

 

ث. ولې اوسنۍ اداره د نجونو د زده کړو مخالفه ده؟

دا چې اوسنۍ اداره د دغه بهیر د ځنډ او نه پیل رښتینی علت له ملت سره نه شریکوي، په واضح ډول په دې باب قضاوت ګران دی چې ولې؟ خو فکر کېږي چې د پادشاه امان الله خان له وخته چې د ملا او مکتبي ترمنځ کوم فکري مخالفت پیل شوی وو، تر اوسه دوام لري. د سردار محمد داود خان د صدارت پر مهال د نجونو او ښخو د نسبي آزادۍ په وړاندې په کندهار کې د ملایانو قیام یې بله بېلګه ده. د ملایانو د نوییمو کلونو په واکمنۍ کې هم تر شپږم پورته ټولګي د نجونو بر مخ خلاص نه شول او اوسنۍ واکمني هم هماغه لار تعقیبوي.

د سترې محکمې رئیس په اوسنۍ اداره کې د فکري مسیر په ټاکلو کې یو تر ټولو مهم شخص دی. نوموړي یو کتاب لیکلی او په هغه کې کې یې تر یو معین برید وروسته د نجونو تعلیم ښه نه دی ګڼلی. نو پوښتنه پیدا کیږي چې:

  • آیا د حاکمې ډلې د ټولو ملایانو دیني تعبیر د سترې محکمې د اوسني رییس د تعبیر په شان دی؟

که داسې و انګیرل شي چې د ځینو یا ټولو مشرانو نظر همداسې وي، نو په دې صورت کې ورسره مقابله مشکله ده. ځکه دا یوه فکري، سلوکي او د پالیسۍ مسئله ده او سلوک، فکر او پالیسي بدلول ډېر ستونزمن کار دی؛ زیات وخت، ډېرو هڅو او پراخې حوصلې ته اړتیا لري.

  • آیا حاکمه ډله په دې ډول له نړۍ څخه سیاسي امتیاز غواړي او یا د نړۍ له خوا پر دوی لګول شوو بندیزونو ته غبرګون ښایي؟

د نجونو د زده کړو، تحصیل او د ښځو د کار د بندولو سبب همدا وي، نو د دې بنسټیزې ستونزې حل کول هم عام ولس ته ګران کار دی. له بلې خوا باید واکداران د خپلو خلکو د اساسي حقوقو پر سر له بل چا امتیار ونه غواړي. خو که دا دلیل رښتینی وي، سیاسیون، او نړیوال تعلیمي، مدني او د بشر د حقوقو بنسټونه او هیوادونه په دې باب مرسته کولاې شي او داسې حل ته رسیدلای شي چې د مشروطو دوه اړخیزو امتیازونو په بدل کې سیاسي جوړ جاړی وشي. مدني بنسټونه او اشخاص د دې لپاره استازیتوب، دفاع، ملاتړ جلبول، خبرتیاوې خپرول، سازماندهي او پیغامونه شریکولای شي.

  • آیا د اقتصادي سرچینو او وسائلو د کمښت له امله د اوسنۍ ادارې له نظره د نجونو زده کړه وروستی اولویت دی؟

که د نجونو د تعلیم د ځنډ سبب اقتصادي ستونزې وي، نو لومړی خو دې اوسنۍ اداره دا په ښکاره ووایي، دوهم دې له نړۍ مرسته وغواړي او په دریم قدم کې دې له ملت څخه د صبر او حوصلې غوښتنه وکړي. البته که منابع محدودې وي، بیا دې هم د هلکانو او نجونو ترمنځ مساوي وویشل شي.

  • آیا په رښتیا کلتوري ستونزې د نجونو د زده کړو مخه نیسي؟ او آیا دا د کلیوالو او ښاریانو ترمنځ فکري جګړه ده؟

کلتور کوم ثابت عنصر نه دی؛ او د نورو ټولنیزو پدیدو په څیر تل د وخت او زمانې سره بدلون کوي. له بلې خوا د اسلام یوه ځانګړتیا دا هم ده چې ناوړه رواجونه اصلاح کوي. کله چې د یو انسان حق تلف کیږي، دا خو بیا لوی ثواب دی چې خنډ یې له مخې لیرې او ناوړه رواج اصلاح شي. په تېرو شلو کلونو کې د کونړ، پکتیکا او حتی د اوسنيو جنګیالیو تر کنټرول لاندې د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي فعال وو او هیچا دا کار د کلتور او فرهنګ خلاف نه ګاڼه.

  • آیا د بلې حریفې ډلې (د ا ع ش) سره فکري او عملي مقابلې ته د ځان تیار ساتلو یو تکتیک دی؟

داسې ویل کیږي چې د اوسنۍ ادارې ځینې جنګیالي د تمدن او ښاري توب نښې د غیر اسلامي ښکارندو په توګه ګڼي او که اداره د نجونو ښوونځيو ته (چې شرعي مشکل نه لري) اجازه ورکړي، دغه ناخبره ځوان جنګیالي به هغې بلې ډلې ته ورشي. د دې دلیل احتمال زیات نه دی، خو باید وڅېړل شي.

  • آیا د کوم بهرني فشار یا پټ تفاهم له امله د نجونو تعلیم بند شوی دی؟

دا هم یوه پوښتنه ده، خو د دې تر شا به منطق څه وي؟ ممکن ځینې هیوادونه نه غواړي چې د اوسنۍ ادارې یو متمدن تصویر نړۍ ته وړاندې شي او یا هم ځینې غرضي کړۍ د دوست په جامه کې غواړي په دغه ډول کړنو د اسلام مبارک دین د ترقۍ او تمدن پر خلاف معرفي شي.

که دا یوه پټه ژمنه او د دوستۍ په جامه کې د غرضي کړیو دسیسه وي، نو حل کول به یې ډېر سخت وي. ځکه لومړی خو د دغه دلیل ثابتول ستونزمن حتی ناممکن دي او دوهم سیاسي ډلې د پټو وعدو په باب هیڅ اسناد نه شریکوي؛ نو د عامو خلکو له خوا مقابله به ورسره چندان آسانه نه وي.

 

ج. وړانديزونه:

  • که د حاکمې ډلې دیني تعبیر همدا وي، ملت ته دې ووایي او بیا دې له نړیوالو اسلامي علماو سره مناظره او علمي بحث وکړي او نتیجې ته دې سره ورسیږي. ځکه اسلام یوازینی دین دی چې د هدایت لومړنۍ منبع (قرآن کریم) په اصلي شکل موجود دی او له تحریف څخه ساتل شوی دی. که د اوسنۍ ادارې ملایانو د پاتې ۵۶ هیوادونو ملایان مات نه کړل، نو بیا دې دوی د سترې محکمې د رئیس په کتاب کې یاد شوی تحلیل او تعبیر نه مني او د نجونو ښوونځي او پوهنځي دې پرانیزي.
  • حاکم نظام دې د نجونو د زده کړو مسئله د سیاسي چنو وهلو له لست څخه وباسي او د نجونو د یو اساسي بشري حق په توګه دې ورسره برخورد وکړي.
  • که نظام اقتصادي او تخنیکي مرستو ته اړ وي، په څرګنده دې له هیواد والو سره شریک او له نړیوالو دې مرسته وغواړي.
  • په کلتوري ستونزو پورې د نجونو د زده کړو د تړلو پر ځای دې، د ولس د خبرولو او ملګري کولو هڅې وشي. قومي او دیني مشران به د زده کړو د اهمیت په باب د ولس په اګاه کولو کې شریکه همکاري وکړي. همدا اوس هم د نجونو ښوونځي او ټولګي جلا دي، نو هیڅ دلیل نه پاتې کیږي چې د نجونو ښوونځي دې فعال نه شي.
  • د نړي د دیني علماوو مهم نظریات دې وکتل شي، قاطع اکثریت د نجونو د زده کړو کلکه پلوي کوي. په راتلونکې کې دې هم د پالیسيو په جوړولو کې د علماوو نظر واخیستل شي چې ولس ته یې منل اسان او زموږ د ملي او اسلامي ارزښتونو سره په سمون کې وي.
  • دیني شعائرو او کلتوري واقعیتونو ته د پام لپاره دې لاندې ټکي په نظر کې وساتي:
    1. نجونو ته دې تر ټولو ښه او خوندي ښوونځي او ټولګي برابر شي.
    2. د لیرې فاصلو ستونزه دې حل شي او ښوونځي دې کور او کلي ته وروړل شي.
    3. د نجونو د ښوونځیو محرمیت، ستر او پرده دې په پام کې وساتل شي.
    4. کلتوري ـ افغاني جامې دې درنې وګڼل شي او د نورو کلتورونو د تحمیل مخه دې ونیول شي
    5. تر وسه وسه دې ښځینه ښوونکې نجونو ته زده کړه ورکړي، که ښځینه ښوونکې نه پیدا کیږي؛ مسن، د پاخه عمر او متقي نارینه ښوونکي دې د نجونو په ښوونځیو کې وګمارل شي.
    6. په لوړو ټولګیو کې دې د نجونو او هلکانو د جلا جلا ښوونځیو سیستم دوام ولري.
    7. د نجونو د زده کړو پروګرامونه دې متداوم او منطم وي.
    8. د ښوونځيو د ټولو ټولګیو د تکمیل او د لوړو زده کړو د دوام لپاره دې نجونو ته تشویقي پروګرامونه او مرستې هم په پام کې ونیول شي.
    9. په نصابونو کې دې روغتیایي او تربیتي پیغامونه ډیر او نوعیت یې هم باید په پام کې ونیول شي.
    10.     10.د نجونو د ښونځیو امنیت ته دې ځانګړی پاملرنه وشي.
    11.     11.نړیوال دې هم د نجونو زده کړې له سیاسي مسائلو سره نه تړي او صادقانه مرسته دې وکړي:
    12.     12.د ښځينه ښوونکو روزنې کې دې پانګونه او پروګراماتیکه مرسته وکړي.
    13.     13.د نجونو لپاره د ښوونځیو جوړولو ته دې بودیجه او مالي لګښتونه ورکړي.
    14.     14.د انلاین زده کړو او له لېرې زده کړو کې دې له مدني ټولنې او نادولتي مؤسسو سره هم لنډ مهاله مرسته وکړي، خو دغه بنسټسز حل نه دی. د اوږد مهاله حل لپاره دې له اوسنیو چارواکو سره جوړونکی تعامل وکړي چې اساسي حل راووځي.

 

ح. د پخوانیو ناامنه سیمو ښوونځيو ته ځانګړې توجه

په هغو سېمو کې چې پخوا د نا امنۍ له امله، له لومړي ټولګي د نجونو ښوونځي تړلي وو، لږ تر لږه ښوونځي او ټولګي دې ایجاد او فعال شي او له شپږم صنف څخه د پورته زده کړو په برخه کې دې د ټول هېواد په شان ورته پاملرنه وشي.

 

خ. له پخوا موجودې نورې لویې ستونزې:

د نجونو د زده کړو پرمخ د ښوونځیو د تړلو په لویې ستونزې سربېره، د افغانستان د پوهنې نظام په مجموع کې ځینې ژورې ستونزې لري. موږ له ملت، اوسنۍ ادارې او نړیوالو مرستندویانو غواړو چې په دغو برخو کې سره لاسونه ورکړي او د هواري لارې چارې یې ولټوي.

  • د ښځینه ښوونکو کمښت
  • په لېرې پرتو سېمو کې د ښوونځيو
  • د تاسیس شوو ښوونځیو د ودانیو کمښت
  • په ښوونځیو کې د اوبو او حفظ الصحې د تاسیساتو کمښت یا نه شتون
  • د ښوونځیو د فاصلو زیات والی
  • د تدریس ټیټ کیفیت او د ښوونکو ټیټه علمي سویه
  • د خدماتو په ویش کې بې عدالتي
  • د درسي نصاب ستونزې او د درسي موادو کمښت یا نه شتون
  • په ځینو محدودو سیمو کې نجونو (په ځانګړي ډول تر اووم ټولګي پورته زده کوونکو ته) زیاتره د اوږدې فاصلې له امله د کورنیو له خوا ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول.
  • د خلکو د خبرتیا، پوهاوي او معلوماتو شریکولو د پروګرامونو کمزوري.

 

د. وروستنی پيغام

هر افغان پلار او مور دې، همدا نن له خپل ځان او خپل خدای (ج) سره ژمنه وکړي چې د خپلو لوڼو د زده کړو حق د زامنو په شان غواړي. له دولت او نړیوالې ټولنې څخه خپلو مشروعو، سوله ایزو او مدني غوښتنو ته دوام ورکوي او د تعلیمي خدمتونو د موجودیت او لاسرسي په صورت کې خپلې لوڼې په ښوونځيو کې داخلوي. ترڅو د یوې نیکمرغې راتلونکې اساس ورته برابر شي، د ښه ژوند او ژوند کولو هنر زده کړي او راتلونکې نسل د سیالانو سیال کړي.

Dr. Mohammad Ibrahim Shinwari 

-
بېرته شاته