(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي اتڼ

[13.Jun.2023 - 04:05]

د افغانانو ملي اتڼ د یو لرغوني ژوندي ملي  کولتور ښکارندوي

لیک: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ 

 

ملي اتڼ څه شی دی؟

——————

افغانان له آسیایي ولسونو سره ګډ خپل غني، ولسي ژوندۍ لرغوني افغاني کولتور لري. اتڼ د پښتنيکولتور وېښه ژوندۍ ښکارنده ده. د پښتنو ملي ولسي دودیزه اتڼ د نړۍ له لرغونو هنرونو څخه ګڼل کیږي. ملي اتڼ د افغانانو د خوښیو ژوند دود، د ملي حماسي کولتور خوند، رنګ، شور، زور، جذبې په ژوندۍبڼه بیانوي. د ملي اتڼ دودیزه ګډا د پیاوړي انساني ځواک، ارادې او جذبې سر چینه ده. د افغانانو ملياټن یا ډله ییزه ګډا د پښتني متحرک هنر او افغاني کولتوري ژوندۍ زړه راکښوونکي له ویاړه ډکه نندارهده. پښتانه په اتڼ کې د خپل ژوند سره ښکلي، فطري، هنري او خپلواکه وېښه مېنه ښیي. ملي اتڼ دپښتني کولتور یوه ژوندي په زړنو پورې پورې معنوي شتمني ده. د یو پښتون په نړیوال لید کې ملي اتڼ دده د پلرنۍ هیواد د ملي کولتور یوه ځانګړي لرغوني نسلي میراثي نښه نښانه ده. ملي اتڼ د پښتنو دروحیاتو، جذباتو، ویاړونو او هنري احساس یوه پټه کوډکس شوي یا شفري ژبه ده. ملي اتڼ کې دپښتني ټولنې د عاطفي ژوند بیان او ټولنیز احساس په منظمو سپورتي حرکاتو کې ښوول کیږي. ملياټن د یو ښکلي خوشاله، هوسا ژوند په لور تاویدل، څرخیدل او خوځیدلو مانا لري. د ملي اتڼ ډوهول،سورني او شپيلې غږولو سره سم د یو میړنې، غیرتمن، پټمن، جنټرمین، بریالي، ننګیالي او توریاليانسان احساسات، جذبات د لاسونو، پښو، سر او د بدن غړو ښورولو سره په ښکلي ریټمي هنريحرکاتو کې نندارې ته ایښودل کیږي.

 

ملي اټن د موسیقي آلو غږولو سره د انسان انساني روح او فزیکې فعالیت لوړوي. ملي اتڼ یوه پښتنه یایو افغان له خپلځان او خپلې پښتونولي سره نښلوي. اتڼ په جګو، دنګو، دنګو غرونو، ازادو ډګرونو، ښکلوزرغونو درو او څپانده سیندونو په شاوخوا کې ډیر خونداور دی. ملي اتڼ د پښتنو د خپلواکې روح تازهکوي او وچتوي. ملي اتڼ د پښتون ولس د بېلا بېلو ټبرونو تر منځ د یووالي ملي احساس، زموږ احساساو د خپلوي احساس ځواکمنوي. د پښتنو په ورځنې ژوند کې ملي اټن یو رنګین ښایسته جشن دی. پهملي اتڼ کې د پښتنو ملي احساس او عالي کرکټر نندارې ته ایښودل کیږي. ملي اتڼ د پښتنو د ټولنیزوخوښیو، ملي او سیمه ییزو بریاو روح بیانولو کې خپل تاریخي رول لوبولي دی. ملي اتڼ د پښتني قبیلويویښ ژوند او کولتوري ژوند هېنداره ده. پښتانه اتڼونه په سیمه ییزو او ملي ښادیو، خوشالیو، ودونو،غزاګانو او د خپلواکۍ ګټلو په جشنونو کې کوي. له همدې کبله پښتانه نارینه او ښځینه، واړه او زاړه لهخپل لرغوني ملي اتڼ سره د زړه له کومي بې کچه مېنه لري. اتڼ ځانګړي شاعري ادبیات لري څلورېزې،لنډۍ او ځانګړي سندري لري.

 

هره پښتنه او هر پښتون افغان اتڼ پیژني، اتڼ لیدلي یا اتڼ اچلولي دی. دا د اتڼ فلسفه ده، هر څوکاتڼ کولي شي او هر څوک اتڼ زده کولي شي. اتڼ د پښتون له یو کول نه بل ته په متحرکه توګه لاس پهلاس اوښتي دی.

 

په نړۍ کې هیڅ ولس پرته له ګډا یا نڅا نشته. ګډا د انسانانو د کولتور بیانولو یو لرغوني فورم دی. ګډا دنړۍ په ټولو کولتورنو کې یو ستر سېمبولیک رول لوبولي دی. ګډا ته د ټولو هنرونو نوم هم ورکړل شويدی.

 

د افغانانو د ملي اتڼ تاریخي شالید ته یوه کتنه

———————————————————

اټکل ۳۵۰۰ کاله له عیسویت مخکې ډبرین پیر پیل شوي دی. د دې مهاله د سمڅو په بېلابېلو رساميو یاانځورنو کې ګډاوې او نڅاوې یو ځانګړي ځاې درلودلي دی. د مصر، یونان او روم دریوواړو لوړو لرغونوکولتورنو کې له خوښیو ډکې سیاسي پیښې، پوځي بریاو، د پادشاهانو تاج ایښودلو مراسمو او دقربانیو په جشنونو کې ګډاوې او نڅاوې تر سره شوي دي.

 

همداراز په لوی افغانستان کې د اتڼ تاریخي لرغونتیا له ډیرو لرغونو زمانو راهیسې د پخوانیو اریایانو لهمهاله تر ننه یو ښکلي کولتوري او ملي دود پاتي شوي دی.

 

د اتڼ د پیل نېټه سمه مالومه نه ده. اتڼ په ویدي او اوستایي تمدونو کې هم شتون درلود. اتڼ تاریخيلرغونتیا آریایي ټولنو ته ورسیږي. پښتنو کې اتڼ له ډیر پخوا راهیسې د رزمي، بزمي، بري او خوښیولوړ عالي احساس سره تړاو لري. پښتنو د نړۍ نورو ولسونو په څېر د لیک او لوست د زده کړي څخهمخکې اتڼ زده کړي دی.

 

داسي انګیرل کیږي، چې د اتڼ تاریخ د پښتنو لرغوني تاریخ سره سم پیل شوي وي. کله چې پښتانه داتڼ نوم واري، د دوی سترګې وځلیږي او په فکرونو کې د خوښي وړانګې را څرګندې شي اوپه زړه نوکې د خوشالي احساس وموندل شي. چا چې اتڼ زده وي، هغه په زړه کې وایي، اوس زما واردی، څوخپل اتڼي استعداد او فعالیت د اتڼ مینوالو ته په یوه په زړه پوري درنه نندارې کې وښیې.

 

اتڼ د پښتنو ملي پیوستون او د پښتنو ملي تاریخ فلسفه یقیني کړي ده. اتڼ پښتنو ته د یو ښکلي،خوشاله او هوسا ژوند راتلو په لوري اشاره کوي. پښتانه د اټن په تر سره کولو سره خپل د پښتني کولتورارزښتونه او نورمونه پر ته له الفاظو له یو نسل څخه بل ته لاس په لاس ورکوي. اتڼچی ځان د اټنچيانو پهډلې او په پښتنه ټولنه کې ډاډمن احساسوي. یو پښتون د اتڼ له لارې د پښتني ټولنې او کولتور سره دخپل ځان پیوستون اعلانوي او خپل تاریخي هویت یا پیژند ته په ګډا کې هنري وده ورکوي.

 

اتڼ پښتنو ته نن هم د خپل لرغونې کولتور یوه ژوندې بیلګه ده. دوی خپل کولتور تر ننه په يو ځانګړېهنري رزمي، بزمي، سپورتي ستایل او بڼه کې تر سره کوي. اتڼ ډیر دروند، جدي، ډیر ښکلې او په یوهځانګړي میړانه کې تر سره کیږي.

 

اتڼ ګډا ده که نڅا

—————————————

تر ټولو لومړي باید د ګډا، نڅا یا رقص او ډانس وییونو جاجونو ماناو توپیر وپیژندل شي. ځیني اتڼ ته دپښتنو ملي نڅا وایې، اتڼ نه نڅا، نه ناچ، نه رقص او نه ډانس دی، بلکې اتڼ د یو ځانګړي ویاړليحماسي احساس سره ګډیدل دي. ډیرې خلک اکثراً په نڅا یا رقص کې د بدن غړي په دې موخه ښوروي،څو د خپلو نیم بربندو، لوڅو غړو په ښورلو سره د ننداره چیانو پام په دې موخه ځان ته راواړوي یا راجذبکړي، څو د ننداره چیانو شهواني قوه تحریک کړي. ښې بیلګې د لوديځوالو د ښځینه و او نارینو نیمهلوڅې ډانسونه او نڅاوې دي. د عربي ښځو نیمه لوڅې ناڅاوې او یا په پیښوري فلمونو کې د ځینوفحاشو ښځو نڅاوې یاده ولي شو. دوی په نڅاوې کې د خپل بدن غړې د هنر په موخه نه ښوروي، بلکېموخه د کتونکو شهواني احساس را پارول او تحریکول دي. هیڅ پښتون په خپل کور کې د خپلو کورنې لهغړو سره دا ډول نڅاوې نه شي کتلي. اکثراً دغه خلک د نڅا پر مهال شراب یا مخدره ټوکې کارولي وي. نڅا کې یو نڅاکونکي په بل باندې ګوتې او لاسونه هم وهي او یا په غیږ کې یو بل سره نیسي. دا ډولنڅاوې له کولتور او هنر سره هیڅ تړاو نه لري.

 

څنګه چې په پیل کې وویل شول، اتڼ د یو ځانګړي پاک احساس شور، زور، رزمي، بزمي او بریاليجذبي سره ګډا ده. اکثرأ په پښتو شعرونو کې ګدا د اتڼ په مفهوم کې راوړل شوي. پښتنه ښځه او نارینهخپلي ښکلي رنګیني افغاني ملي پټې جامي، ګڼ ګڼ کمیسونه اغوندي. په سطر او پټو افغاني کالیوسربیره او د سپینو زرو امیلونه او تاویزونه د دوی د بدن ټول غړي پټوي. اتڼ چیان په هیڅ صورت دننداره چپان د شهواني قوې تحریکولو اراده او فکر په سر کې نه لري. د بیلګې په توګه لکه په ترکيه کې دصوفیانو ګډا یا د مولانا سما (اوریدل) ګډا د اتڼ سره ورته والي لری. تورکانو ته د مولانا سما ګډا یوهعرفاني روحاني او سپیڅلې ګډا ده. په ترکیه کې ځښت ډیر مینوال لري.

 

کله چې چا الکهول یا شراب چښلي وي یا مخدره توکې کارولي وي او نشه وي، هغه اصلاً اتڼ نشیکولي. په اتڼ کې اتڼچیان په یو بل باندې هیڅ وخت لاسونه نه وهي. په اتڼ کې د هر اتنچې تر منځه واټنوي، څو سم او ازاد اتڼ وشي کړې. په نڅا یا رقص کې د نڅا کونکو تر منځ واټن سم مالوم نه وي. پهاتڼ کې اتڼچیانو ته یواځې په شوندو کې د یوې ښکلي ویاړمنۍ موسکا اجازه شته. په اتڼ کې بې ځایهشهوني پارونې، بې ځایه حرکاتونه ځښت ډیر بد ښکاري که تر سره شي.

 

د پښتنو په ټولنه او نړۍ لید کې یوه زړه بوډا ښځه یا یو زوړ بوډا سړی او یا د قوم یو مشر سپین ګیرۍکه اتڼ وکړي، هغه هیڅ بد نه ښکاري، بلکې اتڼ لا نوره ښکلي او دروند ښکاري. خو که د همدې سترعمر خلک په پښتنه ټولنه کې نڅا یا رقص وکړي، دوی په ټولنه کې ځښت ډیر بد ښکاري. دلته د اتڼ ګډااو د نڅا یا رقص ترمنځ مانا په ښکاره توګه جوتیږي. اتڼ په نڅا کې نه بلکې په ګډا کې ترسره کیږي. ډیرو پښتنو شاعرانو اتڼ او ګدا په یوه مانا کې کارولي، ٬٬ اتڼ په ګډا کې، نه په نڅا کې دی ٬٬.٬٬بېډوهوله مه ګډیږه٬٬

 

د اتڼ ورزشي او روغتیایي ارزښت

—————————————————

اتڼ یو ښه ورزش او سپورت دی. اتڼ د انسان د بدن ښکلي منظم هنري حرکاتونه دي. اټن نه یواځېسړی دڼګروي، بلکې روحاً خوشالوي. له شکه پرته اتڼ ځانګړي ورزشي او روغتیا یی ګټې لري. د اتڼ پهتر سره کولو سره د انسان غړې د طبیعت د فشارونو په وړاندې ټینګښت مومي او تریننګ کیږي او دانسان غړي په اسانۍ سره د چاپیریال فشاورنو پر وړاندې په مناسب توګه مقاومت مومي او غبرګونښیي. د انسان مغزو ته په کافي اندازه وینه ورسیږي او د انسان حافظه پیاوړي کیږي. اتڼ د انسان دزده کړې وړتیا پیاوړې کوي. اتڼ د ملا تیر یا ستون فقرات ټینګوي یا باثباته کوي. اتڼ د ملا یسکونو دوتلو مخنوي کوي. د انسان د بدون ټولو غړو ته په کافي اندازه وینه او اکسیجن رسیږي. د انسان پهوجود کې غوړ سوځوي. د اتڼ حرکاتو په تر کولو سره په جود کې د اړینو هرومونو تولید کچه لوړیږي. داتڼ د حرکاتو له امله په وجود کې د زیرو توننین هرومون Serotonin تولیدیږي، دغه هرومون په وجود کېد خوښۍ او بدني روغتیا وړتیا لامل ګرځي.اتڼ پر ځان د باور منتوب کچه لوړ وي. اتڼ کې فکري تمرکزلوړیږي، اتڼ په وجود کې د شتیرس هرمونونه کچه را تیټیوي او د انساني روغ روح لپاره ګتور پریوځي. اتڼ له ډیرو خلکو سره د ورځنې شتیرس په ټیتولو کې مرسته کوي.

 

اتڼ د زړه حرکات او د وینو په جریان باندې مثبت اغېز لري. اتڼ د هدوکو، مفصلونو او بندونو پر حرکاتوباندې ښه اغېز لري. اتڼ د پښتنو د ژوند ډول سره تړاو لري. ځکه پښتانه په دنګو دنګو غرونو او رغونوکې ژوند لري.

 

اټن نه یواځې د افغانې خوږو، غوړو وریځو او د غواښو خوراکي توکو هضمولو کې اړین رول لوبوي. بلکې اټن سړی د وخت، ځاي او چاپیريال په درکولو کې حساسوي. د بیلګې په توګه د هوا د تودوښيتوپیر پیژندنه، اتڼ اچلولو لپاره په یوه سالون کې مناسب ځاي موندل، په یوه قطار او یا دایره کې سمودریدل، د ښې لاس او کیڼ لاس په لور منظم تاویدل، په عین وخت کې ټیټیدل، جګیدل، مخ ته تګ، لهمخکنې او تر شا اتنچي سره په مناسب کچه واټن نیول. اتڼ کې د وجود غړو او عضلاتو په منظمه توګهورو ورو خوځول، په عیني وخت کې د ټنګ تکو موسیقي الاتو یا دوهول غږ ته غوږ نیول او همدارنګه دانسان ټول اعصبي سیستم په متوازنه توګه په یوه وخت کې په فعالیت کې راوستل کیږي او داسي نورېډیرې ګټي لري.

 

د اتڼ یا ګډا دیني اړخ ته یوه کتنه

——————————————-

اسلام د فطرت دین دی. د اسلام سپېڅلې دین د بشر ټولو راوا فطري او طبیعي غوښتنو ته پام کوي. دانسانانو په ژوند کې خوښي او خوشالي هم شته. اسلامی ارشادات د انسان د ژوند ښه کولو لارښوونهکوي او له ژوند څخه خوند اخیستلو امر او لار ښوونه هم کوي. اتڼ او ګډا د انسان د فطرت غوښتنوڅخه ګڼل کیږي.

 

یو دیني عالم عطاالله په دې اړه لیکې، ګډا او نڅا په اصل کې ناروا کار نه دی او نه موسیقي کوم بد کاردی. د دې هنر نوم له دې کبله بد شوي، چې زموږ ذهن ته يې ښه تصور نه دی وړاندې شوي او نه چاموږ ته ښه انځور کړی دی، بلکې تل د دې هنر بد نامولو کوښښونه شوي دی. د ښځو ښځینه وقار، ابرواو حیا په ځمکه غورځولي شوي. ښځې په ډیرې بې حیایې او بې شرمي ستیج یا دریځ ته راښکل شويدي، لوڅې نڅول شوي. پایله یې دا شوي چې مذهبي عماوو او دیندارو خلکو له نڅا سره کرکه څرګندهکړه. په داسي حال کې چې د فن یا هنر ګناه نه ده، بلکې د ټولنې ګناه ده. که ټولنه اصلاح شي او نڅاد هنر او په توګه وکاروي، بې حیایي او بې شرمي پریږدي. نو د نڅا او ګډا په اړه به د خلکو ذهن اوتصور هم بدل شي، چې همدا کار د پښتنو په ټولنه کې د اتڼ په اړه تر ډیره بریده ترسره شوي دی. پښتانه په اتڼ کې په قدر، عزت او درنښت سره خپلې فطري جذبې څرګندوي. دوی اتڼ ته د یو پښتنيبزمي او رزمي هنر په توګه کتلي دي.

 

همداراز نڅا یوه فطري جذبه او د هر چا په تحت الشعور کې نغښتي طبیعي غریزه ده او د اسلاممبارک دین د فطرت علمبردار دین دی. اسلام هیڅکله هم د ګډا یا نڅا مخالف نه دی، خو داسي نڅا نهچې ځوانې ښکلۍ مستې نجلۍ ته زنګونه وتړي او جامن ورواغوندي او د خلکو د هوس او ویدو جنسيجذبو د راویښولو لپاره میدان ته وړاندې شي. داسي نڅا هم نه، چې خلک یې د حرفې په ډول وکاروي اوهلکان او نجونې د پیسو لپاره استخدام کړي، بلکې په شریعت کې داسې ګډا یا نڅا روا ده، چې دکومي خوښۍ او خوشالۍ له کبله د انسان احساس وتومبل شي جذبې وښې او زړه په حرکت راشي، پهځانګړي ډول د ننګ، غیرت، سوبې، پر دښمن باندې بریا یا په دښمن د غلبې په وختونو کې او داسېنورو حالاتو کې. چې د پښتنو ملي اتڼ یې یوه غوره بېلګه بللي شو.

 

اتڼ د پښتنو جګړېز مورال جذبه وچتوي

———————————————————

اتڼ د خوښیو محفلونو تر څنګ د جګړو په ډګرونو کې هم تر سره شوي دی. جګړو ته د ځوانانو د رابللوپر مهال ډوهول وهل کیده او ځوانانو به په جګړیزو حالاتو کې اتڼونه کول. پښتنو ځوانانو د تن په تنجګړې له پیلیدو مخکې لومړي اتڼونه کول. د جګړې ډګر ته ځوانان په اتڼونو او ګډاګانو سره ورتلل.

 

د اتڼ حرکات منظم سپورتي ورزشي حرکات دي. اکثره پښتانه ځوانان غښتلي سپورټي عضلاتياندامونه لري، ځکه دوی په هسکو غرنو او ښکلو درو کې کار او ژوند کوي. پښتانه ځوانان پوهیدل، دجګړې د پیل څخه مخکې باید ځانونه او د بدن غړې د جګړیز سپورت له لارې تاوده کړي. کله چې سړید یو اتڼچی په څیر تاو راتاو شي، د هغه عضلات د اتڼي حرکتونو له امله ښه تودیږ ي او غړې یي ښهخوځښت مومي. د پښتنو په شفاهي ادبیاتو او روایاتو کې داسي راغلي، کله چې پښتنو خپل منځېجګړې درلودي او یا د نورو قومونو سره جګړو ته راوتل، دوی به د جګړې تر پیل مخکې د جګړو په ډګرونوکې اتڼونه کول، هغه مهال جګړې تن په تن جګړې وې. کله چې د پښتنو ځوانانو به تر جګړې مخکېځانونه د اتڼ کولو له لارې تاوده کړل، د دوی جګړیزه مورال به په جګیدوشو او د دوی جګړیز حرکتونه،بریدونه تیز او په اسانه تر سره کیدل. له همدې امله دوی به لومړي ښه اتڼ کولو، خامخا به دوی د خپلوورزشي حرکاتو له امله جګړه ګټله. پښتنو ځوانانو د جګړو برياو راز په خوندور او ښه مستو اتڼونو کېمحسوس کړي وه. کله کله به دوی د جګړې د بریا ورسته بیا هم د خوښیو او خوشاليو اتڼونه کول. پخوانیو جګړو کې به تل جګړو ته د را بللو او تیارولو پر مهال ډوهول وهل کېده او ځوانانو به د خپلو توروسره د جګړې لپاره راټولیدل او ورسره به اتڼونه کېدل. له همدې امله اتڼ د وسلو او تورو سره هم ترسرهکیږي. په اتڼ کې ځوانانو اتڼچیانو په سوله ییزه توګه له یوبل سره خپلې تورې جنګولي، د ځوانانو دجګړي احساس او مورال به په جګیدو شو، ځوانانو به جګړه ګټله. پښتانه اتڼ د خپل غیرت، ننګ،میړاتې،غرور او بهادرې جذبې څرګندولو لپاره تر سره کوي. د میوند جګړې په ډګر کې پښتنو ځوانانوناموتي څلوریزې ته هم اتڼونه کړي دي. ٬٬که په میوند کې شهید نشوې زمالاليه٬٬. په کومو اتڼونو کېچې د ستمالونه ښورول کیږي، مانا دا چې اتڼ سوله ییز او بې وسلې دی. په ځانګړي ډول اتڼ کې د لانور خوند او رنګ ورکولو لپاره نارې او غورځې هم وهل کیږي.

 

که د نړۍ ولسونو فلکوري نڅاوې د دوی ولسي کولتور ښکارندويي کوي، بیا ملي اتڼ د افغانانو د ولسيتاریخي هنري هنر د ښکارندوینې یوه ځانګړي بڼه ده.

 

ملي اتڼ د پښتني قبایلي جوړښت هېنداره

——————————————————

ملي اتڼ د جرګو او مرکو په څیر د پښتنو د ژوند دود کولتوري هېنداره ده. د افغان ملت اسطوروي هویتاو د افغاني ټولنې او ملي دولتونو بنسټ جرګو ايښودلي دي. له همدې امله ملي اتڼ زموږ د پښتنيکولتوري ژوند کې ځای لري. د پښتو ژبې سلګونه ګړدودنه یا لهجې او د پښتنو په سلګونو ټبرونه د پښتوژبې پانګې او زیرمې جوړوي. ملي اتڼ هم لکه د پښتو ژبې ګړدودنه د پښتنو هرې سیمې او یا هر قبیلهپه شان ځانته ځانګړي ډولونه لري. په بله وینا د پښتنو هره قبیله او هر ټبر ځانته د اتڼ یو ډول لري. دپښتنو په جرګو کې جرګوال ټول په دایروي بڼه کې سره کیني او سوله ییزه خبرې اترې پیلوي. په جرګهکې قومي خان، قومي مشر، مشر، کشر تر منځ توپیر نشته، ټول یو شانته د جرګې برخوال دي. په جرګهکې ټول برخوال مساوي او برابر حقوقو لري.

 

د اټن دایروي بڼه په ځانګړي توګه اسطوروي شالید لري. موږ په سترګو وینو چې یو کوشنۍ کمیاويمالیکول، یا زموږ خاورینه کره یا په کائیناتو کې هر ستوری ګرد دی او دایروي بڼه لري یا په نړۍ کې هرڅه ګرد شکل لري. او په یو ځانګړي ریتم کې خوځښت لري. اتڼ هم په یوه ستره دایره کې تر سره کیږي. اټنچیان ټول په یوه دایره کې په یوه وخت کې په منظم ډول دریږي. ځکه په ډایره کې نه پیل شته او نه اخرشته، په دایره کې هیڅوک لومړنۍ او ورستنۍ نه دی یا نشته. په اتڼ کې میر د اتڼ لومړي کس دی. هراتڼچې کولي شي د اتڼ میر شي.

 

اټن ورو ورو د پښتنو ټولنېز بهیر وده کې خپل فورم یا بڼه اوسنې ډول ته وده موندلي ده او همدارنګه ملياټن سوکه سوکه په هره سیمه کې د پښتنو د هنري پوهاوې درک کې یو ځانګړي فورم لیدل کیږي. ملياټن د پښتنو افغانانو ملي دود، هنر، فورم، ولسي کرکتر او ولسي احساس له یو نسل څخه بل ته پهنندارو کې لیږدوي. اټن نېغ په نېغه د پښتنو احساساتو، فکرونو، ژوند بڼې او د پښتنو له هنري کړه وړهاو سیمه ییز جوړښتونو سره تړاو لري. اټن د پښتنو هنري کولتوري ژوند منعکسوي. اټن د پښتنو پهسترو ملي بریاو کې مهم رول لوبولي دی. د خپلواکې په جشنونوکې، د پښتنو په ودنو کې، د کليوالو پهګډو ټولنیزو، خیر ښیګڼو چارو یا حشر کې یاد همکاریو او پیوستون په چارو کې یو ځانګړې حماسي،ځواک بښوونکی رول او ستره مانا لرې.

 

د اتڼ شوقیان یا اصلي اتڼچیان اوږدې څنې لري. څنې او اوښتان د شړشمو په غوړیو غواړوي. ځینيعطرونه هم کاروي او بیا د اتڼ میدان ته راننوځي. د ښځينه او نارینه، ګډ اتڼ، اتڼ چیان په ښې اړ خ اوکیڼ ارخ را تاوېزي. له ډوهول سره سرونه یوه او بل لورې ته اچوي او څنې غورځوي. اتڼ یا ګډا د بدن،روح، روان، ذهن، احساس او د شخصیت د یووالي ډله ییزه ستاینوم کیداي شي.پښتنو ته د دوهول خوندپه اتن کې ښه ښکاري. اتڼ د پښتنو هنري حرکاتو یو فورم دی.

 

کله چې څوک غواړي ښه اټن وکړي، دی باید د اتڼ په موزیک باندې ځان ښه پوهه کړي. د پښتنو ژوند، دپښتنو دودنونه، رواجونه او د پښتنو تاریخ باندې باید ځان پوهه کړي.

ملي اتڼ د افغانانو د کډوالۍ په اوږده تاریخ کې د نړیوال کیدو په درشل کې

 

ملي اتڼ پر نړیوال کچ د افغانانو د ویښ کولتور ښکارندویي کوي. جنګ جګړو، د یو په بل پسې ناورینوله کبله په میلیونه افغانان د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د کډوالې شپې او ورځې تیرولو ته اړ ایستل شوي دي. په کډوالۍ کې افغانې پېغلو او پښتنو ځوانانو خپل ملي کولتوری ارزښتونو او دودنو ساتنې او پالنې تهپام شوي دی. وسمهال افغانان د اسیا، افریقا، اروپا او امریکا په لویو لويو ښارونو کې د خپل کولتور اودود دستور ساتنې لپاره د کولتورې وادې ټولنې جوړې کړي دي. افغانان په خپلو کولتورې غونډو،لمانځغوندو، ملي ولسي جشنونو، ودونو او اخترونو کې ښکلې ښکلې اتڼونه کوي. اکثراً دغه اتڼونه پهافغاني ښکلي رنګه رنګه کالیو او جامو کې د ښکلو ويښو ځوانانو له لوري تر سره کیږي. د نړۍ په هرښار کې زموږ ملي اتڼ او ملي کولتور ته د ځایې میشتو ښاریانو یا نړیوالو پام ورګرځیدلي دی. نړیوال دافغانانو په ودودنو، جشنونو او کولتوري لمانځغونډو کې برخه اخلې. دوی د افغانانو سره سم ملي اتڼونهکوي. د افغانانو د ملي اتڼ او ملي کولتور مینوال پر نړیوال کچ ورځ تر بلې ورځ په ډیریدو دي. هممهالهزموږ ملي اتڼ له مليتوب څخه د نړیوالتوب په لورې وده کړي ده.

 

د ملي اتڼ پالنې او ودې په اړه یو څو وړاندیزونه

—————————————————-

د نړۍ د ډیرو هیوادونو په مډرنو ښوونځیو کې د تیاټر، هنر، رسامي، سپورت، د موسیقي الاتو او ګډا یانڅاوې مضامینو د کولتوري زده کړې په نامه د تدریس په نصاب کې شامل کړل شوي دي. په دېمضامینو کې ځښت ډیر زده کونکي په ډیره مینه برخه اخلي. له دې لارې هڅه کیږي، څو په زده کونکیوکې نوې نوې کولتور فکرونو ته وده وکړل شي او زده کونکی د خپل کولتوري ملي ارزښتونو او دودونوپالنه، ساتنه وکړي او ور سره اشنايي ومومي. ملي اتڼ زموږ د افغاني لرغوني ملي کولتور یوه نهبیلدونکي برخه ده. د ملي اتڼ ګډا په ریښتني توګه د زده کونکې پر شخصیت باندې مثبت اغېز درلودليشي. د افغانستان په ښوونځیو کې د ملي اتڼ مضمون په تیوریکې او عملي ټوګه. د خپل لرغوني هیوادلرغوني کولتور ارزښتونو ساتنې، د عدم تشدد فکر خپرولو کې، د تعصب او تبعیض په وړاندې او دافغانستان د ورڼو قومونو ترمنځ د سوله ییزو ښو اړیکو ساتلو په موخه باید د تدریس په نصاب کې شاملکړل شي. د اتڼ ودې، پالنې او ښکلا لپاره باید په ښوونځیو کې د اتڼ فیستیوالونه جوړ کړل شي.

 

همداراز لکه یوې کره پښتو ژبې لپاره هڅې رواني دي، څو ټول پښتانه له ورکتونه تر پوهنتونه په یوه کرهاو نږه ژبه کې وروزل شي. همدا ډول باید د سیمه ییزولو اتڼ یا د بېلابېلو اتڼونو ډولونو ساتنې پالنېسربیره باید ټولو افغانانوته د یو ملي اتڼ فورم غوره کړل شي، څو ټول افغانان یو ډول خوندور ملي اتڼزده کړي. خلکو ته د ښځینه او نارینه اتڼ توپیر وښوول شي. په ملي کچه ملي اتڼ ته باید ارزښت ورکړلشي. افغانستان کې د ملي اتڼ ساتنه او پالنه په خپله د پردیو کولتوري د یرغلونو په وړاندې یوه خورااغېزمنه مبارزه ګرځیدلي شي.

 

اټن کول نن په دې مانا تفسیر کیداي شي، چې موږ خپل اصلي، پخواني لرغوني نظم او کولتوري ریښوته بیرته ورستنیدل غواړو. ملي اتڼ د پښتنو او پښتني ژوند د لرغوني کاروان اوږد مزل یو انځور دی. ملياتن د پښتنو افغانانو په فکرونو، پيژند او روح کې کښل شوی دی. موږ د اتڼ او ملي اتڼ له موږه نهبیلدونکي دی.

 

اتڼ دی ګډا ده د پیغلو شور ماشور دی، دنګو غرونو او څپانده سیندونو کې.

***************************************

تر څو چې دا غرونه غرونه افغانستان وي

تر څو چې زموږ تاریخ ټول جهان ته مالوم وي

تر څو چې تاریخ د وطن مې پکتیا وي

تر څو چې میړاني خلک یې ښه په ریښتیا وي

تر څو چې د غرونو منځ کې ټول شعران وي

تر څو چې د هرات ولایت مو نامدار وي

تر څو چې د فراه غرونو کې لوی او هموار وي

تر څو چې د نیمروز په لوړ کې ریګستان وي

تر څو چې د کلات خلک یې ډېر میړاني وي

تر څو چې توریالي او بهادر مو کندهاري وي

تر څو چې په زیارتونو ډک غزني جان وي

 

تر څو چې دا غرونه غرونه افغانستان وي، 

تر څو چې داسي دا ښکلي ښکلي جګ جګ غیرتمن، پټمن، جنټرمین، بریالي، ننګیالي او توریاليمیړاني پیغلي او ځلمیان وي، 

تل به د افغانانو رنګین ملي کولتور اتڼ وي، 

تل به د افغانانو ګډ ملي او اسلامي ارزښتونه وي.

Mili Attan By: Sarajulhaq Babrakzai Zadran

-
بېرته شاته