(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سرکاري نامنظور

[09.Jun.2023 - 15:48]

 

سرکاري نامنظور او اولسي منظور 

لیک: ګل محمد بېتاب

هغه چې چاته منظوردے نو سم د سترګو تور ئې دے. د هر څۀ نه پرې تېر دي. دا اومه خلۀ هلک خپل مشر ګڼي. د دۀ هره خبره ئې منظوره ده. دے ورته د ځپلي پښتون اولس مسيحا ښکاري. دا يقين ئې دے چې دا د قام بچے به د دوي ټولې مسئلې حل کوي او د دۀ پۀ ذريعه ترڅۀ حده د قبائيلي اولس ستونزې حل شوي هم دي

د دې برعکس که چاته نامنظوردے نو نوم اخستل ئې هم ګناه ګڼي, بلکې هغه ته دهشت ګرد، غېرملکي اېجنټ، باغي ۔ غدار او خداے زده چې نورڅۀ څۀ وائي

هغه حکومت او زوراورو سرکاري ادارو ته بېخي نامنظور دے ځکه چې د خپل ځپلي اولس حق غواړي

دوي ته شعور ورکوي. پۀ هغه لاره روان دے چې دۀ نه وړاندې پرې ډېرو لويو لويو خلقو تګ کړے دے او دا هم څۀ عجيبه نۀ ده چې پۀ خرابو او بدو نامو يادېږي

دۀ نه وړاندې هم چې هر چا داسې کړي دي نو هم د دۀ غوندې پۀ بدو نامو ياد شوي دي

ځيني ناپوهه خو ئې پۀ مرګ هم نۀ معاف کوي او تراوسه ئې غداران ګڼي

ياني هر چا چې د سرکار د مرضۍ خلاف د خپل اولس د پاره حق غوښتے دے نو سرکاري کهاته کښې نامنظور ګرځيدلي دي خو بيا اولس اخر هم منظور کړي دي

تاريخ د داسې مثالونو نه ډک پروت دے او پۀ دې وطن کښې خو داسې مثالونه پۀ کثرت سره شته

هغه کۀ دمغلو وخت ؤ، انګرېزانو وو او کۀ وروستو پاکستاني حکمرانان وو

دوي کښې هر يو خپل مخالفين غداران ۔ باغيان او ملک دشمنه ګڼلي دي

تر دې چې دلته مالدارانو د خداے تعالي د عبادت د پاره هم ځان له يو جدا انداز اختيار کړے دے

لکه چې مشهور شاعر ماسټر شېرافضل خان ئې ښکلې ئې عکاسي داسې کړې ده

يو جومات کښې خواران دربوکښې ولاړ وو ۔ 

بلخوا خان ځان ته غوړولے جانماز دے

ما وې خدايه ستا د کوره چرته لاړ شو

دلته هم محمود، محمود، اياز،اياز دے

 

مطلب مې دا دے چې دلته د چا خلاف الزامونه او مقدمې تل د سرکار پۀ خوښه وي او د مظلوم اولس حق غوښتونکيو سره خو دپخوا راسې دا لوبه روانه ده

څوک ئې مني او کۀ نۀ خو منظور احمد پشتين لوے سړے دے او د دې ډېر ثبوتونه شته

د قبائيلي علاقې د يوې عامې او غريبې کورنۍ سره تعلق لرونکے ځوان چې پلار ئې د پرائمري سکول  استاد وي او پۀ مشکله ئې دکور خرچه پۀ تنخواه کښې پوره کېږيخو باهمته پلار ئې چې د تعليم پۀ اهميت خبر وي پۀ داسې حالاتو کښې پخپل زوي اعلي تعليم حاصلوي او کۀ چرته ښار بازار ته لاړ شي نو اولاد له د ميوې دانې پۀ ځاے کتابونه را وړي

ضرور به هغه پۀ دې طمع ؤ چې د اعلي تعليم سره به ئې د زوي او ورسره د کورنۍ ژوند لږ غوندې ښۀ شي, خو کله چې دغه اومه خلۀ هلک پۀ داسې وخت کښې تعليم پوره کړي چې د قبائيلو نر، ښځې، لوي واړۀ يا خو پۀ امدادونو او خېراتونو پسې لے پۀ لے ګرځي او يا ځوانان ټوپک ته لاس کوي خو دے د خپل قام پۀ غم اخته کېږي نو د دۀ پۀ لوي والي کښې هېڅ شک نۀ پاتې کېږي

د ځناورو (حیواناتو) د ډاکټرۍ د سند اخستو نه پس د انسانانو د بيمارو ذهنونو علاج شروع کوي

هغه چې د ځناورو پحقله پۀ کتابونو کښې څۀ ووائي نو پۀ دې خبره پوهېږي چې زمونږه قبائيلي اولس هم د ځناورو بلکې د ځناورو نه هم خراب ژوند تېروي۔ 

ولې چې د ځناورو د پاره خو غرئيزې علاقې ډېر څۀ لري لکه ډېرې ونې بوټي، شنې ګېاه ګانې،د چينو اوبۀ او ښۀ ماحول شته ولې پۀ دې سيمو کښې انسانان د انساني ژوند د اکثرو سهولتونو نه محرومه دي

هغه وليدل چې د دوي پۀ علاقه کښې د انسانانو د پاره هېڅ جديد سهولتونه نشته البته ټولې جديدې وسلې شته چې دوي او د دوي کورونه پرې پۀ نخښه کولے شي

منظور پشتين د قبائيلي علاقو د عامو ځوانانو غوندې مضبوط وجود لري

ډک مخ، غټې سترګې، مناسب قد، څهره ئې تر يوه حده بارعبه ښکاري, خو د خبرو انداز ئې ډېر عاجزانه دے، سخته خبره هم ډېره پۀ سليقه او د ادب پۀ دائره کښې کوي۔ 

البته کله کله د تقرير پۀ دوران کښې جذباتي شي چې ورسره ئې اواز هم بدل شي خو داسې هله کېږي کله چې دے خپل اولس ته مخاطب وي او هغه خلق ورته مخې ته ناست وي د کومو چې بچي بې ګناه بې خطا ورک شوي او وژل شوي وي ۔ کوم چې ډېر زورېدلي وي د هغوي اواز هېڅوک نۀ اوري, سره د مظلوميته ورته دهشت ګرد وئيلے شي. د داسې مېندو او پلارانو غم دے محسوس کوي ولې چې دے هم د دغه علاقې اوسېدونکے دے او د دغه واقعاتو د حقيقت نه په پوره توګه خبر دے

د منظور پشتين پحقله ځينې نورې شخصي خبرې دا دي چې هغه دا وخت د ٢٨ کالو ځوان دے. د پلار نوم ئې عبدالودود محسود دے. د جنوبي وزيرستان د سرواکۍ کلي سره تعلق لري. سبق ئې ارمي پبلک سکول اينډ کالج سسټم کښې وئيلے او د ګومل يونيورسټۍ نه ئې د ځناورو د ډاکټرۍ سند اخستے دے

د خپل سکول پۀ ٥٢ طالب علمانو واحد هغه تن دے چې ماسټر ډګري ئې ويټرنري سائنس کښې اخستې ده

پۀ ابتدائي توګه ئې ٢٠١٤ز کښې پۀ محسود تحفظ تحريک کارشروع کړے ؤ او داسې ئې ورو ورو سياسي تربيت کېدلو. پۀ کال ٢٠١٨ز کښې د لسو ورځو احتجاج کړے ؤ چې دې سره ئې خپل مقامي تحريک له هم يو نوے شکل ورکړو چې نوم ئې ورله ((پښتون تحفظ مومنټ )) خوښ کړو ۔ 

پۀ قامي ميډيا د کوريج نۀ ورکولو له کبله ئې ملګرو د سوشل ميډيا نه فائده واخسته

کراچۍ کښې د وزيرستان د يو ښکلي ځوان نقيب الله محسود پۀ بې ګناه وژنه چې دوي احتجاج شروع کړو نو د ټول ملک همدردۍ ورسره شروع شوې

کۀ څۀ هم د نقيب الله قاتل راؤ انوار ته ئې هغه سزا ورنۀ کړې شوه کومه چې پکاروه خو څو کلونه ئې پرې جېل کښې تېر کړل

دې سره ئې ځاے پۀ ځاے نۀ صرف خپله علاقه وزيرستان او نورو قبائيلي علاقو کښې د کېدونکو ظلمونو نه خلق خبر کړل بلکې د هغې خلاف ئې د نړۍ پام هم دغه مسئلو ته را وګرځولو چې پۀ ډرون او نورو حملو او بمبارو کښې دهشت ګرد نۀ بلکې بې ګناه خلق وژل کېږي

دغه شان د ورکو شوو کسانو عدالتونو ته د وړاندې کولو غوښتنه ئې هم پۀ برابره توګه جاري وساتله ۔ 

کۀ څۀ هم دغه سلسله پۀ مکمله توګه ختمه نۀ شوه, ولې د دوي د تحريک پۀ نتيجه کښې پۀ زرګونو ورک شوي کسان پېدا شوي او کورونو ته تلي دي

منظور پشتين پۀ ٢٠١٦ز کښې د کډوالۍ پۀ دوران کښې وادۀ کړے دے, يوه لور (ګل ورينه) او يو زوے (هېواد) ئې دي. منظور پشتين دوي درې وروڼه او درې خوېندې دي. يو ورور ئې مړ شوے دے

منظور پشتين د خپلو خلقو د پاره د غوښتنو پۀ سبب سرکار ته دومره نامنظور دے چې هغه سره دا وخت د پاکستان د حکومت هېڅ قسمه اسناد نشته

پاسپورټ ورله نۀ جوړوي د تېرو څو کلونو نه ئې شناختي کارډ هم ورله بلاک کړے دےتر دې چې د موبائل سم هم ورسره پۀ خپله نامه نشته

پۀ هغۀ دا الزامونه هم دي چې غېرملکي اېجنټ دے او د بهرنو ملکونو نه ورله فنډونه راځي چې هغه ئې تل ترديد کوي او پۀ جار وائي چې څوک دا الزام لګوي نو پکار ده چې هغوي دا ثابت کړي خو تر اوسه پرې هېڅ نۀ دي ثابت شوي

هغه د فوځ د زور زياتو خلاف ښکاره تقريرونه کوي چې دغه پۀ پاکستان کښې د ټولو نه طاقتوره اداره دهځکه نو د هغۀ خبرې پۀ ميډيا مخې ته ډېرې کمې راځي البته د هغۀ او د هغۀ د ډلې خلاف پروپېګڼده ښۀ ډېره کېږي, خو سره د دې هرڅۀ منظور پشتين اولس ته منظور دے او داسې ورته منظور دے چې هر پښتون ئې خپل ځان او ځيګر ګڼي

اوس د هغۀ تحريک پۀ يو قام پرست تحريک کښې بدل شوے دے او چرته هم چې د پښتنو سره ظلم کېږي نو منظورپشتين ورته ځان رسوي او د هغوي سره کلک ودرېږي

منظورپشتين د انتخابي سياست نه تر دې دمه ځان پۀ څنډه ساتلے دےځکه نو د ټولو سياسي ډلو غړي د هغۀ او د هغۀ د ګوند پښتون تحفظ مومنټ سره ولاړ دي

دا خبره سمه ده چې انتخابي سياست کښې د مفاداتو ټکر راځي او بيا خامخا ګوندونه، ليډران او کارکنان ئې د يو بل خلاف ودرېږيخو بيا هم د دۀ ملګرو تېرو انتخاباتو کښې د دغه ګوند د غړو پۀ حمايت حاصلولو د وزيرستان نه کاميابي حاصله کړې وهچې اوس محسن داوړ ځانله خپله بيله سياسي ډله جوړه کړې ده او علي وزير ورسره دےخو منظور پشتين پۀ مستقبل کښې هم خپله انتخابي سياست کښې د برخې اخستو اراده نۀ لري

زياتره ملګري ئې ځوانان او تر ډېره حده جذباتيان هم دي

منظور پشتين د خپل اولس سره سره په خپله ژبه ۔ ادب او کلتور هم مئېن دےکله هم چې داسې څه موقعه په لاس ورغلې نو ضرور ې ځان دا قسمه غونډو ته رسولے او د موقعې مناسبت سره ې تقريرونه هم کړې دي ۔ 

د منظور پشتين يوه خاص خبره دا هم ده چې پۀ تقرير کښې د جادو غوندې اثر دے او چې څوک هم د دۀ څو خبرې واوري نو خامخا پرې اثر کوي دغه وجه ده چې, څومره حکومت کوشش کوي چې هغه د خلقو پۀ نظر کښې نامنظور کړي نو دومره خلقو ته نور منظوريږي

هغه کۀ د سرکار پۀ کهاته کښې غېرملکي اېجنټ،غدار او ملک دښمنه دے خو د اولس پۀ نظر کښې ډېر محترم، ښاغلے او معزز دے

لنډه دا چې هغه سرکار ته نامنظور خو اولس ته منظور دے او د سرکار پۀ مقابله کښې د اولس تله درنه ويولې چې حکومتونه خو ځي راځي. اصل طاقت د اولس وي

Sarkanno ta Namanzoor Walas ta Manzoor (Manzoor Pashteen) Leader Pashtoon Tahsfuz movement

By Gul Mohammad Bitab , Daily Wahdat , Peshawar- Pashtoonkhwa 

(ګل محمد بېتاب) وحدت ورځپاڼه - پېښور , پښتونخوا05.06.2023

-
بېرته شاته