(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېر روښان او

[09.Jun.2023 - 15:29]

 

پيرروښان بابا او اخوند درويزه

تحرير: اجمل خټک کشر

.څوک وطن پال وو،څوک د مغلوايجنټ !!

تاريخ کتابونو نه مستند حوالو سره

مزار د سيدعلي ترمذي او عکس د پيرروښان بابا دے

......................................

ضروري نه ده چه تاسو دے تحرير سره متفق شئي،خو خبره دا ده چه کله نه ماته برين کينسر شوې دې ،کينسر هم په ميموري حمله ده،ليکن ماته د هو ش ديرش څلويښت کاله آګاهو خبرے رايادے شوي دي،يعني زما معالج په دې خبره حيران دي،،بيا په دے خبره د پاک سبحان شکر ادا کوم چې اول ورځ نه ما دے بيمارئي چه ورسره دريم ځله تور زيړئي هم شوے وو،،پروانه ده کړي ،توکل مې په الله پاک دے،،،نو اکثر خلق وائي چه ته ټوکے کوے،،دا زما ډاډګيرنه هم کيدے شي ليکن زما هلے ځلے په فيس بک تاسو ليدے شئي،چه ابتدائي ايم آئي آر رپورټ مطابق د مريض 87 فيصد اوسان بحال نه دي،،نوکا تاسو زما پير روښان سره مينه نه لرئي اور اخوند درويزه سره عقيدت لرئ،نو دا به اووائي چې واقعي د کشر،،،،،87فيصد اوسان له تراوسه بحال شوي نه دي،،،ليکن دا دې جاج لازمي دې چي ما کومی حوالے ورکړي دي هغه زما په شان طالب علمان نه بلکه عالمان دي،،،لکه علي خان محسود،سيد بهادر شاه ظفرکاکا خيل،لوئے خوشحال،،،او دا دې معرکو مرکز بونير شاعر ،اديب ،سياستدان او زما استاد شمس بونيرے،چه زه کله بونير کښي ملګرو سره خبرے کووم يا دلته چه څوک کلي تا روان وي،،نو زه ورته وائم چه زما سلام به په ،،،ايلم،،او شمس بونيرې باندے ضروروائي،،،،،،،کاکاخيل صيب خپل تاريخ،،،،پښتانه تاريخ په رنړاکښي،،په صفحه 676 نه تر686تفصيلي ذکر کړے دي ،مونږبه د طوالت نه بچ کيدو په وجه مختصرحوالے واخلوخو خبره به واضع ،ابهام به نه لري ،ان شاالله،،،،،،دوئي وينا مطابق د شلمے صدئي اکثر محقيقين او ليکوال په حقيقت کښي پيرروښان بايزيد انصاري چه تعلق ئے کانړي ګرم وزيرستان سره وو،،يو لوئے مډهبي رهنما،مبلغ،ستر اديب،د مغلو د استبداداو استعمارلوئے مخالف او د پښتنو د آزادئي لوئے مرستيال اوباني وو او ديو نوميال او جنګيالي جرنيل په ډول ئے يادوئي،چه کا يو طرفه تا توره په لاس د مغلو مقابله ئے کوله نو په بل لورئے د پښتنو په ادبي او سياسي تاريخ کښے هم پائيدار نقشونه پريښول،،،،تر کومه چه  دبايزيد د الحاد او د بدعقيدګئ تعلق دے،په دے حقله ټول شهادتونه د اخوند درويزه په اقوالو او ليکونو مبني وو او ټول يک طرفه وو،،ليکن کله چه د بايزيد خپل تصنيفات لکه خيرالبيان او صراط مستقيم  وغيره موندل شوې دي(دا کتابونه د ښاغلي مولانا عبدالقادرصيب ډائريکټرپښتواکيډمي په زيارد جرمني د يو کتب خانے نه حاصل کړے شوي دي او اوس په پښتو اکيډمئي کښي موجود دي،خيرالبيان د پيښور دعجائب ګرمهتمم ښاغلي عبدالشکورخان پيدا کړے او چاپ کړے دے،،،دا پيرروښان،،روښنائي تحريک،،د اکبر بادشاه،مرزاحکيم اومرزاکامران په زمانےکښے سر اوچت کړو،،،دا تحريک د مغلو خلاف جبکه د پښتانه تاريخ په رنړاکښ په صفحه 668 مطابق پير بابا چه نوم ئے سيدعلي ترمذي وو،هغه دپښتو دے تحريک شديد مخالفت اوکړو،،،د پير بابا اسلاف د ترمذاوسيدونکي وو،پير باباپلارسيد قنبرعلي د تيمور په خوريونو کښي وواودظهرالدين بابر چه ابراهم لودهي يعني پختنو نه ئے اقتدار ترلاسه کړے وو،د دغه بابر په اميرانوکښے شامل وو،،او د اميرنظر خطاب ئے لرلو،،،په کومو ورځو کښي چه بابر په آخري ځل په هند حمله کوله نود هغه په فوځونو کښے سيد قنبرعلي شاه هم شامل وواوسيدعلي (پيربابا) هم د پلار سره وو،،تفصيلات ئے ډير دي،خو اوس د اخوند درويزه کردار ګورو چه پښتانه ورته ،،،بابا،،وائي،،اخوند درويزه  دپير باباپه اولنو خليفه ګانو او شاګردانو کښي شامل وو،اخون په ترکي ژبے کښي ملا ته وائي ،ليکن تاريخ ورته اخون پر ځائے اخوند ځکه ليکي ده هغه عالم نه بلکه د عالم په جامه کښے د چا ايجنټ وو،،،،يعني ملادرويزه د پښتنو دآزادئي تحريک شديد مخالف وو،،مختصرتاريخ دغه دي غور ستاسو کار دے،،خو يو عمل ډير شرمناک مخ تا راځي،،،علي خان محسود ،تاريخ له پير روښانه تر باچاخانه صفځه 60کښے ليکي چه کله د مغلو او د نام نهاد پيرانو د مقدس اسلام په نوم د پير روښان تحريک ناکامه کړو او هغه يو معرکے کښے بيمارئي نه پس وفات شو نو نيو طرفه ته ئے پيرروښان يو خائسته ځوئے جلالدين چه په جلاله مشهور وو،د انعام په لالچ وطن فروشو اکبر بادشاه ته پيش کړو،اکبر بادشاه د پيرروښان او د مغلو ايجنټانو په مايبن جنګ په دوران اټک کښے ميشته وو،شرمناک امر دا دے چه د اخوند درويزه په فتویٰ د ځضرت پيرروښان لاش د تابوت نه رااويستواو اُور ته ئي واچولو،،،شرمناکه خبره دا هم ده چه د پښتنو زرين روايات درويزه پامال کولو دپاره د پير روښان کونډه ښځه چې د لودهي پښتنو خاندان سره ئے تعلق لرلو د اخوند درويزه په هدايت په زور و جبر له يو ،،،،ډم،،،،ډول وهنکي سره ئي نکاح وکړه ،دغه واقعه اخوند درويزه په ډير فخر ليکلي ،دغه ټوله لوبه د اسلام مقدس په نوم وشوه په 1581 جلال الدين جلاله اکبر باچاته پيش کړے شو،عمر ئے څوارلس کاله وو،،آفريديان اور د تيراه باتوران   ورپسے ورغللو او داسے جلاله د مغلو د قيد نه بيا خپل وطن تا راغللو ،يو ځل بيا پښتانه قبائل  په جلال الدين جلاله راجمع شول،بيا ئے مغلو قرار خاورے شو،،دا معرکے جاري وي چه کال1603 کښے په غزني کښے د مغلوهزاره دلاسه ووژل شو او د د سر اکبر باچاتائے پيش کړل شو،،،دا دوئي د شهادت نه پس بيا د پيرروښان بل ځوئے احداد مشر شو،د پښتنو د لالچ،حسداور د مغلو د پيرانو مليانو فيکټريانو په نتيجه اګرچه ډير وخت پورے مغل په عزاب وو،مګر آخر دا تحريک نيم ګړئي پاتے شو،،،زما اُستاد،لوئے مبارز،اديب شاعر شمس بونيرے چه دا چا علاقه دا دے سرګرميانو مرکز وه،هغه خپل کتاب،،فکرونه يادونه او خيالونه په سر ليک کښي ليکي چه،،،اخوند درويزه د پير بابا په استاذي د پير روښان د مبارزونه د منع کولو دپاره د مغلو په حق کښے استعمال کړے دے ،ځکه چه پلارئے د مغلو صوبيدار وو،،،،اوس غور تاسو او زمونږه کار دے چه مونږ تر اوسه چاته بابا ګان وايو ،او دليل دا ورکو چه د پيرروښان او درويزه معرکو په نتيجه کښے پښتو ادب ته ډيره فائده ورسيده،،،دا ججت خپله د به خيلئي اظهار دے،،لعنت دے وي په هغه فائده چې د پښتنو د ازادئي تحريک ئے تار تار کړلو،،دا هر څه ما حوالے ورکړې دي،دا د باچاخان بابا د اصولو او پښتون اسټوډينتس فيدريشن د تربيت نتيجه ده،،،لوئے خوشحال تا تلو نه مخکښے کا موقع درته ملائو شي د جارج کنګهم هغه ډائري اوګورئي چه د چا ذکر بابا ولي خان خپل شاهکار تاريخ،باچاخان او خدائي خدمتګارئي کښي کړے دے،چه څنګه بيا د مغلو دغه نسخه فرنګي په خپل کار راوستله،،دے کتاب کښي د باب عنوان دے،،د سرجارج کننګم ډائري،،،صفحه 385نه ترمخ405 د هغه لوئے خانانو،خان  بهادرانو سره د هغه آستانو نومونه هم موجود دي ،چه کومو آستانو نه به د انګريز پيسه د انګريز د مقصددپاره په خلقو کښے ويشل کيدل شوه،،،خدائے کا چه تاسو زړه او جګر مضبوط کړئي او داليک اولستئي،ګني ما خو الحمدلله خپل حق ادا کړو،،په پائے کښے د پروفيسر ډاکټر يارمحمد مغموم دَ خوشحال کليات ،صفه122 ګورو،لوئے خوشحال وائي،،،،د روښان مريد محکمه وو په دين کښي ،،درويزه رخنه آغازه کړه په دين کښے،،هميش خليل مرتب کړي سوات نامه مخ 99وګوري...خوشحال بابا وائي،،مخزن مې د اخون چي تمامي په نظر کښيوت،،په ده کښ نه عروض شته نه ئي بحر ماموندلے،خوشحال بابا بيا وائي،درويزه نه مجتهددے نه امام دے،،،دے هم خام دے تاسو هم خام مخزن هم خام دے،،بابا وائي  چه تاسو ځکه خام ياست چه يو ايجنټ تا د يو عالم او بابا په نظر ګورئي،،،،!!

اجمل خټک کشر

Peer (Pir) Rokhan au Akhun Darwiza 

By : Ajmal Khattak Kashar

09.06.2023

-
بېرته شاته