(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کره / په تول پوره (معیاري) ژبه

[09.Jun.2023 - 15:20]

 

#کره (معیاري) #ژبه او #پوهنیزه_ژبه

لیک: ډاکتر کبیر ستوری

ژبه ټولنیز ملکیت دی چې یو عام اړخ او څو ځانګړي (خاصاړخونه لري.

د ژبې عام اړخ

د ژبې عام اړخ د هغه وییو (لغاتونو یا لفظونو) څخه جوړ شوېچې د ټولنې عام وګړي پرې  ګړیږی او پوهیږي لکه سترګې، سپوږمۍ ، بنګړی، ژمی او داسې نور...

د ژبې عام اړخ ته کره (په تول پوره ېا معیاري) ژبه هم وايي چې د ويي ( لغتونو) پانګه یا زیرمه ( ذخیره) ئې زیاته ده, چې د ژبې د ګرامري بنسټونو (قاعدو) خاکه جوړوي.

 

د ژبې ځانګړي (خاص) اړخونه

هره پوهنه د خپلو ربړو د حل لپاره یو شمیر وییی                 ( لغاتونه ) پکار ويد بېلګې په توګه فزیک پوهنه ، د کیمیا پوهنه د خپلو ربړو د حل لپاره د ژبې د رواجي (عام ) اړخ د وییو سربیره یو شمیر ځانګړو  وییو ( لغاتونو ) ته اړتیا لريچې د ژبې ځانګړی (خاص) اړخ جوړوي

د ژبې دا خاص اړخ د ژبې د عام اړخ د مرستې په پرته نیمګړي او کار نه ورکوي

په نورو تورو سره د ژبې ځانګړی  اړخ لږ شمیر ويي پانګه لري چې بې د رواجي (عاماړخ د وییو ( لغاتونو) د پانګې او ګرامري قاعدو د مرستې ګوډ او شل او د کاره لویدلي دي . مسلکي پوهنیزي ژبې د ژبې د عام او خاص اړخ ټولګه ده.

لهجې

زمونږ په ژبه پښتو کې درې لهجې په نظر راځي چې یوه لهجه ئې کندهارۍ ، بله پېښورۍ او دریمه ئې د پکتیا لهجه ده. د پکتېا په لهجه کښې  « الف » په « و » بدلوي او «و» په « ئې » بدلوي

د پکتیا لهجه عامه شوی نه ده خوکندهارۍ او پېښورۍ لهجې عامې شوي دي او د پښتو په لیک دود کې هم ورته پام کېږي او توري ورته ټاکل شوي

دا توي د دوه غږه تورو په نامه یادیږي چې یو غږ ئې د پېښورۍ لهجې پورې او بل غږ ئې د کندهارۍ لهجې پورې اړه لري

د بیلګې په توګه د « ښ » توری هم « ش » او هم « خ » ویل ( تلفظ ) کيږي. له دې کبله د پېښورۍ لهجې پختون چې په کندهارۍ لهجه کې پشتون ویل کیږي په « ښ » یانې پښتون لیکل کېږي چې په کندهارۍ لهجه « ش » او په پېښورۍ لهجه کې « خ » تلفظ کيږي

 همدغسې  " ږیره / ګیره " چې کندهارۍ لهجه کې ژیره ورته ویل کیږي ږیره لیکل کیږي

د دوه غږه تورو لپاره په نورو ژبو په تېره بیا په انګلیسي ( انګريزی ) ژبه کې کوم عام منل شوي لیک دود نه شته او سړی نه پوهېږي چې پښتون څنګه په انګلیسي ژبه ولیکي

دا به په راتلونکې کې د ژبپوهانو دنده وي خو ښه به دا وي چې زمونږ د پښتو ژبپوهان په دې بر خه کې کوم نوی توری غوره نه کړي او موجوده تورور څخه په ترکیبي ډول کار واخلي ځکه که نوي توري غوره شي,​ نو د هغې د لیکلو لپاره به نوي  ماشینونه اړین وي ا و ترکیبي توري به لږ ځای ډیر ونیسي,​ خو د نويو ماشینونو د جوړولو ضرورت به نه وي او سړی به د موجوده ماشینونو څخه کار اخستلې شي. پخپله په انګلیسي ژبه کې هم د ترکیبي لارې څخه کار اخستل شوې دې د بیلګې په توګه د « ش » له پاره دوه توري (Sh) همدغسې په جرمني ژبه کې هم دا اصول چلیږي د « ش » لپاره (Sch) درې توری نیول شويدي.

Source: Zhabsapohana

By: Doktor Kabeer Storai

#PSDP

-
بېرته شاته