(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان او جیلونه

[28.May.2023 - 16:14]

 

باچاخان او زندانونه 

لیک: انجنیر اعجاز یوسپزی

باچاخان د پاکستان جوړېدو نه مخکې د پېرنګیانو زېرِعتاب ؤ او څوارلس کاله شپږ میاشتې او نهه ورځې اذیت ناک جېل یې د انګرېزانو لاندې تېر کړو خو چرته پهٔ ضمانت هم نه دې راوتے۔  

خو دھندوستان د ویش نہ پس پہ مملکت خداداد پاکستان کی د باچاخان او د ھغہ ملگرو سرہ د پیرنگی نہ بدتر سلوک کلمه ګو مسلمانانو حکمرانو وکړو . پہ ۲۲ اگست ۱۹۴۷ د وڑومبی ھارس ٹریڈنگ پہ ذریعہ د ڈاکٹر خان صیب حکومت مات کڑے شو او خان قیوم وزیر اعلی جوڑ کڑے شو۔باچا خان پہ دروېشتم فرورئ ۱۹۴۸ کی د پاکستان د آئین سازے اسمبلئ کی د وفادارئ حلف ھم اوچت کڑو۔خو پہ دولسم اگست ۱۹۴۸ د بابڑے کربلا پہ خدایی خدمتگارو جوڑہ شوہ۔ ددے نہ مخکی پہ ۱۵ جون ۱۹۴۸ باچاخان د خپلو ملگرو سالار منیر خان او نجو بابا سرہ د بنو پہ دورہ روان شو۔ او چی کلہ بھادر خیل کرک تہ ورسید نو بغیر د سہ وارنٹ یئ گرفتار کڑو ، درے کالہ یئ قید کڑو او پنجاب تہ یئ چالان کڑل۔حکومت پہ ۱۵ جولایی د یو آرڈیننس پہ ذریعہ خدایی خدمتگار ٹحریک خلاف قانون وگرزولو۔ باچاخان پہ ۵ جون ۱۹۵۴ رھا کڑے شو، او دغہ شان ۵ کالہ او ۶ میاشتے قید یئ پہ پینڈئ او ساھیوال جیل کی وخوڑ او پہ پینڈئ ھسپتال کی د بیمارئ پہ وجہ داخل کڑے شو۔پہ شلم مارچ ۱۹۵۴ د لیجیسلیٹیو اسمبلئ اجلاس تہ اجازت ورکڑے شہ۔ پہ اسمبلئ کی د تقریر پہ موقع باچاخان اووئیل چی زما د معزز ممبرانو نہ شکایت دے، زہ ھم د ایوان ممبر یم۔ ما نہ یئ د فرنٹئیر کرائمز ریگولیشن لاندے ضمانت غوختو ، نو ما انکار وکڑو او زہ یئ درے کالہ قید کڑم۔ د ھغے نہ پس یئ ما باندے نور درے کالہ او دوہ میاشتے قید د بنگال ریگولیشن ۱۸۱۸ لاندے وخوڑ خو تاسو اواز اوچت نہ کڑو۔ د دویم قید نہ باچاخان پہ سوارلسم جون ۱۹۵۵ ازاد کڑے شو او پورہ ۷ کالہ قید یئ تیر کڑو۔

پہ ملک کی د ون یونٹ اعلان پہ ۲۲ نومبر ۱۹۵۴ د گورنر جنرل چوھدری محمد علی لہ اڑخہ شوے و۔ پہ ۱۵ جون ۱۹۵۵ د رھایئ نہ پس د اٹک پہ مقام د باچاخان لوے استقبال وشو۔ او پہ ۱۷ جولایئ د پیخور پہ کننگھم پارک کی لویہ جلسہ وشوہ چی باچاخان د ون یونٹ خلاف د تحریک اعلان وکڑو۔ پہ ۱۶ جون ۱۹۵۶ باچا خان د اولسی جزباتو د راپارولو پہ جرم کی د مغربی پاکستان وزیر اعلی ڈاکٹر خان صاحب شپگ میاشتے قید او سوارلس زرہ روپے جرمانہ کڑو۔

پینزمہ گرفتاری: پہ ۲۷ اکتوبر ۱۹۵۸ جنرل ایوب خان د مارشل لا ایڈمنسٹریٹر پل توگہ د ۱۹۵۶ آئین منسوخ کڑو ، باچاخان یئ پہ یوولسم اکتوبر ۱۹۵۸ گرفتار کڑو او تر سلورم اپریل یئ شپگ میاشتے د ھری پور جیل کی وساتلو۔

شپگمہ گرفتاریباچاخان د ایوب خان د مارشل لا خلاف د ڈی ایی خان پہ دورہ و چی پہ دولسم اپریل ۱۹۶۱ یئ ونیولو او اڈیالہ جیل تہ یئ اولیگلو ، حیدر اباد، ھری پور او لاھور جیل تہ یئ ھم ولیگلو ۔ پہ دیرشمہ جنورئ ۱۹۶۴ یئ د دوہ کالہ لس میاشتے قید نہ پس ازاد کڑو۔

اوومہ گرفتاری:

پہ اووم زل حکومت باچاخان پہ اکتوبر ۱۹۷۳ کی د درے اتیاو کالو پہ عمر کی گرفتار کڑو۔ بیا یئ صوبہ بدر کڑو او شپگ میاشتے پس ورتہ رھایی ملاو شوہ۔ د حیدراباد جیل کی باچاخان ڈیر بیمار شو، دواڑہ خپے یئ وپڑسیدے ، علاج یئ چا نہ کوو نو پہ جیل کی یئ بھوک ھڑتال وکڑو۔ باچا خان د حزب اختلاف پہ احتجاج انگلینڈ تہ علاج لہ ولیگلے شو خو موسم پرے صاف رانغے۔ ڈاکٹرانو ورتہ د امریکی تلو مشورہ وکڑہ۔ ھغہ غوختل چی امریکہ کی د ڈاکٹر اورنگ شاہ نہ علاج وکڑی خو د پاکستان حکومت پہ شیطانے ورتہ امریکے ویزہ ورنکڑہ۔

اتمہ گرفتاری

کلہ چی بھٹو پہ اکتوبر ۱۹۷۳ کی د بلوچستان حکومت ختم کڑو ، نو باچاخان یئ گرفتار کڑو او شپگ میاشتے یئ د اٹک ریسٹ ھاوس کی نظر بند وساتلو۔

نھمہ گرفتاری

د ڈی پی ار لاندے پینزہ میاشتے قید و۔

پہ لسم زل باچا خان پہ لسم اپریل ۱۹۷۵ پہ تورخم گرفتار شو او د یو نیم کال قید نہ پس پہ ۲۸ اگست ۱۹۷۶ ازاد کڑے شو۔ 

یولسمہ گرفتاری: پاکستان کی باچا خان پہ یولسم زل پہ لسم اگست ۱۹۸۲ ونیولے شو او اووہ میاشتی پہ ورسک کی وساتلے شو۔ 

دولسمہ او اخری گرفتاری: پاکستان کی باچا خان پہ اخری زل کال ۱۹۸۴ کی د کالا باغ ڈیم خلاف پہ جدوجھد کولو گرفتار شو او دغہ وخت د باچاخان عمر ۹۴ کالہ و۔

باچاخان د چا قتل نہ و کڑے، ھغہ د چا غلا نہ وہ کڑے بلکہ کہ دا اوئیلے شی چی ھغہ د چا ملاستہ غوا ھم نہ وہ پاسولے ، باچا خان اخلاقی قیدی نہ و بلکہ سیاسی قیدی و۔ باچا خان تہ اخری قید د ۹۴ کالو پہ عمر کی د پاکستان امیرالمومینین ضاء الحق رحمت اللہ علیہ ورکڑے و ۔ باچاخان پہ نڑئ کی د ٹولو ضعیف او عمر رسیدہ قیدی و ۔

د اسان حساب تر مخہ د افغانستان د ژوند نہ بغیر باچا خان پہ پاکستان کی پینزلس کالہ ( ۱۵) کالہ او ۴ ورځې  قید تیر کڑے دے۔ 

پاکستان کې د قېد موده: 4 — 0 — 15

ټول قېد 

 : 29years-6 Months -13 Days

په افغانستان کې د بېلتون ژوند

د دسمبر 1964 نه تر څلوریشتم دسمبر 1972 پورې

( ۸ کالہ د افغانستان ژوند

انجنئیر اعجاز یوسفزے

_____________________

 

د ټکر د شهیدانو د یادګار  د جوړښت شاته فلسفه :

۱- اوږده اوچت شوي خوارهٔ لاسونه

که تاسو د یاګار ماډل ته ځیر شئ نو دا فلسفه به درته عیانه شي ، چې د پښتون اولس اوږده لاسونه د خپلې زمکې او خاؤرې نه راوځي، او پورته اسمان ته د پاڅون او انقلاب په شکل اوچت شوے دي. د دې پاڅون شاته د خپلې  خاورې نه وتلي اوږده مړوندونه د پښتنو د ازادۍ اوږد مهاله تاريخ او خوزښت  ښائی چې د شپاړسمې صدۍ د پیر روښان د روښاني تحریک نه یې اغاز شوے دے۔ دا د دې زمکې د بومي اولس او  د ازادي خوښو پښتنو د خپلواکۍ پاڅون ؤ ، چې د عزم و همت علمبردار  ؤ ، چې ټکر یې  د استعمار سره د عدم  تشدد د ټکر  یو ښکاره پړاؤ دے۔ دا یادګار ښودنه کوي چې خدائی خدمتګار تحریک د پیر روښان او خوشحال خان د تحریکونو پیاوړې تسلسل دے۔

۲۔ د یادګار د ټولو پورته بل مشال دے چی د آزادۍ سمبول او علامت دے، او د اولس د پاڅون اوچت لاسونه د دغه مشال د نیولو هڅه او مبارزه کوي.دا د خدائی خدمتګارو د ازادۍ د جدوجهد  ښکارندویه دے۔

۳. دې لاسونو کې زنځیر او هتهکړۍ هم پرته ده چی د غُلامۍ زنځیر دے، او دا پاڅون د  غلامۍ د دغه زنځیر د شلولو کوشش کوي

۴ . د ټکر په څلي کې څلور اوچت شوي د پاڅون لاسونه د پښتون قام د څلورو شاخونو د پښتنو  دي ، چې یو ځاې په اتفاق او ورورولۍ  تړلي شوي دي.. شاخونه دا دي ، 

۱. سړبڼ ۲. غورغشت ۳. بېټن او ۴. کرلاڼي

دا د پښتون قام د اتفاق او اتحاد، سیاسي او قامي هم آهنګي د تلوسې او ارمان عکاسي کوي۔ 

دا د ټکر د یادګار د یو څو برخو اهم مفهوم دے۔

   ( انجنئیر اعجاز یوسفزے)

یادونه : ما ته ویاړ حاصل دے چې د ټکر دا یادګاري څلې د مشرانو په وېنا د امیر حېدرخان په حکومت( ۲۰۰۸۲۰۱۳) کې ما  ډېزاین کړے ؤ ، او په کال ۲۰۱۲ ۶ کې د ټکر کلي مخامخ د شاخ په غاړه ودرولے شوے ؤ، چې د ټکر شهیدانو ته تلپاتې خراجِ عقیدت دے-

(انجنیر اعجاز یوسپزی)

-
بېرته شاته