(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالخالق خلیق

[10.May.2023 - 06:44]

عبدالخالق خليق --- خدايي خدمتګار پبلشر او دپښتونمدیر

            ——————

لیک: انجنئیر اعجاز یوسفزے۔   

 

حکيم عبدالخالق خليق د نوښار د خاؤرې په مانکي کلي کښې په ۱۸۹۵ع کې په يوه خټکه علمي کورنۍ کښې پېدا شو. د پښتو ژبې غښتلې اديب' شاعر او ډرامه نګار و.دخليق صېب  ژوند ګڼ اړخيز جهتونه لري.طبابت' صحافت' سياست' طباعت'سوشل ورک' استازي 'د کتابونو او څپلو کاروبار حتيٰ چې د ټيکه دار د منشي دنده يې هم کړې ده. د پښتون د ښېګړې او د پښتو ژبې د ودې سودا يې په سر کښې لکه د مجنون لرله.د ازادۍ د مشال پتنګ و او د پښتون اولس د بېدارۍ' پرمختګ او خپلواکۍد خوځښت يو ناټيکاوه سر تېرې پاتې شوې دې.د خپل ډېر مخيز ژوند قيصه يې په خپله د" زه او زما زمانه"په منظومه بڼه ليکلې ده.د باچاخان د " انجمن اصلاح افاغنه" د سيوري د لاندې چې کومه کليزه مشاعره په ۱۹۲۷کښې په اتمانزو کښې شوې وه هلته د هغه نظم د وړومبي انعام حقدار ګرځولې شوې و. مخفي صېب او د کوهاټ احمد ګل دوېم او درېم انعام ګټلې و. د  خليق صېب لیکلي د پښتو ژبې د درنښت په اړه يې دا شعرونه د کتو دي

زهر قاتل د غېر د جام آبِ حيات کښې وينم -- جادوګري د غېرو ژبو کرامات کښې وينم         

 طبيبه ته که دارو کړې زما د ژبې وکړه -- زه خپل ژوندون د خپلې ژبې په حيات کښې ويم

        باچا خان په ۱۹۳۰ع کښې د خليق صېب د ليکلې يوې انقلابي ډرامې " خدايي خدمتګار" نه دومره متاثره شۀ چې خليق صېب ته يې د خپلې " پښتون" رسالې ادارت اوسپاره' چې هغه څو کاله په پښتانه مينه او قامی تنګ اوپاله. " شهيده سکينه" ېې يوه بله مقبوله شوې ډرامه وه .د پښون سياست او باچا خان د ملګرتيا په دې ازغنه لار کښې خليق صېب څو وارې د قېد و بند تکليفونه زغملې دي خو په خپلې وفا او پښتو لکه د غر مستقيم پاتې شوې دے. خليق صېب د " اداره اشاعت سرحد" په نوم يو پبلشنګ هاوس هم چلولې دې چې د پښتو د ليک لوست ارزغښتناک خدمتونه يې پکښې کړې دي. د خپل ژوند دا نابغه پښتون شخصيت په ۲۶ جنورۍ ۱۹۷۸ع کښې د مرګ په خوب اوده شه او وزير باغ پېښور کښې خاورو ته وسپارلې شه.  

د خليق صېب د اتمانزو د مشاعرې(۱۹۲۷ع) د انعام يافته  نظم څو کړۍ پښتنو سره شريکوم

 د سرحد صوبه به هم يو ګلستان شي --- که زلمي چرې په خپل وطن قربان شي

  که زلمو د ازادۍ قدر معلوم کړو ----    خپل وطن به ورښکاره لکه زندان شي

  په دې ژوند د غلامۍ به شي پښېمانه--- که حقوق ورته معلوم د کل انسان شي

 چې د خپل وجود اختيار يې په لاس نه وي ---په تش نوم به څه امير شي څه به خان شي

چې اختيار يې د رفتار په مزکه نه وي-- دغه قام به څه په خپل وجود شادان شي

 چې د حق اظهار کولې چرته نه شي --- څۀ پکار که علامه د ټول جهان شي

  يتيمان پښتانه واړه سائلان شو ----- نا خبر پښتون لا هغه شان شادان شي

 که چا سر په محبت د ملک کښې ورکړه-- دغه موت به يې حياتِ جاودان شي

 که نواب او لک پتي وي رنګ يې ورک شه-- چې يې وينې د خوارانو نوشِ جان شي

  هيڅ مشکله ازادي نه ده خليقه ----  که پښتون د اتمانزو په لار روان شي 

               -------------------------------------------------------

Abdul Khliq Khaleeq

by : Eng . Ijaz Yousapzai 10/05/2025

-
بېرته شاته