(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کېسه خانې شهېدان

[07.May.2023 - 12:51]

د کېسه  خانې ترمې ترمې شهيدان  .

23 اپرېل 1930

لیک: مولانا خانزېب

د ازادۍ نتيجه ګوره اوس دې قام ورکوي

ژبه،پښتو ،پښتونولي، د پښتون نام ورکوي.

عبد الاکبر خان اکبر.

                

 

د يورپ سيالګري قيسه خانه د پښتنو په ،پېرس ، ېادوي دا هم وائي چې چا پېښور اوليدو او قيسه خانه ئې اونه ليده نو د پېښور نه دې ليدلی ، خو دا رومانوي تصورات د قيسه خانې په اړه هغه وخت وو چې د محله جنګې په خؤا کښې به د قيسه خانې په مېنځ کښې د ،باړې د رود ، خوږې اوبه بېدلې خلک به د اوبو په غاړه ناست وو د مېنځنې ايشيا پورې او په  ( کابلې دروازه باندې به د کابل د لوري جوپۍ راتلی ) ټوله شپه به قيسې کېدلې او کاوې به څښکل شوې. اوس قيسه خانه هغه قيسه خانه نه ده بلکې د لارو ،لوږو، او د تمدني ارتقاء د بې ډوله ودانو د زغل په شکل کښې هغه ټول تصورات د مېنځه وړل شوي دي .

 کله چې قيسه خانې ته لاړ شې نو د شهيدانو ېو ېادګار په نظر راځي ددغه ېادګار شاته د پښتنو د ازادۍ لپاره د توي شوې وينې مقدسې وينې ېو لوئي داستان پروت دې !

 پدې بازار کښې ېواځې د تجارتي جوپو والا قيسې نه! بلکښې د ازادۍ په خاطر دپښتنو د شيندل شوؤ سرونو قيسې هم خخښې دي.

په ۲۳ د اپرېل ۱۹۳۰ کښې پيرنګي په پېښور قيسه خانه بازار کښې په تش لاسي پښتنو د کرنل مټکاف په امر  دوه ګنټۍ نېغ په نېغه ډزې اوکړې چې په نتيجه کښې د څلورو سوو پورې پښتانه اووژل شو ، په وژل شوو ژوبل شوو کښې  د ازادۍ په مبارزینو کښې ډېر پښتانه هندوان مبارزين هم شامل وو ترپينځه سوه ژوبل وو ،د ډېرو خلکو مړي پيرنګي ورک کړل او په اټک کښې په ،اباسين ،لاهو کړل ، اباسین ته مړي ددې لپاره اچول شوي وو چې ېو د مړو شمېر کم اوښودل شي بل د اولس د اشتعال او قهر نه د ځان ژغورنې لپاره داسې کول شو چې د ېو ظلم پټولو لپاره بل ظلم روا کړې شو او خلکو د تل لپاره خپل مړي هم اونه ليدل .

 دا ناتار د پښتنو په سرونو د پيرنګي په دوه سوه کاله واکمنې باندې د تل لپاره ېو تور داغ دې ( په درېم اپرېل 1919 کښی په هند کښې د رولټ اېکټ په ضد جلېانواله باغ پېښه کښې د قيسه خانې نه کم خلک وژل شوي خو دا تاريخ جبر دې چې د جلېانواله خو نړۍ وال حېثيت لري خو قيسه خان لا په تيارو کښی ده ) په جلېانواله څو کاله وړاندې د انګلستان وزير اعظم ډېوډ کېمرون د هند د دورې په وخت په هند کښې د ټول هند نه مافي ګوښتې وه خو د قيسه خانې قيسه لا د نړۍ پټه ده ځکه د ، اولف کېرو ، پشان خائنانو ددې پېښې په اړه تاريخ مسخ کړې ،  په قيسه خانه کښې به تاسو د بازار په مېنځ کښې اوس هم ېو ،ېادګار ،وينې چې دا ددې خبرې ثبوت دې چې د پيرنګي په ضد د ، اوچې وړې ، په آزادې کښې د ټولو نه زېاته برخه پښتنو د زندانونو او خپلې وينې قربانې په شکل ورکړې دي دا هرڅه د پاکستان لپاره نه بلکې د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره وو د هند وېش د تاريخ جبر شوې،دغه ېادګار په ړومبي ځل د قيسه خانې ېو روزګاري  ، عاشق حسېن فروټ مرچنټ ،دوه ورځې پس جوړ کړې وو دغه ېادګار بېرته د شپې پيرنګېانو وران کړو  خو  بېا وخت په وخت د نواجوانان بهارت سبها له خؤا تازه کړې شوې اوسنې ېادګار د پېښور مئېر ،سعيد خان ،جوړ کړې . .

ددې پېښې حقيقت دا وو چې په هندوستان کښې ګاندهي جي په مارچ ۱۹۳۰ کښې د ،سول نافرمانې ، غږ پورته کړو او خپله مالګه جوړولو اعلان ئې اوکړو او د مالګې د ټېکس ورکولو نه ئې هم انکار اوکړو په هغه وخت کښې مالګه به د حکومت د ،این او سي ،نه پغېر نه جوړېده  حکومت ته به د مالږې ډېره ګټه راتله ،په پښتونخوا کښې ،پراونشل کانګرس کمېټې ، د اپرېل په دوئمه اونې کښې  د مالګې جوړولو پرېکړه اوکړه او په درويشتم د اپرېل د شراب خانو مخې ته د ېو لوئي جلوس سره د ،پکټنګ کولو هم . دغه راز ددې پېښې ېو کال وړاندې په یویشتم د اپرېل د قامي تحريک ،خدائي خذمتګار ، بنسټ هم کېښودل شوې وو.

 په زرګونو خلک دلته راغونډ شوې وو علي ګل خان به د پبو نه د مالګې کچه خاوره راوړه او ، توله توله ، پونړې به خلکو په سل سل او دوه دوه سوه روپۍ اخيستې  ،د کانګرس کمېټې ته باچا خان اووئل چې مونږ په اتمانزو کښې په اتهلسم اپرېل ېو دوه ورځنې ،کسان کانفرنس،  جوړوو تر هغې صبر اوکړئاو دغه غونډه راسره په شريکه کامېاب کړئ دا غبرګون به بېا په شريکه اوکړو ،هغې د باچاخان خبره اومنله او په شلم تاريخ د شراب خانو په ضد خپل غبرګون پکټنګ ئې اوځنډولو. په اتمانزو کښې د خدائې خذمتګارو او افغان جرګې له اړخه پدغه غونډه کښې په لوئي شمېر په زرګونو خلکو ګډون اوکړو او په پښتنو کښې د ازادۍ په اړه ېو نوې جذبه پېدا شوه ددغه جلسې نه پس په پيرنګېانو ېو ېره خوره شوه .

د جمهوريت مجلې مدير مولانا خان مير هلالي وائي ! چې زه د درويشتم اپرېل په جلوس کښې وومه دې وائيچې په اتمانزو کښې باچاخان کمه لوېه انقلابي جلسه اوکړه څه اتيا زره خلکو پکښې ګډون اوکړو د جلسې په آخر کښې په درويشتم اپرېل د قيسه خانې په غونډه کښې د پښتنو نه ګډون خواست اوکړې شو هم ددغه اعلان نه پس په پيرنګېانو سخته شوه .

د کانګرس کمېټې او د ،بهارت سبها ،ځوانانو د سول نافرمانې غبرګون ښکاره کړو او په ۲۳  اپرېل په شپه ځائې په ځائې دخلکو نيول  پېل هم کړل شو . باچاخان چې کله په شلم د اپرېل د خپلې غونډې نه اوزګار شو په ېويشتم اپرېل ئې مېلمانه په مخه ښه کړل نو د درويشتم اپرېل په سحر وختي د خپلو مرګرو ، حاجي شاهنواز خان ، مېا احمد شاه ، عبد الاکبر خان اکبر ، او ،سرفراز خان ، سره پېښور ته راروان شو ځکه چې د پېښور د کانګرس کمېټې او نورو خلکو ورته بلنه ورکړې وه  د ،ناقۍ ،په مقام پيرنګېانو باچاخان اونيولو باچا خان تې وارنټ اوګوښتو ددغه  ځائې پولیس ورته وارنټ اوښودو ددغه ځاېه باچا خان رسالپور. چهاوڼې ته بوتلې شو د سرحدي قانون د څلوېښتمې مادې لاندې ئې درې کاله ،بند ، ورته واورولو او سره د نورو مرګرو ئې د پنجاپ ،ګجرات زندان ،ته واستوو .

د باچا خان په نيولو چې خلک خبر شو نو په خلکو کښې  ډېر قار او غصه راپارېدله . کاکاجي صنوبر حسېن پدغه وخت کښې د ،بهارت سبها ، د ځوانو په ډله کښې وو د نيولو په شپه هغه ځان د ،ارباب عبد الرؤف ،په بالا خانه کښې ځان بچ کړې وو څه کال پس بيا کاکاجي د قبائلي سيمو په لور تلې وو.

مولانا عبد الرحیم پوپلزۍ چې دغه وخت د نواجوانان بهارت سبها صوبائي صدر وو خو ، علي ګل خان ، رحيم بخش غزنوي ، عبد الرحمن ريا ، اچرم رام کپور ، روشن لال ، لالا پيړا خان ، اونيول شو او د کانګرس پراونشل کمېټې ، دوه غړي ، غلام رباني سیهټي ، او الله بخش برقي ،  د شپې د نيولو نه بچ شوي وو ، په ۲۳ د اپرېل چې کله دغه دوه کسان د ،پراونشل کانګرس کمېټې ،دفتر ګهنټه ګهر پېښور کښې وو نو پوليسو اونيول او د ځان سره ئې د کابلې تانړې په لور لاس تړلي راروان کړل د کابلې تانړه هم د هغه دروازې سره نزدې ده چې پیښور له پخوانېو شپاړسو دروازو نه ېوه  دروازه ده. د انګرېزانو په زمانه کښې دغې دروازې ته  ،،ایډورډ ګېټ ،، هم وائل کېده. وخت په وخت د دغو دروازو د سینګارېدو چاري په مخ وړل شوي دي چې اوسنې جديد شکل ئې بشیر بلور جوړ کړې. کابلۍ دروازه د خېبر بازار او قيسه خوانۍ په منځ کښې اوس په نوي بنړه موجوده ده. دا دوه کسان چې خلکو اوليدل نو خلک سخت راپارېدل د پوليسو د ګاړي ټائرونو ئې تش کړل او پوليسو ته ئې اوئيل چې دا خلک دلته پرېدېپخپله به تهانړې ته درځي پوليسو ځان خلاص کړو او دغه دوه کسان سره د جلوس نه کابلې تانړې ته روان شو چې کابلې دروازې ته جلوس راورسېدل نو پدغه ځائې کښې په لږ وخت کښې څه شل زره خلک راغونډ شوي وو خلکو جذباتي نعرې به لږولې پدغه جلوس کښې د خدائې خذمتګارو د غړو سره د کانګرس کمېټې ،بهارت سبها ځوانان ،او په لوئي شمېر کښې عام پښتانه شامل شو چې د هندوانو او سيکهانو ځوانانو هم پکښې ګڼ شمېر وو .

په جلوس کښې خدائې خذمتګارو وګړو به خلکو ته بېا بېا وائل چې هيڅ قسمه تشدد به څوک نه کوي مونږ د تشدد خلک نه يو . پوليسو چې د خلکو دا ګنړه اوليده نو پوځ ئې راوګوښت پوځ چې کله رارسېدو نو ړومبې ګاړې تېز روان وو او ډرائېور د تهانړې د دروازې سره په جلوس کښې په ېو هندو ځوان ، لاله وسوند دهي رام ، باندې دپاسه وروخېژؤو په ځائې مړ کړو خلک نور هم په غصه شو پدې وخت کښې ېو پوځي په ،موټر سائېکل ،سور راروان وو چې په جلوس کښې ېو کس چې د ښار بدماش وو ، پالوان عبد الرحمان ماني ، په تبر وشلولو  علاؤ الدين نوم ئې کس موټر سائېکل ته سره د مړي اور اولږولو ددې سره لانجه جوړه شوه او پيرنګي پوځ نېغ په نېغه په عامو خلکو ډزې پېل کړې د پيرنګي پوځ دا ګمان وو چې خلک به اوتښتي خو پښتانه سره د ډزو نه پشا کېدل  .

دا ډزې په ېوولس بجې شروع شوې او تر درې بجو پورې مسلسل روانې وې په بازار او کوڅو کښې هم ځائې په ځائې خلک ويشتل شو او په هرلور مړي او ژوبل خلک پراته وو او وينې بېدلې ټوله قيسه خانه د پښتنو په وينو سره شوه .

په دوېمه ورځ پيرنګي پوځ د هندوستان ،ګهوړېال ، پوځيانو ته واک ورکولو خو هغې د واک اخيستو نه انکار اوکړو د هغې مشر ، وير رانا چندرا سنګھ، اوائل مونږ خپل خلک نشو وژلې د چندرا سنګ سره د ېو کم شپېته  پوځېانو نه وسله واخيستل شوه   او درې ورځې پس هندوستان ته ستانه کړې شو ،چې کله د پېښور نه روانېدل نو د ،بهارت سبها ،ځوانانو له خؤا په قيسه خانه کښې ېو غټه غونډه اوشوه چې څه څلوېښت زره خلکو پکښې ګډون درلود او شهيدانو او دغه پوځېانو ته ئې پېرزونې وړاندې کړې ، دغه پوځېانو  په هندوستان کښې کورټ مارشل اوشو لس لس او شل کاله زنداني کېدو سره چندرا سنګ ته د مرګ سزا واورول شوه جایدادونه ئې ضبط کړل شول د چندرا سنګ د مرګ سزا په ضد دهغه وکيل بېرسټر،مېکنډي لال ورله پېښور ته رالې او د مرګ سزا ئې ورله ختمه کړه او ېوولس کاله زندان ورته واورول شو  چې په 1941 کښی بېا خوشې شو په 1979,  کښې د نړۍ سترګې پټې کړې په 1992 کښی د هند حکومت د چندرا سنګ په نامه ېو ډاک ټکټ هم جاري کړې وو . ولي خان وائي د ازادۍ نه پس دغه پوځېانو کښې ځنې کسان ما  په هندوستان کښې اوليدل چې د هند حکومت ورته د ستائنې مېډالونه هم ورکړي وو او پخپله دغه پرېکړه ئې وېاړ کوو . د قيسه خانې دې پېښې په نړې والا توګه پيرنګېان سخت بدنام کړل په ټوله پښتونخوا او قبائلي سيمو کښې هم په خلکو کښې سخت غبرګون خور شو او د حاجي صېب ترنګزئې په مشرۍ کښې د شب قدر ډېرې په پوځي قلا ېو لوئي جنګ اوکړو چې د پيرنګي جنګي الوتکو پکښې تر ګنډاو پورې هم بمباري اوکړه د ترنګزو باباجي لښکر په دولسم جون باندې خور شو .

دغه راز په ټوله پښتونخوا کښې ددې پېښې نه پس د پيرنګېانو په ضد د اپريدو او وزيرستان پورې جګړې جوړې شوې.

په دېرشم د مئي د ،پنځکوړۍ سيند ،په غاړه د ملاکنډ نه تر د باجوړ د اتمانخېلو پورې د قيسه خانې د پېښې په ضد ېوه لوېه جرګه اوشوه د جون په مياشت کښې د اتمانخېلو لښکر د چارسدې تنګي پورې اورسېدو د پيرنګېانو جنګي الوتکو دلته بمباري په لښکر اوکړه خو لښکر د خورېدو په ځائې ځان د ،جيندي ،په غاړو کښې سمبال کړو او څه وخت پس خور شو د اتمانخېلو د لښکر ماتولو لپاره ډېر سيمه ايز ملکان پيرنګي د ځان سره په لار کړي وو څه وخت پس د جولائي په میاشت کښې د اتمانخېلو لښکر ېو ځل بيا د ،الينګار فقير ،په مشرۍ کښې د جيندي د غاړو مورچو ته اورسېدو پيرنګېانو د ، کرنل سکاټ ،په قومنده کښې لوئي پوځ تنګي ته رولېږو دلته لوئي جنګ اوشو او په لوئي شمېر پکښې خلک مړه او ژوبل شو ددغه جنګ نه پس بيا لښکر خور شو.

  د پيرنګي په سرکاري رپورټ کښې د قيسه خانې ددغه ورځې مړي صرف شل ښودل شوي او ددغه پېښې پړه په خلکو اچول شوې چې دوئي د حکومت په ضد انتشار جوړلو د نوجوانان بهارت سبها ئې د روس ايجنټان بللي خو حقيقت دا دې چې مړي د څلور سوه نه هم ډېر وو ډېرو خلکو ته خپل مړي ورنه کړې شو او د شپې د شپې اباسين ته اوغورځول شو . هم پدغه مړو کښې څه اتهه دېرش مړي په جرنېلې ،ليډي ريډنک روغتون ،کښې نن خخ دي او څه څلوېښت ګامه دننه ښي اړخ ته دغه شهيدان د روغتون په اديره کښی دي ،خو داسې اندازه ده چې پدغه قبرونو کښې ډېر خلک خخ کړې شوي څه څليرشت مړي چې ېو پکښې زنانه هم وه د خواشا کلو زنانو وړي وو او ځائې په ځائې خخ کړي وو  . پدغه مړو خلکو کښې چې کم ښکاره کسان مړه وو نو هغه اووه پنځوس کسان وو چې د هغې نومونه څرګند دي او نور نامالومه کړې شو .

د کانګرس غړو څه مړي په محله خداد څه د خپل دفتر او څه په ،منډي بيري خواشا جماتونو  ،او ، موچي پوره ،کښې خخ کړل څه مړي په بار اديرو کښې او څه د هندوانو مړي په اور کښې هم سوزول شوي وو

مولانا عبد الرحیم پوپلزئې او رحيم بخش غزنوي د نهه کاله لپاره زندان ته اولېږل شو ، سردار عبد الرب نشتر ، پير بخش خان ، عبد العزيز خوشباش ، الله بخش یوسفي ، سردار کاهن سنګ ، امير چند رنګين ، سردار ملاپ سنګ ، اچرم رام ، مهاشه کرشن ، مفتي مير احمد ، عثمان نسواري ،ډاګټر ګېلاني او ګڼ شمېر سېاسي فعالان زندان ته واستول شو . دغه راز په لوئي کچ خدائي خذمتګار اونيول شو د عبد الاکبر خان اکبر د وېنا ترمخه صرف درې نيم زره خدائي خذمتګار د بالا حصار په زندان  کښې اچول شوي وو او سنټرل جېل هم د خلکو نه ډک کړې شوې وو

د قيسه خانې  ،بابړې ، او د افغانستان څلوېښت کلن ناورين په شان  پېښې ددې جوګه دي چې دا دې د پښتو ادب د لارې د ،نړۍ وال ادب ، په ډګر کښې ځائې کړې شي دا لوړ ادبي او تاريخي مقام ته نه اوچتول زمونږ په ادبي خوځښت باندې لوئي سؤال دې ،ددې سره سره د نصاب تعليم برخه دې کړې شي په نصاب کښې دا حقيقتونه پټول په حقيقت کښې د اولس نه خپل تاريخ، اتلان او اجتماعي حافظه پټول دي . بائد چې د پښتنو سياست مدار دا ډول پیښې د خپل نصاب تعليم برخه کړي د نصاب تعليم نه خپل تاريخ او اتلان بار کولو هڅه د پيرنګي نه پس د پاکستان واکمنو هم ښه دوام داره ساتلې دوئې د پاکستانيت په نامه د جعلي قاميت لپاره  ناکامه هڅه کوي چې په نتيجه کښې د محکوم قامونو تاريخ د مېنځه وړلو سره د هغوئې د وسائلو چور تالان ته د ېو خاص طبقې لاس رسی جوړول دي دا رياست ګڼ ژبنيز او قاميز رياست دې د قامو د تنوع انکار د پنجاپ بادار استعماري عزائم ترسره کول دي ،قاميت فطري اکائي ده دا چرې هم په تپل شوو ډسکورسونو نه جوړېږي.

 

سرچينې.

 

په آزادې کښې د پښتنو برخه. عبد الاکبر خان اکبر.

Frontier tragedy, سردار پټېل ، پښتو ژباړه علامه رشاد 

 زما ژوند او جدوجهد . باچا خان.

دی پهټان ان ارمډ ، ميکوليکا بينرجي.

باچا خان . فارغ بخاري.

باچا خان او خدائي خذمتګاري . ولي خان.

خدائي خذمتګار. احمد کاکا .

تاريخ خیبر پښتونخوا. محمد شفيع صابر.

 

مولانا خانزېب...

-
بېرته شاته