(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نظم شاعر

[02.May.2023 - 07:21]

د نظم شاعر

ليک.. سيد مامون الرشيد رشيد

زلمے ملګرے سيد افضل شاه باچا په بنيادي توګه د نظم شاعر دے ۔

 شاعر او شعر دوه داسې ټکي دي چې يو بل سره د نوک او اوورۍ تړون لري بل د شاعر او شعر مادې ته په شين او عېن زور وئيلو سره عربۍ کښې شعر وائي چې معنيٰ د يوې معاملې په باريکو پوهېدل دي ۔ شعر  وېښتو ته هم وايي او وېښتۀ نري نازک او باريک وي نو له دې کبله داسې معنيٰ کښې استعمالېږي چې په عقل او فکر غور او سوچ سره د يوې معاملې ډونګي والي ته رسېدل او شاعر په دې ټولو خبرو به خامخا پوهه لري ځکه خو شاعر ته په عربۍ کښې ناظم هم وايي ولې چې په دغه باريکو سوچ او فکر نه پس لفظونو ته يو داسې نظم ورکړي چې د شعر په رنګ کښې يې د اولس د زړونو ترجمان وګرځوي ۔شاعري تاريخي شواهد او بنيادي حقائق دي ۔ د ژوند په لاره نور خلق د کندو کپرو نه اګاه کول دي او پکښې د نوي ژوند توان پېدا کول دي او دا کار شاعر يواځې په خپل سر کوي ۔ د مالي مالياري ، د کاتب کتابت  د مصور مصوري ، د سنګتراش سنګتراشي ۔د مقرر تقرير دا ټوله شاعري ده او شاعر څۀ د اوس نه نه دي راغلي يا پېدا شوي بلکې د کوم وخت نه چې انسان د خپل اواز د سر او تال د خوږوالي نه خبر شو نو د خپل اواز نه يې نوره دنيا متاثره کړه او نورو خلقو هم د دغه انسان په شان دغه عمل کول شروع کړل او دغه رنګ ادب په وجود کښې راغے ۔ اوس د ادب استاذان ادب په دوؤ برخو کښې تقسيموي نظم او نثر   داستان ، ناول، افسانه ډړامه تکل ، خاکه ،رپورتاژ ، سفرنامه او ځنې نور د نثر په حصه کښې راځي خو زما مو ضوع د نظم ده نو د نظم د صنفونو په بنياد د هېئت په لحاظ مثنوي، رباعي، مخمس، مسدس، قطعه، ترکيب بند، ترجيع بند، بند نظم، معريٰ په نظم کښې راځي او غزل قصيده ،مرثيه د موضوع په لحاظ په نظم کښې راځي ۔ اوس په خصوصي ډول بيا نظم کښې چې کوم هېئت دے يا د نظم کوم جوړښټ دے چې زمونږ شاعر يې خپله شاعرۍ کښې ډېر ليکلے دے ۔هغه معريٰ نظم دے او يو څو ازاد نظمونه دي ۔ ازاد نظم چې فرانسيان ورته ورس لائبر(vers liber) وايي چې دې ته کثير الصوتي هم وئيلے شي ۔په انجيل کښې د سام او سلېمان سندره په ازاد نظم کښې ليک دي (The song of Solomon and psalm) د انسائيکلو پېډيا بريټانيکا په پاڼو کښې داسې لفظونه د ازاد نظم د پاره راوړلي شوي دي چې " ترننه څۀ خاص تعريف د دې صنف نۀ دے شوے ۔نو د دې وجه دا ده چې په پوره ډول يې وزن دار تعريف کول ممکن نۀ دے ۔ د بحر او قافيو د نۀ لرلو باوجود يو د اهنګ خيال پکښې ساتلے شوے دے ۔دا په مثال د يو داسې وجود دے چي هر څۀ يې واضحه ښکاري او په اصل معنو کښې نظم د پټ وجود حېثيت لري ۔ تش بحر او وزن شاعري نۀ شي کېدے او نۀ د ټکو په خالي ترتيب سره نظم په وجود کښې راځي۔ د انګرېزي شعري اصولو په رڼا کښې ازاد نظم د دې خبرې پابند دے چې يوه مصرعه د کوم ځائے نه ختمېږي نو بله د هغه ځائے نه شروع کېږي ۔ د يو عام لوستونکي د پاره خو په ازاد نظم او معريٰ نظم کښې څۀ فرق نۀ وي خو شاعر اديب ته دا خبره معلومه ده چې دا صنفونه د يو بل نه ډېر بيل او بدل دي ۔ زړو انګرېزي شاعرانو به ډړامې په معريٰ نظمونو کښې ليکلې ۔ په معريٰ نظم کښې اکثر د مهماتو ذکر وي ۔په يوه ليکه زغل نۀ کوي او ازاد نظم په يوه ليکه زغل کوي ۔ بله د بېلتون غټه خبره پکښې دا ده چې ازاد نظم د فرانس پېداوار دے او معريٰ نظم د انګلستان ۔ معريٰ نظم ته انګرېزان بلېنک ورس (Blank verse) وائي ۔کۀ د اصطلاحاتو په رڼا کښې ورته وکتے شي نو معريٰ ته غېر مقفيٰ هم وئيلے شي ۔ د معريٰ لفظي معنيٰ کۀ لغړ ده نو دا ټکے د پټ په ضد دے ۔ هر کله چې ازاد د پابند په ضد ودرېږي نو معريٰ ته دا نوم په دې وجه ورکړے شوے دے چې دا نظم په خپل وجود د قافيې او رديف قېد نۀ مني خو په دواړو کښې د هېئت او موادو په لحاظ لوئے فرق دے ۔ هغه دا چې دې دواړو کښې دې ته نۀ شي کتے چې شاعر په څۀ ډول لګيا دے بلکې دا خبره پکښې ضروري وي چې شاعر څۀ وائي ۔ د دواړو د پاره نفس مضمون اهم دے خو دا يا د لرل پکار دي چې ازاد نظم د روايتي شاعرۍ نه تېښته کول دي خو دا يوه داسې تېښته ده چې په ځان دننه تعميري عنصر لري ۔ معريٰ نظم په اول ځل سرې دورجل په ترجمه کښې استعمال کړے وۀ ۔ ورستو بيا په ډرامو کښې عام شو ۔ د ملکه الزبتھ په دور کښې نظم معريٰ د ډرامې معيار ګڼلے شو ۔ او ثبوت يې دا دے چې جان ملټن د فردوس ګم ګشته غوندې سنجيده موضوع د پاره هم د نظم دا انداز غوره وګڼلو۔ دې ته مونږ پښتانۀ انګرېزي چپې هم وئيلې شو ۔ هغه وخت د معريٰ نظم يوه مصرعه لس لس چپې وه خو زمونږ د پښتو د شاعرۍ او د پښتو ژبي ځان له لارې دي ۔ دلته هر شاعر چې په هر څو چپو کښې وليکلې خو زيات تر په اوږدو چپو کښې ليکلي شوي دي  خو زمونږ افضل شاه ډېر معريٰ نظمونه په اتۀ چپو او ځنې په اووۀ چپو کښې ليکلي دي ۔ په لنډو چپو کښې کۀ شاعري کول ګران کار دے نو افضل شاه دغه ګران کار ته دا نۀ چې کار وئيلے دے ۔ په عملي توګه يې چاپ کړي هم دي ۔ د افضل شاه د شعرونو وړومبۍ مجموعه " ارمان پاڼې پاڼې ګل " چې يو سل شپېتۀ (160) مخونه لري ۔چې په هغې کښې يو کم دېرش (29) غزلونه او يو سل شپږېشت (126)نظمونه چا دي چې لس (10) پکښې ازاد دي چې "انتساب " ، " د خيال دنيا " ،" بس يو تۀ يې " ، " زۀ څۀ خبر وم" ۔" ګونګه ژبه " د امېد په تسلسل کښې " ، "جمال "، " Fire fly" ،ما هېر کړه " او " ګل مينه " سر خطونه لري ۔ يو سل شپاړس پکښې معريٰ نظمونه دي خو د نمونې په توګه ترې زۀ پرله پسې څو نظمونه په دليل کښې را اخلم

 اول " سي اېل آئي " نظم پوره وړاندې کول غواړم ۔

 

ټېلي فون مې کړنګا شۀ 

ريسيور به مې اوچت کړو

يو رېښمين اواز به راغے 

زما زړۀ به په درزا شو 

ټول ماحول به سُر او ساز شو

خو يو نوې بلا راغله 

ټېليفون کولے نۀ شو 

يار ته يار وئيلے نۀ شو

سی ايل ائ مو رقيب شو

اوس مې تنده نۀ ماتېږي

اوس په خيال باندې تېرېږي 

ستا خبرې مې يادېږي

خپل نمبر خپله مېلاؤ کړم 

اوس د ځان سره ګورېږم

خو اوس چرته مشغولېږم

ستا اواز چې پکښې نۀ وي 

سر او ساز چې پکښې نۀ وي

ټېلي فون راته بلا شو 

ستا اواز رانه جدا شو

 

 اوس چې افضل شاه دا معريٰ نظم لیکۀ نو د دې په ځائے يې غزل يا د نظم په بل صنف کښې هم ليکل کولے شو خو معريٰ نظم هله جواز لري چې خيال، فکر، تصور ، شعور يا کېفيت داسې سېلابي شکل اختيار کړي چې د قافيې د قېد او بند لاهو کړي ۔په دې نظم کښې د يو انسان انساني جذباتو او احساساتو ته چې کوم زيان رسېدلے دے۔ هغه هم په دې چوکاټ کښې راتلے شو ۔د نولسو مصرعو دې نظم کښې چې لوستونکے ديارلسمې مصرعې له راورسي نو د طاهر بونېري صېب غزل يو شعر د دې نن وخت نمائندګي کوي چې 

بيا د اختر مبارکي ځان ته په خپله ليکم

بيا مې راياد شو چې زما د يادولو څوک دي

 

 دا کېفيت طاهر صېب هم بيان کړے دے خؤ په جدا ډول او زمونږ دې ښاغلي په بل رنګ ۔حالانکې دواړه زلمي دي خو د ښۀ شاعر يو صفت دا هم دے چې هر څۀ ليکي خو ځان له يو انداز به يې ضرور وي ۔ بل معريٰ نظم غنائيت لري چې (Rythem) پکښې موجد وي ۔ خدائے بخښلي حمزه صېب به وې چي څوک د ساز د زير و بم سره اشنا نۀ وي نو د هغه کلام کښې ناڅاپي يا بي ساخته غنائيت نۀ راپېدا کېږي۔ ازاده شاعري خالي په پښتو کښې خبرې کول دي۔  اوس د خليل جبران په نثر کښې چې کوم شعريت دے نو شاعرانه نثر يا ادب لطيف ورته وئيلے شو۔ خو شاعري نه ځکه چې د فن صداقت د مبالغې په غېږ کښې نۀ ځايېږي۔ دغه صداقت د وجدان په جولۍ کښې ځايولے شي ۔ د داسې قسمه احساساتو ترجماني هم داسې شاعر کولے شي چې فنکارانه قوت پکښې وي۔ د دې خبرې پخلے امريکني ليکوال (Walt wihtman) والټ وائيټ مېن داسې کړي دي چې د فنکار په روح کښې څۀ داسې قوت وي چې ورته وايي په غؤرځنګ شه، ګردابي شه۔ دغه غورځنګ او ګردابي خاصيت فنکار د فطرت د جذباتو او د فن، بقا د کېفياتو قابو کولو جوګه کړي۔ د فن د فوځ حېرانونکې بري (فتح) دا وي چې د ځنګل د ونو او د سړک په غاړه د ولاړو وښو په ګرت کښې نۀ راتلونکي جذبات په ځان کښې ځائے کړي۔ زما نظم بايد چې د هغه کېفياتو هنداره وي چې زۀ يې عکاسي کوم۔ زما په نظم بايد چې قاري زما په خوا کښې ولاړ وي۔ هر هغه څه په دغه آئينه کښې ويني چې زۀ يې وينم ۔" د ستر شاعر هر څۀ کښې خپل روح پوک وهي نو وړو شيانو له هم داسې عظمت ورکوي چې د آفاقي ژوند انځور ګر وي۔ ډېر کاله وړاندې به دا خبره کېده چې داسې يوه آله به راوځي چي تا ته هر څوک د هر ځائے نه خبر درکول غواړي نو د هغه خبرو کونکي نمبر به تا ته په خپل ټېليفون کښې ښکاري ۔دا په هغه وخت کښې يوه نااشنا خبره وه خو د شاعر احساس د عام اولس نه يو په سل تېز وي ۔هغه ماضي څۀ چې مستقل هم د حال په ژبه ليکي ۔ د افضل شاه دغه نظم ډېرو مينه والو هغه وخت کښې خوښ کړے وۀ ۔ اوس خو ئې مزه يو په دوه شوه چې سي اېل آئي هر څوک خبر شو ۔  " د احساس په سمندر کښې " نظم کښې د مينې او کرکې فرق په ګوته کړے شوے دے ۔ چې کۀ چرې وغواړې نو د لوستونکيو د پاره د بلنې کار ورکوي ۔ د مينې په لاره تلل  يو ښۀ صفت دے ۔ په " مينه " نظم کښې هم د پورتني نظم خبرې دي خو لږ په وضاحت او تفصيل سره چې يواځې ځانله مينه غوښتل پکار نۀ دي بلکې د هر انسان عظمت هم په فطري مينه کښې ويني ۔په " اظهار " نومې نظم کښې د پښتني ماحول ټولې خبرې خوندي دي کومې چې زمونږپه پښتنه ټولنه کښې د دود دستور په دائره کښې راځي چې اخوا دېخوا ترېنه وتل اولسي ژوند بائيلل دي ۔ "يويشتمه پېړۍ " نظم کښې د روان ژوند ټولې خامۍ په ګوته شوې دي لکه چې څهرې بدلېږي ضرور خو نظام هغه د دام او دانې دے ۔ نيتونه خويونه د تربګنو نه ډک دي ۔ انصاف عنقا دے ۔ سړي توب په ټپو ناست دے ۔ وفا هم د هوا مارغه شوے دے ۔ د ظلم راج دے او د ظالم مشري ده ۔ دې نظم کښې د اتفاق او خپل حق اخستو او د خپلو مسئلو او پېښو حل ورښائي چې اې انسانانو کۀ تاسو خپلو کښې سره يو شوئ نو نظام به ستاسو پښو له راځئي ۔په " مزدور " نظم کښې د نړۍ په سطح د مزدور خبره شوې ده چې د سالمې نړۍ هر کار په مزدور روان دے خو مثال يې داسې دے لکه څوک چې د چينې په غاړه تږے ناست وي ۔ ټولو خواري کښو ته يو زوردار پېغام دے ۔ په "شاعرۍ" نظم کښې چې د کومو خبرو ذکر دے هغه د يو فنکار د اصلي ليکنې دے ځکه چې وړې وړې خبرې ژوند له ژوند وکري ولې چې تخليق کاري يو الهامي عمل دے او فن هله فن وي چې دغه عمل له وجود ورکړي ۔ ناقدان دې عمل ته "آمد" وايي او کۀ د عمل په تعطل کښې يو فنکار په زور څۀ تخليق کړي نو دا "آورد" دے۔ دا د مشق سخن اظهار وي فني استکاري يا استاذي ښايي خو فنکاري پکښې نۀ وي ۔ فن ښۀ ښائسته او رښتونے وي ۔ شاعر په دې نظم کښې هاغه کېفيات بيان کړي دي کوم چې په حقيقي معنو کښې د شاعرۍ صفت دے۔ د  معاشرې د سود خورو او د مجبورو انسانانو د زيړو زبېخلو څهرو او د هغوي د وينې د نچوړ قيصه په "سود" نظم کښې ښکاره ده ۔ دا لعنت نن سبا ډېر عام دے او ليکوال د داسې حالاتو نه سترګې پټولې نۀ شي ۔ په "زبرګ" نظم کښې د نن وخت د واعظ ، ناصح ، زاهد او په نوم متقي ښۀ خبر اخستے شوے دے چې د غرض سپين څادر يې په ځان راخور کړے وي ۔خپل ګناهونه او عېبونه د نور بنديانو نه پټوي ۔ د زبرګۍ په جامه کښې وهنې کوي او ظالم نظام ته د پشتۍ ورکولو کار کوي ۔ منافقت د ځنو انسانانو په ضمير کښې لکه د خمير اخلے دے چې د هغوي د وجود نه د بېلتون خيال ئې هوائي خبرې دي ۔ تر څو چې په عملي توګه داسې کسان نيست نابود نۀ شي نو حالات نۀ ښۀ کېږي ۔ دا يو ښۀ نظم دے او هم د داسې رسا ذهن فنکار دا کار کولې شي ۔ ولې چې قلم لوئے طاقت دے ۔ ښۀ فنپاره وي داسې لکه د ګلاب ګل چې په کتو ئې نظر سمسور شي۔ فن کۀ په بنيادي طور ابلاغ دے نو ښاغلي افضل شاه ښۀ په بريالتوب خپله وظيفه ترسره کړې ده ۔ "دا ژوندون " دا ښائي چې انسان دې د انسان د بندګۍ وساتلے شي او د داسې خبرو خپرونه چې هر څوک کوي نو جهاد دے۔" توبه " نظم کښې د اوسني وخت د انسان د عمل يوه روښانه آئينه وړاندې شوې ده چې رنګ رنګ ظلمونه زور زياتي کوي او بيا چې د ټوپونو نه پرېوځي نو توبې وباسي او وائي چې خدائ الله تعالیٰٰ غفور و رحيم دے۔ د انساني ژوند حادثات کۀ چا ته کم ښکاري ولې شاته يې ستر حقائق پټ وي هسې خو په نظر يو انسان يو شان ښکاري خو چې عمل ته يې وګورې نو ټوله څهره يې راڅرګنده شي ۔ 

 په " انټر نېټ " نظم کښې کۀ د کمپيوټر په ذريعه ډېرکارونه اسان شوي دي او ټوله نړۍ يو کور شوےدے نو بل اړخ ته يې د انسان نه يو مشيني پرزه جوړه کړې ده چې د يو والي ، همدردۍ ، د مينې ، احساس هر څۀ يې ترې هېر کړي دي او د ځان ځانۍ يو احساس يې ورکړے دے ۔ په هر لوري د ترقۍ نغارې غږوي خو جذبې يې مړسپنې کړې دي چې د بېدارېدو نښې نښانې پکښې په نظر نۀ راځي ۔د هر تصوير دوه اړخه وي خو دلته خلق يو اړخ ته ګوري او دويم ترې پټ وي ۔ " مکافات " نظم کښې په پوره ډول دا خبره شوې ده چې کۀ دلته نظام نشته او قانون نشته نو د مزکې جابر به څومره زورور وي ۔ د دې هر څۀ نه ور اخوا يو لوئے طاقت هم شته دے ۔ بل د نظم د نوم نه هم څرګنده ده چې څوک هم څۀ عمل کوي ۔هغه بدله به ورته ورسيېږي ۔ او بيا وخت چې په خپل روان سفر کښې بدلون راولي نو بايد د فن کار فن هره بدلېدونکې لمحه محفوظه کړي ۔دا عمل هر چا ته د خپل عمل په کولو سره مخې ته راځي خو شاعر يو داسې سترګور وي چې د ټول اولس سترګې د دۀ سترګو کتو ته پامته دارې وي ځکه چې هم دا شاعر يې نورو خلقو ته د هغوي دغه عملونه د نمونې په توګه د هغوي د وړاندې د لفظونو په  صورت کښې ږدي " ګونګه ژبه " نظم کښې شاعر داسې په طريقه طريقه د حکمرانې طبقې حکمونه بيان کړي دي چې خُلۀ به بنده ساتي سترګې به پټې ساتي ۔لاس پښه به نۀ خوځوي ۔ غوږونه به رپوي  زړه به قابو ساتې او کۀ چا هم څۀ اخوا دېخوا وکړل نو زندان يې ځائے دے ۔خو زمونږ د نن شاعر د دې ټولو خبرو په رد کښې په واز کومي دا وائي چې د وطن په دې نظام دې اور پورې شي ۔ دلته دا خبره څرګندېږي چې کۀ د تورې قوت مسلم دے نو د قلم طاقت ترې هم کم نۀ دے چې په هر وطن هر دور او هر وخت کښې منلے شوے دے ۔" هر څۀ په زړۀ تېروم " نظم کښې د جانان د بې رخۍ او بې وفائۍ ډېره په ښو لفظونو کښې خاکه وړاندې شوې ده او دا ظاهروي چې ښائسته لفظونه چې څومره زيات رښتونتوب لري هومره ئې ښکلا هم زياته وي ۔ ښائسته لفظ د دنيا په ټول بدلون او ټولو موقعو کښې په خپل ځائےدروند وي ۔ غم او آفت ئې نۀ شي لړزولے۔ جرړې يې په آفاقي صداقت کښې ښخې وي ۔ رسائي يې آفاقي وي ۔دغه لفظ د خدائے د نور په چراغان روښانه وي۔ هغه بنيادم خوش قسمته وي چې د دغه رنګ لفظونو خالق وي او هغه افضل شاه دے ۔ 

 دا دېوالونه هم غوږونه لري " نظم د انسان فکر د خلائي ريکارډنګ پله بيايي ځکه چې سائنسدانانو وئيلي دي چې په خلا کښې د ډېرو ګڼو اوازونو شور دے ۔هغوي په دې تحقيق کښې لګيا دي چې دا آوازونه سره بيل بيل کړو خو په دې به وخت لګي ۔ مونږ چې هر څۀ خبرې کوو يا د خلې نه څۀ هم وباسو نو هغه محفوظ کېږي لکه څنګه چې د ټېپ ريکارډ په پټه کښې خبرې ښکاري خو نه . خو اورېدے شي ۔ ښاغلے افضل شاه وائي چې يوه ورځ کۀ دا دېوالونه لګيا شو نو زمونږ مينه به بدنامه شي ۔ " بشري حقونه " (Human Rights) نظم د هغه کسانو پړده پورته کوي چې اولس د جهالت تيارو کښې ساتل غواړي ۔ دغه د سرونو سوداګر د مجبورو خلقو احساسات په بيعه اخلي ۔په ماڼو دننه ناست د خوارانو د غمه ورله خوب نۀ ورځي ۔ قانون ئې ظلم دے خو چې کښېني نو وائي چې د يو ظالم د لاسه په دنيا ظلمونه کېږي لکه چې خپل بد د ولو مينځ وي ۔ چاته نۀ ښکاري ۔ " د سلامتيا کور " دې نظم کښې لکه د بشري حقونو " خبرې شوې دي چې هسې په نوم انصاف انصاف خو کوي خو په اصل کښې د خونرېزۍ لوږې تندې ، قتل ، شوکو ، ډاکو جرړې خوروي او ښخوي ۔ ټوله دنيا کښې يې انسانان په مخه اخستې دي ۔يو ناتار جوړ دے ۔  د يو لوئے سازش د لاندې هغه هم د ښېګړې په رنګ کښې د بدۍ جال خوروي " احساس " نظم دا خبره صفا کوي چې لکه څۀ رنګه چې د شاعرۍ بنياد احساس دے نو دغه رنګ احساس لرل انسان ته ژوند ورکوي ولې چې يوې هڅې ته يې راپاروي او کۀ دا احساس د انسان نه مرور شو نو دے دې په ځان ويرېږي ۔

 " ادراک " نظم د خپلې ژبې په بده ورځ ژړا ده چې د ژبې سره د شاعر مينه ښائي چې مور پښتو په بد حال وويني نو په تړتقو کېږي او نور پښتانۀ هم د ځان سره خبرول او يو کول غواړي چې د ژبې د ويونکي او ليکونکي په حېث يو ښۀ عمل دے ۔ ځکه چې خاؤره ژبه دواړه د مور حېثيت لري لکه څنګه چې تُخم په زمکه کښې نال شي او مزکه يې په خپله خوږه غېږه کښې راټوکوي او لويوي نو دغه رنګ مور زوئے هم پېداکوي او لويوي او بيا ژبه د ټولو نه مقدمه ده ځکه چې کۀ ژبه د يو انسان نۀ وي نو دا طاقت هغه د نړۍ په کلي دولت تر لاسه کولے نشي ۔ د کتاب په اخر کښې دعا ده چې سر ته ليکل پکار وو خو د هغې نه يو مخ وړاندې " بغاوت " نظم دے چې د نچوړ په توګه يې ټول رانقل کوم ۔

 

د ځناور په رنګ دا خويونه 

اوس انسانانو کښې خوارۀ وارۀ دي 

 

دا خود غرضي ، لالچ ، کينه او بغض 

دا د ځنګل قانون نظام د ظلم 

 

په کلي ښار کښې هم رواج وموندۀ 

ده هره لار د قتل ګاه پشانې 

 

د امن نوم هم د عنقا نامه ده 

اوس انسانان د ورور په غوښو پايي 

 

د بل په مال باندې قتلونه کوي 

جبر قانون ظلم نظام شو زمونږ 

 

قاضي ، ډاکو او محافظ مو غل شو 

اوس په دې حال کښې ژوندون څنګه وکړو 

 

چې تحفظ د سر او مال نۀ لرو 

د قام بچي هر وخت په ويره ګرځي 

 

د کوره وځي د روزګار د پاره 

ماښام په خپلو وينو رنګ رادرمی

 

حق او انصاف شو د ماڼو د پاره 

راځئ ملګرو چې سرونه داؤ کړو 

 

غېرت ، پښتو ، ننګ او مړانه وکړو 

يا به قاتل نظام له سر ماتوو 

 

يا خپل سرونه به په غر ماتوو 

 

 په دې " بغاوت " نظم کښې لکه د ځنو نظمونو خبرې خو شريکې دي خو د ورډزورتھ هغه خبره چې تاسو ځان د انساني رويو نه خلاصوئ نو فطرت ته ځئ نو افضل شاه هم يو داسې حل ښائي چې عمل پرې ونشي نو دا کار بالکل نۀ سمېږي او هر عمل قرباني غواړي ۔

 د ښاغلي افضل شاه په څو نظمونو کښې د چپو کمے محسوسېږي خو د چاپ نه پس دا خبرې د دوباره چاپ په صورت کښې صحيح کېدے شي ۔ ژوند د حرارت او عمل نوم دے او افضل شاه هم خپل عمل او حرارت برقرار ساتلے دے او ساتي ۔ د خپل ځان سره سره اولس له هم د ګرمۍ احساس ورکوي ۔خدائے بخښلي حمزه صېب به د خدائے بخښلي ايوب صابر صېب په حق کښې وئيل چې په پښتو اردو دواړه قدرت لري نو زمونږ دا ښاغلے هم په پښتو ، اردو کښې د ليکلو توان لري ۔د هر فنکار فن د هغۀ د روح آواز وي ۔ روح فنا نۀ لري نو د فنکار فنکارانه آواز به هم تل تر تله تر هغې په ادبي دنيا کښې اورېدے شي تر څو چې ژوند وي ۔ افضل شاه يو فنکار دے او د دۀ سره د هر فنکار د پاره دا خبرې د دوي د ټول عمر د ژوندي پاتې کېدو د پاره کافي دي ۔هسې خو افضل شاه په خپل دې کتاب " ارمان پاڼې پاڼې ګل" کښې د يو سل شپږيشت (126) نظمونو په شمېر او ښۀ اثر لرونکيو االفاظو کښې عملي تجربه ادبي مېدان ته راوړاندې کړې ده ۔ اوس په يو سل شپېتۀ (160) مخونو کتاب کښې يو کم دېرش (29) غزلې او يو سل شپږيشت (126) نظمونو حصه د غزلونو يو په درې جوړېږي ۔ دا عملي تجربه په تخليقي توګه دا ښائي چې افضل شاه واقعي چې د نظم شاعر دے ۔    

         ( سيد مامون الرشيد هوتے مردان )

 

ارمان پاڼې پاڼې ګل.....سيدافضل شاه 

چاپ  ........ فروری 2004

-
بېرته شاته