(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر لطیف یاد

[19.Apr.2023 - 15:11]

د ډاکټر لطيف ياد لنډه پيژندګلوي

نوم : عبداللطيف ياد

دپلار نوم: محمد طالب

دزيږيدو کال: ١٩٥٨ زيږديز کال د اګست ١٧ نيټه

کورنۍ او زوکړه:

 عبداللطيف ياد د محمد طالب زوى، د حاجي ملا جان لمسى،د عبدالسميع کړوسى او د مومند اخونزاده کودى يم .د١٩٥٨ زيږديز کال داګست د مياشتې په ١٧ نيټه د افغا نستان د ننګر هار ولايت د چپر هار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې زيږيدلى دي .پلار او نيکونه  یې د اسلامي علومو لوى او ستر عالمان تير شوي دي او د سيمې خلکو د دوی کورنۍ ته په هغه سيمه کې ددې لپاره چې ديني عالمان وو ځانګړى ارادت او درناوى درلود.

 ښاغلي ډاکټر صیب پلار (والد) دافغانستان په بيلا برخو کې په عدلي محاکمو کې دنده درلودله او دغه دنده يې د ٥٠ کلونو په موده کې  په پوره امانت اوپاکۍ او رښتينولۍ  او ديندارۍ سره سرته ورسوله. سر بيره پر دې په عربي ژبې ښه پوهيده او يوه مو ده د کابل په عر بي دارالعلوم کې د تجويد او عربي ژبې استاد و.

زده کړې:

ښاغلی یاد  د څلورو کلونو و چې پلار یې ورته دقران کريم زده کړه پيل کړه .ددې برسيره يې د پښتو ژبې د کتابونو سره اشنا کړو ،په تيره بيا د رحمان بابا ديوان خو يې تل زموږ  د دوی کور کې  د تبرک په توګه ساته .د کوچنيوالي سره یې د علم او پوهې سره مينه وه او د پښتو او پارسي ژبې د شاعرانو او ليکوالو کتابونه او شعري ديوانونه یې  لوستل ،په تيره بيا دتاريخي موضوعاتو سره یې ځانګړې مينه لري.

ددي لپاره چې د یاد صیب پلار د افغا نستان په بيلابيلو ولايتونو کې دنده درلودله نو هغه   خپلې لومړنۍ زده کړې د افغانستان په لاندنيو ښونځيو(پرايمري سکولونو)او ليسو(هاى سکولونو) کې سرته رسولي دي .

١- دهرات ولايت د سيفي هروي په لو مړني ښوونځي(پرائمري سکول) کې .

٢-دننګر هار ولايت ددخوږياڼيو ولسوالۍ د ملکيار هوتک په ليسه(هاى سکول) کې. ٣-دننګر هار ولايت د سره رود دميا فقيرالله جلال ابادي په ليسه کې

٤-دجلال اباد دښار د حضرت ميا عمر څمکني په ښوونځي کې.

٦- د کابل د رحمان بابا په ليسه کې.

٧-دلغمان ولايت دروښان په ليسه کې.

لوړې زده کړې :

محترم ډاکټر صیب خپلې لوړې زده کړې دهندوستان هيواد په لاندنيو پو هنتونونو کې بشپړې کړي دي:

١-د بي .اى ډيګري یې په تاريخ کې د هند د پنجاب پوهنتون چنديګر د ګورنمينټ کالج نه اخيستې ده

٢-د ايم .اى ډيګري یې په تاريخ کې د ډهلي پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين د کالج نه اخيستې ده.

٣-دايم. فيل ډيګري یې په تاريخ کې د هندوستان د ډهلي پوهنتون نه اخيستې ده.

د پي. ايچ .ډي ډيګري یې د تاريخ په څانګه کې د ډهلي د پوهنتون نه تر لاسه کړې ده او خپل ددکتورا تيزس یې دشيرشاه سوري پر ريفورمونو باندې ليکلى دى.

دندې:

١-دافغانستان د علومو اکيډيمۍ  د پښتو څيړنو د نړيوال مرکز کې د ريسرچ او د څيړنو د څانګې مشر و . په دغه موده کې یې ډيرپښتو کتابونه ليکلي ،ژباړلي او ايډيټ کړي دي .

٢-ديوې لنډې مودې لپاره یې دهند دجواهرلال نهرو په پوهنتون کې د پښتو په ديپارتمنټ کې دپښتو ژبې تدريس کړى دى .

دژبوسره اشنايې:

١- پښتو یې مورنۍ ژبه ده چې ډيرې ليکنې یې پرې کړي دي.

٢- فارسي چې پرې په  بشپړ ډول پوهيږي او ليکنې یې هم پکې کړي دي.

٣-اردو : چې هم يې لو ستلاى شم  اوليکنې یی هم پکې کړي دي.

٤انګريزي (دپيرنګيانو ژبه) چې خپلې ټولې لوړې زده کړې یې په همدې ژبه کې کړي دي .

همداراز په هندي، عربي او روسي ژبو دومره پوهيږي چې خپلې ستونزې ورباندې حل کولاى شي.

په پښتو ژبې چاپ شوي کتابونه او مقالې :

١-پښـتنې قبيلې:

چې د لرو او برو  پښتنو دقبيلو او د دوى د نسب د شجرو څيړنه ده. دغه کتاب په کابل کې د اريانا په مطبعه کې ،کوئيټې اوپه  پيښور کې ددانش دڅيړنويې ټولنې له خواپه ٢٠٠٧ زيږديز کال کې چاپ شوى دى .پردې کتاب یې له سره نوې کتنه کړې ده چې ډيرې برخې يې د کتابتون د فيسبوک پر سايټ او د خيبر ډاټ اورگ په سايټ،دبينوا پر سايټ او هم په ويکيپيډيا کې پر ليکه شوي دي .

 

٢-خوشال خان خټک :

دا په اصل کې د ارواښاد دوست محمد خان کامل مومند له خوا په اردو ژبې ليکل شوى و. هغه کتاب  یې پښتو ته ژباړلى و او په کابل  کې د اريانا په مطبعه او په پيښور کې د دانش د څيړندويې ټولنې له خوا په ٢٠٠٦  زيږديزکال کې چاپ شوى دى.

٣-دلودي تاريخ:

داپه اصل کې دهند د لودي او سوري او دبينګال د سيمې د کرلاڼي پښتني واکمنانو تاريخ دى چې هغه یی هم د انګريزي ژبې  نه پښتو ته ژباړلى و او په کابل کې د اريانا په مطبعه کې او په پيښور کې د دانش خپرندويې ټولنې له خواپه ٢٠٠٧ زيږديز کال کې چاپ شوى دى .

٤-حيات افغاني:

داکتاب په اصل کې ١٤٦ کلونه وړاندې دانګريزانز د وخت پښتون مورخ محمد حيات خان له خوا چې د بنو په سيمه کې د دوى له خوا  ډپټي کميشنر و په اردو ژبې ليکل شوى واو په اصل کې د پښتنو تاريخ دى چې هغه یې  له اردو ژبې نه پښتو ته ژباړلى او په کابل کې داريانا په مطبعه او په پيښور کې په ٢٠٠٧ زيږديز کال کې د دانش دخپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوى دى .

٥-په هند کې پښتني ريا ستونه او نوابان:

که څه هم ددې څيړنې يوه برخه په هندوستان کې د افغانستان د سفارت په اووه نيزې ( ميزان )کې چاپ شوى وه.خو هغه غواړم چې هغه د يوه جلا کتاب په توګه چاپ کړي.

همداراز یې په هندوستان کې په لاندنيو کتابتونونو د عربي او فارسي  ژبو ډيرې خطي نسخې یې فهرست کړي دي چې ټول يې په ډهلي کې  دنور د مايکروفلم د مرکز له خوا  چاپ شوي دي :

 ١-په ډهلي کې دانجمن ترقي اردو د کتابتون د فارسي او عربي خطي نسخو فهرست

 ٢- د ډهلي د هرديال دکتابتون د عربي او فارسي خطي نسخو فهرست.

٣-دهند دجامعه مليه پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين دکتابتون د فارسي او عربي خطي  نسخو فهرست.

٤-دهند دعليګر دپو هنتون دمولانا ازاد دکتابتون د فارسي او عربي خطي  نسخو فهرست.

٥-د ډهلي پوهنتون  دکتابتون د عربي او فارسي خطي نسخو فهرست.

٦-د ډهلي د جامعه همدرد د پوهنتون د کتابتون د فارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

٧- د حکيم سيد ظل الرحمن د کتابتون دعربي او فارسي خطي  نسخو فهرست.

٨- دهند دګجرات د درګاه عاليه چشتيه-احمد اباد کتابتون د فارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

٩-دهند دګجرات ددرګاه عاليه مهدويه- پالن پور دکتابتون دفارسي او عربي خطي  نسخو فهرست.

١٠-دډهلي دايوان غالب د کتابتون د فارسي او عربي خطي نسخو فهرست .

١١-دعليګر د مزمل الله خان د کتابتون دعربي او فارسي خطي  نسخو فهرست.

١٢- دلکهنو دنا صريه کتابتون د عربي او فارسي خطي نسخو فهرست.

١٣-دحضرت پير محمد شاه د درګاه د کتابتون د عربي او فارسي خطي نسخو فهرست.

١٤-دراجا محمود اباد  دکتابتون د عربي او فا رسي خطي نسخو فهرست .

١٥- دهند دپنجاب ايالت دپټيالې دښار دعمومي ارشيف عربي او فارسي خطي نسخو فهرست.

١٦- دډهلي د مظهر جان جانان د کتابتون دعربي او فارسي خطي نسخو فهرست.

١٧- دهند دګجرات د احمد اباد دښار د درګاه پيرمحمد شاه د کتابتون د فارسي او عربي خطي  نسخو فهرست.

همداراز ښاعلي یاد صیب ډير گڼ شمير مقالې او ژباړې په پښتو او دري ژبو په افغانستان کې د هيواد او انيس په ورځپاڼو د زيرې په اووه نيزې،،دژوندون ،کابل،جرګې،الفت په مجلو او په هند کې د قومي آوازپه ورځپا ڼه، ټونک،قند پارسي مجله او دهندد ډهلي پو هنتون د فارسي ډيپارتمنت په  تحقيقات فارسي مجله کې چاپ شوي دي.

ناچاپه کتابونه :

١-حيات حافظ رحمت خان :

چې په هند کې د پښتون  نواب حافظ الملک نواب خان بړيڅ دژوند او کارنامو په اړوند په اردو ژبه ليکل شوى او هغه یې پښتو ته ژباړلى دى .

٢- شيرشاه او دهغه عصر:

دا کتاب کالکارنجن کننګو ليکلى دى او هغه یی داردو نه پښتو ته اړولى دى او د شيرشاه سوري په اړوند ګټور معلومات پکې راغونډ شوي دي .

٣-افسانه شاهان يا تاريخ افغاني:

ليکوال يې د مغولي واکمن جهانګير د وخت مورخ محمد کبير دى .دهند د لودي ،سوري او دبينګال د کر لاڼي پښتنو په اړوند ګټور معلومات پکې دي.اصلي کتاب د لندن په بړيتيش ميوزيم کې خوندي  دى .محترم یاد صیب ته يوه دوست د دغه کتاب مايکروفيلم  ورته استولى و او هغی دغه کتاب د نوموړي مايکرو فيلم د مخې نه  وژباړه .

٤-تاريخ شاهي يا تاريخ سلاطين افا غنه :

ليکوال يې پښتون مورخ احمد يادګار دى چې  د لودي او سوري پښتنو په اړوند ګټور معلومات پکې راغونډ شو يدي .

٥- شرح احوال واثار تاريخي علامه عبدالحى حبيبي په فارسي ژبه(تاليف)

٦-هندوئېزم(هندومت)تخقيقي اثر دى چې همدا اوس يې ٦٥ برخې د کابل نات په سايټ کې خپرې شوي دي او دا لړۍ روانه ده .

٧- دهند د ستر اسلامي سکالر (عالم) ارواښاد علامه مولانا علي ميا د کتاب المر تضى د دوه څپرکو (چيپټرو) ترجمه .

٨- د ملا نصرالدين ټوکې ټکالې :

چې د فيسبوک پر مخ راغلى وخولا چاپ شوى نه دى .

٩- سکهان او ددوى مذهبي لارښوودنکي .دا دسکهانو دلسو ګوروګانو(مذهبي لارښودونکو) تاريخ دى چې د ګورونانک نه پيل شوى دى او د ګورو ګو بند سينگ پر حالاتو پاى ته رسيدلى دى.

۱۰- پښتو ویي : دپښتو وییونو ( لغاتو ) یوه لړۍ ده چې په په اتیا برخو کې چې د هغه  په فیسبوک پاڼې کې خپره شوې ده

۱۱- د هند بیلابیلو ایلتونو ته د هغه یو نلیک ( سفرنامه)

۱۲- کشمیر ددرانیانو دامپراتورۍ په وخت کې .

۱۲- هغه په فیسبوک پاڼه کې د یاد صیب ګڼ شمیر مقالې چې شمیریې سوونوته رسیږي.

پرکتابونو سریزې او تفریظونه :

 هغه په ډیرو علمي کتابونو او شعري ټولګو  سریزې او تقریظونه لیکلي دي چې دلته دځینو نومونه په لاندې ډولراوړم

 

--------------------------------

۱- (زموږ د هیواد سیمې او څیرې ) پرکتاب هغه تقریظ چې ښاغلي دادمحمد راسا لیکلی دي او چاپ شوی دی.

۲-( دملیار ګلونهدهیواد د پیژندل وي شاعر ښاغلي عبدالحفیظ ملیار په  شعري ټولګې د هغه  تقریظ

۳- (دبریالي ژوند ۲۶۹ رازونهپرکتاب چې ښاغلي محمد عزیز پردیس لیکلی دی په سریزه.

۴- (د پښتنو دشجروتاریخي ریښه) پرکتاب  تقریظ چې دښاغلي زمري محقق تالیف دی.

۵-( خپل اتلان وپیژنئ !)د پښتونخوا دلیکوال او څيړونکي  ښاغلي ډاکټر ایاز ایسپزي پر کتاب  تقریظ.

۶-( دمارشال شاه ولی خان یادښتونه ) پر کتاب چې ښاغلي داود افغان پښتو ته ژباړلی و تقریظ.

۷- دپښتو ژبې شاعر ښاغلي ساجد احمدزي پر غزلیزې ټولګې (غږیدلې پا ڼې ) سرېزه .                                                                            ۸-دپښتونخوا د شاعر او لیکوال ښاغلي سېماب وزیر پر کتاب ( رڼا دقلمتقریظ.  

۹- (دنړیوالو اړیکو اصول ) پر کتاب  تقریظ چې ښاغلي عبدالمقیم علیزي او ښاغلي محراب الدین واکمن په ګډه لیکلی دی.

۱۰-د( افغان واکمنانوکرونولوژیک تاریخباندې سرېزه،دغه کتاب دښاغلي داود افغان تالیف دی

۱۱- دښاغلي فرهاد ظریفي پر ژباړل شوي کتاب (صولت شیر شاهي ) تقریظ

۱۲- د پښتونخوا دلیکوال او شاعر ښاغلي علي اکبر سیال پر کتاب (

تقریظ ( اکبر سیال، شاعري او شخصیت )

- -۱۳دښاغلي حبیب الله حبیب منګل پر کتاب (ژوند زده کړه) تقریظ

- ۱۴-ښاغلي اسدالله الفت پر کتاپ (دسیاسي افکاروتاریختقریظ 

۱۵دښاغلي متقاعد تورن جنرال دولت (وزیري)پر کتاب (د ډيورنډ د تپل شوې او کرغیړنې کرښې په هکله) کتاب  تقریظ

بهرنيو هيوادونو ته سفرونه:

محترم یاد صیب دغو لاندنيو هيوادونو ته سفرونه کړي دي چې ځينو ته د علمي کارونو لپاره تللى و او ځينو ته هم يوازي دليدلو لپاره چې نومونه يې دادي :

هند،پاکستان،تايلينډ،روسيه ،اوزبيکيستان ،هنګري ،پو ينډ،تا جيکستان،سينګاپور.

ددې برسيره یې دهند دګجرات د بروډا د پوهنتون مهاراجا سياجي د کالج دعربي او فارسي دژبې استاد ډاکتر وجيه الدين کتاب چې غزليات نا شناخته جلال اسير اصفهاني نوميږي ايډيټ کړى دي .

په علمي غونډو او سيمينارونو کې ګډون :

 په افغانستان او هندو ستان کې په لاندنيو سيمينارونو او علمي غونډو کې ګډون کړى دى .

١ په کابل کې د خوشال خان خټک په نړيوال سيمينار کې.

٢- په کابل کې د زرغونې ياد په سيمينار کې.

٣-په کابل کې دراحت زاخيلي په سيمينار کې.

٤- په کابل کې د باچا خان د لومړي تلين په نړيوال سيمينار کې.

٥-په کابل کې د شير شاه سوري په نړيوال سيمينار کې.

٦-په هند کې دشير شاه سوري په نړيوال سيمينار کې.

٧- دهند درا جستهان په ټونک کې د فارسي _عربي خطي نسخو په سيمينار کې.

٨- دهند دپنجاب په پټياله کې د پنجابي مورخينو په سيمينار کې .

٩- دلويديزې استراليا د پوهنتون په هغه سيمينار کې یې گډون کړى و چې دافغانستان په اړوند جوړ شوى و.

بهرنيو هيوادونو ته سفرونه:

هغه دغو لاندنيو هيوادونو ته سفرونه کړي دي چې ځينو ته د علمي کارونو لپاره تللى و او ځينو ته هم يوازي دليدلو لپاره چې نومونه يې دادي :

هند،پاکستان،تايلينډ،روسيه ،اوزبيکيستان ،هنګري ،پولينډ،تا جيکستان،سينګاپور،آستراليا

د٢٠٠٢زيږديز کال راهيسې د لويديزې آستراليا د مرکز دپرت په ښار کې ژوند کوي.

دغه زیارکښه انسان ته د الله د اوږد عمر ورکړي 

De Doktor Latif Yad pezhandgalwi

By: Ibrahim Babeezai

 

ابراهیم بابرزی 

-
بېرته شاته