(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انګلیسي ژبه

لیګ: محمد عیا ن  عیا ن
جما ل خا ن را ته کړل ـ  ویل یې – کیسه یې کوله
 
په هغه وخت کې زمونږ د رحما ن با با ښوونځی چې تر اتم ټولګي پورې رسید لی وپه کا رتهء چا ر(شیرشا ه مینه ) کې پروت ؤ . دا نو (( دیا رلس سوه اووه د یرشم )) کا ل ؤ او زه په څلورم ټولګي کې نوی داخیل شوی وم .
له رسمي د رسونونه چې به څنګه خلا ص شولواو دریشیا نې به مو وویستلې او جا مې به مو وا غوستلې نو په خپل څا درګي کې به موشا ته کتا ب وا چا وه او له ښوونځي چې به را ووتلو نو مخا مخ به د رود ګي ( وړوکي سیند ) په لوروخوځید و . له پله نه چې به تیر شولو ، هغې خوا ته یې د کښت وړ پټي پراته وو او ښې ډ یرې ونې په کې هم ولاړې وې . د یوې ونې لا ند ې به موخپل څا درونه وغو ړول او په سبق به مو پیل وکړ . کله کله به مو یو سا ت لومړی لوبې وکړې او بیا به مو درس شرو(شروع) کړ او کله کله به مو له درس نه وروسته په توپ (پنډ وس) اویا ټوپونو او یا کوم بل شي یا لوبه ځا نونه بوخت کړل . له درس اوما نځه نه چې به را وګرځید و نو کله کله به د رود ګي (د کا بل د سیند یوه برخه وه ) غا ړې ته کینا ستو، د رود او موټرو تما شه به مو کوله .
دلته چې به نا ست وونور پلي کسا ن به هم اپلو د ې پلو تلل را تلل او په د وی کې به موپه یوشمیر ا مریکا یانوسترګې لګید لې . هغوی به په ډ یر لوړاواز په ا نګلیسي ژبه خبرې کولې او د ې خبرو به ماته لا له هغه وخته ډیره مزه را کوله. په زړه کې به مې ویل : کا شکې چې یو وخت مې ا نګلیسي ژبه زده شي او خبرې پې و کړای شم .
په هغه وخت کې ا مریکا یانو په ملکي پروژواو تعلیمي مؤ سیسوکې کا رونه کول او په کا بل کې بیخي ډ یر وو . حتا د ړند و د مؤ سیسې کا رونه هم هغوی ته ورپه غاړه شوي وو .
ښه مې په یاد دي چې د همد ې سیند په غاړه د پلیو په لاره دوه امریکایان چې یو یې سړی و او بله یې ښځه وه ، روا ن وواو لا سونه یې سره اچولي وو . هغوی دیوبل لا سونه ټینګ نیولي وو او په خند ا بقا په لا ره تلل . مونږ ورته اریا ن ا ریا ن کتل چې دا څنګه خلک دي چې د نورو خلکو په مخکې یې یو د بل لاسونه نیولي د ي او نه شرمیږي . ټولو خلکوورته کتل او د کابل په ښا رکې دا یوه نا شنا او نوې پیښه وه .
ځینو ځینوورته بیا زمو نږ په ژبو کنځلې هم کولې او د ځا نونو سره بنګید ل ډ ونګید ل او لا دا به یې هم ویل چې دا کا پیرا ن (کا فرا ن ) اوس زمونږ نه هم نه شرمیږي چې نر او ښځه په رڼا ورځ له خپل کور نه بهر په بید یا کې یو د بل لاس نیسي . مونږ یو بل وخت بیا په همدې ځا ی کې نا ست وو ، د وه تنه ا مریکني سړي را غلل او مونږ ته ودرید ل . دا وخت مونږ اووم ټولګي ته رسید لي وو او په انګلیسي ژبه لږ لږ پوهید لو . څو خبرې مو زده کړې وې او سلا م مو پې ویلی شو . له سلام نه وروسته ترې ما تپو س وکړ چې : (( تا سو چیرته ژوند کوئ )) ؟
ځواب یې را کړ ، ویل یې : (( همد لته په کارتهء چا رکې )) .
زما مسخد (مقصد) د دې ځا ی نه و؛ بلکې ما غوښتل چې ورته ووا یم چې تا سو د کوم هیوا د اوسید ونکي یوئ (یا ستئ ) ، خو په خبره مې نه شوه پوه کولا ی .
زما پک انډ یوال چې زما نه په انګلیسي کې تکړه و ، خوپه نورو مضمونونوکې یې مزه نه وه ، له هغوی نه په انګلیسي ژبه پوښتنه وکړه چې : (( تا سو د کوم هیوا د اوسید ونکي یوئ )) ؟ د کنټري (هیوا د) په کلیمه یې پوه کړل . هغوی خوځکه وخند ل چې مونږ ډ یر سا ت په خپل منځ کې سلا (مشوره) کوله چې کومه کلیمه ورته ا یستیما ل(استعما ل) کړوچې د وی پوه شي چې زمونږ مطلب ستا سود هیوا د د نوم نه د ی ، نه د ا چې د لته په کا بل کې په کوم ځا ی کې ژوند کوئ .
هغوی چې لومړی وخندل نوبیا یې زما د پک انډ یوا ل په سر لا س کیښود و او مونږ یې داسې پوه کړو چې د ده ما غزه ښه دي ، که څه هم له وجود نه ډ یر وړوکی د ی . مونږ ټولو یوځل بیا یو ځا ی وخند ل او هغوی راته وویل چې: (( مونږ د امریکا او سید ونکي یو )) .
* * * * * په زړه کې مې غټ ارما ن وچې کله به سمه انګلیسي زده کړم او د هرچا سره به پې روا نې خبرې وکړا ی شم .
په همد ې اووم ټولګي کې مې انګلیسي ته ځا ن ا ړم کړ او د ومره خوا ري مې په کې وکړه چې په ژمي کې د ښوونځي د رسختید ونه وروسته مې د یوبل ملګري سره چې د کا بل د ارا لمعلمین په لوړ ټولګي کې و، څه لږوډ یر خبرې کولا ی شوې . ژبه مو دومره قوي نه و ه ، خو یوبل مو پوه کولای شول چې مطلب مو څه د ی . د هغه خو زما نه ډ یره زده وه ، لیکین زه هم خپل ځا ن ته غره وم چې دادی په ا نګلیسي ژبه خبرې کولا ی شم .
د ې کا ر نورهم وهڅولم او چې نهم ټولګي ته ورسید م نو دانګلیسي ژبې ډ یر درسي کتا بونه مې ولوستل . زما یو انډ یوال چې هغه له نورو نه دغه انګلیسي کتا بونه زده کړي وو، تل ما سره په دې ژبه کې مرسته کوله او ما ورته د استا ز په توګه د رنا وی کا وه .
په اووم ټولګي کې مې د ومره انګلیسي زده کړی وه چې د نهم ټولګي نه وروسته بیا ان تر د ولسمه پورې د همد ې سویې په برکت پورته روان وم .
چې د اووم ټولګي درسي کا ل پا ی ته ورسید ونوما پیکر کا وه چې انګلیسي مې پوره زده ده . چې کله مې په راتلونکو کلونوکې یو څه ډ یره ولوسته نو هره ورځ به راته داسې ښکا رید ه چې په هیڅ نه پوهیږم . څومره چې به په د ې ژبه کې ورننوتلم هغو مره به راته ځا ن نا لوستی(بیسوا ده) ښکا رید و .
چې پوهنتون ته ورسید م نو یود وه کاله خولا د هما غه ښوونځي د ذ خیرې په زور چلید لم ، خوپه دریم او څلورم ټولګي کې مې بیا پیل کړه . هغه وخت په انګلیسي ژبه په با زا ر کې هم ډ یر ارزا نه کتا بونه او مجلې پید ا کید لې . دا به داسې مجلې اوکتا بونه ووچې مونږ ورته ډ یره اړتیا لرله . په تیره تیره هغه مترقي او تیوریک کتا بونه او خپرونې چې مونږ به ترې په سیا سي منډ وترړو کې کا راخستو . که دغه ډ ول کتا بونه به په پښتو یا پا رسي ژبو کې پید ا شول نو څلویښت پنځوس ا فغا نئ بیه به یې درلوده ، خوپه انګلیسي کې په د وه یا درې روپئ پلورل کید ل . ګرانه خویې لا دا وه چې په پښتو او پا رسي کې مو دغه ډ ول کتا بونه په اسا نۍ نه شول پید ا کولای .
ورو ورو را ته د انګلیسي ژبې ا همیت ډ یرید و او ما هم ډ یروسوا س کا وه چې څنګه یې زده کړم .
کله چې به مې له یوې مجلې یا کتا ب نه نوي لغا تونه را وویستل نو په یو پیړ(پنډ) کا غذ به مې ولیکل او د غه کا غذ به مې د پوهنتون د لیلیې په کوټه کې د خپل کټ سرته په د یوا ل ونښلا وه . چې په کټ کې به نا ست وم اویا به مې ډ ډه اچولې وه نوسترګې به مې په د ې لغا تو نو لګیدې او زده کول به مې . ډ یرزیا ت کتا بونه مې جمه کړل او په تیره تیره هغه ا نګلیسي کتا بونه چې د وخت د شوروي ا تحا د نه را تلل . دا چې زه پې پوهید م که نه ، یوځل به مې په کې هغه د چا خبره یوه لنډ ه منډه کوله اوله نظرنه به مې تیرول .
اخیر پوهنتون هم خلا ص شو او د مطبوعا تو د ونیا ته ورننوتلم . اوس مې پوره پوره په د ې سرخلا ص شو چې انګلیسي ژبه خو د یوه ژورنا لیست او مطبوعا تي سړي د پا ره لکه د هوا د تنفس کولوارزښت لري او د سیا سي مبا رزې ښه ښه آ ثا ر او ښې ښې لا رښوونې په کې شته . د لته ( دمطبوعا توپه نړۍ کې ) هرڅه چې د ي ټول په ا نګلیسي ژبې پورې تړلي د ي . بس نو ما هم ورته ټینګه ملا وتړله او د یوه ضرورت په توګه مې ورله زد ه کول د ځا ن د پا ره لا زم وګڼل . پخوا خومې یواځې ا ما توري انګلیسي زده کوله او یواځې په دې غره وم چې دا د ی په با رنۍ (خا رجي ) ژبه خبرې کولا ی شم . دا چې هغه خبرې به څومره سمې او سهي وې دا نو خد ا ی پا ک ته ما لومه ده . * * * * * زه د مطبوعا تو په نړۍ کې د با ختر اژانس په ریا ست کې ټا کل شوی وم . له پا رسي نه به مو پښتو ته خبرونه ژبا ړل . په ټول اژانس کې هغه څا نګه ډ یره متبره ښکا رید ه چې له ا نګلیسي نه به یې پارسي ته خبرونه را ترجمه کول . ما هم کلک هوډ وکړچې انګلیسي به زده کوم چې دغې خا رجي شعبې ته وربد ل شم . عزم مې ټینګ ؤ خونورې وظیفې هم را په غا ړه وې چې هغه سرته ورسوم . د خپل ګوند د پا ره سیا سي فعا لیت وکړم . د ګوند کمیټې وچلوم . یو شمیر ګوندي غړوته د خپلې سویې سره سم سیا سي د رسونه ورکړم . سیا سي او مترقي کتا بونه مطا لعه کړم . نوي کسا ن ګوند ته را جذ ب کړم او یو شمیرنورولویووړوخبرو با ند ې خپل وخت ولګوم . بیا هم هره ورځ به مې څه نا څه انګلیسي مطا لعه کوله او په خا صه توګه هغه انګلیسي بولټن(خبرپا ڼه) چې د ا نګریزانود سفا رت نه زمونږ د فترونو ته را ویشل کید و . هغه به مې خا مخا کتلو او لغا تونه مې ترې را ویستل . د غه پا ڼه ما ته ځکه لږه اسا نه وه چې یواځې خبرونه به په کې خپرید ل او د خبرونویو شمیر و یې(لغا تونه ـ ویونه ) مې په پله پسې توګه را ایستل او زده کول به مې .
د خبرونوژبې سره اوس پوره اشنا شوی وم . څو وارې مې غوښتنه وکړه چې همد ې دخارجي خبرونوڅا نګې ته ور بد ل شم ، خو غږ مې دومره چا نه او رید و . بیا هم نه ما یوسه کید م اود غه انګلیسي بولټن به مې تل د ځا ن سره ګرځا وه . کله کله به مې په د وه افغا نئ د نیوټا یمز مجله هم وا خیسته او ځینې شیا ن به مې په کې مطا لعه کړل . د دغې مجلې انګلیسي ښه ا سا نه لیکل کید ه او د بلې خوا نه زما په تبه هم برابره وه . یا نې چې د ا سې مترقي شیا ن به یې خپرول چې زما خوښید ل . ورو ورو خبره د ې ته ورسید ه چې کله کله به مې ترې یو لنډ ه کی مطلب هم وژبا ړلو او ورځپا ڼوته به مې ورکړو . په د غه ژبا ړه به مې څه نا څه حق ا لزحمه هم ا خستله او نوم به مې هم په کې خپرید و . د ې کا ر نور هم تشویقولم او دا هڅې مې د ې ځای ته ورسید ې چې :
یوه ورځ زمونږ د خپلوانو په اوجره کې یو کلیوا ل سړی د څو ورځو د پا ره میلمه و او زه هم د ګرمیوشپو او ورځو کې د دغه خپلوان او جرې ته ور تلم . څو شپې چې مې نا وخته نا وخته د انګلیسي ژبې بولټن(خبرپا ڼه) لوستلو نو د ې میلمه زما په غیا ب کې د اوجرې او کور نوروخلکوته ویلي ووچې دا ستا سو خپلوان ته خو به د ما غي تکلیف نه وي پید ا شوی چې خلک ویده وي او د ي په انګریزي ژبه ا خبا رونه وا یي ؟ د کلیوال خبره سمه وه . په د ې وخت کې زه په دې پوه شوی وم چې د اطلا عا تو او کلتور په وزارت کې ډیر ا متیا زونه په انګلیسي ژبې پورې تړلي د ي . که حق ا لزحمه ده او یا یوې ښې څا نګې ته بد لید ل دي ، که د با رني ملک بورس دی اوکه د خا رج په پلا وو(هیأ تونو) کې غړیتوب د ی او یا دا سې نور هرڅه چې دي ، دا ټول د دې ژبې په برکت سړی تر لاسه کولا ی شي . همدا رنګه ټول خلک ورته د اوچت سړیتوب (شخصیت) په توګه هم ګوري . ځکه خویې ویلي دي چې : په خپله یوانسا ن یوشخصیت ، او چې یوه بهرنۍ ژبه زد ه کړي نو د وه شخصیته ترې جوړیږي . په تیره تیره هغه سړی (انسان ) چې ا نګلیسي ژبه یې ښه زده وي نوځا ن ته ډ یر غره او خا نتما وي .
بس زما نوهم همدا ارما ن وچې : کله به ښه ا نګلیسي زده کړم . له دې نه مې غټ ارما ن دا وچې :له ځا ن سره مې ویل : پا که خد ایه ! ولې د ې په د ې ټوله د ونیا کې یوه ژبه نه پید ا کوله . که په نړۍ کې یوه ژبه وای نوڅومره به ښه وای . هغه وخت چې مود پرد یو په ژبه لګیږي ، په دومره وخت کې به مو ډ یر کتا بونه لوستلي وای او سویه به موښه پورته ختلې وای .
کا شکې چې په ټوله نړۍ کې یوه ژبه وای او هغه هم زمونږ مورنۍ ژبه وای ، څومره به ښه وو ! او که فرضاً زمونږ دا اوسنۍ مورنۍ ژبه بیخي نه وای پید ا شوی ، کومه بله ژبه د ټولو ا نسا نا نو یوه ګډ ه مورنۍ ژبه وای ، نو بیا هم بده نه وه ، ډ یرې ستونزې به حل وای . چې هغه هم نه اودا هم نه ، نو چې داسې وای لکه دهند وستا ن په شا ن چې انګلیسي ژبه په کې درسي ا ورسمي ژبه واي نومونږبه اتوما ت د ښوونځي په دوران کې زده کولای اودومره وخت به مو پې نه ضا یع کید لا ی .
* * * * * دا ارما ن مې ایله په ایله اوس د یرش څلویښت کا له وروسته پوره شو . اوس خوشاله شوم چې ا نګلیسي ژبه هم زمونږ رسمي ژبه شوه .
په هغه شپه مې ډیر ډیر شوکرونه(شکرونه) وویستل چې داریانا تلویزیون ته په ها لیند کې د شپې خبرونو ته نا ست وم او د (( ما شوم )) د نړۍ والې ورځې پروګرام مې کتو . دغه پروګرام د اریا نا تلویزیون او د ((کاراوټولنیزوچا رود وزارت )) له خوا جوړشوی و .
خدای پوهیږي چې نورې لوحې به هم وې که نه ، خوزما سترګې یواځې په دوه لوحو ولګیدې . ښي طرف لوحه با ندې په پا رسي او چپ طرف لوحه با ندې په انګلیسي لیکل شوي ووچې :
(( د ماشوم نړۍ واله ورځ ))
بس زما همدا غټ ارما ن و چې انګلیسي ژبه موهم رسمي ژبه شي اودا ارمان مې پوره شو .
ترانې اولوبې خوخیر په پارسي وې ، لیکین لوحې هم په پارسي او انګلیسي وې . زړه کې مې وویل چې : څه پروا لري. اریاناتلویزیون یوه شخصي مؤ سسه ده . کولا ی شي چې په خپل زړه پروګرام جوړکړي ، په هره ژبه چې یې جوړوي . دا خوکوم رسمي(دولتي) محفل نه دی چې دولتي خلک هم په کې ګډون وکړي . څو ثا نیې لا نه وې تیرې چې د (( کاراوټولنیزوچارووزیره صا حبه ))هم د ممبر(سټیج) سرته را وخته او په وینا یې پیل وکړ . بیا مې نو پوره با ور راغی چې په حقیقت کې زمونږ د مورنۍ ژبې په ځا ی ا نګلیسي ژبه رسمي شوې ده . ځا ن ته په غوسه شوم چې ته ولې خپه یې ! ارما ن دې پوره شو او اوس به دانګلیسي ژبې نه ډ یره ډ یره ګټه واخلې .
او دا خویې لا څه کړې چې اوس خود رته امریکا یانو ستا د کلي د پلا رنۍ ا دیرې دپا سه ستا سو په خپلو للمي پټو ( د للمې کرونده ) کې پوځي اډه جوړه کړې ده اوکه کله هلته لاړې نو د هغوی سره به هم په انګلیسي خبرې کوې او دا ژبه به د ې لا نوره هم قوي شي .
هو ! په دې خبره خوشاله شوم ، خو خوشالي مې ځکه بې ځا یه وه چې زه اوس دانګلیسي ژبې د زده کولو او له هغې نه د ګټې ا خیستلو له پوړۍ نه را لوید لی یم . زه اوس یو د پا خه عمر سړی یم او هغه د چا خبره هغه پړا و ته رسید لی یم چې د ا نګلیسي ژبې د لوستلو حوصله ګرسره نه ده را پا تې او اوریدل یې هم راله غوږونه کڼوي .
زه اوس د ا نګلیسي ژبې په مقا بل کې په هغه حا لت کې یم چې : یوه زړه پیغله د پښتو فلمونود پښتو ژبې د سندرو داورید لو په مقا بل کې وه . هغه د یوه پخوا ني وزیر خور ده او ځان ښه مترقي ګڼي . هغې د شورویانو دراتګ په لومړي سرکې په ښاري ګوندي کمیټه کې مونږ ته په پارسي ژبه وویل : (( د شورویا نو د راتګ نه مخکې را با ندې د پښتو فلمونو، پښتوسندرې دومره بد ې لګید ې چې د فلم په وخت کې به مې ما لوچ په غوږونو کې ا یښودل چې پښتو سند رې وا نه ورم )) .
زما ارما ن که پوره هم شو خو اوس چې چیرته ا نګلیسي ژبه ویل کیږي نو (( زه هم په غوږونوکې ما لوچ منډ م )). د ا وه د جما ل خا ن رښتیا نۍ کیسه . 
Engisi Zaba ; Written By: Mohammad Ayan Ayan
- بېرته شاته