(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ٢� � ٩م کال په لومړۍ ورځ پښتونخوا کې ۳٣ کسان وژل شوي

[01.Jan.2009 - 14:47] په باجوړ ايجنسۍ کې نن ځایی جنګيالیو د باجوړ په مرکز خار په سول کالونۍ دراکټو بريد کړى دى چې له امله يې ٤ کسان وژل شوي اؤ١٦ ژوبل شوي دي.دغه بريد دنامعلومه لوري شوى دى اؤ تراوسه هيچا ددې مسؤليت نۀ دى قبول کړى. ژوبل کسان دخار روغتون ته رسول شوي دي چې پکې ددوؤ کسانو حالت مرګونى ښودل کيږي. دراکټو دبريد له امله په سول کالونۍ کې يو شمير دفترونو ته هم زيان رسيدلى دى. ددغه پيښې څخه وروسته پوليټيکل انتظاميې په ټوله ايجنسۍ کې حفاظتي تدابير سخت کړي اؤ په حساسو سيمو يې خاصه دار لګولي دي. بل لوري ته دباجوړ سره پيوست دسوات په سیمه کې يو تن امريکا ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى دى. دغه تن دمينګورې په ګرين چوک کې په لسګونو وسله والو جنګيالو دخلکو په مخ کې په ډزو وويشتلو اؤ دوژلو څخه وروسته يې دهغه دمړي سره يو ليک هم پريښودلو. په ليک کې ښکل شوي دي هرڅوک چې مخبري کوي ددغه رقم انجام سره به مخ کيږي. اخوا دسوات دمينګورې سيمې څخه ددوؤ کسانو نامعلومو وژل شوؤ کسانو مړي هم ترلاسه شوي دي.دغه دواړه کسان په ډزو ويشتل شوي وؤ. تيره شپه دمټې تحصيل په برنيو سيموامنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو سنګرونو ګولۍ هم ورولي دي خو پکې دمرګ ژوبلې اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې. په مينګوره ، خوازه خيله سړک اؤ شکردره کې نن په ١١مه ورځ هم ګرځ بنديز پځايې وؤ چې له دې امله خلک دسختو ستونزو سره مخ شوي دي. بل لوري ته په بنو کې دميزائيل خنثي کولو په مهال دچاؤدنې له امله ٢ کسان وژل شوي اؤ ٨ نور ژوبل شوي دي. دغه ميزائيل دګمبيلا پل سره نزدې نامعلومو تندلارو ايښودلى ؤ کله چې پوليسو دخبر په ترلاسه کولو دميزائيل خنثي کولو هڅه کوله نو په دغه مهال ميزائيل وچاؤديدو اؤ پکې ٢ کسان ووژل شول. په پيښور کې هم نن دپوليسو په يوه څوکۍ کې دچاؤدنې له امله ١ پوليس وژل شوى اؤ بل ژوبل شوى دى. دغه چاؤدنه دپجګۍ په سړک دجبې جومات په پوليس څوکۍ کې شوې ده. دهلمند ولايت دوياند داؤد احمدي دمالوماتو له مخی د هلمند ولايت د کجکي د شاه کاریز په سیمه کی دموسي قلعه د ولسوال ملا عبدالسلام راکټی په کور دطالبانو له خوا بريد شوی چی د ولسوال ٢� کسه ساتونکی پوليسانو په ګډون د یو عسکرمور هم پکی وژل شوې. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته