(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوند مانا

[30.May.2023 - 04:50]

د ژوند معنی څه شی دی؟                            

لیک:سید عبید الله نادر  

یو نانی فیلسوف داکټر پا پا دروس د خپلي و ینا په آخره کې ، چې وینا یې ختمه شوه ،نو زده کونکو ته یې مخ راواړاوه چې سوال لرئ ؟

یو تن د شاګردانو څخه د رابرت فولګام په نامه ترې پښتنه وکړه:چې ښاغلي استاذه د ژوند معنی څه شي دی؟

ځینو شاګردانو ته چې دا سوال ډیر عجیب و بریښیده ، نو ډیر یې و خندل ،خو پا پا دروس استا‌ذ زده کونکي سکوت او آرامتیا ته راوبلل ،وروسته یې یوه جیبی وړه بکسه د خپل له جیبه څخه راویستله او د هغي په داخل کې یې و پلټله او ترې یوه کوچنۍ او ګِرده هنداره یې راویستله ، او زده کونکو ته یې وویل :کله چې زه کوچنی وم ،په هغه وخت کې جنګونه ول ، او مونږ ډیر فقیران وو ،او د ښاره لیري په یوه پرته سیمه کې مو ژوند تیراوو ،یوه ورځ د سړک پر غاړه ،یو څو ټوټې ماتي آیینې چې د یوه ټکر شوي موټر سایکل څخه پاتي وو ، د هغي ماتي هیندارو څخه می یوه برخه واخیسته ،او تیږو په واسطه می ښه و توږله ،تر څو منظمه او ګرده می کړله ،او همدا هنداره ده چې تاسی یې اوس زما په لاس کې وینئ ،او وروسته می ددي سره لکه د لوبی اسباب لوبی پیل کړې ،او د دې سره لوبی او لمر ته یې نیول ، او د لمر د نور انعکاس په تیاره سوریو کې یا د دیواله کنجونوکې یا په کوټو او تیاره ځایونو کې چې هلته رڼا نه رسیده ،له دې لوبې نه می خوند اخیسته ،دا چې د دې هندارې په واسطه می کولای شول ،چې ډیر تیاره ځایونه ، اجسامو او مکانونه پری روښانه کړم ،دې پر ما ډیر تأثیر کړی وو ، او زه یې د دې کار تر تأثیر لاندی راغلی وم ، چې د دي حالت ستاینه او شرح ګران کار دی ،چې لوی شوم په دي پوه شوم چې دا د وړکتوب یوه لوبه نه وه ،بلکه لارښونه د راتلونکی ژوند په هکله وو ،تر څو وکړای شم ،چې هغه کارونه سر ته ورسوم ،وروسته په دي پوه شوم ، چې په اصل کې خپله رڼا او یا د هغي سر چینه نه یم ،بلکه رڼا په بل عبارت حقیقت او د پوهی درک ، دا په بل ځای کې دی ،فقط یواځي کولای شم هغه وخت د دنیا تیاره کونجونه روښانه کړم ،چې زه د هغي انعکاس اوسم ،زه د داسي یوې هندارې یوه ټوټه یم ،چې د هغي د طرحي او واقعی بڼې او شکل ،څخه پوهه نه لرم ،خو د دې با وجود کولای شم ،رڼا د دنیا تیاره کونجونو  او تیاره ځایونو ته ولیږم ،او په ځیني انسانانو د بدلونونو سبب و ګرځم ،شاید چې نور هم دې کار ته پام راواړوې او همدا کار سر ته ورسوې ،او دا هغه کار دی ، چې یقینأ او دقیقآ د هغي پسي یم ،او دا زما د زندګي معنی ده ، ډاکتر د خپل درس په آخره کې خپله آئینه  په لاس کې ونیوه ،او دهغي په واسطه یې د لمر وړانګي چې د ټولګي د ننه پریوتي وو ،د هغي نه یې انعکاس کړل ،او ټولګي پر میزونو چوکیو او زما په لاسونو یې وړانګې وزغلولي ، او وي ویل : کوم ځای کې چې تیاره او ظلمت وي هلته رڼا یوسو ،چیرته چې هیلي نشته هلته هیلي یوسو ،په هغه ځای کې چې دروغ وي رشتیا یوسو،په هغه ځای چې ظلم وي عدالت یوسو ،په هغه ځای کې چې کرکه وي ،محبت یوسو ،او په هغه ځای کې چې جګړه وي ، سوله او انسانیت یوسو ،او دا ده ډیره ساده معنی د (ژوند)

د فیسبوک د فارسی مطالبو څخه زده کړه او پښتو ادب ته یې ژباړه: ژباړن سید عبید الله نادر

- سید عبیدالله نادر
بېرته شاته