(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قامي جرګه

[10.Mar.2022 - 09:52]

پښتون قامي جرګه: (دا جرګه د  لر  هم ده   او د بر  هم  ده، ځکه چې زمونږ    قامي  مسئلې   ېو شان ديمحمد افضل خان لالا)

 

ارواښاد محمد افضل خان لالا دپښتون قام دوه جرګې په 2000 ع کال د نوامبر په ۱۵ - ۱۶  او په 2012 ع کال  دمۍ په ۲۹-۳۰ ڼېټو  رابللې وې، چې دغی جرګي ته د فاټا(قبائیلې علاقو)، خيبر پښتونخوا، افغانستان ، د بلوچستان ايالت (سهيلي پښتونخواپښتنو سربېره له  هیواده بهر، اروپا، امريکا او استرالیاکې ميشته پښتانه  دسیاسي تړاو او نظریاتې اختلاف نه پرته رابللي شوي وو .  

دجرګې د لومړۍ ورځې دلومړۍ برخې مشري دخیبر پښتونخوا ، د دوېمې برخې مشري د سهیلي پښتونخوا / بلوچستان او د دویمې ورځې د لومړۍ برخې مشري د فاټا (قبایلواو د دوېمې برخې مشرې د افغانستان پښتنو کوله

دجرګې اجندا:

۱ـ په دونیا کې دوه سوپر پاور ؤ ،چی یوئی شوروی USSRاوبل  امریکا  USAؤ، یو  یو غورځاوه  او بل بلشورویUSSR وغورځید او امریکا USAسوپریم پاور شو. باید چې داکوشتي او کبړي د هغوۍ په خاوره شوی وائی ، پښتانه /افغانان نه سوپر پاور ؤ اونه د سوپر پاور دعویدار ؤ. داکوشتي او کبړي دافغانانو په  خاوره ولی وشوه چی تر اوسه پوری د دیرش لکه افغانانو وینه توی شوه؟ .

۲ـ دا وینه خو  روانه ده، ددې مخ نیوی به  اوس څنګه کیږی؟ .

دلته دا خبره په ډاګه کول اړينه ده او هغه داچې  د پښتون قام  د علاقائی(سیمه ایزواونړیوالو قوتونو  سره په تضاد او ټکر کې ندي ،او نه په چا دخپل فکر مسلط کولو څه نړیواله  ایجنډا لري او نه دوئ د علاقائی او نړیوالو قوتونو د مقابلې کولو څه طاقت لري نو له همدی امله د پښتون او  سیمه ایزو( علاقائی) او نړیوالوقوتونو تر منځ هیڅ ټکرنه شته.

  مذهبي انتها پسندي يا افراطيت  د پښتون د اکثريت  د فکري ، رواجي  او عملي   څرګندونو استازيتوب او نمايندګي نه کوي.

د نړۍ دنورو ځايونو څخه راغلو اکسټريمستانو،سخت دریزو او تشدد پسندو، مونږه په خپله خاوره  هرکلي نه شوکولي .

ددی جرګي په تسلسل دی بله جرګه په نوبت سره په کابل ،  کندهار ، ننګرهار  او کويټه  کې راوه غوښتل شي .

- محمد افضل خان لالا
بېرته شاته