(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غالب ترین

[10.Mar.2022 - 09:51]

استاد فرهاد محمد  غالب ترين 

لیک: اقبال حسین افګار

دپښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد د سيوري 

لاندې د اکادمي ادبيات پاکستان په رائټر هاوس کښې د پښتو ژبې او ادب ياد او استاد شاعر، اديب، محقق ، نقاد او مترجم په درناوي کښې يو خوندوره علمي ادبي دستوره د مارچ په اوومه نيټه کال 2022 د ګل په ورځ د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد چئيرمين سيد محمود احمد په صدارت کښې وشوه ډاکټر زبير حسرت ډاکټر عبداللّه جان عابد د دستوری مشران ميلمانه وو ډاکټر حنيف خليل او محترم سيدالامين احسن او ښاغلے عزيز واحد ترکلانے. اعزازي ميلمانه وو د نظامت چارې ښاغلي سردار يوسفزي تر سره کړې.‌ د قرآن پاک د تلاوت نه روستو ليکونکي اقبال حسين افکار ميلمنو ته ستړي مشي ووئيل او د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد اغراض و مقاصد يې بيان کړل هغه ووئيل چې پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد په کال 1986 کښې په وجود کښې راغلې ده د هغه وخت نه تر دې دمه د خپلو اتلانو او سترو اديبانو ، شاعرانو، فاضلانو په ياد او درناوي کښې دغسې ناستې راجوره وي او خپل دغسې شخصيتونه په ژوندوني نازه وي او د وفات شوؤ په ياد او وياړ پرتمينې علمي دستورې راجوره وي دا ټول کارونه د ادبي سوسائټۍ اسلام آباد ملګري په خپلو وسيلو کوي ليکونکي افکار زياته کړه چې د ادبي سوسائټۍ اسلام آباد په آئين منشور کښې ليک دي چې مونږ به د خپلې مورنۍ ژبې روزنې، پالنې دپاره به نه  چاته لاس نيسو او نه به چرته په لاره کښې څادر خوره وو. البت که په دې لړ کښې که څوک هم زمونږ سره د خپلې اندې مرسته ملاتړ کوي نو مونږ به يې په غير مشروط توګه قبوله وو او هرکلې به ورته وايو. نن پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد د محترم استاد فرهاد محمد غالب ترين  په درناوي کښې دا ناسته راجوره کړې ده. استاد فرهاد صاحب د ادب په بيله بيلو صنفونو کښې د  تخليق سره تحقيق او ترجمې کار ته اوږه ورکړې ده او په خپل ژوند کښې يې پښتو علم و ادب ته ډير څه ورکړي دي زمونږ په دې دستوره کښې شريک  نومياله منورين به د هغوي په ژوند، فن او شخصيت خبرې کوي زه يې له تاسو سره يو غزل شريک کوم د دغې يو غړل  نه تاسو استاد فرهاد غالب ترين د شاعرۍ اندازه لګولې شئ چې هغه د کومی سطحې شاعر دے. ليکونکې افکار په دې موقعه د محترم استاد فرهاد محمد غالب ترين غزل غونډې ته تحت الفظ  واورول چې د غونډې ګډونوالو د فرهاد محمد غالب ترين صاحب د غزل هر شعر  وستائيلو.

مينه کښې قهر د جانان دا څه خبره نه ده 

زړګيه جوړ نه شے نادان  داڅه خبره نه ده

زه به په ډير څه، ډير څه ستا د نوم خواږه 

ډير شي که زمکه او آسمان دا څه خبره نه ده

منم ښائست دې اشنا شته دے خو وفا پيدا کړه

بې  بويه  ګل  د  ګلستان  دا  څه  خبره  نه   ده 

رقيب چې خپل غرض اخستې رانيزدې شو راته

دشمن  که  ډير خوږ کړي زبان دا څه خبره نه ده

چا چې د سره  اودنګل  نو سر  يې سر پاتې شو  

څوک چې د سر غواړي آمان دا څه خبره نه  ده 

خبره  دا   ده   چې  غالب  خبره   حقه      کوي 

نور دې هم ډير شي شاعران  دا څه خبره نه ده 

ښاغلي عبدالحميد زاهد په خپل سپيځلي انداز د استاد غالب ترين علم دانش وستايو او د هغه علمي ادبي خدماتو ته يې خراج وړاندې کړو ښاغلي زاهد ووئيل چې په  مال دولت تکبر په څلورمه درجه کښې راځي  د تکبر ړومبې درجه هغه ده چې يو عالم يې په خپل علميت وکړي د اللّه شکر دے چې د استاد محترم فرهاد غالب ترين په شخصيت کښې سره د علم په سرمايه موړ او پټ دے خو  ورسره تر حد درجې انکساري او عاجزي يې د سپيځلي شخصيت خاصه ده.

  د پښتو ادبي ټولنې خيشکي ستر سکتر نومياله شاعر ليکوال ښاغلي ابرار خيشکي ته د اظهار بلنه ورکړې شوه ښاغلي ابرار خيشکي د محترم استاد فرهاد غالب ترين په شخصيت ليکلي خپله خاکه واوروله. چې د هغه علمي ، ادبي هڅې يې احاطه کړې وے. دې سره د هغه ساده ،سپيځلي پښتون شخصيت ګڼ اړخونه يې ورکښې بيان کړي وو. د علامه اقبال پوهنتون د پاکستاني ژبو د څانګې د ايم فل سکالر ځوان شاعر ښاغلي محمد  قاسم خيشکي د استاد غالب ترين صاحب د ادبي او ديني ترجمو اجمالي جائزه وړاندې کړه. د پښتو ادبي ټولنې خيشکي صدر محترم سيدالابرار مجبور ووئيل زما نه وړاندې زما ملګرو د استاد په ژوند،فن او شخصيت ګټورې خبرې وکړې او دلته نور محترم شخصيتونه ناست دي هغوي به هم په دغه بابله خبرې  کوي نو زه د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد ملګرو ته مننه او کور وداني وايم چې د استاد فرهاد غالب ترين په درناوي کښې ددې دستورې اهتمام وکړو او مونږ ته يې ورکښې د ګډون او وينا کولو درناوې راکړو.

ښاغلي  رحيم خان خيشکي څوک چې استاد فرهاد دوست دے او د هغه سره د خپل دوستانه تعلق خاطرې بيان کړې ښاغلي رحيم خان خيشکي ووئيل نن چې  اسلام آباد کښې د پاکستان د ادبياتو اکيډمۍ کښې د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد په دې غونډې کښې د فرهاد صاحب په بابله د خيشکي په بابله کومې خبرې واوريدې نو د خوشحالۍ نه په جامو کښې نه ځائيږم او  وياړم چې زما تعلق د خيشکي سره دے او فرهاد صاحب مې دوست دے زه په دې دواړو وياړم د پښتو ژبې ښاغلي شاعر او دانشور  عزيز واحد څوک چې ددې دستورې اعزازي ميلمه وو د يو استاد په حيث د استاد فرهاد غالب ترين خاصيتونه ، ښائستونو ذکر په تفصيل سره وکړې او د هغه د استازۍ ځانګړ توب يې د خپلو خاطرو په وسيله بيان سره د هغه د پراخې لوستې او د مشفق شخصيت ښائستونه يو په يو بيان کړل په دې موقعه  ښاغلي عزيز واحد استاد فرهاد غالب ترين ته منظومې پيرزونې وړاندې کړې چې څه په دې ډول دي.

 

په کلهمه پښتونخواه کښې 

ده  نامه  د خېشکو    ياده

دا  تپه  کړي   په  تا   فخر

اې  غالب   ترين    فرهاده

 

کۀ په ژوند کښې سادګي ده

کۀ په خوي کښې عاجزي ده

کۀ حجره ده کۀ جومات دے

کۀ   جرګهکۀبندګې.   ده

هر  خصلت دې  په زړۀ پورې

هرهکړنه   دې      شمشاده

 

ماته  یاد  دي لکه اوس وي

ستاتدريس څۀ مزېدار ؤ

فصاحت     او   بلاغت  ؤ

د  حکمت  ښکلې  اظهار ؤ

د ادب  ښکلې  دنيا    هم

وه   په   تا باندې   اباده

 

کۀدے. نظم  او کۀ نثر

ستا. نامهپکښې سند دے

کۀتنقيد دے کۀ تحقيق دے

تا. په  واړو  کړے حد دے

يو. خبره   بهرنۀده

له   اصولو   د   اسناده

 

په   دنیا   دې   محترمه

له رحمانه خوشال غواړم

د  ادبد لارې يون له

ستا روښانه مشال غواړم

په  عقبی هم بختور  شے

د. عزيز   دغه   دعا ده

ښاغلي عبدالستار خيشکي ، احساس، خټک، ابرار اورکزي، خان کريم آفريدي او وقارعلي شاه درياب استاد فرهاد غالب ترين ته منظوم خراج وړاندې کړو. ډاکټر اسفنريار خيشکي هم د يو شاګرد په حيث د استاد فرهاد غالب ترين سره تير شوؤ ساعتونو خاطرې بيان کړې.

 دويم اعزازي ميلمه ښاغلي سيدالامين احسن ووئيل چې استاد فرهاد غالب ترين په جديد پښتو ادب کښې يو مستنده حواله هغه يو ديني علمي مترجم دے د مشکوة او تفصير سره يې  نور ډير مهم کتابونه  چاپ دي محترم سيدالامين ووئيل چې استاد محترم دغه ډير زيات د فصاحت او بلاغت سره ترجمه کړيدي  هغه زياته کړه چې استاد د پراخه لوسته لري د هغه شعر د هغه د نورو ژانرونو په څير ځانګړتياوې لري. دغه شان استاد محترم په نوښار ضلع  خپل کلي خيشکې کښې د ادبي تنظيمونو بسنټ ګر دے

د دستورې ته اعزازي ميلمه په حيث داکټر حنيف خليل ووئيل چې په مجموعې توګه د نوښار خاوره د پښتونخوا د نورو سيمو نه په بيله بيلو څانګو  کښې مخکښې ده تاسو وګورۍ خوشحال خان خټک هم د نوښار سره تعلق لري دغه  رنګ ديني عالمان، صوفيان ، اولسي شاعران، سندرغاړي په ګڼ شمير کښېددې خاورې نه دي او بيا چې خيشکي ته راشو نو د ارزاني خيشکي او استاد فرهاد غالب ترين ترمينځ  دور د خيشکي يو بل ځانګړ توب دا دے چې ډيرو خيشکي والو شخصيتونو د اردو ژبې په تشکيل کښې هم  مهم کردار  ادا کړې دے ښه ښه شاعران ورکښې تير شوي ديډاکټر حنيف خليل زياته کړه چې د قلم او کتاب په وسيله د خيشکي خاورې پښتو ادب ته پيرزونې ډيرې زياتې دي. دلته ښاغلي قاسم د ادبي شخصيتونو‌ د جوړو خبره وکړه خو زه دلته د علمي ادبي تکون خبره کوم چې ورکښې پروفيسر قانت وو ورسره ډاکټر پرويز مهجور او بل محترم استاد فرهاد غالب ترين دے په دې درې واړو کښې مهم کار د استاد محترم فرهاب غالب ترين کړې دے څنګ د هغه نوم دے فرهاد نو داد پښتو فرهاد دے او بيا د کار د هغه تخليقي ، تحقيقي او د ترجمې کار ادبي تحرک ته چې  ګورو نو په ځاې وئيلې شو  چې استاد فرهاد واقعې غالب ترين دے.

ډاکټر عبداللّه جان عابد ووئيل چې د محترم استاد فرهاد صاحب سره د خانداني تعلق سره بل تعلق د استازۍ او شاګردۍ دے استاد محترم هميشه د نوي کول روزنه او پالنه  کړې ده. ډاکټر عبداللّه جان عابد په دې موقعه د استاد فرهاد غالب ترين د سکول د بزم ادب، پښتو ادبي ټولنې خيشکي ، مرکزي پښتو ادبي ټولنه نوښار کښې په فغال کردار رڼا واچوله هغه ووئيل  څنګه چې پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد 1986 نه په عمل کښې ده او ښاغلے افکار  په اخلاص لګيا دے نه سټرې کيدونکې خدمت ډير په راستۍ کوي او د خلقو سپکې سپوری رنګ رنګ خبرې  او دده د شخصيت تضحيک کوي دغه رنګ فرهاد صاحب هم پوره پنځوس کاله عملي ادبي  خدمت  ترسره کړې دے. ډاکټر عبداللّه جان عابد ووئيل چې دلته خو د استاد فرهاد صاحب د‌کار و زيار په مختلفو اړخونو په تفصيل سره ذکر وشو د هغه د قيد و بند ذکر ونه شو چې په75 -1974 کښې سياسي قيدي پاتې شوې دے. استاد فرهاد پښتو ادب ته بله پيرزونه د د چاربيتې اولسي شاعر  احمد دين چاربيتې راپيدا کول او هغه په کتابي بڼه کښې چاپ کول دي.خپله هم محترم فرهاد صاحب د چاربيتې شاعر دے. دلته د هغه د شاعرۍ ذکر وشو او استاد شعرونه تاسو واوريدل استاد فرهاد يو سپيځلے پښتون قامي مترقي شاعر دے د هغه په شاعرۍ کښې مزاحمتي رنګ هم شته.

ډاکټر زبير حسرت څوک چې ددې دستورې مشر ميلمه وو ووئيل چې د محترم استاذ فرهاد غالب ترين سره ليدل د پروفيسر همايون همدرد په وسيله شوي وو خو د هغه شخصيت داسې جاذب دے چې لکه د مقناطيس بنده ځان ته راکاږي دغه وجه ده روستو پروفيسر همايون همدرد په ځاې پاتې شو او استاد جي سره تعلق په ځاې پاتې شو ددې وجه د هغه علميت ته ده ډاکټر زبير حسرت ووئيل مرکزي  پښتو ادبي ټولنه په کال 1923 کښې جوړه شوې وه خليق صاحب يې په خپل کتاب کښې ذکر کړې دے { د اجمل خټک صاحب سره بڅري کښې يې هم په تفصيل سره ذکر شته بلکې اجمل خټک صاحب ليکلي دي چې ړومبې مشاعره په خداې خدمتګار تنظيم د سيوري لاندې راجوړه شوې وه او دويمه د مرکزي پښتو ادبي ټولنې نوښار د سيوري لاندې راجوره شوې وه} فرهاد صاحب ددغې تنظيم صدر او زه ستر سکتر پاتې يم هم ددغې تنظيم په اهتمام زما او د همايون همدرد د رودادونه په کتابي بڼه کښې چاپ دي. ډاکټر زبير حسرت ووئيل کله چې استاد فرهاد غالب د سکول نه ريټارډ شو دغه پرې ما يو خاکه ليکلي وه چې عنوان يې وو استاد جي  خو د بده مرغه دغه خاکه زما ورکه شوي البت په دغه کښې يو خبره ماته راياده ده چې " د ذوق جمال اندازه له دې ولګوئ چې د جمال او جلال سره يې ياري ده" دراصل دغه دواړه رنګه تک تور وو. ډاکټر زبير ووئيل په فرهاد صاحب زما لور سبا ګل د باچاخان پوهنتون نه ايم فل کوي د هغه د ژوند حالات يې ليکلي دي خو د بده مرغه د فرهاد صاحب په نظم او نثر کښې څه چاپ نه دي هغه ملګرو ته خواست وکړو بايد چې د استاد تخليقات چاپ شي.  

کله چې سټيج سکتر ښاغلي سردار يوسفزي استاد فرهاد محمد غالب ترين صاحب غونډی ته وينا دپاره غږ وکړو نو هغه د خپلو خبرو شروع د اللّه پاک نوم نه وکړه پس د هغې يې د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد ملګرو مننه کور وداني ووئيله چې د هغه په درناوي کښې يې ددې علمي ادبي دستورې تابيا کړې ده محترم استاد فرهاد صاحب زما په بابله چې ملګرو دلته څه ووئيل دا د هغوي نظرونو ښائست دے زه په خپل ځان کښې دومره ښائستونه او خصلتونه نه وينم زه يو عام عامي سړے د پنځمه مې سکول ووئيل بيا ديني علم ته راغب شوم صرف و نحو می ووئيله د تفيسر او حديث پاک دوره مې وکړه د يو کالج نه مې ډوپلومه وکړه. لسم، دولسم او څوارلسم په شخصي توګه وکړو او بيا مخکښې ضروري نه ګڼل نو سندي تعليم مې جاري ونه ساتلو البت مطالعه کوم او ښه ډير وخت ورله متعين کړې دے البت ليکل لږ کوم. بس ژوند دې اللّه تعالي د هر چانه کار اخلي زه خوشحاله يم مانه اللّه پاک د درس او تدريس او علم و ادب په لار کښې کار واخست دې کښې زه څومره برياله يم دغه پريکړه زه نه شم کولې زما په وخت کښې لوے لوے شاعران ، اديبان ژوندي وو يو ادبي منظر نامه جوړه مونږ تر لرې لرې ادبي محفلونو له تلو يو ادبي ورورولي مو جوړه وه چې تر اوسه قايمه دايمه ده که خداې کول نو هم دغسې به قايمه دايمه وي

کله چې د غونډې صدر د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد چئيرمين سيد محمود احمد صاحب سټيج سکتر ښاغلي سردار يوسفزي بلنه ورکړه نو د راغلو ميلمنو ته هرکلی اوويل هغه ووئيل چې ډير افسوس کوم چې په خپل دې اوږد ژوند کښې فرهاد غالب ترين هم نن په دې دستوره کښې را وپيژند دداسې غونډو مقصد او مرام هم داوي چې هم دغه رنګ خپل اتلان په خلقو وروپيژني دلته د استاد فرهاد د ترجمو ذکر وشو ما خپله يو کتاب د انګريزۍ نه ژباړلی دے. خو دغه کتاب يو عام سياسي کتاب وو چې د باچاخان عقيده او مجاهده په نوم چاپ دے خو استاد غالب ترين صاحب د قرآن پاک او حديث پاک سره د ډيرو مهمو کتابونو ترجمه کړې ده يقينناً استاد فرهاد صاحب لوے شخصيت دے مونږ په روحاني توګه ډير خوشحاله يو چې پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام د پښتو او پښتنو د يو بل لوے شخصيت په درناوي کښې کاميابه دستوره وکړه که خدای کول دا عمل به هم دغه رنګ روان وي.

(اقبال حسين افکار)

- افګار
بېرته شاته