(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نړۍ نقشه

[03.Mar.2022 - 22:34]

د نړۍ نقشه/لنډه کېسه                                

لیک: سید عبید الله نادر

وایي یو کس ډیر په ژوري مطالعي بخت وو ، او د اخبار مطالب هم یو دبل پسي په زړه پوري وو ،نو تر څنګه ناست یې یو ماشوم ،ډیری پښتنې ترې کولي ،شوخي یې کوله او سړی یې مطالعي ته نه پریښود ،نو سړی هم د دي د پاره چې ماشوم بخت کړي ، د همدې اخبار یوه بله ګڼه یې راواخیسته او اخبار کې چاپ شوي د نړۍ نقشه یې څیري څیري کړه ، او ماشوم ته یې ورکړه چې دا جوړه کړه ، غوښتل یې ګوندی په دي پلمه ماشوم بخت کړي ،ماشوم څیري شوي ټوټي واخیستی ،او نقشه یې ژر روغه کړه ،او سړي ته یې وښوده ،سړی حیران شو او ډیر په تعجب یې ترې پښتنه وکړه ،چې دا دومره ژر دي دا څرنګه جوړه کړه ؟ ماشوم ووییل : د نقشی تر شاه بنیادمانو عکسونه می سره ترتیب کړل ،او جوړ می کړل ،نو نقشه خپله جوړه شوه ،نو وایي ، ما دا انتباه ترې واخیسته ، چې که د ځمکي پر مخ د انسانانو ځایونه بدل کړو ،او هر څوک د خپل فهم او پوهی په اندازه په خپل ځایونو کښیناوو ،نو دا ستونزی به نه وي دا ستونزی له دي امله مونږ هم ګالو چې واقعی انسانان لا په خپل ځای نه دي نصب شوي ، یا نه دي کښینول شوي ،یعنی که انسانان اصلاح کړو ،او د علم او معرفت په ګاڼه یې سمبال کړو نو د ځمکي پر مخ به ډیري ستونزی حل شي .

.......

د فیسبوک د ملګرو څخه یوه انتباهی تعلیمی ، او تربیوی کیسه د پښتو ادب په اوړو کې اغږلې

......................

 

 

 

لیک: سید عبیدالله نادر

د حضرت ابوالمعانی بیدل یو بیت ته ژوره کتنه

ګوشي مروتی کو کز ما نظر نپوشد

دست غریق یعنی ، فریاد بی صداییم

ابوالمعاني بیدل

بده به نه وي که د چا د زړه درد او فریاد د مردانګی او مروت په غوږونو واورو، او د هغه د زړه حال د هغه د تندي او صورت څخه یا روحیاتو درک کړو ،ځکه د حضرت بیدل په دغه شعر کې څوک چې په اوبو کې غرقیږي هغه فریاد او چغي نه شي وهلای ، نو دلته د روښان ضمیره انسانانو نه دا تمه کوي ، چې د مردانګۍ او مروت په غوږونو ،له ستوني څخه دا ناوتلی فریاد  واوري ،یعنی انسان ته ښايي چې هغه وخت  باید د یو اړ انسان  مرستي ته ورسیږي او لاس نیوی یې وکړي ، چې هغه ورته ضرورت لري ،مونږ تل داسي وخت کې د یو خیر کار د پاره دانګو  ، چې هغه انسان نور برباد وي ،یا بلکل غرق شي ، نو د حضرت بیدل د دي شعر څخه داسي ښکاري ،چې د زړه سترګي خلاصي او د عبرت غوږونه اوریدونکي و لرو ، پورتني شعر کې مطلب دا دی ، که هغه غریق چې د ډوبیدو په حال کې دی ، د هغي پورته کړی لاس چې فریاد د خولي نه شي ویستلای درک کړو ، او ځان په موقع ورته ورسوو ،یعني د مروت او مردانګۍ غوږونه دومره اوریدونکی وساتو چې داسی حا لاتو ته په خپلو اوریدونکو غوږونو نظر واچوو ، او یا خپل نظر ونه پوښو ،یانی منظور دا دی چې داسي حالات په ټولنه کې راځي چې د هغی درک په پوره اندازه یو دیده ور انسان کولای شي او د کلام د بلاغت د پاره فکر کوم دا د قدرمن عزتالله ځواب شعر هم ضروری وي چې وایي :

چې غوږونو نه د سترګو کار وانخلي

ړانده کله عــدالت باندی ، پوهـــیږي

- سیدعبیدالله نادر
بېرته شاته