(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څه شی دیIFM

[23.Feb.2022 - 21:25]

آئی اېم اېف څه شے دې؟

 

How IMF loans are dangerous for poor nations?

 

لیک! یاسر علي باچا، بېنګور یونیورسټي، برطانیه

 

د آئی اېم اېف مطلب International Monetary Fund دې، دا تنظیم د دوېم جنګ عظیم نه پس سمدست په کال 1944ء کښې جوړ شو، دا هغه وخت وو، چې د ملکونو تر مېنځ تعلقات داسې خراب وو چې د یو خونړي جنګ نه پس هم یره وه، چې هسې نه بیا یو درېم نړیوال جنګ شروع شي، د نړۍ کاروباري هلې ځلې شروع شوې، د تنظیم بنیادي مقصد دا وو، چې د نړۍ ملکونه څنګه کولې شي، چې د یو بل سره کاروبار اوکړي شي، او د کاروبار په نتیجه کښې داسې یو مېکانزم پکار وو، چې ملکونه به د کاروبار په نتیجه کښې یو بل ته پېسې او اجرت څنګه ورکوي؟ دا ټول هغه معاشي کارونه وو، چې دا تنظیم جوړ شو، او دا وخت په نړۍ کښې د تنظیم ټول ممبران 189 دي

 

مونږ په امروزه ژوند کښې اکثر وینو ګورو چې تنظیمونه جوړ شي، د جوړښت په وخت د تنظیم ډهانچه او مقاصد یو شان وي او د څه وخت نه پس د تنظیم مقاصد په بل شکل کښې راڅرګند شي، د آئی اېم اېف کېس هم څه دغه شان دې، چې کله جوړ شو، نو غرض او غایت بل څه وو، او وروستو چې پته ولګېدله نو د دې پشا د سرمایه دارانه نظام هغه دیو ولاړ وو، چې د دغه دیو غرض او مقصد صرف او د وړو قامونو په وسائلواو خام مالونو باندې ډاکه اچول وو، چې اوس دا خبره ډېره واضحه شوه، چې په کوم شکل کښې د تېر وختونو عالمي سامراجي طاقتونو د نورو قامونو زمکې او ملکونه نیول او هغوي باندې مسلط کېدل او د هغوي په قدرتي وسائلو باندې غېرقانوني قابض کېدل نو هم دغه شان موجوده آئی اېم اېف د دوي د دغه پخوانې قبضې یو نوې تجدید شوې شکل دې، چې مخکښې به دوي په زور دا کار کوو خو ولې اوس دا کار دوي په زر یعني په پېسو باندې کوي، دوي په اصل کښې واړه قامونه اوږې تږې ساتي، او دغلته د سماجي انصاف، عدالتي نظام، پارلېمنټ او ازاد مېډیا نه پرته یو داسې خراب حکومتي نظام مسلط کول غواړي، چې وروستو بیا د هغې په نه چلېدلو سره راغلې نوې حکومتونه د سرکاري مشینرې او د ملکونو د انتظام او انصرام دپاره د دوي یعنيIMF نه قرضې واخلې او د هغې د بیا واپس کېدلو چل نه ورځي، چې په نتیجه کښې IMF بیا د دغه ملکونه په معاشي او سیاسي نظام دومره اثرانداز شي، چې تاسو تصور هم نشې کولې، چې په پنځوس کاله کښې هم بیا دغه ملک د دې تنظیم د پالسیانو نه ځان نشي خلاصولې

 

د تنظیم ټول انتظامي واک او اختیار د غټو ملکونو په لاس کښې دې، اګرچه د دې  فنډونو تقسیم کار د ووټنګ په ذریعه کیږي، خو ولې ستونزه بیا دغه ځاې دا جوړه ده، چې څومره غټ اقتصادي ملک وي، نو هومره بیا د دغه ملک ډېر ووټونه وي، چې د وړو قامونو د ووټ د دوي په مقابل کښې هیڅ معنا نه لري

 

تنظیم کښې سالانه کوټه سسټم وي، چې دا یو ډېر پيچده او ګران عمل وي، د تنظیم مشر تابه به هم صرف د یورپ یونین سره تعلق ساتي، دا وخت د تنظیم د مشر تابه ښځې نوم Christine Lagarde دې

 

تنظیم معاشي طور بدحاله ملکونو له په منت او ځارو په سختو شرائطو سره قرضې ورکوي، او وروستو بیا داسې شرائط ورباندې مسلط کړي، چې دغه بدحاله ملکونه نور معاشي طور خراب کړي، چې په ردعمل کښې دغه ملکونو کښې سیاسي، جغرافیائی او سماجي تغیرات رابرڅېره شي

 

دا قرضه بنیادي طور د امریکې او مغربي سامراجي ملکونو هغه سرمایه وي، چې دوي دا سرمایه د خپلو سیاسي او اقتصادي مقاصدو دپاره د تنظیم په فنډ کښې هر کال اچوي، او چې کله معاشي طور بدحاله ملک ورسره مذاکرات شروع کړي، نو دغه ملک د دې سرمایه دارنه سودي نظام نه د قرضې د حصول دپاره لکه د یو جوارګر هر څه بائلي، حتا دې پورې چې د خپل ملک خودمختاري او سیاسي نظام هم د لاسه ورګړي

 

دا وخت پاکستان ملک نه علاوهٔ د نړۍ ډېر ملکونه د دې تنظیم په پنجه کښې راګېر شوې دي، چې د دې نه وتل اسان کار نه بلکه اوس بیخي ناممکنه شوې دي

 

هندوستان په کال 1991ء کښې IMF تنظیم ته په مخه وېلې دې، دغه رنګه د مغربي افریقې ملکونه، لاطیني امریکې او اېکواډور اوس د تنظیم په نرغه کښې دي

 

اګرچه د تنظیم مشران او نور کارکونکي خلق د تنظیم په اړه د مثبت ګټو او تګ لارو  باندې په مختلف رسنیو او مېډیا اخبارونو کښې مهم تبلیغات کوي، خو بنیادي نقطه هم دغه ده، چې په سمندر کښې غټ مهے واړه کبان خوري

نوټ! دا مضمون د ملاکنډ ضلعې سره تعلق لرونکي د ملګري جلال خټک په خصوصي غوښتنه لیکلې شوې دې

 

- باچا
بېرته شاته