(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اجمل خټک سېاسي شاعر

[08.Feb.2022 - 10:13]

اجمل خټک، سياسي شاعر او که شاعر سیاستوال؟

لیک: حفیظ همېم

د اجمل خټک د ۱۲ تلین په مناسب

د پوهنتون په پنډو پنډو چیټرنوټونو کې یوه مغالطه دا وه چې سياسي شعر او شعار یې په یوه تله تلل. ددې لپاره چې کار اسانه شي له عاشقانه شعرونو پرته نور اکثره شعرونه شعار بلل کېدل. اوس ښايي وضعیت ډېر بدل شوی وي، خو څو کاله مخکې چې من بنده خدا محصل و، د کوم استاد چیپټر ته لا د سياسي شعر اصطلاح، په هغه مهفوم چې په نوره نړۍ کې دود دی، لاره موندلې نه وه. دا ادبي اصطلاح له چپټرونو د باندې سرګردانه وه او زموږ ذهن په چیټرونو کې دننه. تر دې جالبه دا وه چې زموږ په شعر کې به مسلمان او کافر شعر، یا کمیونست او مجاهد شعر هم پیدا کېده. مقصدا خبره ډېره عامه وه چې شعر به یې د شاعر په ګناه نیولی و.

له دې کبله چې د سياست او ادبیاتو پر اړيکو باندې زموږ د پوهنتونونو نصاب کې مشخص څه نشته نو د‌ پښتو شاعري یوه لویه برخه د خوشال بابا په خبره  بکره پاتې ده او چا یې پلو له مخه نه اخیست.

د وروسته پاتې نړۍ د سياست، ټولنیز ژوند، اقتصاد او بل هر څه غوندې ادبیات هم وروسته پاتې دي. څنګه چې یې سیاست محلي وي، وزیر د معین دښمن وي، معین د رییس دښمن وي، وکيل د وزیر دښمن وي‌ او مشر سرکار د ټولو دښمن وي، او څنګه چې یې اقتصاد محلي او له جاخو ډک وي همداسې یې ادبیات هم محلي پاتې وي. که یې موتیفونه وي، که یې نورې ځانګړنې وي ټولې محلي وي

د وروسته پاتې نړۍ هغه شاعران چې نن یې شاعري په نړیواله کچه پېژندل کېږي اکثره یې له خپلو هېوادونو د باندې نورو هېوادونو کې مېشت شوي او د هغوی له علمي او ادبي تجربو په استفاده یې شاعري کړې او نړیوال نوم یې ګټلی دی

د شعر د تاریخ څېړونکي سياسي شعر د ماډرن دولتونو یا دولت-ملت همځولی ګڼي. هغه وخت چې انسانانو د نظر د اختلاف، نقد او نورو مخه وموندله نو سياست له شعر سره په جدي توګه واخښل شو.

په پښتو کې د سياسي شاعري تاریخ تر نورو ډېرو ګاونډیو ژبو اوږد دی. د خوشال بابا په هغې شاعري کې چې له مغولو څخه د لارې له بېلتون وروسته یې کړې ده د سياسي شاعري ډېرې بېلګې شته. دده دا شاعري که څه هم د ماډرن دولتونو د رامنځته کېدو له کلونو سره همهاله وه خو داسې کوم سند نشته چې وښيي دده پر شاعرۍ باندې د نړۍ د تاریخ دغې مهمې پېښې چې د ویستفالیا له تړون سره رامنځته شوه کومه اغېزه کړې وي

هغه وخت چې خوشال سياسي شاعري کوله په فارسي ژبه کې یوازې درباري شاعري وه چې منځپانګه به یې مدح او درباري ستاینې وې.

له خوشال بابا وروسته، د پښتو ادب بخت یو ځل په شلمه پېړۍ کې ښه ځلېدلی و خو دا چې په هغه وخت کې یو شمېر پیاوړو شاعرانو سياسي شاعري کوله نو ځکه ور باندې ډېر بحثونه و نه شول. مانا نوره شاعري یې هم د سياسي شعر په ګناه ناسپړلې څه بلکې نالوستلې پاتې شوه

خو د شلمې پېړۍ پښتو شاعري ته په کتلو، سړی په دعوا سره ویلای شي چې پښتو شعر په شلمه پېړۍ کې داسې ډېرې نمونې لري چې زموږ ادبیات له محلي توبه نړيوال کولای شي. نړیوال کېدل دا دي چې د هرې ژبې مخاطب په احساسي او عاطفي ډول ورسره ځان تړلی وګڼي. خو په شلمه پېړۍ کې یو شمېر سياسي تحولاتو زموږ پر شعر دوه ډوله اغېز وکړ. د شعر تولید زیات شو، خو له شعر سره د ادبي اثارو په توګه چلند و نه شو. ددغو تحولاتو له کبله سياسي شعر په شعر نه حسابېدو او د آیډيالوژۍ په ګناه نیول شوی و.

خو سياسي شعر څه شی دی؟ اډوارډ هریش پخپل کتاب A Poet's Glossary کې لیکي چې ټول د هېواد د ميني او نشلنیزم شعرونه سياسي شعرونه دي. دده په وینا زوړ، ماډرن، ښه او بد سياسي شعر غالبا د ټولنیزې بې عدالتۍ ځواب وي

د همدې تعریف پر اساس په پښتو کې د اجمل خټک، سلیمان لایق، اشرف مفتون او سیف الرحمن سلیم شاعري د سياشي شعر بهترینې بېلګې او د هر یوه شعر د ټولنیزې بې عدالتۍ پر ضد یوه چیغه او غبرګون دی.

 ددغو څلورو خدای بښلو له ډلې نن د اجمل خټک ۱۲ تلین و. هغه په شلمه پېړۍ کې د پښتو سياسي شاعرۍ له سرلارو څخه و

دده شاعري ښايي له ډېرو اړخونو د دې وړ وي چې وڅېړل شي خو زه ورته د سياسي شعر د یوې پیاوړې بېلګې په سترګه ګورم. دا نظم یې:

د لویو لویو قدرتونو ربه

یوه تمنا ده اورېدی شې کنه؟

ستا له سکڼي سکڼي ماښامه لوګی

د چا د زړه لوګی لیدای شې کنه؟...

اجمل خټک چې پر ټولنیز عدالت باندې څومره پياوړي شعرونه ليکلي دي، د پښتو ادبیاتو تاریخ به یې ډېرې لږې بېلګې له ځان سره لري

زه چې کله د ادبیاتو د پوهنځيو د فارغینو د مونوګرافونو له موضوعاتو خبرېږېږم حیران پاتې سم. هغه څه نه ليکي چې اړتيا یې وي. یوه په زیارتونو ليکلی وي، یوه د خپل قوم د شاعرانو ژوندلیک راټول کړی وي، یوه په کوډو لیکلی وي، بل بيا د بل داسې شاعر ژوند لیک باندې مونوګراف لیکلی وي، چې که د استاد زیار په خبره کچ و مېچ ورسره وکړې نو ځان به حتی شاعر ثابت نه کړای شي. که زما چا منلی نو ورته سپارښتنه مې کوله چې د اجمل خټک پر سياسي شاعري مونوګراف یا تیزیس وليکي، هم به یې ځانته خیر ورسېږي او هم پنځو مسلمانانو ته. دا به هم ثابته شي چې اجمل خټک سياسي شاعر و که شاعر سياستوال؟

اروا یې ښاده

- حفیظ همېم
بېرته شاته