(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالاحد مومند څوک

[30.Jan.2022 - 17:30]

 

ایا پوهېږئ چې عبدالاحد مومند څوک دی؟/ لیک: حبيب الله غمخور

د۲۰۲۲ زکال دجنوري ۳۰     /    داڅېرې دهېرېدونه دي !

دمځکې پر مخ ټول ولسونه دخپلو وتلوهيوادوالوپه برياو وياړي،هغوي نازوی اوتاريخوال هغه دتاريخ پاڼوته رسوی ترڅودهيواد راتلونکي نسلونه دخپل هيواد دټولنيز،علمي اوفرهنگی برياواودهغوي له قهرمانانونه پوره خبرتيا ترلاسه کړي .

 غواړم خپل ځوان نسل پدې خبرکړم چي تاسو دنړۍ دنوروهيوادونو دولسونو په دودډير وياړلي شخصيتونه اوڅېرې لری خومتاسفانه زورواکانويوازي دخپل دولتي حاکميت دساتلواودوام په هکله فکر کړی،

زموږ دولتي چارواکودهغوي دنوم  ژوندي ساتلواوددوي له علمی پانگي نه دولس په گټه استفادې ته هيڅ ډول پاملرنه نده کړې .

هرڅه زموږ دولس نه پټ اوياددوي له نظره ليري ساتل سوي،چي ډيره ښه بېلگه ئي همدا عبدلاحد مومند دي،پدې پوره باورلرم هغوي چي په ۱۹۸۰ کال زېږېدلي چي اوس ۴۲ کلن کيږي غوڅ اکثريت ئي ددې وياړلي شخصيت له نامه اوکارنا مو نه خبرتيانلري .

غواړم دې ټکی ته ستاسو پام راواړوم چي تاسوپه بل کوم هيوادکي ليدلي اويااورېدلي دي چي ديوه هيواد قهرمان اوهغه هم دعلم پداسي برخه کښي چي ولس پرې وياړلاي سی په مهاجرت کښي ژوند وکړي اوخپله پوهه دپردو لپاره په کارواچوي .

عبدالاحدمومنددجگړې قهرمان نه بلکې لومړنۍ افغان ووچي فضاته یې  سفروکړاوپه خپل دې سفرسره ئي نه يوازي داچي دافغانانواستعداداوتوانا يي نړيوالونندارې ته کښېښودل بلکې ټوله نړۍ پدې خبره سول چي يوافغان هم فضاته پورته سواوپدې بڼه دعلم اوپراکتيک په ډگرکښي افغانان دنيک نامۍ اوسرلوړی لامل شو .

هغه لمړ نۍ افغان ووچي ديوه مسلمان په توگه ئي په نړيوال فضايي ستېشن (تم ځاي )کښي دقران کريم څومبارک آياتونه تلاوت کړه.

مومند لومړنۍ افغان ووچي دچارواکوپه سترگو اونظرونوکښي رټلې پښتو ژبه ئي دکوسموس اوفضایي اړيکوياپه بله اصطلاح ددوستوروژبه کړه.

که لږشاته ولاړسوله نن څخه زياتو کم ۶۱ کاله اوڅومياشتي پخوادپخواني شوري نه همدې تشيالۍ ياخلاته يوري گاگارين دلمړنی انسان په توگه فضاته سفر وکړ،هغه سفردومره اوږدنه وولکه دعبدالاحدمومند،مگر کله چي مځکې ته راستون سونونه يوازي داچي دهغه وخت شوروی نظام ټوله مشرتابه ئي مخته ورغلل دهغه دهڅونې په موخه يې دشوري اتحاد دقهرمان لقب ورکړه سواوپه بې شمېره دولتي مډالونواونښانونوونازول شو.

مگرعبدلاحد مومند چي وطن ته راستون شودعامو وگړولخواپه رښتياسره په خاصه مينه اومحبت اولمانځل سو خو دقهرمانی دلقب اودازادی دستوري نښان ترورکولو وروسته لکه چي اړينه وه هغه ډول یې وروسته درناوي ونسو اونه هم ونازول سو،ترهغه نظام راوروسته خوتاسو خبرياست هيوادپرېښود لوته اړيستل سو.

متاسفانه ددې پرځاي چي دافغانستان لمړنۍ ستورمزلی دهرچاپه حاکميت کښي  ديوملي سمبول اوملي وياړلي څېرې په توگه درناوي سوی واي،دنورو عادي روڼ اندوپه ډول دوطن پرېښودلوته مجبوراو المان ته مهاجر سواود افغان چاروا کو تل لپاره هيرسو.

ماپه ۲۰۱۱ کال دجنوري پر ۲۸ مه دامطلب له روسی ژبې نه  پښتو ته وړباړه چې پکښي ليکل سوی وه  :(( روسې باروړونکي هوايي بېړۍ دټاکل سوی هدف په لوروتوغول سول ))دژباړې اونشر نه مي هدف داووچې دازموږکاڼه اوړانده چاروا کي خپلې تېروتنې ته پام وکړي .

دمسکودبايکانورله توغونکی مرکز نه په ۱۹۸۸ زکال داگست پر ۲۹ عبدالاحد مومند دشوروي فضانوردانو ولادیمیر لیاخوف اوډاکتر والری پولیاکوف سره يوځاي په يوه درې نفری گروپ کي فضاته ولاړ .ددوي هوايي بېړۍ سايوز ټي ام۶ هم دبايکانورله مرکزنه وتوغول سول .

ددوي بېړۍ دصلح په نامه هوايي ستېشن سره يوځاي شول . افغان هواباز ښاغلی عبدالاحدمومند په ټوله هغه موده کښي چي په فضايي بېړۍ کښي و،علمی تحقيقات سرته وروسول اوپه بری سره مځکې ته راستون شو.

عبدالاحد مومند افغان ولس يو وياړلی افتخاردی خومتاسفانه دافغان ولس دتاريخي وياړنودښمنان کوښښ کوی زموږ دوياړلي تاريخ داورقه ورکه او دراتلونکی نسلونه دغه وياړلې څېره هيره کړي .

اميدواريم چي زموږ ځوان نسل دهغه درناوی وکړي اوډله ايزی رسنۍ دهغه په هکله څېړنيزی ليکنې اومقالې خپرې کړي. ترڅوزموږڅوان نسل په خپلو وياړنو پوره خبرسي، داورته معلومه سي چي ددوي دوياړنودښمنان کوښښ کوي دافغان ولس افتخارات دکورنيواوبهرنيوتعصوباتوپربنيادترخاورولاندي کړي .

وياړم چي په سويډن کي دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکز په نوښت د۲۰۱۲ زکال د جنوري دمياشتي پر ۲۱ مه دافغانستان دلومړنی ستورمزلي (کيهانورد) عبدالاحد مومنددقدردانۍ اوستاينې په وياړعلمی او ادبي درنه غونډه جوړه کړه دافغانستان دهمدي هيرسوي قهرمان اولمړنی ستورمزلی په ياد او در ناوی دده په گډون دسويډن په مالمو ښارکښي دافغانانو دعلمي اوفرهنگی مرکزپه نوښت لويه اوتاريخي غونده جوړه سول.

پدې غونده کښي ئي په افغانستان کي دننه اوبهردټولوافغانانولخواملاتړ او هرکلۍوسو داروپايي هيوادودفرهنگی ټولنويوشميرشخصيتونو اودافغا نستان دپخوانۍ هوايي قواويوشمير پېلوټان په وياړسره پدې غونډه کي دگډون په موخه دنړۍ له مختليفو هيوادونه تشريف راوړي.

له هوابازۍ نه تر ستوريونۍ پوري :

ښاغلی عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ز کال دنومبردمياشتي په لمړۍ ورځ دغزني ولايت دسردې دکلي  دمحمد سرور په متدينه کورنۍ کښي کې دنياته سترگي غړولې دي .ابتدايه زده کړې يې تر ديم ټولگۍ پوري د سردې کلي په ابتدائيه ښوونځۍ او وروسته د غزني  دسلطان شهاب الدين ليسه کي شامل سوی اوبيا د کابل دحبيبې  ليسې کښي زده کړوته دوام ورکړ چي په ((۱۹۷۶)) زکال دحبيبې دليسې نه فارغ اودکانکورتر آزموينې  وروسته د کابل د پولي تخنيک انستيتوت  کښي  دجيولوجي په انستيتيوت کي عالي تحصيلاتوته تر دوهم صنف پوري دوام ورکړ .

ښاغلی مومندپه ۱۹۷۸ ز کال د پيلوټۍ په برخه کې دزده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل سو،چي په ۱۹۸۱ زکال  ئې دکراسنودار اوکيف په پوځی هوايي مسلکي مکتب کښي دپيلوټۍ په برخه کي مسلکي زدکړي په برياليتوب سره پاي ته ورسولېاو وطن ته رستون سو .

ښاغلى عبدالاحد مهمند هيواد ته له راستنيدو وروسته او له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۴ کال پوري  د بگرام په هوايي ډگر کې د هوايي قواوو د پيلوټ په توگه دنده سرته رسول . د ۱۹۸۴ زکال نه  تر ۱۹۸۷ زکال  پورې د لوړو اومسلکی زده کړو لپاره دوهم ځل داوکراين هيواددکيف په ښارکي ديوري گاگارين په نوم پوځی هوايي اکاډمي  کښي عالي اومسلکي تحصيلات وکړل.

په ۱۹۸۷ زکال دنومبر په مياشت کښي ښاغلي عبدالاحد مومندله نوروپيلوټانو سره لکه محمد دوران،محمد جهيد،اقا جان،سراج الدين،امير خان،خيال محمد، شير زمين سره يو ځاى د کيهاني پرواز لپاره په روغتيايي معايناتو کې برخه واخيستل,دغومعايناتو پنځه مياشتي دوام وکړ.له روغتيايي معاناتونه وروسته ،دووستورمزلوښاغلی محمد دوران اوښاغلی عبدالاحد مومنددکيهاني پرواز لپاره وټاکل شول .

د۱۹۸۷ زکال ددسمبرپر ۱۲ عبدالاحد مومندداتوکانديدانوله جملې نه يوله هغو کسانوڅخه وټاکل سودچي پرواز لپاره اماده سي.د۱۹۸۸ کال دجنوري په مياشت په مسکوکي عبدالاحد مومند داساسی کانديد ددوبلور ياځاي ناستي په توگه وټاکل سو،دهمدې کال دفبروري دمياشتي پر ۲۶ مه ښاغلى عبدالاحد مومند او ښاغلی محمد دوران محمد دوران چې اوس دافغانستان دهوايي ځواکونو قوماندان دی،دکيهاني پروازدچمتوالي لپاره ديوري گاگارين په نوم کوسموس(خلا)ته دپروازونوپه مرکزي کي زده کړي پيل کړې،داپريل په ميا شت کښي داساسي پرواز کونکی په توگه  تر روزنې لاندي ونيول سو .

ددې کاردليل داو چې ښاغلی محمد دوارن د اپنډکس په ناروغۍ اخته سواو داپنډکس عمليات ئي وکړ . دهمدې دليل له مخې کوسموس (فضاياتشيالی )ته دالوتونودقانون له مخې هغه چاته اجازه نه ورکوي چي ترعملياتو وروسته پداسې الوتنه کښي برخه واخلي،ځکه نوداپريل په مياشت کي ښاغلي مومند داصلی هوابازاوفضاته دتلونکی په توگه دچمتوالي لپاره ترروزنې لاندي ونيول سو .دشپږومياشتوپه موده کي دفبروري نه تراگست پوري دکيهاني پروازدچمتوالي لپاره دا ټولې زده کړې اوتمرينات په بری سره ترسره کړل.

دروغتيايي معايناتو اوځانگړي زده کړي وروسته ښاغلى عبدالاحد مهمند د ۱۹۸۸ کال د اگست د مياشتې په ۲۹ مه دشوروي اتحاد (( د اینترکسموس))  د پروګرام پر بنسټ خپل کيهاني تحقيقاتي پرواز د سويوز ام شپږ فضايي بيړۍ په مټ پيل کړد سهار پر څلوربجواو۲۳  دقيقو له کيهاني بېړيودپروازله ډگر بايکانورنه  د((مير ستيشن )) په لورچي په فضاکښي موجودووددوي بېړۍ وتوغول  شوه،دا بيړۍ په برياليتوب سره دميرله فضايي تمځای سره يوځای شوه اوهلته ئي له دونورستورمزلوسره چي له پخوانه دمير په نړئوال کيهاني تم ځاکي وه خپله پوهنيزه اوڅيړنيزه پروژه پېل کړه.له ښاغلي عبدالاحد مومند سره په دې سفرکي ولاديمير لياخوفاو ډاکترواليری پولياکوف ملګری وو چې د سويوز تی‌ام-٦ ډوله تشیال بېړۍ په ډله کې شامل وه .

دمشعل راډيوسره په ځانگړې مرکه کښي ښاغلی مومند وايي((چي ماشوم وم دالوتکي اوپيلوټۍ په هکله مي فکرهم نسوکولاي،خوکله کله چي به زموږدکلي پر سر الوتکه تېرېدل مافکرکاوه چي الوتکه هم بسونواولاری موټر غوندي کلېنر لري،نودابه مي په فکرکي راگرځېدله ،کاشکي ددې الوتکې کلېنرواي،څومره به ښه واي،داخومې هيڅکله تصورنسو کولاي چي زه به پيلوټ اوخلاته کيهاني سفر وکړم ))

ديادولووړده کله چي يوري ګاګارين دلومړنی انسان په توګه فضا ته ولاړ، هغه وخت عبدالاحدمومند دری کلن و، چې يوري ګاګارين فضا ته له تللويو کال وروسته په يو تاريخي سفر افغانستان ته راغی،هغه وخت ښاغلی مومد څلورکلن وړوکی ماشوم وو ،ځکه به ئي به هيڅکله فکر نه کاوه چې لومړنۍ افغان کيهانورد به شي.

دښاغلي مومنددکيهاني سفر جزئېات:

عبدالاحدمومند څلورم مسلمان تشیالیونی افغان ووچې ددوي بېړۍ دسپتمبر پر۳۱  پنځوبجواو ۴۱ دقيقودمير استېشن کيهاني سره يو ځای شوه او په مير نومي استيشن کي د تيتوف او مسلمان ازربايجانی ماناروف له خوا دوي درو واړوهوابازانوته ښه راغلاست وويل شو او په همدي ورځ ئي دستړتيا له رفع کولونه وروسته دفضايي څېړنولپاره دکارپلان په هکله خبري سره وکړي.

داسي پرېکړه وسول چي له علمي تحقيقاتووروسته به په ((سيوز تي ام 5 ))کي ولاديمير لياکوف اوعبدالاحد مومندځمکي ته راگرځی او په مير نومي استېشن کي به دوي دری نفره پاتيږي .

ددې ورځې دخاطرې په هکله بياهم ښاغلی مومند دمشعل رډيوسره وايي : کله چي موږ دې ستېشن ته ورننوتلو اوهلته مېشتو هوابازانولخواهرکلی راته وويل سودايوه نه هېرېدونکي اوډيره په زړه پوري خاطره وه ،داستيشن په حقيقت کي سره لدې چي يولوي کيهاني لابراتوار اوڅېړنيز مرکزدي،دادکيهانو ردانوکورهم بلل کېداي سي.پدې ستېشن کي تل مدام هوابازان اوسی او تحقيقات کوي،دمځکې له لوري اداره کيږې ،ډير کم به داسي پېشه سوی وې چي داستيشن مسافر ونلري .

دسپتمبر لمړئ ورځ ،دوی پنځو واړوپه تحقيقاتو پيل وکړ له څوگړيو وروسته  مومند او مسلمان ازربايجاني ملگري ئې تيتوف د قران پاک تلاوت وکړ .تر تلاوت وروسته مومندپه بېړۍ کښي خپلو ټولوملگروی په شنوچايو ونازول اوددوي لپاره ئي شنې چايي جوش کړې.ديادونې اووياړ خبره ده چي مومند لومړنۍ مسلمان کيهانورد وو چي قران کريم ئي له ځان سره دغه ستېشن ته يو وړۍ اولته ئي دقرانکريم طلاوت کاوه .

د سپتمبر دوهمه ټول په خپل وظايفو بوخت وه او مومند شاوخوا(( ۱۵ ))ساعته په علمي څېړنواو فلم اخيستلومصروف شو د سپتمبر دريمه دټولو په گډون دطبي ،فزيکي او بيولوژيکي څېړنولپاره ځانگړې سوې وه اوپدې برخه کښي ئي څېړنې وکړې .

د سپتمبرپه څلورمه او پنځمه دټولوترسره سووڅيړنو او تحقيقات نتېجې سره راټولي اودسيوز تي ام 5 بېړۍ په ځانگړې سيسټم (صندوق)کښي ځاي پرځاي کړل .

ښاغلی مومند وايي زماسفر دوې موخې درلودې ،يوه سياسي اوبله علمي اوتحقيقاتی:

په سياسي برخه کښي ماله کيهان څخه دهغې تشی څخه دنړئ ټولوچارواکو ، زبرځواکو اوافغانانوته پيغام وړاندي کړ چي زموږ په هيواد افغانستان کښي نوری سيالی بندي اوجگړه پايته ورسوی.مادوي ته په خپل پيغام کښي په روښا نه ټکو داخبره وکړه چي موږافغانان له جگړې ستړي اوسولي ته اړتيالرو ،که تاسو زموږ سره مرسته کوی نودسولي اوثبات راوستلوپه لارکي ئي را سره وکړی.دادی اوس هم افغان دسولي تږي دي اونړيوال پدې پوهېدلي چي سوله دملي تفاهم له لاري راتلاي سي اوسوله نه يوازي دافغانانوبلکي دټو لې نړۍ په گټه ده.

دوهمه برخه علمی تحقيقات وه دې برخې دوه جزه درلودل :

اول : پدې برخه کښي موږ دطبي تحقيقاتوله مخې دپيلوټانودفزيکي جوړښت دمختليفوبرخو په هکله څېړنې کولې ،دبېلگې په توگه يوپېلوټ په هواکښي څنگه خوب کوي ،دده زړه څنگه فعاليت کوي اوداسي نوري څېړنې وې .

دوهم : دابرخه ترډيره بريده زمادنده وه م دځانگړوتخنيکي وسائيلواوکامروپه مټ  دافغانستان دخاوري عکسونه واخيستل ،پدې عکسونه معلوميږي چي په افغانستان کي تر مځکې لاندي کومي زيرمي اوچيري سته ،ترمځکه لاندي اودمځکې پر سر اوبه ،هغه سيمې چي تل په واوروپوښتل سوې وي .

ددغوعکونه بيادطبعي زخيروپه پيداکېدو،سپړلو کي استفاده کيږي . ماداټول عکسونه واخيستل ،کله چي مي داعکسونه اخيستل افغانستان دومره ښکلۍ هيواد دی چي تصورئي نه کيږي . هغه وايي ددې ښکلا ليدل دالوتکي اويادمځکې پر مخ ليدل ناممکن دی ،ددې خلانه دافغانستان ښکلا يوه جالبه منظره اونه هېرېدونکې خاطره ده.

ددغو عملياتوترسره کېدو وروسته دشپې پر لس بجواوپنځه پنځوس دقيقو هغه بېړۍ چي ښاغلي لوياکوف او ښاغلي مومند پکښې دي له ميرنومي  ستېشن نه جلا کيږي او د ځمکي په لور حرکت پيلوی .

دويته سپارل سوې  دنده  په اتو ورځوکي پاي ته ورسېده ،د اسي پتېيل سوې وه چي ددوي بېړۍ دسپتمبرپر  ۶ مه دورځې پر دو بجواوپنځلس دقيقوبايد ځمکي ته راکښته شوي واي، کله چي ئي غوښتل دځمکې په لور راستانه شې،ددوي راوړونکې بېړۍ له تخنيکي ستونزوسره مخامخ سول ،دغه پرواز د پلان له مخې بايد اته ورځې دوام کړى واي،خود تخنيکي ستونځو له کبله داسفر شاوخوا((۹)) ورځو ته ورسيديعني دوي په فضاکي(( ۸ ))ورځې ،((۲۰ ))ساعته او ((۲۶)) دقيقې پاته سول . دوي ددې بېړۍ دتخنيکي ستونزي درفع کولونه وروسته د سپتمبر پر اوومه د سويوز ټي ام 5 فضايي بيړۍ له لارې ځمکې ته را ستانه شول  .

په همدي ورځ يعني دسپتمبر پر شپږمه دجهان ټولو راډيو گانو دااعلان وکړچه ((سيوز تي ام 5 ))هوايي بېړۍ د تخنيکي ستونزو له کبله په هواکښي سقوط کړئ ،ځينو اعلان وکړ چي سوځېدلې ده .دامريکا اوشوروی ترمنځ دساړه جنگ زورآزموينې پدې سفرونواوددې بېړئ اوهوايي تم ځاي دبې اعتبارکېدوپه خاتريودبل پر خلاف تبلېغات کول ځکه خوکله چي دڅو ساعتو لپاره دهغه بېړۍ چي مومنداوملگریې بايد مځکې ته راستانه کړه واي لادرکه کېدل غربی هيوادو ته دا امکان پلاس ورکړ چي قجيب اوغريب تبلېغات وکړي ،دبلې خوا پدې ورځ مسکو راډيواوټولوډله ايزورسنيو شاوخوا ((۲۴)) ساعته دډاراوتشويش په حالت کښي په چوپتياانتظار وايست . کله چه  له ځمکي سره ددوي اړېکې ټينگي سوې ،ټوله نړۍ دډله ايزورسنيوپه مټ خبره سول چي داهوابازان ژوندی دي،د ځمکي سره ددوي داړېکواوخبرو په وخت کښي دوي دواړه دعالي مورال خاوندان وه اوپه خندا ئې وويل دا يوه لوبه وه،دسپتمبر په ۷ نيټه ددوي بېړۍ په بری سره مځکې ته راکښته سول .

کله چې ښاغلي مومندپه خلا کې وۀ دخپلې  مور،زوي اودافغانستان جمهور رئيس مرحوم ډاکټرنجيب الله سره دځانگړي تليفون په مټ په پښتو ژبه خبرې وکړې ،چې په همدې توګه پښتو د دوو ستورو دواټن جوګه ژبه په اسمان کې په پښتو ژبه دنړۍ څلورمه ژبه وګرځېدله.

عبدالاحمدمومند په ۱۹۸۸ ز کال کې له همدغې تشيال الوتنې نه وروسته د ګڼ شمېر افغانانوله خوا وستايل شو اودهماغه وخت دولسمشرله خوادبريد جنرال پوځي رتبه ((دآزادی لمر)) نښان اودافغانستان دقهرمان په لقب ورکولو ونازول سو .

اړینه ده وویل شي،چې له تشیال الوتنې نه وروسته ښاغلي مومند ته دهما غه مهال شوروي اتحاداتلولي لقب اودلينين عالی دولتی نښان ورکړه شو .

ښاغلى عبدالاحدمومند هيوادته له راستنيدووروسته سمدلاسه بيرته دارکا نحربي دزده کړو لپاره په ۱۹۸۱ کال مسکوته لاړ اوپه ۱۹۹۱ کال ترمسلکي عالی تحصيلاتوپاي ته رسېدونه وروسته افغانستان ته راستون سو.

په افغانستان ئي دعلومواکاډيمۍ په تشکيل کښي دفضايي تحقيقاتو انستيتيوت جوړاوهلته ئي په تحقيقاتي کار پيل کړ.پدې انستيتيوت کښي تر څه مودې کارکولونه وروسته هوانوردى او توريزم دوزرات دتخنيکي معين په توگه په دنده وگمارل شو،پردې دنده ئې دشپږومياشتو لپاره کارته دوام ورکړ.

ښاغلى مومندد۱۹۹۲ کال د اپريل په مياشت کې له هيواد څخه لکه نورروڼ اندي اووطنپال دهيوادپرېښېدوته مجبورسو،د آلمان فدرالي جمهوريت ته راغلۍ اودهمدې هيوادشتوتگارت په ښارکي کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.دښاغلي مومند دگډکورنۍ ژوند ثمردوې  لوڼې او يو زوى دي .يوه لورئي پوهنتون کښي عالي تحصيلات کوي بله لورئي په ښونځۍ کښي زده کړوبوخت اوزوي ئي په وړکتون کښي دي  .

ښاغلى عبدالاحد مهمند په آلمان کې څه موده د شتوتگارت پوهنتون د کيهاني تحقيقاتو په انستيتوت کې کار کړى او اوس په يوې شخصي کمپنى کې دکارترڅنگ ديوکال لپاره په تحصيلاتومصروف دی .

ددې سفر په وياړ زموږ دهيواد تکړه ليکوال اوژورناليست ښاغلي طاهرکاڼي د(( عبدالاحد مومند، لومړنى افغان كيهانورد)) په نوم کتاب ليکلئ چي ددانش خپروندي ټولنې لخوابه ډير ژرلوستونکوته وړاندي شي .البته ديادونې وړئي بولم چي پدې کتاب کښي ښاغلي طاهر کاڼي له ډيرو معتبره علمي اوکره سرچينونه استفاده کړي اودمعلوماتوپه راټولوسره یي دعبدلاحد مومند سفر ارزښت نه يوازي افغانستان بلکي دسيمي دهيوادوپه گټه راسپړلی دي.

ښاغلی طاهرکاڼی وايي،زما په اندكيهان ته دلومړني افغان كيهانورداوڅېړو نكي الوتنه زموږدډېروروسته پاتې هېوادلپاره يوه ډېره په زړه پورې او كمپېښه( نايابه ) پېښه وه اوده چې زموږدهېواد په تاريخ كې به تل ژوندۍ وي .

زموږپه اندكيهان ته دلومړني افغان ستورمزلي ياكيهانورد اوڅېړونكي ۲۳ کاله پخوا الوتنه زموږدډېرشاته پاتې هېوادشريفواوغيرتی خلکو لپاره يوه ډېره په زړه پورې وياړلې پېښه وه چې زموږ د هېوادپه تاريخ كې به په زرينوکرښو دتل لپاره ليکل سوې پاته وي .

خپله ليکنې پدې ټکو رانغاړم :ښاغلی عبدلاحد مومند تاسود ټولو افغانانو ویاړ یاست موږ افغانان په تاسواو ستاسوپدې تاريخي سفردتل لپاره  فخر کوو.ومن الله التوفيق

- غمخور
بېرته شاته