(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټول افغان

[25.Jan.2022 - 20:55]

ټول افغان انټرنېټي دېرې [ویبپاڼې] او دښاغلي شیرزاد کامه وال دنوم سره ‌‌‌‌‌‌ډېره کی هیواد وال، چې انټرنټ ته لاسرسی لري اشنا دي.

نژدې دوه لسېزې وړاندې ښاغلي شیرزاد کامه وال  دښوونځي دزده کړو تر څنګ دخپلې ژبې او کولتور د ودې په پار د ټول افغان په نوم  ویبپاڼه جوړه او په انټرنټ کې یې پښتو ژبه ځای پر ځای کړه، ددې تر څنګ یې ګڼ شمېر ویبلاکونه هم دټول افغان تر چتر لاندې جوړ او پر لیکه کړل، چې د نړیوال جال  په رسنېز ‌‌‌‌‌‌ډګر کې یې پوره لاسته راوړنې لرلې دي او لرې یې.زه یې پوره پوره قدردانی کوم.

 ددې تر څنګ دښاغلي خالد هادي او عبدالله احسان یادونه هم اړېنه بولم

 دپښتو ژبې او کولتور د پرمختګ په پار ښاغلي خالد هادي حیدري د[بینوا ویبپاڼې] او بیا وروسته ښاغلي عبدالله احسان د[لرواوبر ویبپاڼې] پر لیکه کولو سره پښتو ژ به نړیوال جال [انټر نېټ] رسنېز ‌‌‌‌‌‌ډګر ته ور دننه کړه. دغه راز ښاغلي طارق بزګر د دعوت ویبپاڼه پر لیکه کړه او ښاغلی ایمل ستوري د پښتونخوا ویبپاڼه جوړه کړه ، چې د لومړنیو ویبپاڼو له ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه ديددوۍ  زیار او هڅې پوره دستاینې او قدردانۍ وړ دي 

دوۍ ته د لانورو بریاوو په هیله

(نصیر ستوری)

Nasir Stori

 

- نصیر ستوری
بېرته شاته