(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شهزادګۍ ډیانا

[25.Jan.2022 - 20:30]

شهزادګۍ ډیانا

لیک: شفیع الله تاند

د انسانیت خواخوږې،چې مرګ یې لکه لمر په رڼا ورځ ډوب شي ـ 

انګرېزان ډېر ښه وضع کوونکي او تکلف خوښوونکي دي، هغوی په ښکاره د خپلو احساساتو څرګندول څه چې په لوړ غږ د خبرو کولو عادت هم نه لري ـ په ښکاره د اوښو تویول یا خوشحالۍ اظهار هم د هغوی په اند محبوب ګڼل شي؛ خو په شپږم سپتمبر ۱۹۹۷ م کې د هغوی دا ټول دودونه او رواجونه مات شول ـ په دې ورځ چې د ډیانا جنازه د هدیرې پر لور روانه شوه؛نو په لار ولاړو زرګونه خلکو له سترګو د غم بې اختیاره اوښې روانې وې او خدای خبر په څومره شونډو له مینې ډک؛ خو د اوښو په څاڅکو لامده دا الفاظ وو چېډیانا، موږ درسره مینه لرو...

 

ـ په برتانوي ټولنه یې اغېزې:

د ډیانا مرګ په حقیقت کې برتانوۍ ټولنه تر ډېره بریده بدله کړې ده، په دې ټولنه کې له پېړیو راهیسې د رواجونو راج و؛ خو په۱۹۹۷ م د اګست په ۳۱ مه شپه په حقیقت کې نه یوازې د ډیانا بلکې د نورو ډېرو ټینګو او سترو رواجونو مرګ رامنځته شو، انګرېزان چې په ښکاره یې ژړا و خندا بد ګڼل او ځان ته به یې پخپله ډاډ او دلاسه ورکوله چې حالات تر دې هم بدېدای شي مګر په دې شپه هغه ټول رواجونه مات شول، هغوی په چغو ـ چغو په لوړو اوازونو ژړل، تر چې سینې یې په ځمکه ومښلې ـ په هغه پرمختللې برتانوي ټولنه یوې نازک اندامې ښځې ژورې اغېزې پرېښودې ـ 

د ډیانا د بوږنوونکي مرګ په اړه حقایق تر ننه په شک کې دي د هغې د مرګ ۲۳ کاله وشول؛ خو هغه اوس هم د نړۍ مشهوره او په زړه پورې شخصیت لرونکې ده ،ته وا شاهي کورنۍ د ولس په ذهن دا اغېز ښندلی و چې شهزادګۍ ډیانا د یوه داسې شخصیت لرونکې وه چې په خپل ښکلي لباس او توپاني اداګانو یې ورځپاڼې او مجلې رنګینې کړې وې او چې د هغه وخت ورځپاڼې به دې لیدې،داسې فکر به درلوېده چې ډیانا له عکسونو اخیستو پرته بل کار نه لري...

 

انسان دوستي

د هغې په مزاج و طبعیت کې د شاهي کورنۍ د نورو غړو په څېر ځینې عادتونه،غرور او کبر نه وو،نو له همدې امله یې افریقایي هېوادونو ته سفرونه وکړل او هلته به یې د ایډز په ناروغۍ اخته ماشومان په غېږ کې اخیستل او مینه به یې ورکوله ـ 

هغې نړۍ ته دا خبره په ګوته کوله چې د ایډز ناروغ د کرکې نه بلکې د مینې، خواخوږۍ او زړه سوي وړ دی او په ځانګړي ډول داسې ماشومان چې د خپلو بدو عملونو له امله نه بلکې د خپلې بدمرغۍ له امله په دې ناروغۍ اخته شوي وي.

 

ـ د پنډو دماغو لرونکې ښځه:

یوه داسې ښځه چې زده کړې یې هم لږې وې او د شاهي کورنۍ په دودونو او پابندیو کې هم راګېره وه بیا دا راز بریاوې څه وړه خبره نه وه ځکه هغې داسې موضوعات راوسپړل چې د خلکو هیڅ پام ورته نه و ـ په دې سربېره ځان ته پنډدماغه ویل د هغې ټوکه وه ګنې هغه د پنډو دماغو ښځه چرته کېدی شوههغې ته د نړۍ د نازک ترینو مسایلو شعور و.

په نولس کلنۍ کې چې کله ډیانا له خپل خاوند شهزاده چارلس نه وپوښتل: آیا مینه ورسره لري؟ 

نو شهزاده چارلس د خپلو شاهي رواج او ادابو پر ځای کولو وروسته وویل: نه پوهېږي ستا د پوښتنې موخه به څه وي؛ خو په ځواب کې 'هو' وایم.

د ډیانا د وخت یوه خاطره داسې ده چې کله د ډیانا واده لا دوام درلود،د شاهي کورنۍ له ځینو غړو سره یوې داسې ادارې ته لاړه چې هلته ړانده خلک اوسېدل، ډیانا یو نابینا شخص په ژړا ولید ویې پوښتل، دا ولې ژاړي، څه ستونزه لري؟

نابینا ویل: ځکه ژاړم چې تا نه شم لیدی ...

ډیانا یې لاس ونیو او پخپل مخ یې راکښه، ویل ته زما د شکل او صورت په اړه اندازه لګولی شې یانې که لیدی مې نه شې؛محسوسولی مې شې ـ په دې توګه په شاهي کورنۍ کې ښکاره بدلونونه راغلل ـ 

دا د ډیانا راوړونکي انقلابونه وو چې پخپله یې په عملي ډول وښودل چې رنګ، نسل، قوم او د مذهب په توپیر سربېره انسان د یو بل لپاره د منلو وړ کېدای شي  !!!

د هغې په جنازه د ګلونو ایښودنې لپاره معیوب و معذوره خلک هم ورروان وو او په ډنډ سترګو به یې یو بل پوښتلاوس به څوک د دوی لپاره غږ پورته کوي؟

څوک به یې خبر اخلي او ... 

هغه یوه ډېره ښه ملکه ثابتېدای شوه؛ خو د برتانیې روایتي ملکه به نه وه ـ هغه به ښایي د پخوانیو کیسو هغه نازکه ملکه وه چې پخپل محل کې به یې فقیرانو ته هم پناه "ځای" ورکاوه ـ که څه هم دا خبره ښایي شاهي کورنۍ ته هیڅ د خوښې وړ نه وه مګر ... خېر... اوس له دې بحث تېرېږو چې هغه د ملکې کېدو وړ وه یا نه ځکه هغه اوس په دې دنیا نشته، د هغې د ژوند ډیوه په ۱۹۹۷ م د اګست په ۳۱ مه د ۴۶ کلو په عمر مړه شوه،د برتانوي ټولنې لپاره کټ مټ لکه لمر چې په رڼا ورځ ولوېږي.

 

د وطن خاورې ګواه اوسه ـ زما ۱۱ کاله پخوا چاپ شوی کتاب.

- شفیع الله تاند
بېرته شاته