(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نرنجنداس

[20.Jan.2022 - 22:41]

لالا نر نجنداس څوک و؟

لیک: ډاکتر لطیف یاد

لالا نرنجنداس یا دیوان نرنجنداس دافغاني هندوانو نه و چې په۱۸۵۳ زیږدیز /میلادي کال کې په کا بل ګې زیږیدلی و. ده ته یې ځکه دیوان وایه چې په دفتري او حسابي چارو کې ډیر تکړه او ما هر و او له پخوانیو وختونو راهیسې په افغانستان کې ددفتري چارو کارکوونکو او منشيا نو ته ددیوان خطاب کیده .

کله چې دامیر عبد الرحمان خان تر مړینې وروسته امیر حبیب الله خان دافغانستان واکمن شو نو لالا نرنجندانس په پوځي ښوونځي کې شامل شو او تر فارغیدووروسته دبیرګډ( غنډ مشر ) رتبې ته ورسید.نوموړی دهمدې باچا په وخت کې داعیانو دمجلس یا دار الشورا غړی هم و.

کله چې دافغانستان دخپلواکۍ اتل غازي اما ن الله خان دافغانستان واکمن شو نو لالا نرنجنداس یې پخپلې کا بینې کې دافغانستان دمالیي دیوان یا دمالیی وزیر وټاکه چې ده دغه دنده په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کړه.

همداراز لالا نر نجنداس داعلیحضرت اما ن الله خان په وخت کې په هغه غونډه کې دافغاني هیئت غړی وچې په ۱۹۲۰زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په ۱۲ د هتد په میسوري کې جوړه شوې وه اودی پکې د افغانستان د رسمی هیأت غړی و . د دې هیأت مشر دامان الله خان دبهر نیو چارو وزیر محمود طرزي، مرستیال یې د خارجه وزارت د سرحداتو مسؤول عبدالهادي داوي، د سوداګرۍ وزیرعالم محمد خان، پیر محمد خان تره خیلی او په هند کی افغاني مستشار غلام صدیق خان څرخي وو.خو ځینې تا ریخپوهان داسې نظر لري چی ګواکې امان الله خان د انګریزانو سره د خبرو اتروپه دغو ناستو کی د نرنجن داس د ټاکلو نه سیاسی ګټه ا خیستله. یعنی دا چی اما ن ا لله خان غوښتل په دې ډول د هندوستان ولسونه او په تیره بیا هندوان د آزادۍ غوښتلو له پاره ولمسوي. د برتانوي هند حکومت د نرنجنداس د ګډون څخه ډیر نا آرامه شو، داځکه چی د هندوستان دخلکو پاملرنه یې افغانستان ته واړوله . خو حقیقت دا دی چی امان ا لله خان د نرنجنداس د اداري او حسابي استعداد نه په بشپړه توګه خبر و ، نو ځکه یې د مالیې د وزارت مقام ور وسپاره .

دلالا نرنجنداس یوه لور رادها نومیدله چې دکابل خلکوورته رادو ویله .ویل کیږي چې رادها ډیره ښکلې وه او لالا نرنجنداس ورته دنارینه وو جامې جوړې کړې وي او هرې غونډې ته به یې له ځانه سره بیوله ،ددې په اړوند دکابل خلکوپه فارسي ژ بې شعرونه جوړ کړي ووچې یوبیت یې په لاندې ډول دي :

 

او دختر دیوان بی بی رادو جان

لا له را قسم دادم که رادو را نسوزان

چې دغه سندره د ډاکټر صادق فطرت نا شناس له خوا هم ویله شوې ده .

کله چې غازي امان الله خان دسقاوي غلوپه دسیسه کې دافغانستان پریښودلوته اړشو نو لالا نرنجنداس هم ددې لپاره چې دی دامان الله خان دکابینې وزیر و دهیواد پریښودلو ته اړشو او هند ته لاړ.

تاسو په لاندیني انځور کې دنورو انځورونو تر څنګ دده انځور هم لیدلی شئ 

https://www.youtube.com/watch?v=mqkucNwehtc

- څوک وو
بېرته شاته