(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلور هنرمند ورونه

[20.Jan.2022 - 22:16]

 د ماشومانو لپاره لنډه کیسه," څلور هنرمند ورونه" لیک: Brüder Grimm

ژباړه له جرمني ژبې: پوهاند رڼاګل اریوبزی

په یوه پخوانۍ زمانه کې یوه بې وزله سړي څلور زامن درلودل. زامن يې چې لوی شول، پلار يې ورته و ویل چېګرانو زامنو دنیا و وینی. زه هیڅ نه لرم چې تاسې ته يې درکړم. پاڅی، کوم بل هیواد ته لاړشی، لاسي کسبونه زده کړی او موخې ته د رسیدولارې چارې وسنجویڅلور واړو د سفر همساګانې راواخیستې، د پلارسره يې خدای په امانې وکړه اوله دروازې راو وتل. دوی د  یو څه مزل نه وروسته یوې څلور لارې ته راورسیدل، چې څلورو بیلابیلو خواوو ته تللې. په دې ځای کې مشر ورور ورته و ویل چېموږ باید د لته یو له بله بیل شو. له نن ورځې څلور کاله وروسته به په همدغه ورځ بیا دلته سره ګورو او تر هغه به هر یو خپل بخت وازمويي

اوس نو هر یو په خپله لار لاړ. مشر ورور يې د یوه سړي سره مخامخ شواوسړي ترې وپوښتل چې چيرته ځې او په څه پسې روان يې. ده په ځواب کې ورته وویل چېزه غواړم چې یو لاسي کسب زده کړمسړی ورته و ویل چېراځه زما سره لاړشه، غلا زده کړهده ورته و ویل چېنه! دا کوم ښه هنر نه دی او پایله يې هم په دار ځوړیدل ديسړي ورته و ویل چېاوه! د دار نه مه ډاریږه، زه به دغلا داسې چلونه در زده کړم، چې نه څوک در باندې پوهیدلی شي او نه دې بیا نښه او نښانه پیدا کلی شي» اوس نو دی د سړي د خبرو تر اغیزې لاندې راغی، ورسره ويې منلې او یو داسې ماهر اوچالاک غل یې ترې جوړکړ چې هیڅ ور نه په امن کې نه و او هر څه يې چې غوښتل، هغه يې تر لاسه کولی شول.

د وهم ورور يې هم په لار کې د یوه سړي سره مخامخ شو او همدا پوښتنه يې ترې وکړه چې په نړۍ کې د کوم کسب د زده کړې نیت لرې. ده ځواب ور کړ چې تر اوسه نه پوهیږي. سړي ورته و ویل چېزما سره راځه او ستورې کتونکی شه، تر دې بل ښه کسب نشته دی، هیڅ شی ستا له نظره پټ نه شي پاتې کیدلیده د سړي خبره خوښه شوه او یو داسې تکړه ستورې کتونکی شو، چې استاد يې دزده کړې تر تمامیدو وروسته دانعام په توګه یو دور بین ورکړ او ورته ويې ویل چېهرڅه چې په مځکه او اسمان کې پیښیږي، ته يې په دې دوربین لید لی شي او هیڅ شی در څخه پټ نه شي پاتې کیدلیدریم ورور يې یوه ښکاري له ځان سره شاګرد کړ اود ښکار په ټولو برخو يې داسې پوه کړ چې یوماهر اوتکړه ښکاري ترې جوړ شواو استا د يې یوه تر کله ور وبخښله او ورته ويې ویلله دې ترکلې هیڅ نښه نه ختا کیږي. په دې دغنم دانه هم ویشتلی شېکشر ورور هم په لار کې د یوه سړي سره مخامخ شو.سړي خبری ور سره پیل کړې او پوښتنه يې ترې وکړه چېنه غواړې چې ګنډ نه زده کړې؟» ځوان ورته وویل چېزه په دې  نه پوهیږم، له سهار تر ماښامه پورې کړوپ کیناستل، هلته او دلته په ستنې ګنډل او وتو کول مې سم په فکر نه راځيسړي ورته وویل چېته څه وايې!  ته د یو څه په باره کې غږیږې، چې هیڅ نه په پو هیږې، له ما به د ګنډ نې له سره نوی هنر زده کړې، دا یو ښه هنر او تر یوې اندازې د درناوي وړهم دیځوان دسړي په دې خبرو قانع شو، ور سره ولاړ اوله دې سړي څخه يې دهغه هنر له بیخه  تر سره پورې بشپړ زده کړ.دخدای په امانې په وخت کې سړي یوه ستن ور کړه او ورته ویی ویل چېته په دې ستنه هر څه چې وغواړې، که دهګۍ په شان نرم او یا د پولادو په شان کلک هم وي، سره ګنډلی شې، یوه ټوټه ترې جوړیږي او د ګنډنې نښې او نښانې نه پکې لیدل کیږي. کله چې پو ره څلور کاله تیر شول، څلور واړه وروڼه په یوه وخت په ټاکلې څلور لاره کې په مینه او محبت سره یو ځای شول، یو بل يې سره ښکل کړل او یو ځای پلار ته د کور په لور روان شول. پلار يې ډیر خوښ شو او ورته ويې ویل چېاوس نو لکه چې باد بیرته را ته راوړی؟» دوی پلارته هغه څه بیان کړل چې په دې څلورو کالنو کې ورسره مخا مخ شوې وو او داچې هر یو يې یو کمال زده کړی دی. دوی ټول د کور په مخ کې د یوې لويې ونې لاندې ناست وواو پلاريې و ویل چېغواړم تاسې وازمویم، چې څه مو تر لاسه پوره ديبیايې پورته وکتل او د وهم زوی ته يې و ویل چېپاس د دې ونې په سر کې د دوو شاخونو تر منځ د چرچڼې مرغۍ یوه ځاله ده، راته و وایه چې په دې ځاله کې څو هګۍ پرتې دي؟» ستورې کتونکې دور بین ته لاس کړ، پورته يې پکې وکتل او ويې ویل چېپنځه ديپلا ريې بیا مشر زوی ته وویل چېاوس نو ته دا پنځه واړه هکۍ، بې له دې چې هغه الوتونکی، چې په هګیو ناست، وځوروې یا وخوځوې، دلته را کښته کړههغه چې یو ماهر او وتلی غل و، په ونه ور پور ته شو او په داسې هنر يې دالوتونکي تر سینې لاندې هګې راوایستلې او پلار ته يې راکته کړې، چې هغه هیڅ پوه نه شو اوپه خپل حال ارام ناست و. پلار هګۍ واخیستې، یوه یوه يې د میزپه هر کونج او دا پنځمه يې په منځ کې کیښوده. بیايې ښکاري ته وویل چېاوس نو ته په یو ډ ز پنځه واړه هګې په منځ داسې و وله، چې هره یوه يې دوه توکه شيښکاري په خپله ترکله پنځه واړه هګۍ په نښه کړې او لکه څنګه چې بلار يې ورته ویلي و، پنځه واړه يې په یوه ډزپه منځ و ویشتلې او دوه ټوکه کړلې. ښکاري داسې باروت در لودل چې کونج په کونج يې ویشتل کول.

پلار څلورم زوی ته و ویل چېاوس نو ستا وار دی او ته به دا هګۍاو په هغو کې پراته چوچیان بیرته داسې سره ګنډې چې هګیو او چوچیانو ته هیڅ زیان ونه رسوي. ګنډونکي ستن راواخیسته او هګۍ يې داسې سره وګنډ لې، لکه څنګه چې يې پلار غوښتلې. تر دې وروسته غل باید بیا هګې واخلي، ونې ته يې پورته کړي او په ځاله کې يې دالوتونکې تر سینې لاندې داسې کیږدي، چې هغه هیڅ پوه نه شي. الوتونکی تر هغه په هګیو ناست و، ترڅو چې بچیان يې له هګیو را و وتل او په هغه برخه کې يې یوه سره کرښه تر غاړې لیدل کیده چې ګنډونکې یوځای سره ګنډلې وه.

زاړه بلار يې ورته و ویل چېهو! ستاسې دا رنګا رنګ کسبونه او هنرونه  د ستاینې وړدي، تاسې دوخت نه ښه ګټه اخیستې ده او دویاړ وړ کسبونه موزده کړي دي. زه نه شم ویلی چې په تاسو کې کوم یو تر نورو ښه دی، دا به هغه وخت ښکاره شي، چې له هنرونو مو د کار اخیستلو وخت راشيلږ څه وروسته تر دې په ښار کې لویه اوازه خپره شوه چې د پاچا لور یوه اژدها وتیښتوله. پاچآ په انديښنو کې ډوب و او اعلان يې وکړ چې که هر چا يې لور بیرته وروستله، هغه ته به يې واده کړي. وروڼو په ځپلو کې سره و ویل چېاوس نو هغه وخت راغلی دی، چې ځانونه وښیودوی غوښتل چې یو ځای را و وزي او د پاچا لور ازاده کړي. ستورې کتونکې وویل چېزه به په بیړه دا پته ولګوم چې هغه چیر ته دهده بیايې دوربین راواخیست، پکې ويې کتل او ويې ویل چېزه يې وینم،  دا هلته لرې د یوه لوی دریاب په منځ کې په یوه پرخه ناسته ده، تر څنګ يې اژدها پروت دی او څاري يېور پسې پاچاته ورغی، د ځان او خپلو وروڼو له پاره يې د یوې کشتۍ هیله ترې وکړه او په کشتۍ کې د وروڼو سره په دریاب کې پرخې ته ورغلل. د پاچا لور هلته ناسته وه او اژدها يې په ورنو سرایښی ویده و. ښکاري و ویل چېزه يې په ټوپک نه ولم، ځکه کیدی شي چې جلۍ هم ورسره و وژل شيپه دې ځای کې غله و ویل چېاوس به زه د خپل دم او دوا نه کار واخلمبیا نو په سینه ورورو ور وښوئيده او تر اژدها لاندې پرته شهزاد ګۍ يې په دومره ارا مې او چالا کې ترې غلا کړه، چې دا ځناور هیڅ پوه نه شو، همغسې ویده پروت و او خور خوړ يې کاوه. دوی په بیړه اوخوشالۍ په بیړۍ کې کیناستل او د بحرې خواته راتاو شول. اژدها چې بیدار شو اوشهزاد ګۍ يې بیا نه مینده، په بیړه پسې والوت او له ډیرې غوسې يې په هوا کې غور وپش کاوه او کله پیړۍ ته ورسیده او د بیړۍ په سريې الوتنه کوله، ښکاري ځپله ترکله را واخیستله ، اژدها په نښه کړ او په زړه يې و ویشت. دا لوی ځناور مړشو او راولیده، خو دی دومره لوی اوغټ ځنا ور و چې، دلویدو په وخت کې يې بیړۍ ټو ټې ټوټې کړه. له نیکه مرغه دوی یو څو ټوټې ونیولې او په هغو يې په پراخه بحیره کې د یخوا اوایخوا ته لامبوګانې وهلې، دا هم رنځ او ربړیدل و، خو ګنډونکی هم لټ ګنډونکی نه و، خپله بې سارې ستن يې رواخیسته او په بیړه بیړه يې په غټو غټو ټکونو تختې یوه له بلې سره وګنډ لې، ټول ورباندې کیناستل، بیايې دبیړۍ نورې برخې را ټولې کړې. ورپسې يې هغه هم په دومره مهارت وګنډلې چې په لنډ وخت کې يې بیړۍ بیرته جوړه اود روانیدو له پاره يې چمتوکړه او پکې په ځوشالۍ او نیکمرغۍ دکور په لور روان شول. کله چې پاچا بیرته خپله لور ولیدله په خوشالیو کې ډوب شو. ور پسې يې دې څلور وروڼو ته و ویل چېله تاسې به یو زما د لور سره واده وکړی او دا چې دا به کوم یو وي، دا پریکړه تاسې په خپله وکړیپه دې ځای کې د دوی تر منځ یو زورور جنجال رامنځ ته شو، ځکه هر یوه غوښتل چې واده ورسره وکړي. ستورې کتونکي و ویل چېکه ما شهزاد ګۍ په دوربین کې نه وای لیدلې، نو ستاسې ټول کمالونه بې ګټې وو، نو ځکه له هغې سره واده زما حق دی

غله و ویل چېکه ما شهزاد ګۍ داژدها څخه نه وای غلا کړې، نو یوازې لیدنې به کومه ګټه نه وه کړې، نو ځکه دا زما حق دیښکاري و ویل چېکه زما د ټوپک مر مۍ  داژدها په زړه نه وای لګیدلې، نو دې ځنا ور به تاسې ټول د شهزادګۍ سره یو ځای ټو ټې ټو ټې کړې وای، نو ځکه د واده مستحق زه یمور پسې ګنډونکئ راپورته شو ا و يې ویل چېکه ما ټو ټې ټ ټې شوې بیړۍبیرته نه وای ګنډلې او جوړه کړې، نو تاسې ټول به ربړیدلي په دریاب کې ډوب شوي وای، نو ځکه زه دشهزاد ګۍ سره د واده مستحق یمورپسې پاچا دا پریکړه وکړه چېتاسې هر یو دبل سره برابر حق لری او هر یو دا ځوانه جلۍ غواړي، نو ځکه يې یوه ته هم نه ورکوم. د دې په ځای تاسې هر یوه ته د کړي خدمت په بدل کې نیمه پاچا هي ور کومدوروڼو دا پری کړه خوښه شوه او ويې ویل چېزموږ تر بې اتفاقې دا پریکړه ښه دهپه دې ټوګه هر ورو يې نیمه پاچاهي ترلاسه کړه او تر هغو چې دخدا رضا وه دخپل پلار سره يې یو ځای خوښ ژوند کاوه.

Liste von Märchen - Grimms Märchen - Grimmstories.com

- پوهاند رڼاګل
بېرته شاته