(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځمکښویدنه

[14.Jan.2022 - 08:49]

لیک: څيړندوی انجنير ستانه مير زهير/ دافغانستان دعلومو اکاډمۍ پخوانی غړی

---------

ځمکه ښويدنه څه شی دی او لاملونه يې څه دي ؟

د ځمکې پيژندنې د علم له مخې ځمکه ښويدنه هغه عمليه يا پروسه ده چې د هسک نه د ټيټ په لور د ځمکې د جا ذبې قوې د کشش په وسيله منځ ته راځي .

يعنې د غرونو د هسکو برخو نه د خاورو او تيږو لويې لويې تختې  په  کتلوي بڼه دغرونو لمنو ته راښويږي ، که چيرې د غرونو په لمنو کې کلي او کورونونه  اباد وي نو طبعي خبره ده چې په دغسې سيمو کې به ځاني او انساني تلفات هم ورسره مله وي . دغه ډول ښويدنې  عموما په هغه  غرونو کې زياتې وي چې د نشيبونو ميلان يې د٢ - ٣ درجو نه زيات وي .

يو بل ډول يې عمودي ښويدنه يا سملاسي سقوط دی ، کله چې د ځمکې لاندې اوبه د يوې سيمې نه تيريريږي ،  نو که په هغه سيمه کې داسې رسوبات لکه مالګه چونه يا اهکونه  او يا هم نوره ميده خاوره  وي ، نو هغه د ځمکې  په لاندې  اوبو کې  په اسانۍ حل کيږي ، همدا اوبه بيا دغه خاوره يا حل شوي رسوبات د چينو او يا هم کاريزونو او کوهيانو له لارې ځان سره د  ځمکې مخ ته وړي ، او په نتيجه کې ورورو هلته   يوه خاليګاه يا  تشه را منځ ته کيږي ، د زمانې په  تيريدو او د پورتنی فشار او د ځمکې کشش په نتيجه کې پورتنی پوړ  سملاسي سقوط کوي چې ورسره سم په شاوخوا غرونوکې هم  د پاسه نه د ښکته په لورد خاورو او ګټو  ښويدنې ملې وي 

دا ښويدنې عموما د پسرلي د بارانونو او د وارو د ويلي کيدو د موسم په وخت کې زياتې وي ، ځکه همدا باراني اوبه د بيلابيلو درزونو له لارې دغرونو دننه برخو  ته ځي هلته پستې خاورې مرطوبه  وي او د پاسنيو درنو تيږو د کتلوي ښويدنې د پاره لاره هواروي

په افغانستان کې د ځمکې د جاذبې له مخې  ښويدنې عموما د هندوکش په سيمه او د هيواد شمال ختيځ او مرکزي برخو کې زياتې وي

په  ١٩١١م کال کې په پامير کې هم همدغسې يوه ښويدنه منځ ته راغلې وه ، چې څه ناڅه اته مليارده ټنه خاورې او تيږي له پاسه لاندې راوښويدې او د مرغاب د سيند په وړاندې يې  د ٦٠٠ مترو په ارتفاع ديوال جوړ کړ.

په هندوکش کې د ښويدنې يو بل لوي لامل زلزله ده . بدخشا ن په ټول افغانستان کې هغه سيمه ده چې هلته تر ټولو زياتې زلزلې کيږي ، د هرې زلزلې په نتيجه کې دا امکان شته چې د کلکو تيږو لويې لويې کتلې يو له بله بيلې کړي  او د وخت په تيريدو کيدای شي همدا کتلې له پاسه ښکته را ښويه شي

لنډه دا چې د ځمکې په ښوويدنې کې زلزلې ، د ځمکې د جاذبې قوه ، د ځمکې لاندې اوبه اود ځمکې سطحي يعنې  د بارانونو او سيلابونو اوبه لوي رول لري ، همدا رانګه انساني فعا ليتونه لکه د کانونو د راسپړنې له پاره دصفونو کيندل ، د ساختماني موادو را سپړنه  او داسې نور 

د ځمکې د راښويدنو د پاره تر اوسه وړاندويه ناشونې ده  ولې د مسلکي کسانو له خوا دومداره څيړنې کولی شي  د ځمکې په ښويدنو په مخ نيوي او د انساني تلفاتو په کموالي کې يې مرسته وکړی

مثلا د ماهيپر د غره په لمنو  کې هره ورځ په هره دقيقه  کې موټر ځي راځي ، که مسولين وخت نا وخت ورشي هغه لويې لويې ګټې چې ورلاندې استنادي نقطې يې کمزورې شوي وي ، پيدا اکړي او هغه بيرته تقويه کړي نو کيدای چې د ښوويدنې مخه يې ونيول شي 

همدا رنګه څو کاله د مخه د کابل  دهمزنګ په غره کې هم ځمکې ښويدنې پيښې رامنځ ته شوې وی ، چې خلک يې د زياتو ستونزو سره مخ کړي و ، همدا رنګه څو کاله دمخه د درونټې په سيمه کې د غره نه ډيره لويه کتله رابيله او د څو ورځو د پاره يې دکابل - جلال اباد لويه لاره بنده کړې وه .

زما وړانديز دادی چې دحکومت د  بيړنيو مرستو کميټه بايد د دې ډول پيښو د تلفاتو د مخنيوي  د پاره،   په خپل تشکيل کې  ، مسلکي انجينرانو ته ځای ورکړي څو هغوي په کال کې څو ځلې پرله پسې  دغسې خطري سيمو ته لاړ شي ، هلته څيړنې وکړي او د سترو انساني تلفاتو مخنيوي په خاطر کمزورې نقطې پيدا او له منځه يوسي.

- انجنیر زهیر
بېرته شاته