(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غلا څه ته وایي

[14.Jan.2022 - 08:33]

غلام څه ته وايي؟

هغه سړى، ښځه، قوم يا ملت غلام بللى شي چي د ده ژبه، کولتور، تاريخ، خاوره، اقتصاد، تعليم، کورنۍ او بهرنۍ تګلاره يې د بل چا په لاس کي وي او دى پکښي هيڅ بدلون نشي راوستلاى.

غلامان په درې ډوله  دي

١: ناخبره غلام : داهغه بدمرغه انسان يا قام دى چې د خپلې غلامۍ نه ناخبره دى او خپل بې مزې او بدمرغه ژوند د خداى له طرفه د ګناهونو سزا ګڼي او د آزادۍ لپاره مبارزه نه کوي بلکې نفلونه او عبادتونه کوي.

 

٢: انقلابي غلام :دا هغه ننګيـــالى غلام دى چې د خپل اولس د غلامۍ نه خبر وي، دى بادار هم پېژني او د خپلې د غلامۍ وجوهات هم ورته مالوم وي، دى د آزادۍ لپاره هم په خپله مبارزه کوي او هم نور خلګ آزادۍ ته لمسوي او د خپل وطن سياسي تاريخ لولي، د خپل وطن په پولو (Geographya )او اقتصاد ځان پوهه کوي او دغه خبري نورو سره هم شريکوي.

 

٣: خاين او بد فطرته غلام : دا غلام سره له دې چي د خپل قام غلامۍ ويني ګوري، هر څه نه خبر وي او پوهېږي هم خو دا بدخصلته غلام د بادار ستاينې کوي او د بادار د اوږد ژوند سوال کوي. انقلابي غلام باندې تورونه لګوي. دى د بادار ساتلى کوټه سپى وي چې بادار خبر وي او که نه وي خبر ، دى د قام د خلکو پسې غاپي او د خپل قام ساده خلګ د بادار غلامۍ ته راکاږي. دا انتهايي کمينه، سپک خويه او بدخصلته غلام دى.د انقلابي غلام او بادار د مرضۍ رشته وي بلکې انقلابي غلام موقع ګوري چې د غلامۍ زنځير د آقا مخ ته راخلاص کړي او ځان آزاد کړي خو بدخصلته غلام دغه زنځير ښکلوي، ګلونه پکښې لګوي او فخر پرې کوي.

(شيرعلي باچا)

- شیرعلي باچا
بېرته شاته