(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې ګناه علي وزیر

[14.Jan.2022 - 08:28]

د یو کال بې ګناه بند  وروسته د پاکستان سترې محکمې  دعلی وزیر ضمانت ومانه

......................30.11.2021

علي وزیر د احمدزیو وزیر قبیلې سره تړاو لريپلار يې ملک ميرزالام وزير د احمدزيو وزير قوم مشر وعلي وزیر خپلې لومړنۍ زده کړې د جنوبي وزیرستان په واڼه کې کړي.  

ددیره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون کې د حقوقو د زده کړې پر مهال یې سیاست کښې ونډه واخسته

  په ۲۰۰۳ کال کې د علي وزیر مشر ورور فاروق وزیر په وزیرستان کښې  د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو. طالبانو د پښتنو په قبایلي سیمو کې په زرګونو ځايي فعالان، سیاستوال او دیني عالمان ووژل چې د طالبانو مخالفت یې کاوه.

  د 2004 کال په جون کې، د علي وزیر پلار، ملک میرزالام، دپاکستاني چارواکو لخوا نیول شوی و.

 د ۲۰۰۵ کال په جولای کې، کله چې علي وزیر  په زندان کې و، طالبانو د هغه پلار، ورور، دوه ترونه او دوه د تره زامن  د دوی کور ته څېرمه په یوه کمین کې ووژل

 د 2005 کال د جولای د ورځې په یاد کې، د علي مور وویل: "زموږ د کور ټول انګړ زموږ د شهیدانو په وینو سور شوی و، وروسته له هغه چې د دوی جسدونه د ښخولو لپاره هدیرې ته وړل شوي، زموږ کور خورا خاموش او خالي وزموږ کوچني ماشومان په خالي انګړ کې غږیدل.  

په ۲۰۲۰ کال کې د علي وزیر د کورنۍ ۱۸ نارینه غړي د وسله والو تالېبانو  له خوا ووژل شوي دي.

 وسله والو ګوډ ( ښهتالېبانو( حکومت پلوه تالېبانو)   د هغه د کورنۍ کاروبارونه هم تباه کړلد دوی د ګاز سټیشنونه یې ونړول، د ټیوب څاګانې یې له چټلیو  ډکې کړې، او د مڼو او شفتالو په باغونه یې  زهرجن کیمیاوي موادو وشیندل.

  په 2016 کې، په وانا کې د دوی بازار د سرحدي جرمونو مقرراتو لاندې د پاکستاني پوځ له خوا په ډینامیټ بمونو سره ویجاړ شو.

د ۲۰۱۸ کال د جون په ۳مه، د روژې په میاشت کې، وسله والو تالېبانو د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر نورو پلویانو برید وکړعلي وزیر ژوندی پاتې شو خو د پي ټي ایم درې پلویان په دغه برید کې ووژل شول او د علي وزیر د تره زوی عارف وزیر او ځايي خبریال نور علي وزیر په ګډون لسګونه نور ټپیان شول. دغه برید د نذیر وسله والو تالېبانو تروریستي حکومت پلوه ډلې چې په سویلي وزیرستان کې فعالیت کوي کړی وو..  

دجون په دویمه حکومت پلوه وسله والو مشر عین الله وزیر په زور د پښتون ژغورنې غورځنګ له فعالانو څخه د پښتنو خولۍ واخېستله او خولۍ ته یې اور ورته کړعلي وزیر د دغه عمل د غندلو لپاره  اعلان وکړ چې د پي ټي ایم له خوا به د جون له څلورمې نیټې په واڼه کې احتجاجي دھرنه کوي، چې په ځواب کې وسله وال د علي وزیر کور ته ورغلل او له هغه یې وغوښتل چې یا دې له سیمې ووځي اوېا PTM پریږده.  

کله چې علي وزیر د دوی غوښتنې ونه منلې، دوی د واڼا میرزالام مارکیټ او د علي وزیر ملکیت نږدې پټرول پمپ باندې برید وکړخو د علي وزير په ملاتړ د پي ټي اېم ګڼ شمېر بې وسلې پلويان په بازار کې راټول شوي وو او د وسله والو پر وړاندې يې مقاومت وکړ، چې وروسته وسله والو د پي ټي اېم پر پلويانو  ډزې وکړې او وتښتېدل. سیمې ته رسېدلي امنیتي ځواکونو هم د PTM پر بې وسلې پلویانو ډزې وکړې چې له امله یې ګڼ شمېر کسان ټپیان شول

علي وزیر  د 2018 په ټاکنو کې د حلقه این اے-50 څخه د خپلواک کاندید  په توګه قومي اسمبلۍ ته وټاکل شو.

 

په 16 دسمبر 2020، علي وزیر په پېښور کې د سند پولیسو لخوا ونیول شو. علی وزیر  د راخوشې کېدو ضمانت نن په دېرشم نوامبر ۲۰۲۱ دپاکسان سترې محکمې ورکړ، خو علي وزیر به سبا ۱/۱۲/۲۰۲۱ کراچۍ کښې په بل کیس کښې عدالت ته وړاندې کېږي 

#PTM #ReleaseHanifPashteen #ReleaseOwaisAbdal #LongLifeResistance

- ضمانت
بېرته شاته