(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اصول تدریس په

[05.Jan.2022 - 11:43]

د یو ښه اصولِ تدریس په هکله 

لیک:سید عبیدالله نادر               

د ټوپک پرځای بچیانو ته قلم او کتاب په لاس کې ورکړئ ، دوی د جګړې او شخړو پرځای د علم او معرفت خواته وهڅوئ ، ځکه مونږ د دوی د روښانتیا مسوول یاستو ، د دوی د بیدارولو او جرأت ورکولو حق پر مونږ دی ، مونږ باید خپلي تجربی دوی سره شریکې کړو ،چې په راتلونکي کې دوی ته د لارې څراغ وګرځي ،چې دوی زمونږ او خپلو تجربو په رڼا کې ،د یو روښانه راتلونکی په لور درانه او استواره قدمونه کیږدي ، باید د جنګ او جګړې نه په انتباه کې دوی ته لنډې کیسی ، وجیزې ، ادبی ، تعلیمی ، تربیوی ، او یا هغه مطالب هم چې د اَمن او سولي پیغام په کې نغښتی وي ،او دا مطالب باید تل تعلیمی ، تربیوی ،اصلاحی، اخلاقی ،انتباهی ، او د علم او معرفت د پاره د هڅونې بڼه ولري ، په کار ده چې د داسو مطالبو سره د دوی ذهنونه آشنا کړو ،او د داسي مطالبو څخه په تدریسی مطالبو کې ډه ډه وکړو لکه (با با ټوپک لري ، ما ما ټو پک راوړ،دا دا ټوپک په اوږه راغی،ما ما په ټوپک جهاد کوي ) داسي متنونو څخه چې دوی د جنګ او بربادۍ خواته هڅوی ډه ډه وکړو ، دوی ته باید د ښه تعلیم او تربیی تر څنګه د زړور تیا جرأت او اوسیلی درس ورکړو ، ځکه زمونږ ننې لویه بدبختي د تعلیم او تربیی ضعف دی ، او د یو نا سالمی تربیی زیږنده ده یانې د تعلیم او تربیی بڼه  زمونږ په هیواد کې ډیر ضعیفه ده ،په کار ده چې ، د تعلیم او تربیی سیستم په عصری علومو بدل کړو ،په دې لاره کې مونږ مجربو او فدا کاره استادانو ته هم ضرورت لرو .چې شپه او ورځي د نه ستړی کیدونکو کوششونو تر څنګه په زده کونکو هر اړخیزه مهربانی ولري ،چې د ښه مطالبو د پیدا کولو سره چې په اصول تدریس کې موجود دي، نور مطالب هم چې د روښانتابه بڼه په کې وي پیدا کړي، چې د زده کونکو زړونه او ذهنونه پری روښانه کړي ،یانی مطالب هغه مطالب واوسي چې د وخت او زمان ورته اړتیا ده ،چې هغه مطالب علمی ، تربیوی ، اخلاقی ، اصلاحی ، انتباهی تصوفی ، فلسفی ، او د علم او معرفت په هڅونه کې اوسي

 

- هکله
بېرته شاته