(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ازادخیاله پوهاند

[05.Jan.2022 - 10:32]

آزاد خیال او وسیع النظر دانشمند 

لیک: ځلمی هېوادمل

ما پر ۱۳۵۵ هـ ش/ ۱۹۷۶م کال د خپل اثر (فرهنګ زبان و ادبیات پشتو) لپاره مواد راټولول. د تحقیق او مطالعې په سلسله کې مې د کندهار د ادبي انجمن د پښتو مجلې ټولې چاپ شوې ګڼې وکتلې. په دې مجلو کې مې ځینې داسې نوشتې او اشعار وموندل چې لیکوال او شاعران مې یې نه پېژندل. د پېژندنې لپاره یې استاد عبدالحی حبیبی ته ورغلم. په دې نومونو کې یو نوم د حاجی عطا محمد آخوند ؤ چې نوشتې یې د کندهار د ادبي انجمن د پښتو مجلې په پاڼو کې خوندي وې

استاد حبیبی ته مې د حاجي عطا محمد آخوند نوم واخیست. نو یې راته وویل: «ملا عطا محمد آخوند د کندهار له جیدو علماوو څخه ؤ په معقولو او منقولو علومو پوهیدئ. د فرهنګ او فرهنګي میراثونو د خوندي کولو ډېر شوقي ؤ. د کندهار د ادبي انجمن غړی ؤ. پر پښتو یې نثر لیکلی سوای. نوشتې یې د انجمن په نشراتو کې چاپ او نشر سوې دي

د ملا عطا محمد آخوند په باب به یوه خبره بله درته وکړم چې هغه د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه آشنای ؤ. د ظاهرشاه په کتابخانه کې چې څومره پښتو خطي کتابونه سته، زیاته برخه یې ملا عطا محمد آخوند ورته راوړي وو.» 

استاد له ما پوښتنه وکړه: ابراهیم عطایی پېژنې؟ ما ځواب ورکړ، هو پېژنم یې د فلاني ولایت د مطبوعاتو مدیر دی. استاد بیا راته وویل: «ملا عطا محمد آخوند د دغه ابراهیم عطایی پلار دی او بل زوی یې ځوان او ښه شاعر عبدالهادی سهیک عطایی دی چې په پوهنتون کې ستا هم دوره ؤ

د کندهار ددغې فرهنګی کورنۍ یو غړی دوکتور عبدالقادر سلیمان ؤ چې ماته نه استاد حبیبی د هغه ذکر کړی ؤ؛ نه زما نورو استادانو او نه هم زموږ مشر لیکوال او محقق کاندید اکادمیسین محمد ابراهیم عطایی چې پنځلس- شپاړس کاله په اکاډمی کې سره یوځای وو ما ته یې د خپل دغه ورور به باب څه نه وو ویلی.

خو کله چې د ۱۹۹۲ په مئی کې د شروع شویو تنظیمی جنګونو له امله، پېښور ته ولاړم او زموږ استاد پروفیسور عبدالرسول امین د آزاد افغانستان لیکوال انجمن کې کار راکړ. یوه ورځ د استاد امین دفتر ته ورغلم، که ګورم چې استاد امین له یو بل، لکه ده غوندې خوش طبع او خنده رویه انسان سره په ټوکو بوخت دی. زما په ورتګ سره، استاد امین راته وویل راشه چې له ډاکټر سره دې معرفي کړم. استاد امین دوکتور سلیمان ته وویل: دی هېوادمل دی، کابل پوهنتون کې زموږ شاګرد ؤ. کابل ته ستاسو د حق د لارې د مجاهدانو په ورتګ سره، پېښور ته راتښتیدلی دی او اوس دلته له ماسره کار کوي

دوکتور سلیمان بیا راجګ شو، په غېږ ستړې مشې یی راسره وکړه او استاد امین ته یي وویل: «زما مشر ورور محمد ابراهیم عطایی صاحب پېښور ته د هېوادمل د راتلو راته لیکلي وو، ما غوښتل چې دده پوښتنه درڅخه وکړم، ښه سول چې دی خپله راغی. د کندهار د عام رسم پر بنایې بیا راته وویل: هېوادمل صاحب ستړی مه سې، زه ډاکټر عبدالقادر سلیمان یم، پر ۱۹۷۸م کال مې د مصر په جامع الازهر کې دوکتوری وکړه، په افغانستان کې وضع خرابه سوه، زه پېښور ته راغلم او د پېښور پوهنتون د اسلامي تعلیماتو په څانګه کې استاد مقرر سوم. بله درته ووایم چې زه ستاسو مشرقیوالو زوم هم یم

حاجی دین محمد، حاجی عبدالقدیر او قوماندان عبدالحق مې اخښیان دي ماته که هر خدمت وي، زه حاضر یم

ما ترې مننه وکړه، او پوه شوم چې دی د کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم او عبدالهادی سهیک عطایی ورور او د حاجی ملا عطا محمد آخوند زوی دی. دا نو له ده سره زما لومړنی لیدنه وه او له استاد امین سره د ده، خوش طبعۍ او ټوکو، مینی، خندا ډیر آزاد مجلس ما ته دا افاده هم راکړه چې دوکتور عبدالقادر سلیمان سره له دې  چې د اسلامي علومو عالم، استاد او دوکتور دی او له جامع الازهره یې د Ph.D سند راوړی دی، مګر یو آزاد خیاله او د خوشحالې طبعې خاوند شخص دی

تردې وروسته به مو کله نا کله په پېښور پوهنتون کې لیدل. ما به د ده تعلیمي او د خلکو له خولو تنظیمي روابطو ته په پاملرنه، له دوی سره د هغه وخت افغانستان پر تنظیمي شخړو بحث نه کاوه. خو ده به د تنظیمونو او ټوپکیانو پر کړو وړو ډېري څرګندې نیوکې کولې. هغه مهال د جنګونو او بدو روځو له امله په کابل کې ټول اجتماعي او صحي خدمات له منځه تللي وو. زموږ د مشر فرهنګي شخصیت کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطایی سږو اوبه اخیستې وې اړ ؤ چې د علاج لپاره چېرې ولاړ شي.

یوه ورځ ګورم چې محمد ابراهیم عطایی له دوکتور سلیمان سره د آزاد افغانستان د لیکوالو انجمن دفتر ته راغلل. ارواښاد عطایی صاحب مې پس له شاوخوا دوه کالو ولید. تر روغبړ وروسته یې راته وویل: میاشت د مخه مې سږو اوبه اخیستې وې. په کابل کې خو جنګونو هرڅه تباه کړي دي. نه ډاکتر سته او نه دوا. ډاکټر سلیمان حال را وکئ، پېښور ته راغلم. دا څو ورځې پر علاج بوخت وم، نن مې ځان هوسا احساساوه، ډاکټر ته مې وویل: د دوی لیدو ته به ولاړ سو، بیا درې واړه د استاد عبدالرسول امین دفتر ته ولاړو

پروفیسور امین له عطایی صاحب سره ډېره مهرباني وکړه او دا یي ورته وویل: «زه پوهېږم چې د ډاکټر کور دلته دی. دا دې ورور دی، خو زه هم، لکه ستا ورور. امین بنده ستاسو هر خدمت ته حاضر دی». 

بله ورځ بیا دوکتور سلیمان د لیکوالو ټولنې ته راغی، له مایې وپوښتل: سبا تاسې په دفتر کې یاست؟ عطایی صاحب خدای بامانۍ ته درځي، ښایی کابل ته ولاړ سي. ممکن زه هم ورسره ولاړسم، زما مشر ورور دی، باید زه ورسره ملګری وم. بل غواړم له استاد ربانی سره وګورم چې په اکاډمي کې دده له سويې سره سم کار ورکړي

تردې وروسته می له پېښور پوهنتون سربیره یوځل نیم کوټه کې هم په صحاف خپرندویه ټولنه کې سره ولیدل. په هره لیدنه کې به مې دده له خوندوره او خوشحاله مجلسه خوند اخیست. حتی چې به یې پرډېرو جدي مسایلو خبرې کولې، د خبرو روش یی دا وړؤ چې مخاطب به هیڅکله ستړیا نه هیڅ کوله او مقابل لوري ته یې خوښي وربخښله

د ۲۰۰۵ کال په جریان کې د افغانستان په ادارو کې د سپما اصل ته په پاملرنه پر دې موضوع خبرې کېدې چې موازې ادارې باید یوه له بلی سره مدغم شي. د موازي ادارو د یو کولو په سلسله کې د ادارۀ امور د تشکیلاتو ریاست چې کوم لیست د جمهوري ریاست دفتر ته استولی ؤ، هلته د علومو اکاډمي د اسلامي علومو بخش او د حج او اوقافو په وزارت کې د اسلامي تحقیقاتو ریاست دواړه موازي ادارې بلل شوې وې او نظر دا ؤ چې دا دواړه ادارې یوځای شی او لکه هند، پاکستان او نورو هېوادونه. د افغانستان د اسلامي علومو د تحقیقاتو مرکز ترې جوړ شی. اعضاوو ته به یې د اکاډمي او پوهنتون د استادانو په څېر امتیازات ورکول کیږي. بیا د دې مرکز لپاره د مشر خبره را دمخه شوه، په جمهوری ریاست کې مجلس جوړ شو. هر چا یو نوم پیشنهاد کړ، د نومونو په لړ کې د ډاکټر عبدالقادر سلیمان نوم هم یاد شو. تحصیل او د کار د ساحې او نورو خصوصیاتو په باب یی مجلس ته معلومات وړاندې شول. جمهور رئیس حامد کرزي او استاد شهرانی هم دی پېژانده.

په ټولو یادو نومونو کې د دوکتور سلیمان نوم تایید شو او ما ته وظیفه راکول شوه چی دوکتور سلیمان له جمهور ر‌ئیس سره د ملاقات لپاره را وغواړم. له حاجی دین محمد څخه مې د ده د موبایل نمبر واخیست او داکټر سلیمان ته می زنګ وواهه او ټوله کیسه مې ورته وکړه، ده راته وویل: زه به فکر وکړم که مې خوښه وشوه، نو بیا به در سم او تابه خبر کړم.

څو ورځی وروسته د ده زنګ راغی او را ته یې وویل: زه په کابل کی یم. له جمهور رئیس سره د ده د ملاقات وخت جوړ شو. ده ته مو خبر ورکړ په ټاکلې ورځ او ټاکلي وخت یې ملاقات وشو. د اسلامی علومو د مرکز د جوړېدو او د ریاست خبره ورسره وشوه او دا یې هم ورته وویل چې له استاد شهراني سره دې هم وګوري

دوکتور سلیمان په ځواب کې وویل: له استاد شهراني سره به هم وګورم او دلته له استادانو سره به هم مشوره وکړم، بیا به احوال درکړم

ده له استاد شهراني سره هم لیدلي وو او له نورو سره یې هم مشورې کړې وې، بله ورځ یې ماته زنګ وواهه: «ما د استاد شهراني په شمول له نورو استادانو سره هم مشورې وکړې، زه ددې کار لپاره جوړ نه یم، یوازې د کرزي صاحب او ستا په احترام راغلم، کرزي صاحب ته سلام وایه

ډېره موده وروسته یوه ورځ حاجي صاحب دین محمد زنګ را وواهه، ډاکټر سلیمان له پېښوره راغلی دی، د شپې زما کورته راځي. ته، پوهاند حمیدالله امین او پوهاند جمدر هم راشئ، بنډار به سره وکړو. پوهاند امین به زه خبر کړم او جمدر صاحب به ته له ځانه سره راولې.

د شپې مو له دوکتور سلیمان سره خورا د خوند بنډار درلود. بیا چې کله پر 1392هـ ش کال د کابل او ننګرهار په پوهنتونونو کې د دوکتوری برنامې شروع شوې، نو د یو علمي ضرورت پر بنا له دوکتور سلیمان څخه د ننګرهار پوهنتون د دوکتوری د برنامې د علمي بورډ د غړیتوب غوښتنه وشوه. دوکتور سلمیان دا غوښتنه یې په ډېره خوښه ومنله او دده تر غمجنې مړینې پورې د ننګرهار پوهنتون د دوکتورا بورډ علمي غړی ؤ.

د افغانستان په علماوو کې دوکتور عبدالقادر سلیمان په خپلو تحصیلی علومو کې د بشپړ صلاحیت له درلودو سربېره، وسیع النظر، آزاد خیال، مجلس آرا او خوش طبع انسان ؤ. مړینه یې زموږ د هېواد د اکاډمیک محیط لپاره جبران نه منونکې ضایع ده

خدای دې وبخښي، پر ګوریې نور.

- زلمی هېوادمل
بېرته شاته