(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سالارزو

[16.Dec.2021 - 19:43]

نومبر 2008د باجوړ د سالارزو شهيدان

لیک: مولانا جانزیب

د باجوړ نه تر وزيرستان پورې چې کله بدامني جوړه شوه هغه اور چې په افغانستان کښې بل کړې شوې وو د هغې لمبې د پښتونخوا وطن په هر لور خورې شوې په ډمه ډوله په 28 د اکتوبر 2006 کښې په ېو مدرسه د امريکې د ډرون الوتکو بريد سره په ټوله سيمه کښې ېوه نه ختمېدونکې بدبختې خپل سر راڅرګند کړو .

 

په اګست 2008 کښې د پوځي اپرېشن ،شېر دل ، نه پس د باجوړ تهرکانړي قبيلې د سلارزو په سيمه د وسلوالو په ضد ېو پياوړې قامي لښکر جوړ شو .

پدغه سيمه کښې سيمه ايز کمانډر د ،نعمت الله ، په نامه ېو کس وو .

ېو ورځ د سلارزي قبيلې د پياوړي د سر مشرانو ېو قامي جرګه د پشت سره نزدې د ، ډانقول ، په خوړ کښې په 6 د نومبر 2008 کښې درې بجې کېدله  کله چې جرګې ته ټول مشران راغونډ شو نو ،ځان مرګي ، بريد د جرګې په مېنځ کښې اوشو دا د باجوړ په تاريخ کښې ړومبې ځل وو چې په جرګه کښې چاؤدنه اوکړې شوه او د زرګونو کلونو درانه رواېات د مېنځه لاړ .

پدغه چاؤدنه کښې اندازا څه 19 مشران شهيدان او 42 سخت ژوبل وو  .

ددغه چاؤدنې نه پس هم د سلارزي قبيلې پښتنو خپل همت اونه بائلو او تر نن پورې پخپل قامي مټ خپله سيمه د بدامنې د لوخړو نه ژغورلې .

 

نن ددغه مشرانو د شهادت ورځ ده خاوره اولس ساتل د رياست کار وي خو د بده مرغه دغه کار د رياست د ناوړه تګ لارو د کبله اولس ته ورپه غاړه کړې شوې او اولس د ناوړه تګ لارو دنتيجو ښکار شوې دري دېرش اربه ډالر ګټې د پښتنو په سر د جنګي اقتصاد لپاره په جګړه کښې بل چا واخيستې خو د دې اور خشاک د پښتونخوا وطن سياسي اولسي مشران او د دوئې وطن اوګرځېدو .

ددغه مشرانو د ډانقول په خوړ کښې الوتي هډونه بائد چې مونږ د خپلې قامې حافظې نه هېر نه کړو او تل ئې ېاد اوساتو چې دغه مشران په کم جرم او د څه لپاره والوځول شو ؟  

ددې هېواد دروغژنه ميډېا د دغه جګړې وژل شوي خلک اوېا زره ېادوي خو په حقيقت کښې که سمې پلټنې اوشوې نو د دوه لاکهه نه هم ډېر پښتانه وژل شوي او دا هم جوت کول دي چې د ترهه ګرۍ په تش نامه جګړه کښې پښتانه څومره وژل شوي او د مولانا حسن جان شهيد او بشير بلور شهيد پشان سپېځلي د اوجرې جومات پښتانه څومره ؟

 

پدغه جرګه کښې د ځنې وژل شؤو مشرانو نومونه .

 

1.ملک وزير ډاګ قلعه 

2.ملک فضل کريم ميجر بارو

3.ملک عبد الرحمن خان تلې

4.ملک شاه زرين 

4.ملک مناسب خان

5.ملک خانوک باټمالٸ

6.شير بهادر

7.خان فچٸ

8.ملک جبار غاخې

9.ملک امان الله 

10.مينور غاخې

11.محمد شريف

12.شير زاده غاخې

13.ناموس خان

14.ملک لعل پور 

15.عبدالسليم خان

17. ملک سخي .

18. حاجي فضل حق صدر اې اېن پي سلارزو.

وغېره.

 

مولانا خانزېب.

- شهېدان
بېرته شاته