(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تاته ېاد دي پېښوره

[11.Nov.2021 - 11:35]

تاته ېاد دي پېښوره

لیک : ګل محمد بېتاب/ دوېمه برخه

د شاعرانو سره مينه ئې مثالي وه او کۀ وس به ئې رسېدلو نو پۀ هر حال کښې به ئې کوشش دا ؤ چې دوي ته ځان ورسوي. د اکمل لېوني پۀ درناوي کښې کاټلنګ کښې ادبي دستوره وه. د هغۀ د کتاب مخ کتنه پۀ کښې کېدله. د شپې نهه لس بجې راورسېدلو. سټېج ته وختلو نورالامين يوسفزے وائي چې ما له ئې لاس را کړو نو ګرم ؤ او ورسره رېږدېدلو. ما ورته ووې خټک صېب لاس مو ګرم دے ما ته ئې ووې ستا مطلب دا دے چې زما تبه ده. ما ورته ووې او جي ستا تبه ده. نو زر ئې وې ما خپل ژوند تېر کړے دے او تاسو د پښتو شاعران، اديبان زما ژوند يئ. ترڅو چې را کښې ساه غړېږي نو ستاسو غونډو کښې به شريکېږم.

يوځل ئې دا هم وئيلي وو چې فېض احمد فېض او حبيب جالب دواړه ترقي پسنده فکر لرونکي شاعران دي خو زما د فېض نه د حبيب جالب شاعري خوښه ده. ولې چې د فېض شاعرۍ کښې تر يو حده جنسيت شته او د جالب شاعري د دې نه پاکه ده.

کله کله به ئې وئيل دنيا سپۍ ده، دې پسې ډېرې منډې مۀ وهئ ولې چې دې پسې څوک منډې وهي نو پۀ ګوتو نۀ ورځي چې څوک ورته شا کړي نو ورپسې پۀ خپله راځي. دې سلسله کښې به ئې خپل مثال وړاندې کولو چې هډو د دنيا غم نۀ کوم خو ټول عمر پۀ اعلٰي ګاډو او جهازونو کښې ګرځېدلے يم. او چې چرته تلے يم نو عزت او درناوے هم را کړے شوے دے

د مقصدي ادب قائل ؤ هغه کۀ نظم وي او کۀ نثر خو د هغۀ پۀ خيال دواړو کښې مقصد اولنے شرط ګڼل پکار دي. نورالامين يوسفزي يوځل د نوموړي ليکوال سليم راز صېب پۀ کتاب "تنقيدي کرښې" مقاله اوروله چې پۀ دې کښې ئې يوځاے دا خبره وکړه " کۀ خيالات درامد کېدلے شي خو حالات نۀ شي درامد کېدلے" دا فقره ئې پرې څو څو ځله ووې او چې کله ئې پۀ اخره خپلې خبرې کولې نو وې وئيل کله چې يو ليکوال ته دا پته نۀ وي چې زۀ چا له ليکم، ولې ليکم او څۀ ليکم نو د دۀ ليکل بې ځايه دي. بيا ئې ووې دا د تنقيد فرسوده طريقه ده چې يو يو شعر را اخلي او پۀ دې بحث کېږي بلکې پکار ده چې د شاعر اديب ليک د هغۀ د زمانې د نفسياتو او فرهنګي ژوند مطابق وڅېړلے شي نو دا به اصل تنقيد وي.

د موسيقۍ او فلمونو سره ئې هم شوق ؤ. کله چې وړاندې پۀ کلي کښې ؤ نو حجره کښې به ئې تل د موسيقۍ محفل هره شپه جوړولو او دا سلسله تر ډېرې مودې جاري وه. دا به ئې هم وئيل چې د پښتو موسيقي د غرۀ موسيقي ده. دا د تال موسيقي ده او سر پۀ کښې اضافي دے. اصل ئې تال دے او کۀ چرته د پښتنو د موسيقۍ د نمائندګۍ خبره راشي نو دا به زرڅانګه او خان تحصيل کوي. احمدخان، ګلناربېګم او زرڅانګه ئې د پښتو خوښي سندرغاړي وو. د حبيب جالب، فېض احمد فېض، ساحر لدهيانوي او قلندرمومند شاعري ئې خوښه وه. پۀ نثري کتابونو کښې ئې د جوش مليح ابادي کتاب "يادوں کى بارات" خوښ ؤ. د جلا وطنۍ پۀ وختونوکښې ئې د انډيا بې شمېره فلمونه کتلي وو او د وي، سي، ار پۀ ١٨ کېسټونو کښې خوندي شوے  يو ډېر اوږد فلم ې  هم کتلے ؤ  کوم  چې پۀ رامائن جوړ ؤ. پۀ ژوند کښې   وړومبے فلم ئې "طوفان ميل" کتلے ؤ. پۀ خوښو اداکارانو کښې ئې امتيابهـ بچن، امجد خان، شبانه اعظمى او نصيرالدين شاه شامل وو

د شبانه اعظمي د پلار کيفي اعظمي سره  ئې دوستانه تعلقات وو. کابل کښې ئې د مشهور اېکټر نصيرالدين شاه سره تفصيلي ملاقات کړے ؤ او پۀ مرزا غالب چې کوم فلم جوړ شوے ؤ هغې کښې ئې د دۀ د کردار تعريف کړے ؤ. د بنګله دېش د اديب جسيم الدين د پاره ئې يوه فلمي قيصه هم پۀ لس زره روپۍ ليکلې وه چې پۀ کښې دا سوال پورته کړے شوے ؤ چې ټول خلق حسن پسې لے پۀ لے ګرځي خو حسن د څۀ پۀ تلاش کښې وي .

د اجمل خټک زوم جميل خټک وائي چې کابل کښې يوه ورځ سردار داؤد خان بغېر د پروټوکول نه راغلو او د راتلو سره ئې اجمل خټک ته ووې ګاډي ته راخېژه ستا د خوښې فلم "روټي" لګېدلے دے نو ټوله سېنما مې بک کړې ده، دواړه به ئې دغلته دوه پۀ دوه وګورو

اجمل خټک خپل ملک کښې د ډېرو ګرځېدو نه علاوه د لږ يا ډېر وخت د پاره نور ځنې ملکونه هم ليدلي دي. چې پۀ کښې برطانيه، هندوستان، کابل، امريکه، چيکو سواکيه، هنګري، جرمني، پولېنډ، چين، روس، سينيګال، يونان، ترکي او سعودي عرب شامل دي.

پۀ ٣ مۍ ٢٠٠٣ز کښې اجمل خټک د جلوس پۀ شکل کښې ولي باغ ته لاړو او هلته ئې خان عبدالولي خان سره يو شريک پرېس کانفرنس کښې د نېپ پۀ اے اېن پي کښې د ضم کولو اعلان وکړو.

پۀ ٢٢مارچ ٢٠٠٦ز کښې صوابۍ ضلع کښې د ترلاندۍ پښتو ادبي ټولنه پۀ کليزه مشاعره کښې اجمل خټک ته د "بابائے نظم" خطاب ورکړے شوے ؤ. د اجمل خټک وړومبے نظم پۀ "پښتون" کښې ١٩٣٧ز کښې او وړومبے نثر ئې ١٩٤٥ز کښې چاپ شوے دے.

پۀ کال ٢٠٠٧ز کښې ورته د حکومت لخوا کمال فن اېوارډ ورکړے شوے ؤ. اېوارډ ئې وصول کړے ؤ خو دې سره اعلان شوې پينځه لاکهه نغدې روپۍ ئې نۀ وې اخستې او وئيل ئې چې دا رقم دې پۀ غريبانانو، شاعرانو او اديبانو وويشلے شي. د اکېډيمي ادبيات لخوا پۀ ورغلي وفد کښې يو تن ووې مونږه پۀ اجمل خټک د انعامي رقم د پاره زور راوړو خو هغۀ قبول نۀ کړو خو دۀ ووې چې يو بل مشهور شخصيت ته هم د دې اېوارډ اعلان شوے ؤ او چې  هغۀ ته مو اطلاع ورکړه  نو هغۀ ووې  نورې خبرې پریږدۍ خو چېک به کله رالېږئ

 پۀ ٧ فروري ٢٠١٠ز کښې وفات شوے او ٨ فروري خاوروته سپارلے شوے دے. د اجمل خټک د نظم او نثر ګڼ کتابونه وخت پۀ وخت چاپ شوي دي او د زور داره نظمونو نه علاوه ئې غزلونه هم د اعلٰي معيار دي. دغه شان د نثر کتابونه ئې هم ډېر قدرقيمت لري، د پښتو نه علاوه ئې اردو کښې هم ډېر ليکل کړې دي چې هغې کښې شاعري، تحقيقي مقالې او يو ناول "راز در راز" شامل دي. د دې کتاب يو فوټو سټېټ د ډاکټر زبېر حسرت سره ما ليدلے دے چې ډېر پۀ روانه او اسانه ژبه کښې ليکلے شوے دے. اجمل خټک پۀ پښتو کښې افسانې هم ليکلي دي چې دغه خورې ورې افسانې ئې ډاکټر زبېر حسرت پۀ يوه مجموعه کښې راغونډې کړې دي

د دۀ مشهوره افسانه "پښتو" نه ما څو کاله وړاندې د رېډيو پاکستان د پاره ډرامه جوړه کړې وه او اردو ژبه کښې د دې ډرامائي تشکيل شوے ؤ چې کوئټې رېډيو سټېشن هغه تياره کړې وه او پۀ ملکي سطحه ډېره خوښه کړې شوې وه.

د اجمل خټک يو صفت دا هم ؤ چې د خپلو ملګرو به ئې ډېر خيال ساتلو او کۀ هغوي به چرته سرکاري ملازمان وو نو کوشش به ئې کولو چې د هغوي ذکر پۀ جار ونۀ کړي او پټ پۀ پټه به ئې ورسره رابطې ساتلې. د نوموړي ليکونکي محقق او اديب رشيد احمد صېب پلار پروفېسر فضل معبود صېب ئې هم د زمانو اشنا ؤ. وخت پۀ وخت به ئې ورسره ملاقاتونه کېدل او کله چې سوات رياست پاکستان کښې ضم شوے نۀ ؤ نو پۀ وړومبي ځل چې اجمل خټک د ملګرو سره سوات ته تلے ؤ نو د پروفېسر فضل معبود صېب کره ئې شپه کړې وه. د پروفېسر صېب پۀ قول د اجمل خټک سره ارباب سکندر خان او يو بل مشر تن راغلي وو چې غلام غوث نوم ئې ؤ. هم دوي پۀ سوات کښې ګرځېدلي وو او دغلته ئې د اے اېن پي بنيادونه مضبوط کړي وو. ملګري رشيد احمد ته هم دا واقعه ياده ده بلکې هغه وائي چې زۀ د پښتو ليک ته هم د اجمل خټک پۀ وجه مائل شوے وم. د دۀ پۀ قول دا د کال ١٩٦٩ز ؤ چې دوي زمونږ حجرې ته راغلي وو او د مېکسم ګورکي کتاب چې اردو ته ترجمه شوے ؤ "ماں" دغلته پروت ؤ نو ما ته ئې ووې چې پۀ دې کتاب ئې څۀ ليکلي دي. ما ورته ووې ميکسم گورکى " ماں" نو ما له ئې يوه روپۍ انعام را کړو چې پۀ دې زۀ ډېر خوشحاله شوم. هم د اجمل خټک د تعلق او اشنايۍ پۀ وجه بيا څو کاله وروستو بل نوموړي شاعر او صحافي عاصي اشنغري صېب دوي سره سوات بره بانډۍ کښې څو مياشتې تېرې کړې وې چې د هغه ځايه بيا کابل ته لاړو او مستقل د اجمل خټک سره ؤ

د اجمل خټک د داد مختلفې طريقې وې لکه ماشومانو له به ئې نغدې روپۍ د انعام پۀ توګه ورکولې. ځوانانو ليکوالو له به ئې قلمونه ورکول. داسې ډېر ليکوال شته چې د مختلفو دستورو پۀ دوران کښې ئې ورله قلمونه د انعام پۀ توګه ورکړي دي. داسې ئې هم کړي دي چې د کوم ځوان شاعر کلام چې هغه به چرته مشاعره کښې واورولو نو هغه به ترې غوښتنه کوله چې دا کاپي ما له را کړه. زۀ پرې ليکل کوم لکه چې څو ځايه ئې د نوموړي شاعر اديب عبدالحميد زاهد کلام واورېدلو نو ورته ئې ووې چې ما له دې کاپي را کړه زۀ پرې څۀ ليکل غواړم

پۀ کال ٢٠٠٢ کښې ئې د هغۀ پۀ شاعرۍ ليک کړے ؤ کوم چې د هغه پۀ شعري مجموعه "روښانه سباون" چاپ دے. دغه شان ډاکټر زبېر حسرت ځان سره نوموړے افسانه نګار ډاکټر سردار جمال چې هغه وخت د سکول طالب علم ؤ د اجمل خټک ځاے ته بوتلے ؤ. د هغۀ تعارف ئې ورسره کړے ؤ چې دے افسانې ليکي نو اجمل خټک ووې چې ما ته ئې يوه افسانه واوروئ نو ملګري زبېرحسرت ورته د هغۀ د افسانو د مسودې نه يوه افسانه "پېغور" اورولې وه چې پۀ دې هم بيا اجمل خټک ليک کړے ؤ او د هغۀ د افسانوپۀ مجموعه "پېغور"دغه ليک چاپ دے. د خپل دور او مشرانو ليکوالو نه علاوه به ئې کۀ کشرانو ليکوالو کښې د چا شاعري خوښه وه نو پۀ تعريف کښې به ئې هېڅ بخل نۀ کولو لکه د نوموړي شاعر رحمت شاه سائل صېب پۀ درناوي کښې د شوې يوې غونډې پۀ موقعه ئې وئيلي وو "زۀ د اولس پۀ ځاے د پوليس ( يعني د خاص خلقو شاعر وم خو اولسي شوم او رحمت شاه سائل مې پۀ دې خوښ دے چې دے هم د اولس شاعر دے او هم د پوليس يعنې خاص و عام ئې يو شان خوښوي".

پۀ پښتونخوا کښې د مشاعرو د پاره ډېر ګرځېدلے ؤ او ډېره اسماعيل خان نه واخله تر کراچۍ پورې دا قسمه غونډو کښې شريک شوے ؤ. دې دوران کښې ورسره کله کله دلچسپ واقعات هم شوي وو، لکه قمر راهي صېب وئيل چې يو ځل صوابۍ ته يوې مشاعرې له تلي وو خلقو راته د شپې د پاره منت وکړو خو اجمل خټک صېب وئيل چې مردان ته ځو خو چې اډې ته راغلو نو ګاډي نۀ وو. مجبوراً شپه را باندې راغله. نزدې يو کلي ته لاړو هلته رانه حجره کښې يو سړي ماښام ناوخته تپوس وکړو چې ډوډۍ مو خوړلې ده نو اجمل خټک ورته ووې او خوړلې مو ده. هغه سړي بړستنې راوړې او مونږ له ئې شکرۍ کښې  ګوړه را وړه. اوږي وو نو د شپې مو هغه ټوله ګړه وخوړه سحر چې سړے راغلو او وې کتل نو ټوله ګوړه مونږه خوړلې وه. پوهه شو چې مېلمنو راته دروغ وئيلي وو نو ښې خبرې ئې را ته وکړې

د اجمل خټک کار او زيار هغه کۀ سياسي ؤ او کۀ ادبي د هغۀ پۀ ژوند ستائيلے شوے ؤ. څو کتابونه او بې شماره مقالې پرې ليکلې شوي او چاپ شوي دي. وخت پۀ وخت ورسره ښې ډېرې مرکې شوي دي چې پۀ کښې د هغۀ د سياسي، سماجي او ادبي ژوند پۀ حقله بشپړه معلومات شته. پۀ خپله ئې هم يو کتاب "قيصه زما د ادبي ژوند" ليکلے دے چې پۀ دې کښې ئې د خپلو ادبي هلوځلو حال پۀ خپل قلم خوندي کړے دے. دې نه علاوه هره ورځ به ئې پۀ باقاعده توګه خپله ډائري هم ليکله چې پۀ کښې به ئې د هغه ورځې حالات ليکل خو دغه ډائرۍ ئې لا چاپ شوې نۀ ده

د اجمل خټک متعلق مشهوره وه چې هغۀ له جادوګري ورځي او دا ئې د بنګاليانو نه زدکړې وه چې دۀ سره مختلفو جېلونو کښې پاتې شوي وو. پۀ دې حقله ترې يو ځل ما تپوس کړے ؤ نو هغۀ وئيلي وو چې او ما سره بنګاليان پاتې وو او بنګاليانو کښې دا شغل ډېر ؤ. ما د هغوي نه  او  د پښتو د نوموړي شاعر سمندرخان سمندر نه هم څۀ نه څۀ دا فن زده کړے ؤ. اوزګار به وو نو پۀ دې به مو ځان مشغولولو. بيا ئې يوه واقعه راته واوروله چې يوه زمانه ما پسې وارنټ جاري شوے ؤ خو زۀ پټ شوے وم او د کوره نۀ راوتم، د نوښار چاوڼۍ يو فوځي مېجر به بيا بيا راتلو او زما تپوسونه به ئې کول هغه کۀ هر څو وئيل چې زۀ دے نۀ نسيم خو زما پرې کله يقين کېدلو خېر هغۀ څو کسانو ته ووې چې زما ورسره ذاتي کار دے او چې څو ورځې مسلسل راغلو نو اخر ورته راووتم. هغه مېجر راته ډېر پۀ منت ووې چې زما پۀ پېغله لور څۀ چل شوے دے څو ورځې وشوې چې نۀ اودۀ کېږي. پۀ ډېرو ډاکټرانو او مليانو مو وګرځوله. ستا نوم راته چا ښودلے دے نو کۀ تۀ مهرباني وکړې او ما سره لاړ شې. خېر زۀ ورسره لاړم او د هغۀ لور مې وليدله، هغې ته مې يوه قيصه شروع کړه چې يو بادشاه ؤ د هغۀ يوه نيازبېنه لور وه څۀ داسې مسئله پېښه شوه چې هغې له خوب نۀ ورتلو. بيا به ښاپيرۍ راتللې او هغې سره به ئې لوبې کولې. داسې ورو ورو مې قيصه کوله او ورسره مې د هغې جائزه اخسته  او د ذهن  د قابو کولو کوشش مې ورله کولو۔  دې کښې څه وخت پس  د هغې سترګې ورغلې . اجمل خټک ووې دا مسمرېزم دے او دا شے مې تر يو حده زده دے خو نوره د جادوګرۍ مظاهره مې چرته نۀ ده کړې. البته سمندر صېب باقاعده مداري توب هم کړے ؤ او دې فن کښې پوره استاد ؤ. دۀ ووې ځنې ټګان پيران او عاملان دا کار کوي چې د بنده ذهن قابو کړي نو چې ورته هغه څۀ وائي دوي ئې مني ولې چې ذهن ئې ورله قبضه کړے وي

 اجمل خټک سره  زما خپله هم ډېر ملاقاتونه شوي دي خو د دۀ د ليدلو نه وړاندې د دۀ کتابونه د "غېرت چغه"، "دا زۀ پاګل وم" ما لوستي وو او د دۀ د کابل نه د راتګ پورې مې د دۀ د ملګرو قلندرمومند، سېف الرحمان سليم، مهدي شاه باچا،  همېش خلیل، مراد شينواري او ځنو نورو نه د دۀ پۀ حقله ډېرې خبرې اورېدلې وې.

د دوي خبرې د اجمل خټک پۀ حقله قسم قسم وې او هر يو به د خپلې تجربې او مشاهدې پۀ بنياد خبرې کولې. د ټولو پۀ دې خبره اتفاق ؤ چې هوس پرست نۀ دے خو حسن پرست ضرور دے. د ځینو ورسره ګپ شپ او ازادي هم وه. پۀ دوي کښې قلندر مومند صېب پۀ خصوصي توګه شامل ؤ چې زيات پۀ جارحانه انداز کښې به ئې پرې تبصره کوله خو ورسره به ئې دا منل چې ډېر ښۀ شاعر دے او خصوصاً د پښتو نظم ته پۀ ترقۍ ورکولو کښې ئې ډېر لوے لاس دے. البته دا به ئې پۀ خندا کښې وئيل چې اجمل خټک کومې خبرې کوي نو ګورې هغه ټولې رښتيا نۀ وي، د هغۀ پۀ بې کوره کېدو خفه او د دې اظهار به ئې کولو.

 مهدي شاه باچا دوېم هغه تن ؤ چې ورسره نزدې پاتې شوے ؤ خو دۀ به ډېر پۀ احترام يادولو. دا به ئې وئيل چې د اجمل خټک کابل ته پۀ تګ داسې يم چې نيم نۀ يم پاتې شوے ځکه چې ښار کښې چرته به زما دېره وه نو تقريباً هره ورځ به ما او اجمل خټک ليدل، دا به ئې هم وئيل چې زۀ او اجمل خټک د ګټې پۀ ورځ نۀ يو پېدا شوي او تل مو تاوانونه کړي دي.

عاصي اشنغرے صېب چې اجمل خټک سره ډېره موده په کابل کښې يوځاے پاتې شوے ؤ هغۀ به وئيل اجمل خټک ښۀ سړے دے خو بس هر چا سره تعلق ساتي. زما هم خلۀ پۀ واک کښې نۀ وه نو کابل کښې به مې ورسره ډېر جنګونه کول ځکه داسې خلق ډېر وو چې دے به ئې د خپل مقصد د پاره استعمالولو او دے به پرې ښۀ پوهېدو خو بيا به هم چې هغوي راغلل نو دۀ به ورله زمونږ نه هم زيات عزت احترام کولو. عاصي اشنغري صېب به وئيل لوے شاعر، ليکوال او سياستدان دے خو د خلقو او خصوصاً د دوست دښمن پېژندګلوۍ کښې ډېر کمزورے دے.

نزدې تعلق دارو کښې ئې ځنې داسې هم وو چې يو بل ئې ښۀ سم بدې شول خو د دۀ پۀ وجه به يوځاے ناست وو لکه د عاصي اشنغري به قمر نړيوال او د هغۀ به عاصي صېب بدي شو. تل به د دواړو خپلو کښې جنګونه وو او دواړه به د دې اقرار هم کولو چې يو بل ئې بدې شول. نوموړے ليکوال سعدالله جان برق هم پۀ هغه ليکوالو کښې دے چې د اجمل خټک سره نزدې پاتې شوے ؤ. دۀ به هم د اجمل خټک پۀ حقله ډېرې خبرې کولې. دۀ راته وئيل چې زمونږ مرکز به د حضرت شاه کاتب دارالکتابت او يا به د قيصه خوانۍ قهوه خانه وه چې عاصي اشنغرے، قمر زمان قمرنړيوال، اجمل خټک او قلندرمومند به ورته راتلل. مونږ به بيا د قلندر مومند سره د چوک يادګار پورې پۀ ګپ شپ تلو خو ولې ټول سم خدائي خوار وو. هغه د چا خبره پۀ مړه ګېډه مو ډوډۍ هم نۀ موندله. مونږه ټولو د سوشلزم پۀ ذريعه د دنيا د بدلولو خوبونه ليدل. ما ته ياد دي چې يوځل مونږ څلور شپږ کسان سره د اجمل خټک صېب چوک يادګار ته لاړو او مونږه ټولو  سره په شریکه  دومره پېسې نۀ وې چې یوه خربوزه واخلو نو  يو څو ټکړې مو پرې واخستې. يوه ورځ خو اجمل خټک ډېر پۀ افسوس ووئيل ارمان دے چې يوه ورځ مونږه هم د دې قابل شو چې يوه روغه خربوزه واخلو او پۀ مړه ګېډه ئې وخورو، چې کله کابل ته لاړو نو ما وې ځه دغه ارمان خو به ئې پوره شوے وي او کۀ نور څۀ وي که نۀ خربوزې به ئې پۀ مړه ګېډه خوړلې ويبیا زۀ چې کله يو ځل کابل ته  اجمل خټک له لاړم نو څو خربوزې او هندوانې پۀ مېز پرتې وې، ما ته هغه خبره راياده شوه، اجمل خټک ته مې ورياده کړه او دواړو ښۀ وخاندل.

برق صېب د عاصي اشنغري او جمعه خان صوفي سره نۀ لګېدله او خصوصاً جمعه خان صوفي ئې پۀ وروستو وختونو کښې  لا ډېر بدې شي . وجه ئې دا ښائي چې دۀ د باچاخان او ولي خان غوندې خلقو باندې بې ځايه الزامونه لګولي دي. نمک حرامه دے، کوم تالي کښې چې ئې ټول عمر خوړلې وه نو هغې کښې ئې ګند کړے دے. د برق صېب رايه ځکه پۀ تفصيلي توګه ليکم چې يو خو دے ډېر په بې باکۍ سره د هر چا بلکې خپل ځان متعلق هم خبره کوي او بل زما ورسره ملاقاتونه هم ډېر شوي دي.

د برق صېب پۀ قول اجمل خټک ډېر لوے شاعر ؤ نو ځکه د هرچا نه زيات تخيل پرست هم ؤ. سياست دا لوے شاعر تباه برباد کړے دے ولې چې سياست خو د خيالاتو  نه بلکه د مفاداتو مېدان دے. دے وائي د افسوس خبره دا ده چې اجمل خټک سره ظلمونه د پېرنګي پۀ دور کښې نه، پاکستان کښې شوي دي. وائي چې يوځل زۀ اجمل خټک کابل ته غوښتے وم چې تۀ يوه د پښتو رساله شروع کړه او د څو کسانو نومونه ئې را کړل چې دوي بهرنو ملکونو کښې وو نو دوي به تا سره مالي امداد وکړي خو چې هغوي ته ما رسالې ولېږلې نو صرف دوي کښې يو تن د کال چنده راولېږله او د نورو هېڅ جواب رانغلو. درې ګڼې مې  په خپل خرڅ وويستې او اجمل خټک ته مې د چا پۀ لاس خط ولېږلو چې دغه صورتحال دے. دے دعوه کوي چې اجمل خټک تخيل پسنده ؤ ځکه نو ټول عمر به پۀ مستقبل کښې اوسېدلو. د حال سره د هغۀ څۀ کار نۀ ؤ

 نامتو ليکوال  شاعر ۔ ادیب او نقاد فېصل فاران هم د دې خيال سره متفق دے، دۀ يو ليک کښې اجمل خټک رومان پسنده او تخيل پسنده ګرځولے بلکې ثابت کړے دے او داسې خلق کله هم د خپل جذباتيت او تخيل پسندۍ پۀ وجه سياست کښې ډېر کامياب نۀ وي. دا خبره ما او نورو د اجمل خټک نه څو څو ځله اورېدلې وه چې وئيل به ئې شاعرانو او اديبانو ملګرو راته وئيلي وو چې د سياست نه قلار شه. شاعري کوه او کتابونه ليکه خو زۀ سياست پورې نخښتے وم نو هغه شان ادبي خدمت مې ونۀ کړے شو لکه څنګه چې پکار ؤ خو بيا هم پۀ ادب کښې هغه د لوے مقام خاوند ګڼلے شي

بهرحال پۀ داسې حالاتو کښې چې کله اجمل خټک وطن ته راغلو نو ما ئې نۀ صرف د وړاندې نه څو کتابونه لوستلي وو بلکې د هغۀ پۀ حقله راته پوره معلومات وو. اکوړي ته لکه د نورو خلقو ملاقات له هم ورغلے وم، د هغۀ کور او حجره مې وليدل. حجره ئې د مېلمنو ډکه وه. زياتره پۀ کښې شاعران، اديبان ناست وو. زمونږ د کالج استاد او نوموړے ليکوال افضل رضا صېب موجود ؤ نو هډو هغۀ مې ورسره تعارف وکړو چې دا پۀ کالج کښې زما طالب علم ؤ اوس د صحافت مېدان کښې دے، شاعري کوي او نثر هم ليکي.

څۀ وخت پس ته چې مېلمانۀ لږ کم شول نو پۀ حجره کښې يو قسم له غېر رسمي غوندې مشاعره شروع شوه. ما خو چې د "غېرت چغه" او د هغۀ د غزلونو کتاب "ګلونه تکلونه" او نثري کتاب "دا زۀ پاګل وم" لوستي وو نو همت مې نۀ کېدلو چې د دۀ غوندې لوے شاعر پۀ وړاندې څۀ کلام واورم خو کمال دا دے چې ځوانانو او نو اموزو لۀ ئې ډېر داد ورکولو او دغه داد ئې ماله هم ښۀ ډېر را کړو. وخت پۀ وخت به ئې هلته موجودو مشرانو شاعرانو مثل خان راهي، احمد شاه کسکر او افضل رضا صېب مخاطب کول او ورته به ئې وئيل واورئ دا د زلمو د جوش نه ډکه شاعري. مونږه چې دې عمر کښې وو نو کله مو داسې شاعري کولې شوه او داسې ئې زۀ او نور نوي ليکونکي داسې د ځانه ورک کړو چې توبه وباسه. خپل ئې هم څو غزلونه يو د اردو او بل د پښتو  نظم هم واورولو. دا ئې هم ووې چې د جلاوطنۍ دوران کښې مې ځنې نظمونه اردو کښې ليکلي دي.

اجمل خټک د سياست پۀ مېدان کښې ؤ، زۀ صحافي وم. اکثر به د پارټۍ  په کومه جلسه، پریس کانفرنس ۔  مشاعره، غونډه، يا سيمينار وغیره کښې به  ورسره ملاقاتونه کېدل،  او څو خبرې به مې  ورسره وشوې. د هر صحافي کوشش دا وي چې د يو ليډر کومې غونډې، جلسې يا پرېس کانفرنس ته د خطاب نه وروستو د هغۀ نه داسې کوم سوال وکړي او يا داسې کومه خبره د هغۀ د خلې نه راوباسي چې د هغۀ رپورټ د نورو نه ممتاز کړي نو ما به هم دا کوشش کولو او کله کله به پۀ دې کښې کامياب هم شوم. د تقرير انداز ئې منفرد ؤ او د دۀ پۀ تقرير کښې به د باچاخان، ولي خان او د ځنې مشرانو پۀ قول د ارباب سکندر رنګونه موجود وو

کله کله به چې چرت کښې ؤ نو وئيل به ئې سياسي خبرې پرېږده، زمونږه خو ښکاره موقف دے چې د پښتون قام ګټه ،ښېرازي او ترقي غواړو. پۀ خپله خاوره خپل اختيار غواړو. څۀ د ادب خبرې به وکړو. ښه دا ووايه چې نن سبا کومې کومې ټولنې هفته وارې او د مياشتې غونډې کوي. تنقيدي اجلاسونه څومره کېږي. او پۀ دې کښې نظم ډېر تنقيد ته وړاندې کېږي او کۀ نثر.

يوه ورځ ئې راته پرېس کلب پېښور کښې ووې هسې زما خيال دے چې د افغانانو دلته راتګ سره يو ښۀ کار دا وشو چې ليکوال يو بل ته نزدې شول، د يو بل نه ئې استفاده وکړه. زۀ چې نن سبا ليکونه ګورم نو صفا راته ښکاري چې مونږه د دوي او دوي زمونږه اثرات قبول کړي دي. بيا ئې پۀ خندا کښې ووې هغه ورځ مې د يو افغان ځوان ليکوال نثري ليک لوستلونو، پۀ هغې کښې ئې بيا بيا "ملاؤ" او "کهلاؤ" لفظونه ليکلي وو. دغه شان زمونږ د ليکونکيو پۀ نثر کښې هم "بايد" "يوه نړۍ مننه " "ارزښت" وغېره ډېر ټکي استعمالېږي. پۀ فکري توګه هم ډېر يو شان والے راغلے دے او دا ښۀ خبره ده. کله کله به ئې پۀ ځنې جلسو کښې خصوصاً ادبي غونډو کښې د ابهام نه ډکې خبرې کولې لکه عموماً به ئې وئيل دوه خبرې دي يوه درته کوم او بله نۀ کوم. يوه خبره به ئې پۀ وضاحت سره وکړه خو کۀ د بلې خبرې متعلق به پرې چا زور راوړو چې بله هم وکړه نو اکثر به ئې قمر راهي صېب يادولو چې قمرزمان ته پته ده. يو ځل چا د قمر راهي صېب نه تپوس وکړو چې تاسو هغه دوېمه خبره وکړئ چې دا څۀ ده نو هغۀ ووې "څۀ درته ووايم. ما ته خو خپله پته نشته".

روښان يوسفزے صېب وائي چې يو ځل زمونږ کلي جلسۍ ته  مشاعرې له راغلے ؤ نو د تقرير پۀ دوران کښې ئې ووئيل " زۀ چې ستاسو دې کلي جلسۍ ته راننوتم نو تاسو خبر يئ چې ستاسو د کلي دې کوڅو ماته څۀ ووې؟ خلقو چغې جوړې کړې، څۀ ئې ووې. مونږ ته ووايه. وې وئيل چې نۀ دا خبره درته نۀ کوم".

داسې ئې پۀ ډېرو موقعو کړي وو چې خبره به ئې وکړه خو بيا به ئې سرته نۀ رسوله. يا به ئې وئيل دوه خبرې دي. يوه درته کوم او بله نۀ کوم. ما ترې يو ځل تپوس وکړو خټک صېب تاسو تل داسې د ابهام خبره وکړئ، خندا کښې ئې ووې دا د تقرير خپل يو ترنګ وي. او بل دا چې کله مې ذهن ته يوه خبره راشي خو د هغې اظهار راته پۀ دغه موقعه مناسب نۀ ښکاري نو بس د وړومبے نه مې وئيلي وي چې يوه خبره کوم او بله نۀ کوم. بلکې کله کله پۀ کښې هغه دوېمه خبره وکړم خو خلق وائي جوړې خبره پاتې شوه ځکه چې دوي ورته متوجه نۀ کړم چې هغه دوېمه خبره دا ده.  

کله کله به ترې نه ما پۀ شخصي توګه د ادبي او صحافتي ژوند پۀ حقله مشورې هم اخستې لکه کله چې زۀ پۀ "ورځپاڼه غازي" کښې مدير وم. د صدر پېښور لوے ډاکخانې ته مخامخ ئې دفتر ؤ نو اکثر به ليکوال راتلل. مونږ له به د ورځې کار کول وو او دوي له به وخت ورکول هم پکار وو. ځوانانو ته به مو ووې چې دا کارکوو خو ځنې مشرانو به چې يو ځل د شعرونو ډائري پرانسته نو هله به ئې پرېښودلو چې هغه به ئې راته کۀ پوره نۀ وي نو نيمه ضرور اوروله. ما هسې يو ورځ د اجمل خټک نه پۀ دې حقله تپوس وکړو نو راته ئې ووې، شکر وباسئ دا اوسني خو ئې د ډائرو نه وائي. زمونږ وختونو کښې به مشرانو او خصوصاً اولسي شاعرانو ته خپلې سندرې، چاربېتې وغېره زباني يادې وې او د هرې سندرې، غزل او چاربېتې سره به ئې پس منظر هم بيانولو. سخت به ورته تنګ شوم خو مجبوري به وه. نو يو خو مې ځانله تکې تورې چشمې پېدا کړې. نو بې غمه به ورته مخامخ اودۀ وم اوکۀ راويښ به ئې کړم نو ورته به مې ووې. ډېر غلط کار دې وکړو. زۀ ستا دې کلام ته پۀ فکر کښې ډېر لرې تلے وم. اودۀ نۀ وم خو د دې کلام پۀ معنو کښې غرق شوے وم او کۀ خيال دې کړے وي نو بعضې خلق د خبرو پۀ وخت چې بنده ورسره نزدې ناست وي نو پۀ لاس ورله ټس ورکوي نو چې داسې بنده به ؤ او خوب به مې ترې نۀ شو کولے نو هغۀ ته به مې ووې اوس اوزګار نۀ يم. دا به زۀ پۀ فارغ وخت کښې ګورم. دې کښې ډېر ژوروالے دے، هله دې رجسټر کښې دا کلام وليکه. بس هغه به چې پۀ ليکلو سر شو نو ما به هم خپل کار شروع کړو. او چې قلم به ئې کېښودلو نو ما به ورته وئيل يو بل وليکه. داسې چې لس اتۀ غزلې، سندرې يا چاربېتې به ئې ليکلې نو د دۀ به نور د زړۀ زور ډېر نۀ ؤ. د اجمل خټک د دې مشورې پۀ رڼا کښې ما هم يو لوے رجسټر پېدا کړے ؤ. بس چې څوک به راغلو نو ورته به مې وئيل دې کښې خپل منتخب کلام وليکه. د دې به ډېرې فائدې وې. يو به کارته اوزګار وو او بله دا چې کله به اخبار کښې د غزل، نظم يا نور څۀ ضرورت ؤ نو هغه رجسټر به مو کاتب ته حواله کړو.

يوځل د پرېس کانفرنس نه وروستو ترې يو صحافي تپوس وکړو چې خټک صېب پۀ باچاخان او بيا وروستو ولي خان کښې صداقت ؤ. چرته د مفاداتو د پاره خرڅ شوي نۀ وو او نۀ خرڅېدل نو بيا ولې دوي لکه د نورو  ځینو سياسي ليډرانو هغه شان کاميابي ونۀ موندله. اجمل خټک ووې دا تا چې څۀ ووې نو هم دې کښې ئې جواب شته. ګوره دا تۀ هم منې چې د باچاخان او ولي خان کردار صفا سوتره ؤ، پاتې شوه کاميابي او ناکامي نو دا خو د اولس کار ؤ چې ورسره يوځاے شوي وو. ولې اصل وجه دا وه چې زمونږ مشران نۀ خرڅېدل نو د دوي خلاف به ئې بدې پروپېګنډې کولې چې دا غداران او ملک دښمنه دي. دا پروپېګنډې به يواځې حکومتي واکدارانو نۀ بلکې مليانو او نورو هم کولې. ميډيا د دوي پۀ لاسونو کښې وه. حکومتونه دوي سره وو. نو هرڅۀ ئې کولے شول. بيا هم دا د خلقو مينه وه چې د هر قسمه سختو باوجود ئې دې ډلې سره خپله پښتو پاللې وه. او کۀ وګورې نو د نورو ډلو پارټو خبره تر اقتداره پورې وي. زمونږ مقصد اقتدار نه بلکې د اولس خدمت دے

د اجمل خټک د هلکوانې پۀ زمانه د اولسي شاعرانو دور ؤ، چې دې شاعرانو او اخونانو به خپلو کښې مقابلې کولې او چې کوم شاعر به في البديهه جواب نۀ شو ورکولے نو هغه به د خلقو پۀ وړاندې پړ کېدلو. دې کښې به څو قسمه مقابلې وې لکه اجمل خټک يوه ورځ وئيل دا ما نۀ وو ليدلي خو اورېدلي مې وو چې يو شاعر به د ګنډلو ستن خلۀ کښې نيولې وه او د نغارو سره به ئې چاربېتې وئيلې. دا به داسې چاربیته وه چې شونډې به پرې نه خوزیدلې ۔  بل قسم به داسې ؤ چې شاعر به اړونه پۀ چاربېتو کښې استعمالول او بل به ئې جواب کولو چې دا څۀ شے دے. لکه يو شاعر يوه چاربېته کښې وئيلي وو.

پۀ لسو پښو چلند کوي پۀ يو ژبه ګفتار

شاعره جواب زر را کړه چې دا کومه بلا ده

 

 ( د دې نه مراد قلبه وه چې د دوه غويانو اتۀ پښې وي ورسره دوه د دهقان شوې نو لس شوې او د ګفتار ژبه د دهقان وي چې اوازونه ورته کوي هاؤ، ګوټ، پوله وغېره. )

د خپل کلي د يو مشهور اولسي شاعر سيد محمد استاد واقعه به ئې بيانوله چې د هغۀ پۀ قول دا ورته صاحب ګل بابا اورولې وه چې کله سيد محمد استاد د شاعر پۀ توګه نوم پېدا کړو نو د خواو شا علاقو شاعران به ورپسې مقابلو له راتلل. يوه ورځ ورپسې يو شاعر د خپلو شاګردانو سره د نغارو راغلو او بازار چوک کښې ئې نغارو له ډنګ ورکړو. خلق را جمع شول. راغلي شاعر د چاربېتې سره داسې ووې

پټېږه مۀ جواب را کړه شاعره پۀ مېدان

ګيدړ د اکوړي

زر وکړه سلامونه قلنګ ومنه پۀ ځان

پنځۀ سېره غوړي

خو سيد محمد استاد هم ځان ته څوک وئيلو. هغه هم خپلو شاګردانو ته اشاره وکړه هغوي نغارو له ډنګ ورکړو او هغه د دې پۀ جواب کښې ووې

زمرے دے سيد محمد چې ورته راشي شغالان

پۀ پړي ئې تړي

زبان به درنه پرې کړمه پۀ توره د بيان

الفاظ مې باجوړي

عام اولس ته به هغه اشعار ډېر ياد وو کوم چې به د دغه مقابلو پۀ حقله وو ولې چې دې ته به ګڼ خلق را جمع کېدل نو اکثر شاعرانو به يو بل پۀ شعرونو کښې بې عزته کول. بيا پۀ خندا کښې اجمل خټک ووې ما چې شاعري شروع کړه نو ما پسې هم دوه زمونږ د علاقې اولسي نامتو شاعران غالب ګل استاد د کاکا صاحب او نور محمد د نوښار مقابلې له راغلي وو خو ما ورسره مقابله ونۀ کړه. خپله حجره کښې مې خلق را غونډ کړل او دوي ورته خپلې چاربېتې ووې چې ما او نورو واورېدلې. د دوي پۀ خيال زۀ دوي ته تسليم شوم. ما ورته ووې زۀ ستاسو سره مقابلې نۀ کوم. خو بيا پۀ وروستو وختونوکښې دوي زمونږ غوندې شاعري شروع کړه. مونږ سره د نوښار ادبي جرګه کښې ملګري شول خو تر اخره ئې د شاعرانه مقابلو شوق کولو تر ډېره دا د مقابلو شوق جاري وو. کۀ څۀ هم اجمل خټک د شاعرانو سره د مقابلو نه ځان ساتلو خو دوي پۀ اکوړي کښې "د بزم ادب" پۀ نامه ادبي تنظيم جوړ کړے ؤ چې هره هفته به ئې د جمعې پۀ ورځ اجلاسونه کېدل نو ځنې هغه شاعرانو چې دې تنظيم کښې شامل نۀ وو نو هغوي به بزم ادب کښې د شاملو شاعرانو خلاف شعرونه ليکل او هغه به ئې پټ پۀ پټه د اجمل خټک دوي حجره او بازار کښې غورځول چې دوي او نورو خلقو به لوستل. د دبزم ادب غړو کبير، کسکر، غمخور، سراج او شمس الرحمان به د دوي خلاف ښکاره شعرونه ليکل او لوستل. چا به چې د دوي خلاف شعرونه ليکل نو هغه به د "اشنا" تخلص لاندې پۀ فرضي نوم ليکل کول

د اکوړي بزم ادب ته دا اعزاز هم حاصل دے چې د نوموړي افسانه نګار نادرخان بزمي صېب د افسانو مجموعه ئې چاپ کړې وه چې دا د پښتو وړومبۍ افسانوي مجموعه ګڼلې شي او د دې نامه "پلوشې" ده چې اجمل خټک پرې مقدمه هم ليکلې ده.

اجمل خټک

د لومړۍ برخې د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړئ

http://pashtoonkhwa.com/?page=news&cnt=2997

 

- بېتاب
بېرته شاته